Apr 16, 2023 09:41 Asia/Kabul

ګلونو اورېدونکو سلامونه ،د قران د پلوشو له یوې بلې برخې سره مو په خدمت  کې یوو. په دې هیله چې تر پایه راسره د پاتې کېدو فرصت ولرئ. که تاسو ته یاد وي په تېر پروګرام کې د ذاریات سورې تر څوارلسم آیته رسېدلې وو، نن غواړ د دغه سورې له پنځلسم تر درویشتمو آیتونو پورې تلاوت، ژباړه او تفسیر درته وړاندې کړو، ستاسو د ملګرتیا په هیله.

په سر کې مو پام غواړ د دغه سورې  له پنځلسم تر نولسم آیتونو تلاوت ته هلته چې لوی خدای فرمایي:

«إِنَّ الْمُتَّقِینَ فِی جَنَّاتٍ وَ عُیُونٍ»، «آخِذِینَ ما آتاهُمْ رَبُّهُمْ إِنَّهُمْ کانُوا قَبْلَ ذلِکَ مُحْسِنِینَ»، «کانُوا قَلِیلاً مِنَ اللَّیْلِ ما یَهْجَعُونَ»، «وَ بِالْأَسْحارِ هُمْ یَسْتَغْفِرُونَ»، «وَ فِی أَمْوالِهِمْ حَقٌّ لِلسَّائِلِ وَ الْمَحْرُومِ»

 بې شکه پرهېزګاران به په باغونو او د  چینو (په څنګ کې وي)

 او هغه څه به چې پالونکي یې ورعطا کړې دي اخلي. ځکه چې هغوي  له دې مخکې همېشه نېکان وو.

د شپې په لږه برخه کې به اوده کېدل

او سهار مهالونه  به یې  (له خدایه) د بخښنې غوښتنه کوله.

او په مالونو کې یې د (اړمنو) سوالګرو او بې وزله او محرومو کسانو برخه وه.

 د قران یوه تربیتي روده د ښو او بدوانسانانو پرتله کول دي. په تېره برخه کې، د قیامت منکرانو او بدکارو ته اشاره وشوه، دا آیتونه د پاکو او پرهېزګارو کسانو ځانګړنه بیانوي او فرمایي:« دغه کسان به په قیامت کې د خدای له ځآنګړې مهربانۍ برخمن وي. ځکه چې په دنیا کې به یې ښه کارونه او له نورو سره احسان او ښېګړه کوله.

کېدی شي څوک ووایي چې : د قیامت ځینې منکران هم له انسانانو سره د مینې احساس لري او له نورو سره مرسته کوي. خبره دا ده چې پاک زړي مومنان د خدای پر بندګانو پر احسان سربېره، له خدای سره هم اړیکي او ارتباط لري او همېشه د لمانځه، لمنځ اواستغفار خاوندان دي. د ورځې د نورو په فکر کې او غمخواري یې دي او په شپې کې په ځان او خدای فکر کوي او له خدای سره یې معنوي اړیکي ټینګوي.

له دغو آیتونو زده کوو چې:

۱: په دې نړۍ کې په ګناه له ککړو خوندونو او خوښیو سترګې پټول، په اخرت کې د کامیابۍ او پایداره خوندونو سببک یږي.

۲:  له خدای سره اړیکي ، دعا او لمنځ له یوې خوا او په ټولنه کې خېر ښېګړه او احسان له بله پلوه، ابدي سعادت  او ملکوت ته د رسېدلو لپاره دوه وزرې دي چې هر یو یې په یوازې سر انسان منزل ته نه شي رسولی.

۳:  د شپې په یوه برخه کې له خدای سره راز و نیاز ، عبادت او لمنځ او له خواږه خوبه تېرېدل، د پرهېزګارانو یوه ځانګړنه ده.

۴:  له ګناهانو د استغفار او له خدایه د بخښنه غوښتلو تر ټولو ښه وخت د سهار وخت دی.

۵: هغه څه چې بې وزلو او اړمنو ته ورکول کیږي، د هغوي خپل حق دی، ځکه چې خدای تعالی د خلکو په مالونو کې  د بې وزلو او اړمنو لپاره حق اېښی دی، نو باید په هغوی احسان وانه ړوو.

 اوس د ذاریات سورې له شلم تر درې وېشتمو آیتونو پورې تلاوت ته ستاسو پام غواړو هلته چې لوی خدای فرمایي:

«وَ فِی الْأَرْضِ آیاتٌ لِلْمُوقِنِینَ»، «وَ فِی أَنْفُسِکُمْ أَفَلا تُبْصِرُونَ»، «وَ فِی السَّماءِ رِزْقُکُمْ وَ ما تُوعَدُونَ»، «فَوَ رَبِّ السَّماءِ وَ الْأَرْضِ إِنَّهُ لَحَقٌّ مِثْلَ ما أَنَّکُمْ تَنْطِقُونَ»

 او په ځمکه کې د یقین د خاوندانو لپاره نښې او نښانې دي.

او په خپله دهغوي په وجود کې هم، نو ایا  نه وینئ (فکر نه کوئ).

او ستاسو روزي او هغه څه چې وعده یې درکول کیږي، په اسمان کې دي.

نو د اسمان او ځمکې په پالونکي قسم، دا (خبره) هغه شان چې تاسو خبرې کوئ، حقه ده.

په تېرو آیتونو کې د قیامت خبره وشوه، دا آیتونه بیا د خدای او مبدا وجود ته ستنیږي اوفرمایي: ولې انسان سترګې نه پرانیږي او کایناتو او خپل ځان اوخواوشا نړۍ عظمت ته نه ګوري؟ د دین د مشرانو په خبرو کې دې ټکي ته اشاره شوې چې: "من عرف نفسه فقد عرف ربّه"، چا چې ځان وپېژنده خپل رب یې پېژندلی دی.

نن سبا د طب او اروا پوهنې په علم کې په لسګونو پوهنتوني څانګې په یو ډول د انسان د جسم او روح او دهغه په نفسیاتو مطالعه او څېړنه کوي چې له انسانه پوره شناخت پېدا کړي. خو بیا هم په دې لاره کې د انسان له ټولې هڅې او کوشش سره سره  ویلی شو چې د انسان او کایناتو ډېرې ګوښې لا ناپېژاندې پاتې دي او اوس هم ویلی شو چې انسان ناپېژاندی مخلوق دی.

 د اسنان د ودې مراحلی، د سخړې او جنین له وخته واخلې د یو کامل او بالغ انسان تر حده د هغه تر لوییدو پورې، او همداراز هغه حیرانوونکې توانمنۍ چې دهغه په وجود کې پټې دي، د خلقت له عجایبو څخه دي او د دې ښودنه کوي چې پالونکی د انسان له ټولو اړتیاوو خبر دی.

د انسان د بدن هر یو غړی لکه سترګې غوږونه، غاښونه او یا یې باطني غړي لکه د وینې څرخ، معده، سا اخستل او د بدن دفاعي سسټم تجربه کارومتخصصانو ته اړتیا لري چې د دغه  سسټمونو او غړو په هکله څېړنه او مطالعه وکړي او دهغو په  کړچار اړ جوړښت لا ښه پوه شي.

 له بلې خوا، په کومې ځمکې چې اوسیږو،  له لمر او نورو سیارو یې فاصله، مختلفو حرکتونه یې لکه له لمره تاوېدل او په ځان تاوېدل، لوړ غرونه او ژورې درې، سمندرونه چې د  ځمکې د اوبو پراخه ذخیره پکې موجوده ده، دا ټول د خدای د علم او تدبیر نښې ګڼل کیږي.

 په حقیقت کې ځمکه د یوې مور په شان سخي ده چې د انسان او پکې د ټول هستوګنو ځناورو او بوټو اړتیاوې پوره کوي. نرمه خاوره یې، د ډول ډول بوټو، ونو او مېوو د ټوکېدو زمینه ده. همداراز غرونه یې سخت دي او د انسان د ضرورت ډول ډول معدنونه او نور شیان یې په ځان کې زېرمه کړې دي.

څرګنده ده چې که څوک د انسان او نړۍ په خلقت کې فکر وکړي د یو حکیم او پوه خالق  په شتون پوهیږي داسې خالق چې نړۍ یې د حکمت او تدبیر په اساس جوړه کړ ې او په دې نړۍ کې د انسان له خلقته لا لوړ هدف لري. داسې موخه چې قطعا د انسان په مرګ سره پای ته نه رسیږي بلکې دغه هدف له مرګه وروسته هم موجود دی.

له دغو آیتونو زده کوو چې:

۱:  د پالونکي د پېژندلو لپاره د قران یوه روده،  په ځمکه کې د خدای نښو ته دهغه د پام اړول دي  چې انسان د یو پوه او وسیال پالونکي شتون ته رسوي. او پرې ډاډمنیږي. څرګنده ده چې د علم اوساینس په ترقۍ او د فطرت د رازونو په کشفېدو سره، ورځ په ورځ په ځمکه کې د خدای د علم او قدرت د شتون نښې لا څرګندیږي.

۲: ځان پېژندنه د خدای پېژندنې یوه ډېره ښه لاره ده چې انسان له ځانه خدای ته رسوي.

۳: د رزق سرچینه په اسمان کې ده او اسمان او ځمکه د یو بل په مرسته د انسان رزق پوره وي. د لمر رڼا، وریځې او باد و باران مړې خاورې ته ژوند وربخښي او ټولو ژوندي ساري تغذیه کوي.

۴: د خبرې کولو او نطق وړتیا په انسان د پالونکي یوه ځانګړی نعمت دی چې خدای تعالی  د خپلې وعدې او خبرې د حقیقي والي لپاره د انسان د خبرو ویلو مثال راوړي.

 

ټیګونه