Apr 16, 2023 09:18 Asia/Kabul

ګلونو اورېدونکو زمونږ نېکې پېرزوینې ومنئ د قران د پلوشو له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کې یو، په دې هیله چې د تهران راډیو له دغه لړۍ پوره پوره استفاده وکړئ. که تاسو ته یاد وي په تېره برخه کې د قاف سورې  تر اوه دېرشم آیته رسېدلې وو  په نننۍ برخه کې غواړو د دغه سورې له اته دېرشم تر پنځه څلوېښتم آیتونو پورې تلاوت، ژباړه او تفسیر درته وړاندې کړو ستاسو د ملګرتیا په هیله.

په سر کې مو پام غواړو د قاف سورې له اته دېرشم تر څلوېښتم آیتونو پورې تلاوت ته هلته چې لوی خدای فرمایي:

«وَ لَقَدْ خَلَقْنَا السَّماواتِ وَ الْأَرْضَ وَ ما بَیْنَهُما فِی سِتَّةِ أَیَّامٍ وَ ما مَسَّنا مِنْ لُغُوبٍ»، «فَاصْبِرْ عَلى‏ ما یَقُولُونَ وَ سَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّکَ قَبْلَ طُلُوعِ الشَّمْسِ وَ قَبْلَ الْغُرُوبِ»، «وَ مِنَ اللَّیْلِ فَسَبِّحْهُ وَ أَدْبارَ السُّجُودِ»   

 او یقینًا یقینًا مونږ اسمانونه او ځمكه او هغه څه چې د دواړو په مینځ كې دي، په شپږو ورځو كې پیدا كړي دي، او مونږ ته هېڅ ستوماني نه ده رارسېدلې

نو ته په هغو خبرو صبر كوه چې دوى يې وايي او د خپل رب له ستاينې سره تسبیح وایه له لمر ختلو نه مخكې او له لمر ډوبېدلو نه مخكې

او د شپې په څه برخه كې، پس د هغه تسبیح وایه او (د لمانځه) له سجدو نه وروسته هم تسبیح وایه

په تېرو برخو کې د قیامت د راتللو او منکرانو په هکله یې ځینې خبرې وشوې. دا آیتونه یو ځل بیا د خدای قدرت ته اشاره کوي او فرمایي:  د قیامت په راتلو کې څنګه شک  کوئ په داسې حال کې چې نړۍ له دومره سترتوب سره سره،د خدای په اراده په شپږو ورځو کې  جوړه شوې او پېدایښت یې د خدای لپاره هیڅ کړاو او ستړیا نه ده لرلې.

بیا خدای تعالی خپل پېغمبر ته په خطاب کې فرمایي: د معاد د منکرانو له خبرو مه خپه کېږه، زړه ته خپګان اوغم مه اچوه او د شپې ورځې په مختلفو ساعتونو کې د خدای په یاد او ذکر سره، د خپلې سینې پراخوالی زیات کړه او دهغوي خبرې وزغمه.

له دغو آیتونو زده کوو چې:

۱: سره له دې چې خدای کولې شول په یوه شېبه کې ټوله هستي او کاینات جوړ کړي خو د نړۍ د خلقت په تدریجي والي ټینګار لري او دا د نړۍ په چلولو کې د اسبابو او مسبباتو د نظام ښودونکی دی.

۲: کاینات او هستي ډېره پراخه ده. د دغه نړۍ سترتوب، د خدای د بې پایه قدرت ښودونکی دی.

۳: د مخالفانو تومتونه، بد وینې او ناروا  خبرې باید د حق په ویلو کې زمونږ د سستۍ او شاتګ سبب نه شي، بلکې باید په صبر، هلو ځلو او پایدارۍ سره خپل کار جاري وساتو.

۴: د ستونزو په وړاندې د صبر او زغم لپاره تر ټولو لوی ملاتړ، په ټولو ساعتونو او وختونو کې د خدای یاد دی.

 ۵: که څه هم د خدای یاد په کوم خاص وخت پورې مخصوص نه دی، خو د لمانځه وختونه  لا ډېر فضیلت لري او اثر یې زیات دی.

 اوس د قاف سورې له یو څلوېښتم تر څلور څلوېښتمو آیتونو پورې تلاوت ته پام وکړئ هلته چې لوی خدای فرمایي:

  «وَ اسْتَمِعْ یَوْمَ یُنادِ الْمُنادِ مِنْ مَکانٍ قَرِیبٍ»، «یَوْمَ یَسْمَعُونَ الصَّیْحَةَ بِالْحَقِّ ذلِکَ یَوْمُ الْخُرُوجِ»، «إِنَّا نَحْنُ نُحْیِی وَ نُمِیتُ وَ إِلَیْنَا الْمَصِیرُ»، «یَوْمَ تَشَقَّقُ الْأَرْضُ عَنْهُمْ سِراعاً ذلِکَ حَشْرٌ عَلَیْنا یَسِیرٌ»

 او ته په هغې ورځ غوږ كېږده چې اواز كوونكى به له نژدې ځاى نه اواز وكړي

په هغې ورځ چې دوى به په حقه سره سخته چغه اوري، دغه د (له قبرونو نه د) راوتلو ورځ ده

بېشكه هم دا مونږ ژوندي كول كوو او مړه كول كوو او خاص مونږ ته بېرته راګرځېدل دي

په هغه ورځ چې  د دوي (د قبرونو لپاسه به) ځمكه وچوي، په داسې حال كې چې دوى به تلوار كوونكي وي، دغه راژوندي كول مونږ ته ډېر اسان دي

دا آیتونه په قیامت کې د یوې لویې غونډې د پرانستونکو دستورو ښودونکي دي چې د نړۍ د میلیاردونو خلکو په شتون او په یوې اسماني او الهي چغې سره پېل کیږي. دغه اسماني چغه به داسې په فضا کې خپره شي چې د قیامت ټول مخلوقات به یې له نزدې واوري. داسې چغه چې له عظمته به یې غرونه او ځمکه وچوي، مړي به له خاورو راوځي او خواره واره انسانان به راغونډ شي.

په دغو آیتونو کې دې ټکي ته هم اشاره شوې چې هماغه خدای چې په لومړي ځل یې هغوي په دنیا کې پېدا کړل او بیا به مړه کړل، نن یې دوباره ژوندي کوي چې خلقت د هدف لپاره خپله لاره جاري وساتي.

درسونه:

۱: قیامت یوه جسماني چاره ده، یو یو انسان به له خاورې راپاڅيږي او د قیامت په ډګر کې به حاضریږي.

۲: مرګ او ژوند یوازې  د خدای په لاس کې دی او دا د خدای له لورې په قیامت کې د مړیو د ژوندي کولو پر امکان تر ټولو ښه دلیل دی.

اوس د قاف سورې پینځه څلوېښتم آیت ته پام وکړئ چې د دغه سورې وروستی آیت دی:

«نَحْنُ أَعْلَمُ بِما یَقُولُونَ وَ ما أَنْتَ عَلَیْهِمْ بِجَبَّارٍ فَذَکِّرْ بِالْقُرْآنِ مَنْ یَخافُ وَعِیدِ»

موږ ښه پوه یو په هغو خبرو چې دوى يې وايي، او ته په دوى باندې هېڅ زور كوونكى نه يې، نو ته په قران سره هغه چا ته پند وركړه چې زما له وعید (او عذاب) نه وېرېږي.

 د تېرو آیتونو په دوام کې، دا آیت یو ځل بیا رسول اکرم (ص) ته په خطاب کې فرمایی: هغه څه چې د معاد منکران یې ستا د بلنې په نفی کې وایي او خلک په تا له ایمانه منعې کوي، موږ له هغوي خبر یوو؛  خو تمه مه لره چې ټول به په تا ایمان راوړي، ځکه چې موږ انسانان ازاد پنځولي او د انتخاب حق لري.

 د یو پېغمبر په توګه ستا دنده، د الهي پېغام رسول او د خلکو د کارونو د انجام په هکله هغوی ته خبرداری ورکول دي. ته مامور نه یې چې خلک په زور د دین منلو ته اړکړې او خپله بلنه په زوره په چا وتپې.

درسونه:

  ۱: دې ته په پام سره چې قران د تذکر تر ټولو ښه وسیله ده،  خلکو ته د پند او نصیحت کولو او اخلاقي بحثونو چورلیز باید د قران آیتونه وي، نه شخصي سلیقې او عقیدې.

۲: د الهي دینونو اصول فطري دی او د ټولو انسانانو په خټه کې موجود دي. یوازې یادونه ورته ضروري ده. له همدې امله پېغمبران هڅه کوي په تذکر او نصیحت سره د انسانانو هېر شوی او پټ ضمیر راویښ کړي.

۳: د پېغمبرانو دنده د دین تبلیغ دی او په چا باندې په زور دین نه مني. ځکه چې د دین منل باید د ارادې او اختیار له مخې وي.

۴: د قیامت په ورځ د جزا او سزا په هکله د خدای په وعدو ایمان، د پیېغمبرانو د نصیحتونو او پندونو د منلو زمینه برابروي.

ګلونو اورېدونکو قران مجید قاف سوره همدلته پای ته رسیږي، په راتلونکي پروګرام کې به که خدای کول له یوې بلې سورې سره ستاسو په خدمت کې وو ، د دغه پروګرام په اړه ستاسو د نظرونو او وړاندیزونو په تمه تر بل پروګرامه مو په لوی خدای سپارو.

 

ټیګونه