د هیلې رڼا ( د حضرت امام مهدي علیه السلام د منتظرانو دندې)
د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي پاڼې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د هیلې رڼا نومې لړۍ له نني ۴۳مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،په دغه مطلب کې د حضرت امام مهدي (عج) د منتظرانو د دندو په باب درسره غږیږو، نو هیله ده چې داستفادې وړ مو ګرځي.
دوستانو په تیرو څو مطلبونو کې مو توضیح ورکړې ده ، هغه دندې چې حضرت امام الزمان عجل ا... تعالی فرجه الشریف دغیبت په پړاؤ کې د بشریّت د لوي ژغورونکي یو حقیقي منتظر ئې په غاړه لري، دغه شان لرلید لرونکی او پوه کس دهغو کارونو له ترسره کولو سره سم چې هغه د حضرت امام مهدي(ع)د ملګرتیا وړ کوي،شاخوا کسان،او په نهایت کې ټولنه،له مهدوي کلتور سره بلدوي او ورڅخه ئې خبروي.له بل هرچا مخکې،باید په ښو اخلاقو، ښو صفتونو او چلند پوښل شوی او له فساد، کږلاریتوب،ظلم او بې عدالتۍ او بې وځلۍ سره د مبارزې بیرغوال وي.څوک چې د امام الزمان د فرج او پاڅون منتظر وي ، له خپلې کورنۍ وروسته ، دخپلو نزدو کسانو پسې ورځې ،څو هغوي هم د امام بزرګوار له نوراني ، مهربان او نجات بخښونکي شخصیّت او د هغه هدف سره بلد کړي. طبیعي ده چې د یوه الهی او مقدس باؤر او اعتقاد تبلیغ،که داسې کسانو پیل شي،چې د هغوی افکار، شخصیّت او کړن لاره پيژندي او دوي هم له هغه څخه د تقوا،پرهیزګارۍ ، پاکوالي او خیرغوښتنې په څير په صفتونو سره یاد کړي،لا آسان او باؤر منونکی وي. خپل رشته دار او کورنیز وګړي دمونږ ترټولو نزدې کسان دي چې له هغو ځيني له ماشوموالي پيژنو او معمولا ورسره نزدې او مضبوطې اړیکې لرو. همداراز داسې دوستان هم لرو چې تل د یوه بل سره حال او احوال شریکوو او په سختیانو کې د یوه بل مرسته کونکي او ملګري یوو.پر دې سربیره دمونږ ګاونډیان او همکاران هغه کسان دي چې زیاتره یو بل سره د ورځې مهال وینو او له یوه بل سره په زړه پورې ستړی مشئ او روغ بړ کوو او د یوه بل حال احوال سره پوښتو.په دغو صفتونو سره ،یو منتظر ، په مینه ناکې او آرامې فضا کې د مهدی معارف او مفاهیمو د منتقلولو لپاره د کورنۍ غړی پخپلو کې سره له ناستې پاستې او له دوستانو،همکارانو او ګاونډیانو سره له خبرواترو څخه استفاده کوي.لکه څنګه چې دغه شان کسان معمولا د حضرت بقیةا...العظم عجل ا... تعالی فرجه الّشرف په وجود اعتقاد لري ، د یوه منتظر او انتظار کونکي اصلي کار ، ددغه باور زیاتول او انتظار ته د هغوي هڅول او د یوې داسې فضا او عملی چمتووالي رامینځةکول دي چې تل د هغه بزرګوار له یاد سره اغښل شوي وي. په دې توګه د هغه دنده د هغو کسانو د اجتماعي چمتووالي لپاره چې پر هغوي لازیاتې اغیزې شیندي ، پيلیږي.
د مهدویّت د نظرئې د دودولولپاره مناسب ځاي د کورنۍ دوګړو سره یو ځاي غونډیدل او ناسته پاسته ده . له کورنۍ او خپلو خپلوانو او رشته دارو وورسته ، د ظهور منتظران باید د ددغې لوئې او مبارکې واقعې د پيښیدا په خاطر دټولنې د تیارولو لپاره هڅه وکړي. ددغې دندې احساس، د اسلام له هغه کلي حکمه راپورته شوی چې هرڅوک د خپل مسلمان ورور او حتی غیر مسلمان د برخلیک او وضعیّت په وړاندې اجتماعي مسئولیّت لري. امر بالمعروف او نهی از منکر، د اسلام دوه اساسی اصول دي چې په اساس ئې د ټولنې غړي یو بل نیکۍ ته هڅوي او او له بدو او ځيږو کارونو څخه ئې منع کوي.په قرآن کریم کې له مسلمانانو غوښتل شوي دي څو په نیکو کارونو کې او په پرهیزګارۍاو د حق په لارې کې په استقامت کې،تعامل او ملګرتیا ولرل شي. د اسلام ګران پیغمبر(ص)هم په یوه حدیث کې درست خلک د یوه بل په وړاندې مسئولیت بللي او په یوۀ حد یث ئې خبرداری ورکړی، چې ؛د یوه مسلمان اجتماعي دنده داسې ده چې هرڅوک سهار کړي او د مسلمانانو په چارو غور اوفکر و نه کړي، نو حقیقي مسلمان نه دی ، په دې سره ، د مهدویّت تبلیغ چې یوه ترټولو اساسی مسئله او دانسان یوه اړتیا ده ، یو ه اجتماعي او ټولنیزه دنده هم شمیرل کیږي.خو یوه ټولنه ، داسې مختلف کسانو، پرګنو او ډلو ټپلو جوړیږي چې ډول ډول افکار او عقیدې لري.
په یوې اسلامی ټولنې کې ، تقریبا په حضرت امام مهدي (ع) باندې او د هغه په ظهوراو له ظلم او بې عدالتۍ د نړۍ په ژغورنې باندې اعتقاد موجود دی. پردې اساس،د هغه بزرګوار پیروکار او ارادتمند باید دغه باؤر په مسلکانانو کې پياوړی او پر مخ بوځي،ځکه ځینی کسان د هغه بزرګوار له غورځګه سم درک او اخستون نه لري او دځينو نورو لپاره،دا موضوع په شخصي او تولنیز ژوند کې څه خاص ځائيګی نه لري. یوه بله ډله هم له ډيرو ټولنیزو او اقتصادي مشکلاتو زغملو سره سره ، ددغو مشکلاتو د ختمولو کِلي د هغو کسانو ،ډلو ټپلو او هیوادونو په اختیار کې ګڼي چې، پر دې سربیره چې ښه نیّت نه لري، اصولا ددغو اساسی مشکلاتو د ریښې دحل کیدا توانمنۍ نه لري.
دټولنې وګړي د یوه بل په نسبت مسئول دي. د ټولنې په سویه دمهدي کلتور دودیدا،داسې مختلف اهداف او اړخونه لري چې د هغوترټولومهم،د حضرت امام الزمان د غوره شخصیّت،د هغه بزرګوار د غیبت علتونه او د قیام د مقصدونو پيژندل دي.البته له دغو ټولو روښانونو مخکې،خلک باید هغه نهائي ژغورونکي ته اړتیا، چې بشریّت له بې عدالتۍ ،ظلم او فساده پاکوي، حس کړي او هغه مهال پوهیږي چې د خداوندمتعال له خوا دغه شان لوي مسئولیت وړتیا د حضرت امام مهدي (ع) په غاړه کیښودل شوې ده . د ټولنې وګړي لازمه ده د هغه بزرګوار له لوړمقام او ددغه لوی نړیوال مصلح د پرهیزګارۍ ،فضیلیت مهربانۍ ، تدبیر، حکمت ، شجاعت او بصیرت په څير له صفتونو سره په بشپړ ډول آشنا شي. پر دې اساس څو ک چې نیّت لري ، د دغه امام بزرګوار شخصیّت او موخې خلکو ته وروپيژندي ، نو باید دغه مسئلې د هغوي لپاره په واضحه او ډول ډول رودو سره تشریح کړي.
د ټولنې هر وګړي لپاره ممکنه ده دغه پوښتنه راپورته شي، چې ولې صاحب الزمان غایب او پټ دی او څه وخت ظهور او قیام کوي ؟. منتظر او پوه کس ځان مسئول ګڼي، دغه ټکي عمومی افکارو ته روښانه کړي چې امام بزرګوار د کړیدلو انسانانو د ژغورونکي په توګه،باید د ستمګرو له کړاؤ او خطرو لیرې ووسي او هغه مهال به راشي ، چې خلک واقعا له فساد او تباهۍ او ظلم څخه ستړي شوي وي او د هغوي د ظهور غوښتونکي شي. په بله معنا، که څه هم د امام د ظهور وخت یوازې خداي تعالی ته معلوم دی،خو له بل هر عامله زیات دینداري، تقوا ،معنویّت، مینه او له ظلمو سره مقابله،د خلکو بصیرت او چمتووالی ، د امام بزرګوار د فرج او قیام وخت په رامخکې کیدا اغیزشیندلی شي. په داسې بڼه کې که څوک وغواړي ، ټولنه د مهدویّت په لور وکاږي ، نو بل هرکس څخه مخکې باید پر ښو اخلاقو، صفتونو او چلند پوښل شوی اوله بې وځلۍ ، فساد ، کږلاریتوب ، ظلم او بې عدالتۍ سره د مبارزې بیرغوال وي. هغه هڅه کوي، څو په ټولنې کې غیر اخلاقي کارونه ، اقتصادي فساد، تر لاس لاندې کسانو باندې ظلم، توپیر او خلاصه هغه څه چې د خداوندمتعال د رضایّت وړ نه وي ، تر ډیره حده کم کړي او ددغو موخو د تحقق لپاره خپل همفکرکسان له ځان سره ملګری او غږمله کړي،ځکه چې ددغو اقداماتو ترسره کیدا ،په هغې سختې او مشکلې لارې کې ګام پورته کول دي چې په وړاندې ډير خنډونه او چیلنجونه لري او د قدرت او شتمنۍ او د رسندویو خاوندان او د هغوي تالی څټي رسندوئې هیڅکله هم مهدوي آئيډئيالونه نشي زغملی .
دوستانو د حضرت بقیةا... عجل ا... تعالی فرجه الّشریف د ظهور منتظران ، د خدای تعالی د قرآني وعدې په اساس، له هغه بزرګوار دغه ډول غوښته کوي
« ... اَشْهَدُ اَنَّکَ الاْمامُ الْمَهْدِىُّ قَوْلاً وَ فِعْلاً، وَاَنْتَ الَّذى تَمْلاَءُ الاْرْضَ قِسْطاً وَعَدْلاً، بَعْدَ ما مُلِئَتْ ظُلْماً وَ جَوْراً ، فَعَجَّلَ اللهُ فَرَجَکَ، وَ سَهَّلَ مَخْرَجَکَ، وَ قَرَّبَ زَمانَکَ ، وَ کَثَّرَ اَنْصارَکَ وَ اَعْوانَکَ، وَ اَنْجَزَ لَکَ ما وَعَدَکَ، فَهُوَ اَصْدَقُ الْقآئِلینَ : " وَنُریدُ اَنْ نَمُنَّ عَلَى الَّذینَ اسْتُضْعِفُوافِى الاْرْضِ، وَنَجْعَلَهُمْ اَئِمَّةً وَ نَجْعَلَهُمُ الْوارِثینَ. " ... (قصص ، آیه 5)
زه ګواهي ورکوم چې ته (حضرت مهدي) په خبرو او عمل کې د حق امام ئې، او ته هغه څوک ئې چې ځمکه له ظلم او عدالت څخه ډّکوي، له دې وروسته چې له ظلم او کړاؤ څخه ډکه وي،نوخداوندمتعال دې ستاسوظهور او فرج ګړندی کړي او د تاسو راتلل آسان،او د تاسو د ظهور وخت رانږدې کړي،او ستاسو ملګري او یاران ډیر کړي،او هغه وعده پوره کړي چې له تاسو سره ئې کړې ده،ځکه چې هغه تر ټولو ډیر رښتينى دى چې (په قرآن کې ئې د قصص سورې په 5 کې ويلي دي؛او مونږ غواړو پر هغو کسانو چې په مځکه کې ذليل او خوار ګڼل شوي دي، نعمتونه ورکړو او هغوي د مځکې وارثان او مخکښان وګرځوو.
= خوږو دوستانو ددغه مطلب وخت هم همدومره ؤنو تر بل مطلب پورې مو په نیاؤمن خدای سپارو..............
(سیماب)
******************************************************************************************************************************************************