Jul 29, 2023 12:22 Asia/Kabul
  • د حضرت مهدی عج غیبت کبرا

عزیزانو په تېره برخه کې مو دا پوښتنې ته ځواب ورکړ چي څرنګه حضرت امام زمان عج کولایشي دومره اوږدمهال لپاره ژوند وکړي،لیکن بله پوښتنه چي د حضرت مهدی عج له غیبت وروسته مطرح شوې ده هغه دا ده چي څرنګه یو امام په داسي حال کې چي غایب وي کولایشي د امت رهبري او لارښوونه وکړي او خلګ هدایت کړی؟


دیني عالمانو او پوهانو په قرآن شریف او احادیثو باندې په استدلال سره، دغې شبهې ته هم په مختلفو لارو چارو سره ځواب ورکړي دي.

په صغرا یا لنډ مهاله غیبت کې چي حضرت امام زمان عج له نظرونو غایب شو او یوازې د خپلو ځانګړو استازو له لارې خلګو سره، اړیکه نیول، لیکن د اوږدمهاله غیبت له پیلېدو سره سم، دغه اړیکه هم پرې شوه، سره له دې باید پام وکړو چي د امام مهدی عج په غیبت او په ظاهر کې په نه شتون سره، هغه حضرت لاهم په خلګو کې حضور لري، او همدغه پټ حضور هم خپل برکات لري. حضرت امیر المومنین علی بن ابی طالب علیه السلام په دې اړه فرمایي: په خدای دې مې قسم وي چي په داسي یو وخت کې (یعني د غیبت په پړاو کې)  د خدای حجت د خلګو په مینځ کې او بازارونو کې تګ او راتګ به وکړي لیکن د خدای له لورې تر ټاکل شوې وخت پورې خلګ به د هغه حضرت د لیدلو توان نه ولري.

دې ته په کتو سره، متعال خدای حضرت مهدی عج یې په امن کې د پاته کېدو او د دښمنانو له زیان نه د بچ پاته کېدو لپاره تر هغه چي خلګ د عدالت پال نړیوال حکومت لپاره چمتو شي له نظرونو پټ کړی دی، په دې خاطر حضرت مهدی عج ته د"بقیه الله" نوم ورکول شوی یعني داسي کس  چي متعال خدای هغه د سپېڅلي حکومت د رامینځ ته کولو لپاره باقي ګرځولی دی.

په دې ټکې باندې پوهېدل ضروري ده چي غیبت، یوازې حضرت مهدی عج ته ورپېښ شوی نه دی، بلکې الهي پیغمبران هم په مختلفو دلایلو سره، لنډ مهاله او یا هم اوږدمهاله غیبت درلودلې دي، حضرت عیسی علیه السلام هم کله چي د نیول کېدو او د اعدام له خطرې سره مخ شو، د متعال خدای په ارادې سره، اسمان ته پورته شو او له نظرونو غایب شو، حضرت خضر او حضرت الیاس علیهم السلام هم غایب شوي دي، همدارنګه حضرت ابراهیم، حضرت موسي، حضرت عزیر او حضرت یونس علیهم السلام ته اشاره کولایشو چي د لنډې مودې لپاره له خپلو قامونو څخه غایب شوي وه.

البته دا ښکاره خبره ده چي که حضرت صاحب الزمان عج که حاضر وای او د خلګو د هدایت او د حکومت د رامینځ ته کولو زمینه ورته برابره وای، د بشریت ژوندون به یې بدل کړې واي، لیکن د متعال خدای په حکمت او تدبیر سره، حضرت مهدی عج به تر ټاکلې مودې پورې د خلګو له نظرونو غایب پاته شي او په همدې خاطر دی چي په ټولنې او په خلګو باندې د هغوی اثرات محدود دي.

یوه ښکلی او کره بیان چي د غیبت پر مهال د هغه حضرت د رول ښکارندوی دی، د حضرت نبی اکرم ص په یو حدیث کې ورته اشاره شوې، د اسلام عظیم الشان پیغمبر خپل مشهور صحابي جابر بن عبدالله انصاري ته خپل ۱۲ ځایناستي یعني خلیفه ګان معرفي کوي او د حضرت مهدی عج د غیبت په هکله ورته خبر ورکوي. په دغه وخت کې جابر پوښتنه کوي چي ایا خلګ د حضرت مهدی عج د غیبت پر مهال هم د هغه له وجوده استفاده کوي؟ پیغمبر اکرم ص ورته په ځواب کې فرمایي:  بلې هو، په هغه خدای دې مي قسم چي زه یې په پیغمبری ګمارلی یم. خلګ د هغه د غیبت پر مهال هم له هغه ګټه اوچتوي او د هغه د ولایت له نوره استفاده کوي، لکه څرنګه چي له لمر څخه کله چي د وریځو تر شا وي، استفاده کوي.

د وریځو تر شا د لمر په توګه د غیبت پر مهال د حضرت امام زمان عج د ګټو توصیف زیاتې معناوې لري چي د دغه مسالې له درکولو سره مرسته کوي، لومړۍ خبره چي فکر ته مو لویږی هغه دا دی چي لمر وجود لري او خپلې وړانګې خپروي، لیکن وریځ ځمکې ته د هغه د بشپړه وړانګو له خپرېدو مخنیوی کوي، په بل عبارت سره که څه هم په اسمان وریځې دي لیکن هوا روښانه ده،

حضرت امام مهدی عج هم د خپلو بزرګوارو پلرونو په څېر ژوندی دی او د خدای لوري ته د خلګو هدایتوونکی دی، لیکن د خلګو عملونه او د ظهور لپاره د هغوی نه چمتووالی هغه وریځ دی چي د دغه الهي فیض د بشپړه ګټې اخیستلو مخنیوی کوي، .سره له دې چي حضرت امام زمان عج د خلګو له نظرونو غایب دی، بیا هم خلګو ته خپل فیض او هدایت که څه هم په محدوده اندازه وي، رسوي، له بلې خوا لمر که د وریځو تر شا وي او یا هم ښکاره وي، ټوله خلګ د هغه له ګټو استفاده کوي، .د حضرت بقیه الله (عج) د حضور ګتې هم ټولو خلګو ته ور رسیږي، حتی هغو ته چي په امام زمان عج باندې باور هم نه لري.  دې ته په کتو سره، د حضرت مهدی عج د وجود منکران د هغه لمر انکار کوي، چي له وجوده ګټه اوچتوي.

لمر، تل پاته کېدونکی او ځلانده دی، حتی که وریځې د یوې مودې لپاره د هغه مخ ور وپوښي، لیکن وریځې هم بلاخره لیري کیږي او خلګ د لمر له بشپړه ړنا څخه ګټه اوچتوي، حضرت امام زمان عج هم ژوندی او د ظهور لپاره چمتو دی، یوازې د خلګو ناروا عملونه او نه ښایستوالی د هغوی د ظهور په وړاندې خنډ ګرځېدلي دي، نو دا هیله شته چي خلګ د خپلو کړنو په اصلاح سره، د ظلم او تبعیض په وړاندې د عدالت پال نړیوال حکومت د رهبر او د بشریت د ژغورونکی د پاڅون کتونکي شي.

په حقیقت  کې ظلم او تبعیض په تورتم کې او په بې رحمه نړۍ او ظالمه دنیا کې هیله بخښنه او امید رامینځ ته کول د حضرت امام مهدی عج د غیبت له مهمو اثارو څخه دی، کله چي خلګ پوهیږي چي یو حکیم او الهی رهبر موجود دی چي هره شېبه ممکنه ده د نړۍ د ظلم او تباهی سره د مقابلې او د عدالت د برقرارولو لپاره قیام وکړي، هڅه کوي چي په دعا او مناجات او د ښه عملونو په تر سره کولو، سره د هغه د ظهور زمینه برابره کړي، د نړۍ تور تم او کړاوونه هغوی ناامیده کوي نه، ځکه هغوی د بشریت د ژغورونکی په ظهور باور لري، د داسي یو لښکر په شان وي چي تر هغه پوري بیرغ یې اوچت وي او د خپل مشر او قومندان په شتون باوري وي، خپل نظم او اراده ساتي او مبارزې ته دوام ورکوي، لیکن که قومندان ووژل شي او بیرغ نسکور شي نو سربازانو کې د ناامیدی او ماتی احساس رامینځ ته کیږي، هغه مسلمانان چي د خپلې زمانې د امام په شتون باوري دي، که څه هم د هغه له لیدلو عاجزه دي، لیکن پوهیږي چي هغه موجود  دی او هغه هر څه ویني او د قیام لپاره چمتو دی، په دې ډول هغوی د خطراتو په ویروونکې څپو کې ځانونه یوازې نه محسوسوي او هره شېبه کې د هغه د ظهور لپاره ځانونه چمتو ګڼي.

د حضرت مهدی عج منتظران پوهیږي چي هغه حضرت حضور لري او تل د امام د ظهور لپاره دعا کوي، لکه څرنګه چي د ندبې په دعا کې لولو:

« ... بِنَفْسى اَنْتَ مِنْ مُغَیَّب لَمْ یَخْلُ مِنّا، بِنَفْسى اَنْتَ مِنْ نازِح ما نَزَحَ عَنّا، بِنَفْسى اَنْتَ اُمْنِیَّةُ شائِق یَتَمَنّى، مِنْ مُؤْمِن وَ مُؤْمِنَة ذَکَرا فَحَنّا، بِنَفْسى اَنْتَ مِنْ عَقیدِ عِزٍّ لایُسامى، بِنَفْسى اَنْتَ مِنْ اَثیلِ مَجْد لایُجارى ، بِنَفْسى اَنْتَ مِنْ تِلادِ نِعَم لا تُضاهى، بِنَفْسى اَنْتَ مِنْ نَصیفِ شَرَف لا یُساوى، ...

سر مي تر تا جار شه، اې (حضرت مهدی) له نظرونو هغه غایب یې چي له مونږ  بهر نه یې، سر مي تر تا جار شه، ته هغه له نظرونو لیري یې چي له مونږ لیري نه یې، ځان مي تر تا جار وي، ته د هر لېوال هیله یې د هغه ایمانداره نارینه او ښځو چي ستا په یاد کې له زړونو آهونه کاږي، سر مي تر تا جار شه، د عزت هغه سرچینه یې چي ستا په څېر بل کس نه شته، سر مي تر تا جار شه، ته د برم او شوکت هغه ستنه یې چي ساری نه لري. ، سر می تر تا جار شه، ته هغه همېشنی نعمت یې چي بېلګه نه لري، سر مي تر تا جار شه، ته د شرف او بزرګوارۍ هغه خاوند یې چي هیڅوک ورسره برابری نه شي کولای...

 

ټیګونه