Apr 16, 2023 09:35 Asia/Kabul

ګلونو اورېدونکو سلامونه، د قران د پلوشو له یو بل پروګرام سره ستاسو په خدمت  کې یو، د خدای په فضل مو په تېره برخه کې د قران قاف سوره پای ته ورسوله، سره له ننه غواړو د قران مجید ورپسې سوره یعنې ذاریات درته پېل کړو. دغه سوره په مکې کې نازله شوې، د آیتونو چورلیز یې ، د خدای تعالی وجود، معاد یا قیامت، په کایناتو کې د خدای نښې، د ځینو پېغمبرانو قصې او د بې لارو او غړېدلو قومونو د تاریخ او برخلیک بیانول دي، ستاسو د ملګرتیا په هیله.

په سر کې مو پام غواړو د ذاریات سورې  له لومړي تر شپږمو آیتونو تلاوت ته هلته چې لوی خدای فرمایي:

بِسْمِ اللَّـهِ الرَّحْمَـنِ الرَّحِیمِ «وَ الذَّارِیاتِ ذَرْواً»، «فَالْحامِلاتِ وِقْراً»، «فَالْجارِیاتِ یُسْراً»، «فَالْمُقَسِّماتِ أَمْراً»، «إِنَّما تُوعَدُونَ لَصادِقٌ»، «وَ إِنَّ الدِّینَ لَواقِعٌ»

د ډېر بخښونکي مهربان خدای په نامه

قسم دى په الوځوونكو بادونو، الوځول

بیا د (اوبو د) بار په اوچتوونكو ورېځو (قسم دى)

بیا په اسانۍ سره تلونكو كشتیو (قسم دى)

بیا د كار په تقسیموونكو ملايكو(قسم دى)

چې بېشكه هغه څه چې له تاسو سره يې وعده كولى شي یقینًا رښتینې (وعده) ده

او بېشكه (د عمل) بدله خامخا واقع كېدونكې ده

 دا سوره هم د قران د ځینو نورو سورو په شان په څو قسمونو سره پېل کیږي:

په طبیعي ښکارندو لکه وریځو او باد په قسم سره چې د باران د ورېدو، د ونو بوټو د ښیرازه کېدو او د نړۍ په مختلفو سیمو کې د انسان د ژوند د پراخېدو سبب شوې دي.

په هغو کشتیو په قسم سره چې په اوبو سپرې دي او د باد په چلیدو سره مسافر او سامانانو له یوې سیمې بلې سیمې ته وړي راوړي.

او په هغو پرښتو په قسم سره چې په درسته نړۍ کې د انسانانو د رزق په وېشلو مامورې دي.

بې له شکه د انسان، حیواناتو او ډول ډول ونو بوټو د ژوند نوې کېدل په باران پورې تړلې دي او بادونه د وریځو په وړلو راوړلو، د هواد په انډولولو ا او د بوټو په باردارولو کې مهم رول لري. کشتۍ هم د انسان په ژوند کې رول لري، په حقیقت کې د سامانونو او انسانانو درنو څیزونو د وړو راوړو لپاره تر ټولو  ارزانه او پراخه لاره سمندرې لاره ده.په یقین سره د قران دغه قسمونه د انسان د ژوند د چارو په چلولو کې د الهي تدبیر او قدرت بیانوونکې دي چې د قیامت منکران پوه شي چې خدای تعالی نړۍ له پنځولو وروسته په خپل حال نه ده پرېښې او ورته یې یو مقصد او هدف ټاکلی دی؛ داسې هدف چې په نړۍ کې  له مرګه وروسته تحقق مومي او ټولو پېغمبرانو یې انسان ته وعده ورکړې ده.

 له دغو آیتونو زده کوو چې:

۱:  د وریځو، بادونو او بارانونو په شان طبیعي ښکارندو قسم، انسان په کایناتو د واکمنو قوانینو او تدبیر کشفولو ته هڅوي، د دغه ښکارندو او پرې د واکمنو قوانینو پېژندل، د خدای پېژندنې لپاره یوه سریزه ده.

۲: خدای تعالی د مادي اوغیر مادي اسبابو او مسبباتو په وسیله دا نړۍ چلوي.

۳: د حیرانتیا خبره دا ده چې مونږ د یو بل په وعدو یقین کوو خو د خدای تعالی په قطعي او رښتینې وعدې یقین نه لرو!!

اوس د ذاریات سورې له اوم تر نهم آیتونو پورې  تلاوت ته پام وکړئ.

«وَ السَّماءِ ذاتِ الْحُبُکِ»، «إِنَّکُمْ لَفِی قَوْلٍ مُخْتَلِفٍ»، «یُؤْفَکُ عَنْهُ مَنْ أُفِکَ»

 قسم دى په اسمان چې د لارو والا دى

چې بېشكه تاسو (د قران په وړاندې) په ګده وډه (مختلفه) خبره كې يئ

ګرځولى شي له دغه (قرآن، نبي) نه هغه څوك چې (د الله په علم كې مخكې) ګرځول شوى دى

 په تېرو آیتونو کې د قسمونو په دوام کې، په دغو آیتونو کې د اسمان په سترتوب قسم خوړل شوی دی. هغه اسمان چې په میلیاردونو کشهکشانونه او ستوري لري  او دغه ستوري د شپې په تیارو کې د اسمان په ویړه چترۍ کې د ښایسته څراغونو په شان ځلیږي.

خو د خدای او قیامت منکران په اسمان او ځمکه کې د خدای تدبیر او ارادې ته له پامه پرته، د کمال په لور د انسانانو د هدآیت لپاره پر پېغمبرانو د وحي د نازلېدو په باب شک کوي او په مختلفو پلمو، پېغمبران او تعلیمات یې تر پوښتنې لاندې راولي. البته هغوي قوي منطقي او په خپلې عقیدې کې ثبات نه لري نو دریځ یې ناپایدار او خبرې یې ګډې وډې دي. خو د دې په مقابل کې، د حق لاره یوه ده او له روښانه منطقه او ټینګو اصولو برخمنه ده.

څرګنده ده چې هر څوک حق وپیژني خو تر پښو لاندې یې کړي، منحرف او بې لارې شوی دی چې دا بې لارې د هغه د لا ډېرې  ګمراهۍ سبب کیږي.

 له دغو آیتونو زده کوو چې:

۱: د معاد او قیامت د منکرانو خبرې د دلیل او منطق په بنیاد نه دي؛ نو ځکه یې خبرې ګډې وډې او متضادې دي.

۲:  نېغه لاره یوه ده، خو کږې او ګډې وډې لارې ډېرې زیاتې دي.

۳: هره بې لارې او ګناه، د نورو ګناهونو او بې لاریو زمینه برابروي او د حق لور ته ستنېدل لا پسې سختوي.

اوس د ذاریات سورې له لسم تر څوارلسم آیتونو پورې تلاوت او ورپسې یې ژباړې ته پام وکړئ

«قُتِلَ الْخَرَّاصُونَ»، «الَّذِینَ هُمْ فِی غَمْرَةٍ ساهُونَ»، «یَسْئَلُونَ أَیَّانَ یَوْمُ الدِّینِ»، «یَوْمَ هُمْ عَلَى النَّارِ یُفْتَنُونَ»، «ذُوقُوا فِتْنَتَکُمْ هذَا الَّذِی کُنْتُمْ بِهِ تَسْتَعْجِلُونَ»

اټكل كوونكي (دروغجن) دې هلاك كړى شي

هغه كسان چې دوى په ډېر غفلت كې دي، هېروونكي دي

دوى پوښتنه كوي چې د بدلې ورځ به كله وي؟

هغه ورځ ده چې دوى به په اور سره په عذاب كولى شي

(وبه ویل شي!) تاسو خپل عذاب وڅَكئ، دا هغه (عذاب) دى چې تاسو به په بیړه غوښته.

  د تېرو آیتونو په دوام کې دا آیتونه د قیامت د منکرانو خبرې، د بې بنیاده ګمانونو او اټکلونو  او دروغ ویلو په اساس ګڼي چې ویونکي یې په سخت  غفلت او جهل کې ډوب شوې او ګمان کوي چې روڼ اندي او پوهه کسان دي.

یوه پوښتنه چې غالبا د قیامت منکرانو له پېغمبرانو او د ایمان له خاوندانو پوښتله، دا وه چې قیامت به کله راځي؟ هغوي ګمان کاوه چې د ایمان خاوندان د قیامت د واقع کېدو له وخته خبر نه دي، نو حتما هیڅ قیامت نه دی راتلونکی. په داسې حال کې چې د مثال په توګه د زلزلې او سیلاب وغیره د وخت له راتللو نه خبرتیا د دغو بلاګانو په نه راتللو دلیل نه شي کېدلی.

هغوی تر هغه وخته چې د دوزخ اوز په خپل بدن احساس نه کړي، باور پرې نه کوي او په دغه شان چټي خبور سره په اهل ایمان پورې له مسخرو کولو لاس نه اخلي.

له دغو آیتونو زده کوو چې:

۱: د دین په باره کې ناروا خبرې چې علمي بنیاد نه لري او د اټکلونو او ګمانونو له مخې وي، له الهي رحمته د لرې کېدو سبب دی.

۲: که د قیامت د ځینو پېښو او حوادثو له څرنګوالي خبر نه یوو نو دا خبره په خپله د قیامت په راتللو کې د شک لپاره پلمه نه شو ګرځولی، ځینې کسان د همدې خبرې په اساس د قیامت د اصل انکار کوي.

 

ټیګونه