Apr 15, 2023 16:41 Asia/Kabul

ګلونو اورېدونکو سلامونه، د قران د پلوشو له یوه بل پروګرام سره مو په خدمت کې یوو د خدای په فضل په تېرو پروګرامونو کې د قاف سورې دوه ویشتم آیت ته رسېدلې وو په نننۍ پروګرام کې به د دغه سورې له درویشتم تر دېرشم آیتونو پورې تلاوت، ژباړه او تفسیر درته وړاندې شي. ستاسو د ملګرتیا په هیله.

په سر کې مو پام غواړو د  قاف سورې  له درویشتم تر شپږویشتم آیتونو تلاوت ته هلته چې لوی خدای فرمایي:

«وَ قالَ قَرِینُهُ هذا ما لَدَیَّ عَتِیدٌ» «أَلْقِیا فِی جَهَنَّمَ کُلَّ کَفَّارٍ عَنِیدٍ»، «مَنَّاعٍ لِلْخَیْرِ مُعْتَدٍ مُرِیبٍ»، «الَّذِی جَعَلَ مَعَ اللَّهِ إِلهاً آخَرَ فَأَلْقِیاهُ فِی الْعَذابِ الشَّدِیدِ»

او د ده ملګرى (مَلَك) به ووايي: دا دى هغه شى چې زما سره حاضر دى

(دواړو ملايكو ته به وویل شي:) هر ډېر عناد كوونكى كافر په دوزخ كې وغورځوئ

چې د خیر منع كوونكى، زیاتي كوونكى، (او) شك كوونكى دى

هغه چې له الله سره يې بل معبود ټاکلی دى، نو تاسو دا په ډېر سخت عذاب كې وغورځوئ

په تېره برخه کې د هغو پرښتو خبره وشوه چې له انسان سره ملګرې دي؛ په دنیا کې  د هغه ښه او بد کارونه لیکي او په قیامت کې به هغه جنت یا دوزخ ته بیایي.

دا آیتونه فرمایي:

 د هغو عملونو عمل پاڼې ته په پام سره چې پرښتو تیاره کړې، انسانان به د قیامت په محکمه کې حاضر کړی شي اوخدای به د هغوي دعملنامې په اساس  کافره مجرمان له نېکو کسانو جدا کړي او ورته به سزا ورکاندي. ځکه چې له حق سره د ضد، دښممنۍ او زیل په وجه د خدای انکار کوي او په عمل کې د هر نېک کار په وړاندې خنډ جوړوي. دغه شان کسان له الهي حدونو تېریږي او نور هم د حق لارې په منلو کې له شک او دوه زړه توب سره مخامخوي. هغوي د خدای په څنګ کې، نور کسان مطرحوي او خلک د نورو طاقتونو او بوتانو په لور  بیایي.

له دغو آیتونو زده کوو چې:

 ۱:  که کفر د جهل او ناپوهۍ له مخې وي، د انسان د ستنېدو هيله شته ده خو که د ضد، زیل او دښمنۍ یا تعصب له مخې وي، هره ورځ لا سخت او ژور کیږي او د دغه شان کس د ستنېدو امکان له ذهنه لرې دی.

۲: د مومنانو په اپوټه چې د خېر د کارونکو کوونکي دی او نور خلک ښو کارونو ته بلي، د حق منکران نور خلک له نېکو کارونو منعې کوي.

۳: د دوزخ عذاب ځینې درجې لري او د انسان د کفر شرک او ګناهانو په اندازې پورې  تړلې دی.

اوس  د قاف سورې  له اوه ویشتم تر دېرشم آیتونو پورې تلاوت ته پام وکړئ هلته چې لوی خدای فرمایي:

 «قالَ قَرِینُهُ رَبَّنا ما أَطْغَیْتُهُ وَ لکِنْ کانَ فِی ضَلالٍ بَعِیدٍ»، «قالَ لا تَخْتَصِمُوا لَدَیَّ وَ قَدْ قَدَّمْتُ إِلَیْکُمْ بِالْوَعِیدِ»، «ما یُبَدَّلُ الْقَوْلُ لَدَیَّ وَ ما أَنَا بِظَلاَّمٍ لِلْعَبِیدِ»، «یَوْمَ نَقُولُ لِجَهَنَّمَ هَلِ امْتَلَأْتِ وَ تَقُولُ هَلْ مِنْ مَزِیدٍ»

د ده ملګرى (شیطان) به ووايي: اى زمونږه ربه! دا ما نه دى ګمراه كړى او لېكن دا پخپله په ډېرې لرې ګمراهۍ كې و

(الله به) ووايي: تاسو زما په وړاندې جګړه سره مه كوئ او یقینًا ما تاسو ته وعید (وېرول) مخكې درلېږلى و

زما په نیز (په دې باره كې) خبره نشي بدلېدى او زه په بنده ګانو هېچرې ظلم كوونكى نه یم

(یاده كړه) هغه ورځ چې مونږ به جهنم ته ووایو: ایا ته ډك شوې؟ او هغه به وايي: ایا نور هم زیاتي شته؟

په دغو آیتونو کې د هغو ملګرو خبره شوې چې انسان دوزخي کوی، لکه بد دوستان،د کفر مشران او د هغوي په سر کې شیطان.

کله چې انسانان په  قیامت کې له خپل حتمي برخلیک سره مخامخ شي مجرمان به  له یو بل او له خپلو فاسدو مشرانو او شیطان سره شخړه پېل کړي  او هر یو به هڅه کوي خپله ګناه د بل په غاړه واچوي. مجرمان به وایي: که تاسو نه وئ، مونږ به ایمانداره پاتې شوې وو یا به وایي چې مونږ ستاسو د پېروۍ په وجه په دغه بدبختۍ او تورې ورځې اوړېدلې یوو. البته دا بحث او جدل به د هغوی په سزا کې هیڅ تاثیر ونه لري او هیڅه به ترې کم نه کړي.

 شیطان به هم  په خپله دفاع کې ووایي: ای خدایه ما هیڅوک کفر او ستا له فرمانه سرغړاوي ته نه دي مجبوره کړې، بلکې هغوي په خپله ستا لاره هېره کړه او په ژوره ګمراهۍ کې لاړل. خو دوزخیان  به شیطان ګرم  ګڼي او د خپلو ګناهانو د توجیه هڅه به کوي.

دغه ځای کې به نو  الهي غږ دهغوي  تر مینځ شخړه ختمه کړي او وبه وایي چې اوس د دغو خبرو وخت نه دی؛ د هر چا خبره صفا ده او هر کس ته به د خپلې ګناه او سرغړاوي په اندازه سزا ورکول کیږي نه زیاته او نه کمه. هیڅوک دې دا ګمان نه کوي چې د دوزخ ظرفیت کم او یا دوزخ تنګ دی  او یا د لویو ګناهکارانو په وجه به هغوی ته نوبت ونه رسیږي، بلکې دوزخ به د حال په ژبه  ګناهکاران ځانته به بلي او وایي به : آیا نور هم شته دي؟

له دغو آیتونو زده کوو چې:

۱:  پلار مور، اور ورور یا خور مونږ په خپله نه انتخابوو خو د ښه  یا بد دوست انتخاب زمونږ په خپل لاس کې دی او هغوی زمونږ په برخلیک کې ډېر اثر لري.

۲: په قیامت کې هیڅوک د خپلو ګناهونو پړه په  بدو دوستانو، فاسدو او ظالمو مشرانو او یا شیطان نه شي اچولی او له ځانه مسوولیت نه شي غړولی.

۳: خدای تعالی نه د خلکو په هدآیت کې کوتاهي او غفلت کړی  چې په هغوي یې ظلم کړی وي او نه د ظالمانو په سزا کې کوتاهي او سستي کوي، ځکه چې د ظالمانو په سزا کې رعآیت کول په نېکو او مظلومو کسانو ظلم دی.

۴: مجرمان د هغه ظلم په وجه  چې په ځان یې کړی دوزخ ته ځي، نه دا چې خدای په هغوی ظلم کړی وي، ځکه چې خدای په چا ظلم نه کوي.

 

ټیګونه