Aug 09, 2016 11:03 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۱۴۲

نن د دوشنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د زمري د میاشتې اتلسمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اووه دیرشم هجري قمري کال د ذیقعدې د میاشتې له پینځمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د اګست له اتمې نیټی سره برابره ده.

««««««««««««

دوه زره شپږ پنځوس کاله پخوا، له میلاده څلویښت کاله وړاندې، د اګست په اتمه نیټه، د ایران امپراتوري پوځ د روم امپراتوري ځواکونو ته له ماتي ورکولو سره سوریه یو ځل بیا ترلاسه کړه. د دغه بریالیتوب په دوام کښې، ایرانیان فلسطین ته  هم رسیدئ شول. رومیانو د دغی ناکامئ د جبرانولو لپاره یو ستر پوځ چې شمیر یې له یو لکه زیات ؤ، برابر کړ او پر ایران یې حمله وکړه. د دغه لښکر قومندان مارکوس آنتونیوس او د ایران د پوځ قومندان، څلورم اشکاني باچا فرهاد ؤ.

رومي ځواکونه په هر ځائ کښې د ایرانیانو له محکمی دفاع سره مخامخ شول او ماتي یې و خواړه. له بلی خوا، د ایران سواره پوځ په بیا بیا حملو سره رومیانو ته غاښ ماتونکي ګزارونه ورکړل او بالاخره هغوئ له شلو زرو زیاتو مړیو او زرګونو ټپیانو له ورکولو سره روم ته شاتګ وکړ.

««««««««««««

اوه سوه درې اویا کاله پخوا،د شپږ سوه څلور شپیتم هجري قمري کال د ذیقعدې میاشت په پینځمه نیټه، په سید ابن طاووس مشهور یو مسلمان ادیب، مورخ، محدث او فقیه رضی الدین علی بن موسی وفات شو. رضی الدین په پینځه سوه نهه اتیایم قمري کال کښې د عراق په حله ښار کښې و زیږید. هغه په لومړیو کښې له خپل پوه پلار سعد الدین ابو ابراهیم او بزرګوار نیکه له ورام ابن ابی فراس څخه هم استفاده وکړه او وروسته یې د حله له نورو بزرګانو څخه ډیرې استفادې وکړې. سید ابن طاووس په زهد او تقوا کښې ډیر مشهور ؤ او په همدی وجه د عباسي واکمنانو په دربار کښې د هر منصب د منلو ډډه وکړه. ابن طاووس د هغه زمانې په پوهانو او عالمانو کښې له لوړ باوره برخمن ؤ او د هغه مشهورتیا زیاتره د هغه د اخلاقي او کلامي روایتونو د نقلولو او همداراز د پارسایي احسان منده وه. هغه له پوهو مسلمانانو څخه ګڼل کیده لکه څنګه چې له هغه په علم کلام، اخلاق، فقی او حدیث کښې ډول ډول اثار پر ځائ پاتی دي او د هغه له آثارو زیاتره ژباړل شوې او چاپ شوي دي. د ابن طاووس په مهمو تالیفاتو کښې د عاشورا د ورځی په باره کښې د اللهوف کتاب دی چې د اسلام د تاریخ یو معتبر کتاب ګڼل کیږي. د هغه بل مهم کتاب الملاحم و الفتن نوم لري چې د حضرت امام مهدی (عج) د ظهور د وخت او له هغه مخکښې پیښو په اړه دی.

سیدبن طاووس فاضلان شاګردان و روزل چې د علامه حلي پلار او علامه حلي پخپله له هغو څخه دي. د سید بن طاووس د عمر په وروستیو او د هغه په بغداد کښې د شتون په وخت ، دغه ښار د مغل د وحشیانه لښکر لخوا کلابند کړئ شو. هلاکو خان مغل په دغه وخت کښې سید راوغوښته، د هغه او دهغه یارانو لپاره یې د امان لیک صادر کړ. سید چې له پلازمینې د مومنانو وباسلو پسی ؤ، په زرګونو کسان راغونډ کړل، د هلاکو خان د سربازانو له ملاتړ سره یې هغوئ حله ته و راسول. بالاخره سید بن طاووس د شپږ سوه څلور شپیتم قمري کال د ذیقعدې میاشت په پینځمه نیټه له نړۍ سترګې پټې کړې.

««««««««««««

یو دیرش کاله  پخوا،  د  دیارلس سوه څلور شپیتم هجري لمریز کال د زمري د میاشتې  په  اتلسمه نیټه، اوسمهاله  فقیه او عالم  آیت ا... میرزا محمد ثقفي  په  نوي کلنۍ کښې وفات شو. هغه په تهران کښې زیږیدلئ  ؤ او   د قم  په  علمیه  حوزې کښې يې  زده کړې وکړې  او د ډیرو استادانو له محضره يې استفاده وکړه تر دې چې د اجتهاد درجې ته ورسید. دغه لوئ عالم  خپل  زیاتره عمر  د اسلام  د سپيڅلي شریعت  په  دودولو،  د ارزښتمنو کتابونو په تالیفولو  او د قرآن   د تفسیر،  د فقې  د اصولو  او د اسلامي  حدیثونو  په زمینه کښې  تیر کړ. په پینځو ټوکو کښې  د (روان  جاوید) په نوم    کتاب  د دغه تفسیر  له آثارو ګڼل کیږي. آیت ا... میرزا محمد ثقفي  د حضرت امام خمیني (رح) د میرمنې پلار  ؤ.

««««««««««««

شپږویشت کاله پخوا، د نولس سوه نوېم میلادي کال د اګست په اتمه نیټه، صدام حسین د کویت نیولو پسی، دغه هیواد د عراق برخه وباله او د کویت حکومت یې خپل تره زوئ علی حسن المجید ته وسپاره. عراق له انګلستانه د کویت د خپلواکې له وخته دغه هیواد خپله برخه ګاڼه او کله نه کله یې دغه ادعا مطرحوله. په نولس سوه اته اتیایم میلادي کال کښې پر ایران د عراق د بعثي رژیم پوځ د بی پایله تیري له ختمیدا وروسته صدام اعلان وکړ چې عربي هیوادونه باید په هغو دیرش ملیارډ ډالري پورونو چې هغوئ له ایران سره د جنګ په بهیر کښې ورکړي وو، سترګې پټې کړي. البته عربو په دی تیري کښې، د صدام د پوځ د پیاوړتیا لپاره له هغه سره ډیرې مرستې کړي وې چې دا یې یوه کوچنۍ برخه وه. د عراق د پورونو له بخښلو د کویت په ډډه کولو سره  صدام په دی هیواد حمله وکړه او هغه یې د عراق برخه اعلان کړه. کابو له شپږو میاشتو کشمکش وروسته بالاخره امریکی سره له یو شمیر عربي او لویدیځي هیوادونو د عراق پر پوځ حمله وکړه او هغه یې له کویته بهر و ویسته. د دغی حملې په بهیر کښې ډیر عام عراقیان و وژل شول او په سیمه کښې د امریکی د شتون لپاره مخکښې نه لا زیاته زمینه برابره شوه.

««««««««««««

او له ننه اتلس کاله پخوا، د نولس سوه اته نوېم میلادي کال د اګست په اتمه نیټه، د طالبانو ډلې ځواکونو د افغانستان د کورني جنګ په بهیر کښې د دغه هیواد په شمال کښې د مزار شریف ښار و نیوه. طالبانو د مزار شریف له نیولو وروسته  په دغه ښار کښې د ایران پر کونسلیټ حمله وکړه او اته ډیپلوماټان او یو ایرانی خبریال شهیدان شول. په مزار شریف کښې د افغاني او ایراني ښاریزو په وژله کښې د طالبانو جنایت چې د پیژندل شویو نړیوالو قوانینو پر خلاف ؤ،د نړۍ د عمومي افکارو په تیره بیا د ایرانیانو غوسه راوپاروله او د امنیت شورا هم دغه جنایت و غانده. د ویلو ده چې د طالبانو ډله په نولس سوه څلور نوېم میلادي کال کښې د امریکا او پاکستان له ملاتړ سره رامینځته شوه او کولئ یې شو چې د افغانستان ډیرې برخې ونیسي. دغی ډلی په افغانستان کښې له بشري حقوقو سره توپيري او متحجرانه مقررات اعمال کړ. خو بالاخره د دوه زره یوم میلادي کال په اکتوبر کښې، امریکی له القاعده سره د طالبانو د ملګرتیا په پلمه چې په ترهګري عملیاتو تورن دي، په افغانستان حمله وکړه او د افغانستان د شمال ائتلاف له ملګرتیا سره یې د طالبانو ډله نسکور کړه.

 

ژباړن: ذیشان حیدر بنګش

ټیګونه