تاریخ پاڼه شماره ۱۴۳
نن د سه شنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د زمري د میاشتې نولسمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اووه دیرشم هجري قمري کال د ذیقعدې د میاشتې له شپږمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د اګست د میاشتې له نهمې نیټی سره برابره ده.
««««««««««««
خوږومینه والو په میلادي کال هینداره کښې د اګست نهمه نیټه د ځایي کسانو د نړیوالې ورځې په توګه نومول شوې ده. ځایي خلک زیاتره د بشري ټولنې هغې برخې ته ویل کیږي چې تراوسه پورې د دودیز ژوند د سټایل او پوهې په اساس ژوند کوي . معمولا د پراختیا يهیر په ځایي ټولنو کښې د نورو ټولنو په نسبت سست دی. د دغه سستوالي علت دا دئ چې عموما ځایي ټولنې پر خپلو دودیزو پوهو او لاسته راوړنو او همداراز د خپلې ټولنې د اړتیاؤ او شته شیانو ترمینځ د انډول د ټينګیدا په اساس د پراختیا لاره په وړاندې لري. په یو ډول ویل کیدلئ شي چې ځایي ټولنې د نورو ټولنو په نسبت د پراختیا تل پاتې کیدا ته زیات پام کوي .
د پراختیا د اړم په خورا مهم عنوان سره طبیعي سرچینو ته د ځایي ټولنو پام لامل شوئ، څو د نننۍ نړۍ علمي ټولنې ځایي پوهې ته لا زیات پام وکړي. په همدې دلیل د اګست نهمه نیټه د ځايي خلکو د نړیوالې ورځې په توګه نومول شوې ده.
««««««««««««
یو سلو درویشت کاله پخوا، د دیارلس سوه څوارلسم هجري قمري کال د ذی القعدې په شپږمه نیټه، د اخلاقو استاد او عارف میرزا ابوالحسن جلوه وفات شو. میرزا ابوالحسن جلوه په دولس سوه اته دیرشم قمري کال کښې د هند په احمد آباد ښار کښې و زیږید. د هغه نسب په دیرشو نسبونو سره حضرت امام حسن مجتبی (ع) ته رسیږي. هغه په ماشومتوب کښې له خپلې کورنۍ سره اصفهان ته ولاړ او په هغه ښار کښې یې زده کړو ته مخه کړه او د کمال لاره یې وموندله. په دولس سوه درې اویایم قمري کال کښې تهران ته ولاړ او له څلویښتو کالو زیات د دارالشفاپه مدرسې کښې د حکمت، فلسفی او ریاضیاتو په تدریس بوخت ؤ. میرزا طاهر تنکابني، آیت ا... محمد علی شاه آبادي، سید حسین بادکوبه ای، ملا محمد آملي، جهانګیر خان قشقایي، علامه طباطبايي او نور د هغه له مشهورو شاګردانو څخه دي. د میرزا ابوالحسن جلوه تالیفات هم پراخ او د خاص پام وړ دي چې حاشیه بر شفا او اسفار، اثبات الحرکه الجواهریه او نور له هغو څخه دي. بالاخره دغه حکیم ددیارلس سوه څوارلسم قمري کال د زیقعدې په شپږمه نیټه د جمعې په شپه په شپږ اویا کلنۍ کښې په تهران کښې وفات شو.
««««««««««««
اووه نوي کاله پخوا، د نولس سوه نولسم میلادي کال د اګست په نهمه نیټه،
د ایران د هغه وخت د لومړي وزیر وثوق الدوله او انګریز لومړي وزیر لارډ کرزن په وسیله د ایران او انګلستان استعمار بې شرمه تړون لاسلیک شو. د دغه تړون په اساس چې د نولس سوه نولسم میلادي کال په تړون مشهور دئ، د ایران سیاسي، پوځي او اقتصادي چارې د انګریز مامورانو تر څارنې لاندې ورتلې. انګلستان دغه تړون په روسیې کښې د انقلاب له رامینځة کیدا او د استعماري سیالیو له ډګره د دغه هیواد تر څنګة کیدا وروسته پر ایران وتاپه. خو د ایران آزادي غواړي ولس له دغه تړون سره مقابلې ته مخه کړه چې هیواد يې عملا د انګلستان ترملاتړ لاندې راوسته. له بل پلوه د انګلستان ځینو لویدیځوالو سیالانو هم له دغه تړون سره مخالفت وکړ او بالاخره د نولس سوه نولسم کال تړون لغوه شو. په عین حال کښې یو نیم کال وروسته انګلستان د یوې کودتا په پلانولو او اجرا کولو سره رضاخان قدرت ته ورساوه او د هغه د حکومت له لارې يې پر ایران د خپلې سلطې پیاوړي کولو ته ملاوتړله.
««««««««««««
شپږ اتیا کاله پخوا، د دیارلس سوه یو پنځوسم قمري کال د ذی القعدې په شپږمه نیټه،متکلم فقیه آیت ا... میرزا صادق آقامجتهد تبریزي وفات شو. ،په کوچني مجتهد مشهور د متکلم او فقیه عالم د علامه میرزا محمد آقا زوئ آقا میرزا صادق په کابو دولس سوه درې اویایم قمري کال کښې په تبریز ښار کښې و زیږید. په نولس کلنۍ کښې له خپل مشر ورور سره نجف اشرف ته ولاړ او څلورویشت کاله هملته پاتی شو او د لویو استادانو له محضره یې استفاده وکړه. په دیارلس سوه دولسم قمري کال کښې تهران ته راغئ او له هغې وروسته په خپل زیږنځائ کښې پاتی شو. هغه په ښکاره د غیر مشروعه مشروطې سره مخالفت وکړ او له رضاخاني استبداد سره د مبارزې په لار کښې کردستان ته جلاوطن کړئ شو. د علامه امیني په وینا، هغه د تشیع له ځلیدلو څیرو څخه ؤ. له دغه لوئ عالمه لږ تر لږه دولس اثار په یادګار پاتی دي. بالاخره هغه د دیارلس سوه یو پنځوسم قمري کال د ذی القعدې په شپږمه نیټه د جمعې په شپه د سږي ناروغئ په وجه په اته اویا کلنۍ کښې د قم په سپیڅلي ښار کښې وفات شو.
««««««««««««
یو اویا کاله پخوا، د نولس سوه پینځه څلویښتم میلادي کال د اګست په نهمه نیټه، پر هیروشیما د امریکا د ایټم بم له غورځولو لومړنۍ چاودنې درې ورځې وروسته ، د جاپان پر ناګاساکي بندر د امریکا د وخت د ولسمشر هیري ټرومن په حکم سره دوهم ایټم بم هم وغورځول شو او په څو شیبو کښې يې دغه ښار په کنډوالې بدل کړ. د بشري ضد دغه جنایت له تکرارولو د امریکا موخه په دوهم نړیوال جنګ کښې د جاپان بې قید او شرطه تسلیمیدا او د دغه هیواد چورلټه ماته ، او د امریکا د پوځي قدرت نندارې ته وړاندې کول وو. پر ناګاساکي د ایټمي بمباریو مرګ ژوبلې په هماغه لومړنیو شیبو کښې اتیا زره کسان وو چې د وخت په تیریدو او د ریډیو ایکټیو خطرناکو موادو په اغیزو سره د قربانیانو شمیر نور هم زیات شو. د هیروشیما او ناګاساکي د ایټمي بمباریو غمیزې که څه هم جاپان د متفقینو په وړاندې تسلیمیدا ته اړکړ، خو دغې خطرې نړیوالو غوږونو ته ورسوله چې د ایټمي وسلې لرونکي هیوادونه په تیره بیا امریکا هر وخت چې خپلې ګټې په خطرې کې وویني، نو له هیڅ ډول جنایته ډډه نه کوي.
««««««««««««
او له ننه دوه څلویښت کاله پخوا، د نولس سوه څلور اویایم میلادي کال د اګست په نهمه نیټه، د امریکا جمهوري غواړي ولسمشر ریچرډ نیکسن د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د درغلۍ په وجه چې په واټر ګیټ هم مشهوره ده، استعفی ته مجبوره شو. په نولس سوه دوه اویایم میلادي کال کښې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په کمپاین کښې د جمهوري غواړي ګوند ځیني کسان په واټر ګیټ کښې د ډیموکراټيک ګوند د انتخاباتي مرکز کمیشن ته ورغلل او د ځينو سندونو او مدرکونو پر غلا کولو سربیره يې په دغه ځائ کښې د آوریدو لپاره ځیني پټ مائيکروفونونه هم ځائ پر ځائ کړل . که څه هم نیکسن د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې په دې چل سره بریالئ شو ، خو د دغې سیاسي بې شرمۍ په تعقیبیدنې سره سوکه سوکه د سپینې ماڼۍ نور چارواکي هم ورکش کړئ شول او نیکسن هم د مواخذې په درشل کې ورغئ. خو نیکسن د لازیاتې رسوائۍ د مخنیوي لپاره استعفی ورکړه او د نیکسن مرستیال جیرالډ د ولسمشرۍ د څلور کلن پړاؤ تر ختمیدا پورې د هغه جانشین شو .
ژباړن: ذیشان حیدر بنګش