Jun 26, 2023 14:55 Asia/Kabul
  • د هیلې ړنا – ۲۲د حضرت مهدی عج صغرا غیبت

عزیزانو په دغه برخه کې به د حضرت مهدی عج د صغرا غیبت او د هغه حضرت د نایبانو په هکله تاسو ته معلومات درکړو

د حضرت مهدی عج د صغرا غیبت ۶۹ کلن پړاو په اسلامي نړۍ کې له زیاتو پېښو سره مل وو، له پخوا نه د عباسي د حکومت ځواک په کمزوري کېدو وو او په مختلفو سیمو کې یې په ضد پاڅونونه پیل شول، سره له دې، د دغه تېری ګر لړۍ واکوالانو تل د پیغمبر ص ځایناستي او امامان تر نظر لاندې نیولي وه، ځکه چي پوهېدل که امامان د یوه پاڅون مشری په لاس واخلي، د خپل تدبیر او ولسي ملاتړ په خاطر کولایشي د عباسیانو د واک لړۍ ختمه کړي. عباسي ظالمو واکمنانو داخرې زمانې د امام یعني له حضرت مهدی عج څخه زیاته ویره درلوده، ځکه چي د حضرت مهدی عج له لورې د ظلم او فساد په له مینځه وړلو کې د حضرت پیغمبر اکرم ص په احادیثو باندې خبر وو.

د اهل تشیع دور اندیش او  ژور سوچ څخه برخمن امامانو پوهېدل چي یوازې هغه وخت کولایشي له خلګو څخه د الهي اهدافو لپاره د پاڅون تمه درلودایشي چي خلګ له سیاسي، دیني بصیرت او فکري له نظره کمال ته رسېدلي وي.

په دې خاطر د حضرت مهدی عج د نړیوال پاڅون لپاره لږ تر لږه باید یو شمېر خلګ د فکری او عقیدې له نظره د کمال یو حد ته رسېدلی وي چي د خپل امام ملاتړ وکړي.

دې ته په کتو سره، چي لا خلګو فکري او سیاسي بلوغ ته رسېدلي نه وه، نو معصومو امامانو به یوازې د دیني ارزښتونو او الهي معارفو په خپراوی او سیاسي پوهاوی باندې ټینګار کول، حضرت صاحب الزمان عج د وروستی امام او د بشریت د هدایت د بیرغوال په توګه د خپلو استازو او وکیلانو په وسیله همدغه سیرت او لارې ته دوام ورکړ، لکه څرنګه چي مخکې مو وویل: حضرت مهدی عج د خپل صغرا غیبت پر مهال څلور ځانګړي استازې لرل چي له امام سره، د خلګو اړیکې ټینګولې.

   «عثمان بن سعید عَمری » د حضرت مهدی عج لومړنی نایب او ځانګړی استازی وو، هغه یو وتلی او پوه عالم او د بصیرت خاوند او د اهل بیت ع باوری کس وو، هغه له دې مخکې د حضرت امام حسن عسکري او حضرت امام هادی ع استازی هم پاته شوی وو، حضرت امام حسن عسکري ع عثمان بن سعید یو امین او پاک کس بولي او د هغه په هکله فرمایي: دغه ابو عمرو- چي باوری او امین دی د تېر امام په زمانه کې هم باوری استازی وو او زه هم د ژوند پر مهال او له ژونده وروسته ورباندې باور کوم. هغه هر څه چي تاسو ته ووایي زما خبره ده او هر پیغام چي تاسو ته ورسوي زما پیغام دی.

په دې توګه، امام حسن عسکري ع عثمان بن سعید د خپل شهادت وروسته پړاو یعني د حضرت مهدی عج د امامت د پړاو د استازي په توګه معرفي کوي. د بلې خوا څخه بیا عثمان بن سعید په خلګو کې هم په امانت، پرهېز او فضلیت کې مشهور وو او دې ته په کتو سره چي د مخکني دواړو بزرګوارو امامانو نیابت یې په غاړه لرل، د حضرت مهدی عج نیابت یې هم د خلګو لپاره د منلو وړ وو، د عثمان بن سعید تقوا او مخینې ته  په کتو سره، د نایب په توګه د هغه بیا ځلې ټاکل کېدا غوره وه، هغه د حضرت مهدی عج لومړنی استازی او نایب وو چي د نیابت اساس یې کښېښوده او راتلونکو نایبانو ته یې لاره هواره کړه. د حضرت مهدی عج د امامت په لومړیو کې د هغه حضرت په ضد زیاتې توطئې او ګواښونه موجود وه، نو د مومنانو د رهبری لپاره یو پېژندل شوی، پرهېزګار اود تجروبه ناکه نایب شتون ضروري وه څو د خلګو شک او شبهو ته ځواب ورکړي.

د عثمان بن سعید مسئولیت ډېر ګران وو، هغه باید له یوې خوا د دښمنانو له ګواښونو خپل امام حضرت مهدی عج ژغورلې وای او له بلې خوا بیا هغه حضرت یې د دوولسم امام او د خپل بزرګوار پلار د ځایناستي په توګه معرفي کړې وای او بیا یې له هغه حضرت څخه خپل نیابت خلګو ته ثابته کړې وای. په دې خاطر عثمان بن سعید د عباسي حکومت له پلازمینې سامرا څخه بغداد ته لاړ  ځکه چي هلته لوی ښار وو او په اسانۍ سره یې خپل فعالیتونه پټولایشوای. په هغه وخت کې عثمان بن سعید له لالهاندی څخه د خلګو ژغورلو او خلګو ته د دوولسم امام حضرت مهدی عج د معرفي کولو لپاره پوره کوښښ وکړه، هغه د دې کار لپاره د ولایت د جوړښت د وکیلانو ماسیوا له نورو مخورو عالمانو څخه مرسته واخیسته، دغو مخورو عالمانو په خپلو کتابونو او ویناو سره، د وروستي امام حضرت مهدی عج په هکله شبهې له مینځه یوړې او د خلګو پوښتنو ته ځواب ورکړل.

عثمان بن سعید همدارنګه د حضرت مهدی عج د امامت د حقیقت د ثابتولو او د خپل نیابت د اعلامولو لپاره له یوې بلې طریقې نه هم کار واخیسته، هغه د کرامتونو ښودل وو، د مثال په توګه، د ولایت  د یو وکیل زوی د حضرت مهدی عج په امامت باندې شکمن شوی وو، نو له ځان سره یې ځینې شیان واخیسته او بن عثمان ته لاړل، هغه له بن عثمان څخه پوښتنه وکړه چي د هغو پټو څیزونو په هکله معلومات ورکړي چي ده له ځان سره راوړي دي، نو عثمان بن سعید د هغه سره د ټولو څیزونو معلومات ورکړ، په دې توګه هم د دغه کس شک لیري شو او هم نورو کسانو د دې کیسې په اورېدلو سره، د عثمان بن سعید نیابت ومنل.

د صغرا غیبت پر مهال د امامت د دروغجنو ادعاکوونکو ماسېوا، داسي خلګ هم وه چي په ناحقه به یې د حضرت مهدی عج د نیابت دعوه کاوه، او د شتمنیو او مقام په لالچ کې یې ساده خلګ تېر ایستل،  دغه تېر ایستنه تر نن ورځې هم دوام موندلې ده، او حتی په اوسنۍ زمانه کې هم، ځینو په ناحقه ځانونه د حضرت مهدی عج د استازو په توګه معرفي کوي.

د حضرت مهدی عج د صغرا غیبت پر مهال یو کس چي احمد بن هلال نومېدی او له دوو مخکنیو بزرګوارو امامانو یعني حضرت امام حسن عسکري او حضرت امام هادی ع سره یې یو وخت کې اړیکې درلودلې او په ظاهر کې پرهېزګاره وو او د خلګو تر مینځ د ښه سړی په توګه مشهور شوی وو، دا تمه یې درلوده چي د حضرت امام مهدی عج له لورې د ځانګړی استازی په توګه وټاکل شي، خو دا کار نه وشو او حضرت مهدی عج عثمان بن سعید یې د خپل ځانګړی استازی په توګه وټاکل.

احمد بن هلال کله چي دا مساله ولېده، نو په دروغ سره یې ځان د حضرت مهدی عج د استازی په توګه معرفي کړ، هغه د ښه شهرت د درلودلو د امله زیات کسان وغولول، خو عثمان بن سعید ورسره مقابله وکړه او حضرت امام مهدی عج د احمد بن هلال د دروغ ادعا د اشوا کولو او د هغه د لالچ او ریاکاری د څرګندولولپاره  درې لیکونه واستول.

د عثمان بن سعید د استازولی پړاو په ۲۶۶ هجري قمري کال کې د هغه په وفات سره پای ته ورسېدل. هغه په دغه پړاو کې د حضرت امام مهدی عج د لارښوونو پر بنیاد او د خپل هوښیارتیا سره، د دښمنانو دسیسې ورشنډې کړې او عباسي واکمنانو ته داسي ورښودلې وه، چي امام حسن عسکري ع هیڅ اولاد نه لري، خو په عین حال کې یې په پټه د حضرت امام حسن عسکري زوی یعني حضرت مهدی عج  یې په خلګو وپېژندل او د دوولسم امام د شتون په هکله یې د خلګو د شبهاتو ځواب ورکړ.

په دې ډول د صغرا غیبت یعني د لنډ مهال غیبت پړاو د خپلو ټولو کړکېچونو او ستونزو سره پای ته ورسېدل.

د زیارت آل یاسین له دعا وروسته، له خدایه غواړو چي د اخرې زمانې له امام سره مرسته وکړي او وایو:

« ... اَللّـهُمَّ انْصُرْهُ وَ انْتَصِرْ بِهِ لِدینِکَ ، وَانْصُرْ بِهِ اَوْلِیآئَکَ وَ اَوْلِیآئَهُ وَشیعَتَهُ وَاَنْصارَهُ ، وَاجْعَلْنا مِنْهُمْ . اَللّهُمَّ اَعِذْهُ مِنْ شَرِّ کُلِّ باغ وَطاغ ، وَمِنْ شَرِّ جَمیعِ خَلْقِکَ ، وَاحْفَظْهُ مِنْ بَیْنَ یَدَیْهِ وَمِنْ خَلْفِهِ ، وَعَنْ یَمینِهِ وَعَنْ شِمالِهِ ، وَ احْرُسْهُ وَ امْنَعْهُ مِنْ اَنْ یُوصَلَ اِلَیْهِ بِسُوء ، وَاحْفَظْ فیهِ رَسُولَکَ، وَآلَ رَسُولِکَ ، ...

خدایه (حضرت مهدی) څخه ملاتړ وکړه او د هغه په وسیله د خپل دین نصرت وکړه، او د هغه په وسیله خپل دوستان، هغه او د هغه پیروکاران او ملګرو سره مرسته وکړه، او مونږ هم د دوی په ډله کې راوله.

خدایه، حضرت مهدی د تېری ګرو او سرکښو مخلوقاتو له شر څخه وساته او له مخکې، شاته، ښي او کیڼ اړخه د هغه حفاظت وکړه او له دې یې چي ورته تاوان او نقصان واوړي وساته او دی خدای د رسول او د هغه اهلبیت برم او عزت د هغه په وجود کې خوندي کړه.