May 13, 2023 13:33 Asia/Kabul
  • د کیسو جنګ (۴)

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې دکیسو جنګ د لړۍ په دې برخه کې له ننني (څلورم) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یم، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي. په دې خپرونه کې مو د ایران د وېشلو په تړاو د ایران د خلکو د پارولو لپاره د ایران د دښمنانو د هڅو په اړه خبرې کړې دي.

اسلامي ایران په لوېدیځه آسیا کې پروت هېواد دی او د خپل ځانګړي جغرافیايي موقعیت له امله، د تاریخ په اوږدو کې د مختلفو هېوادونو د بېلابېلو قومونو د خلکو د تاریخي هجرت ډګر وو . د ایران له لارې د آسیا، اروپا او افریقا د درېیو براعظمونو تاریخي مهاجرتونه، له یوې خوا د ځینو لپاره د تګ راتګ ځای ګرځېدلی او له بلې خوا یې ځینو ډلو ته د اوسېدو او آرامۍ زمینه برابره کړې ده.

له همدې امله، د ایران د نفوسي ځانګړتیاوو څخه یو د مختلفو توکمونو او د توکمیزو او نژادي اختلاطونو شتون دی. د تاریخ په اوږدو کې د تاریخي شالید او سیاسي او ټولنیزو بدلونونو له مخې، ایراني توکمونه د ایران په جغرافیه کې وېشل شوي او ځای پرځای شوي دي.

د ایران د نفوسي جوړښت توکمیز ډول والی، د هغه د لرغونتوب او ډېرې مخینې له امله، د ډېرو څو توکمیزو هېوادونو لکه کاناډا، امریکا او ځینو اروپایي هېوادونو سره توپېر لري. په دې هېوادونو کې د مختلفو توکمونو ګډ ژوند، د هغه د سکډوالۍ محصول دی، چې تاریخي پېړۍ هم ورباندې نه دي تېر شوي.

په داسې حال کې چې د دې تش په نامه همغږۍ په لنډ ژوند کې، کلتوري توپېرونه د ټولنیزو سستېدو لامل شوي، هر وخت په مختلفو هېوادونو لکه فرانسه او امریکا کې، په ټولنه کې د سیاسي او ټولنیزو کړکېچونو په بڼه ځان څرګندوي.

خو ایران یو له هغو څو هېوادونو څخه دی، چې توکمونه یې د دې خاورې د څو زره کلن تاریخ په اوږدو کې سره یو ځای شوي او په یو ډول د دې خاورې اصلي اوسیدونکي دي او په تاریخي لحاظ ورته مشترکه خاطره، د ملي هویت سند او د کلتوري زیږون سند لري. د ایران تاریخ ښیي چې دا هېواد هېڅکله، پر ماتې خوړلو قومونو باندې د یوه واکمن قوم خاوره نه ده او په خپلو ټولو تاریخي دورو کې، د سیمو اداره او مدیریت د کوم ځانګړي قوم او قبیلې په انحصار کې نه وه. برعکس په دې خاوره کې ټولو مذهبونو، کلتورونو او قومونو ته درناوی شوی دی.

داسې چې د هخامنشي داريوش د واکمنۍ پرمهال (د 522 څخه تر 486 میلادي په منځنيو وختونو كې د هخامنشي څلورم امپراتور) د ايران په امپراتورۍ كې شاوخوا 50 قومونه او لږ تر لږه له 25 څخه تر 30 پورې سيمې او يا خودمختاره ایالتونه (ساتراپي) موجود وو، چې كه د ايران په امپراطورۍ كې، د توکم ضد او د توکمیز هویت له منځه وړل او د یو ملت کلتور پر بل ملت باندې مسلط کول د هخامنشیانو د واکمنانو معیار وای، دوی هېڅکله د پخوانۍ نړۍ په نیمایي برخه کې تر دوو پېړیو زیات حکومت نه شو کولای.

امریکايي تاریخ پوه، برنارډ لویس (Bernard Lewis) د یوویشتمې پېړۍ په لومړیو کلونو کې د ایران په اړه د تل ابیب په پوهنتون کې د وینا پر مهال وویل: په تېرو دوه زره کلونو کې هېڅ بهرنی ځواک نه دی توانېدلی، چې د ایران پر ژبې او کلتور بنسټیز اغېز ولري. دا د غوره کلتور یوه نښه ده او غوره کلتور تل پر ټیټې کچې غالب دی.

دغه په انګلیستان کې زیږیدلی صهیونیسټ، په بل ځای کې دې نتیجې ته رسېدلی، چې د داسې کلتور سره د مقابلې یوازینۍ لاره، د هغه له منځه وړل دي. هغه د اسلامي انقلاب او د حاکم نظام دښمنانو ته سپارښتنه کوي، چې ایران په مختلفو برخو کې د مېشتو قومونو له مخې تجزیه او د نویو هېوادونو ترمنځ وویشل شي.

د "لوی منځني ختیځ" پلان چې په سیمه کې د هېوادونو پر وېش ټینګار کوي، د "برنارډ لویس" تر ټولو مهم کار دی. هغه په ​​دې باور وو، چې اسلامي هېوادونه د لوېديځې نړۍ لپاره يو ګواښ دى او دا هېوادونه بايد ووېشل شي، څو د اسلام ځواک د تل لپاره له منځه ولاړ شي، کنه نو اسلام به لوېديځ له منځه يوسي. هغه د خپل آرمان د پوره کېدو لپاره ډېر وخت په تمه وو چې  102 کاله ژوندیې وکړ او په 2018 کې مړ شو.

خو لویس یوازینی کس نه و او نه دی، چې د اسلامي هېوادونو په ځانګړې توګه د اسلامي ایران د وېشلو فکر کوي. برنارد لوی (Bernard-Henri Lévy) یو بل له دغو کسانو څخه دی، چې په نړۍ کې د هېوادونو د وېش سمبول پېژندل کېږي. د فرانسوي صهیونیستي استخباراتو هغه افسر چې د هغه اصلي پروژه، په حقیقت کې هر هېواد ته چې د سیاسي-ټولنیزو پېښو لپاره ته ننوځي، د هغه هېواد وېشل دي.

بنګله دېش، پخوانۍ یوګوسلاویا، افغانستان، سوډان او لیبیا، د لوی د ماموریت د ساحو یوه برخه وه، چې شتون یې په دغو هېوادونو کې د جګړې له امله، تجزیه یا ویجاړتیا ده. هغه له عراق څخه د کردستان سیمې د جلا کولو په ټاکنو کې هم څارونکی وو. د لوی یو له غوره شاهکارونو څخه، د فرانسې حکومت هڅول وو چې د قذافي د سقوط لپاره زمینه برابره کړي او ټینګار یې وکړ چې د لیبیا په کړکېچ کې د ګډون له لارې، د اسرائیلو د ګټو په اړه فکر کوي.

په ایران کې په وروستیو ناکراریو کې هم، د لوی لاس لرل لیدل شوي دي. هغه د فرانسې له ولسمشر مکرون سره د ځینو مخالفو ښځو په غونډه کې ګډون وکړ. په زړه پورې خبره دا ده چې د امانوئل مکرون دفتر نه غوښتل چې د غونډو په جریان کې د لوی انځور خپور شي. یورونیوز په یوه راپور کې ولیکل: "د فیګارو ورځپاڼې خبریال جورج مالبرونوټ(George Malbrunot)، په الیزې ماڼۍ کې د یوې سرچینې په حواله راپور ورکړی، چې د فرانسې د ولسمشرۍ دفتر نه غوښتل چې برنارد لوی، فرانسوي لیکوال او د رسنیو مشهور شخصیت، د ایران د حکومت پر ضد د ښځو له یوې ډلې سره د مکرون د لیدنې پرمهال په انځورونو کې ولیدل شي.

د توکمیزو ډلو هڅول او د هېوادونو وېشل، له خپلو مخالفو هېوادونو سره د سلطي نظام له خوا د حکومتونو د راپرځولو یوه بېلګه ده. په ایران کې په وروستیو ناکراریو کې دغه ماډل، د ایران په اسلامي جمهوریت د فشار اچولو لپاره له نورو سایبري، رسنیزو، اقتصادي، وژنو او داسې نورو موډلونو سره یو ځای وکارول شو. د اسلامي انقلاب د دښمنانو له خوا د ګډوډۍ د رامنځته کولو لپاره، د ایران د خلکو هڅونه د دې خاورې په تاریخ کې بې سارې ده.

د اسلامي انقلاب د بریا له پیله، هغه سیاسي ډلې چې د توکمیزو تمایلاتو په پلمه یې د ټولنې د ډېری وګړو د رایو په جلبولو کې پاتې راغلي، د کردستان په څېر د هېواد په آذربایجان، خوزستان، ترکمن صحرا او سیستان او بلوچستان سیمو کې د ناکراریو او ګډوډۍ لامل شو او هڅه یې وکړه چې دا سیمې په ځینو نومونو لکه کرد، بلوچ او ترکي وګړو سره له ایران څخه بېلې کړي.

یو نا کامه غورځنګ، چې لومړني مخالفین یې د همدې سیمو خلک وو. دغه ډلې چې ډېری یې د اسلامي انقلاب د سیمه ایزو او لوېدیځو دښمنانو له خوا رامنځته شوي او ملاتړ یې کوي، په وروستیو ناکراریو کې یو ځل بیا هڅه وکړه، چې د مختلفو توکمونو په پارولو سره، د هېواد د وېشلو پلان عملي کړي. د ایران د اسلامي جمهوریت دښمنانو د ایران په وروستیو ناکراریو کې، هم د رسنیو له لارې او هم د مخالفینو د پوځي تجهیزاتو له لارې د ایران په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړه.

دوی له یوې خوا د خپلو رسنیو له لارې په رواني عملیاتو سره هڅه وکړه، چې په وروستیو ناکراریو کې خپل مخاطبان وهڅوي، د ګډوډۍ لپاره سړکونو ته راوباسي او له بلې خوا په خوزستان، سیستان، بلوچستان او کردستان ولایتونو کې هم، د بېلتون غوښتونکو ډلو په جوړولو او ملاتړ سره، په ایران کې د وېشلو سناریو ته د پراختیا ورکولو نیت درلود.

دغو ډلو په پوځي ډګر کې او د هېواد په سویل ختيځ او لوېديځ کې، د وسلو په کارولو سره ټولنيز لاريونونه په تاوتريخوالي بدل کړل. د درېیو میاشتو ناکرارۍ په جریان کې، هره ورځ په لسګونه میله وسلې ایران ته د دې ډلو پورې تړلو ځواکونو لخوا د پوځي عملیاتو د ترسره کولو، وژنو او ټولنه کې د ترور لپاره قاچاق شوي: له هر ډول جنګي او ښکار کولو سپکو وسلو څخه نیولې، بیا د موټر ضد او لېري واټن ګولیو پورې.

د ناکراریو په ترڅ کې، د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار جان بولټون، د بي بي سي له فارسي څانګې سره په مرکه کې ویلي، ایراني مخالفین چې په لارو کوڅو کې مظاهرې کوي، د وسله وال کېدو په حال کې دي. دوی له عراقي کردستان څخه ایران ته وارد شوي وسلې کاروي.

د فرانسې ۲۴ ټلویزیوني چینل د پاکستان د کردستان د آزادۍ ګوند په پوځي څانګې کې په شتون سره، په یوه راپور کې څرګنده کړه چې د عراق کردستان سیمه، د پوځي روزنې او د وسلو او چاودېدونکو توکو د کارولو د زده کړې لپاره، د خلکو د جلبولو لپاره پټنځای دی. د دښمن اصلي پروژه دا وه چې په ایران کې د کورنۍ جګړې په پراخولو سره، په سوریه کې د هغه څه مثال تعقیب کړي، چې دوی یې په توکمیز او ویشلو تمرکز کوي.

د انګلستان د تفرقه واچوه او حکومت وکړه سیاست، د ایرانیانو په ذهنونو کې خورا پېژندل شوی شعار دی. د اسلامي انقلاب د دښمنانو په وروستۍ ګډې جګړې کې چې په ډېرې هوښیارۍ سره مدیریت شو، دغه سیاست یوځل بیا وکارول شو . دا ځل د قومونو د هڅولو مسله، د یوې کردۍ نجلۍ د وژلو د مسلې په راپورته کولو سره رامنځته شوه.

په هېواد کې د بېلابېلو قومونو د ښځو او نجونو د وژلو پروژې هڅه کوله، چې د ایراني توکمیزو ډلو په پارلو او ناکراریو سره، د ایران د وېش بله پروژه پیل کړي. هغه پلان چې د اسلامي انقلاب دښمنان په تېره بیا، امریکا او صهیونیستي رژیم له کلونو راهیسې په فکر کې دي او ورباندې یې پراخې پانګونې کړي دي.

خو د اسلامي انقلاب دښمنان له دې حقیقته ناخبره دي، چې که په مختلفو هېوادونو کې د توکمونو ګڼوالی د هغوی له اندېښنو څخه دی؛ زموږ په هېواد کې، قومي تنوع یو فرصت ګڼل کېږي، دا یو حقیقت دی. یوموټی ایران د هغو هېوادونو په څېر نه دی، چې له بېلابېلو هېوادونو څخه یو ځای شوی وي. حتی په زړورتیا سره ویلای شو، چې هغه برخې چې په تېرو پېړیو کې له ایران څخه جلا شوي دي، د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په وینا، که تاسو د دوی زړونو ته وګورئ، دوی غواړي چې زموږ سره وي.

د اومې هجري پېړۍ د مشهور ایراني شاعر مولانا په وینا:

هر کسی کو دور ماند از اصل خویش         باز جوید روزگار وصل خویش

ژباړه: زماني

 

ټیګونه