تاریخ پاڼه شماره ۱۴۴
نن د چهارشنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د زمري د میاشتې شلمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اووه دیرشم هجري قمري کال د ذیقعدې د میاشتې له اوومې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د اګست د میاشتې له لسمې نیټی سره برابره ده.
««««««««««««
نهه سوه اته نوي کاله پخوا، د څلور سوه نهه دیرشم قمري کال د ذیقعدې په اومه نیټه، یو مشهور مسلمان محدث ابو الحسن لاعب وفات شو. دغه مسلمان محدث د درس یوه پراخه حوزه درلوده، په دی ډول چې له عربو عالمانو یوې ټولګئ د هغه له پوهې استفاده وکړه او حدیثونه یې اوریدل. له دغو عالمانو څخه د هغه وخت یو مشهور مورخ او پوه خطیب بغدادي دی چې د لاعب د درس په کلاس کښې یې ګډون کاوه او د هغه له پوهې یې استفاده کوله. په همدی دلیل هغه د خپل استاد ډیر اثار په ښی توګه یاد کړي دي.
««««««««««««
اوه سوه یویشت کاله پخوا، د اوه سوه شپاړسم هجري قمري کال د ذیقعدې په اومه نیټه، د دمشق یو مشهور خوشنویس ابن بصیص وفات شو. هغه چې په شپږ سوه یو پنځوسم هجري قمري کال کښې په دمشق کښې زیږیدلئ ؤ، تر پنځوسو کالو مودې پورې یې د خط د زده کړې کار ته مخه کړه او د دمشق خلکو د هغه له هنره او دانشه پریمانه استفاده وکړه. هغه د خط بیلا بیلې رودې ډیرې ښکلي لیکلې. دغه مسلمان خوشنویس د بوډاتوب په وخت کښې له قرآن مجید څخه یوه نسخه د سرو زرو له اوبو سره ډیره ښکلي ولیکله. د قرآن دغه نسخه سره د هغه له نورو آثارو تر اوسه باقي پاتی دي.
««««««««««««
دوه سوه څلورویشت کاله پخوا، د اولس سوه دوه نوېم میلادي کال د اګست په لسمه نیټه، د فرانسی انقلاب پسی د فرانسی باچا شپاړسم لویي له خپل مقامه لیري شو. له انقلابه وروسته، باچا په عملي توګه خپل ډیر اختیارات له لاسه ورکړل. له اسټریا سره د فرانسی د جنګ او د فرانسی د لومړیو ماتیو په بهیر کښې انقلابیانو داسی تبلیغ کاوه چې باچا له دښمن سره اړیکې لري. د باچاهي کورنۍ بی نتیجې تیښتې هم هغوئ د عمومي افکارو په نیزد لا کرکیجن کړل. په همدی دلیل د فرانسی خلکو د شپاړسم لویي پر ضد مظاهرو ته مخه کړه او ځايي شوراګانې چې د سلطنت د مخالفانو تر نفوذ لاندې وې ، د هغه د لیري کولو غوښتونکي شوې. بالاخره د فرانسی پارلمان په همداسی ورځ باچا له خپل مقامه لیري او کنوینسیون نومي بلې جرګې ته یې وروستۍ پریکړه وسپارله . هغه جرګې د شپاړسم لویي د لیري کیدا پر تاییدولو سربیره د هغه د اعدامولو رائ هم ورکړه.
««««««««««««
دوه سوه لس کاله پخوا، د اتلس سوه شپږم میلادي کال د اګست په لسمه نیټه، د روم د سپیڅلي امپراتورۍ په دړې وړې کیدا پسی د اسټریا هیواد له جرمن میشتو ټاټوبیو جلا شو. دغه امپراتورۍ چې اکثره له جرمن میشتو ټاټوبیو جوړه وه، په لسمې میلادي پیړۍ کښې رامینځته شوه. د مارټین لوټر د پاڅون په وخت کښې، د پروټیسټانو د مذهب بنسټګر د روم د سپیڅلي امپراتوري جوړونکو ځایي حکومتونو د هغه دین ومانه او له کلیسا سره یې خپله اړیکه غوڅه کړه. د دیرش کلن جنګ نومي په مذهبي جنګونو پسی دغه امپراتورئ ډیره کمزوري شوه او بالاخره د فرانسی د امپراتور نیپولین بناپارټ د فشارونو په راوړلو سره دړې وړې شوه. د دغې دړې وړې کیدا نتیجه د روم د سپیڅلي امپراتوري د قدرتمن غړي په توګه د اسټریا جدایي او د نورو ځايي حکومتونو تیت پرکوالی ؤ. البته جرمني په اتلس سوه یو اویایم میلادي کال کښې متحد شو او هټلر په نولس سوه اته دیرشم کال کښې اسټریا په جرمني پورې وتړله. خو په دویم نړیوال جنګ کښې د جرمني له ماتي وروسته اسټریا یو ځل بیا له جرمني جلا شوه.
««««««««««««
یو سلو پینځه اویا کاله پخوا، د دولس سوه دوه شپیتم هجري قمري کال د ذیقعدې په اومه نیټه، یو ستر فقیه او پوه آیت ا... فدایي آستاني وفات شو. هغه په ماشومتوب کښې د قرآن او دیني علوم زده کړل او وروسته یې خپلو زده کړو ته د دوام لپاره بیلا بیلو ښارونو ته سفر وکړ او په فقې او د فقې په اصول کښې یو نامتو استاد شو. آیت ا... فدایي په هغه وخت کښې د تدریس په کار بوخت شو او ګڼ شمیر کتابونه یې و لیکل. مسلمانو لیکوالانو هغه په نیک کردار، صبر، زغم، امانت ساتنې او پرهیزګارئ ستایلئ دی . سره له نورو ارزښتمنو آثارو د شعرونو یو دیوان هم له هغه په یادګار پاتی دی.
««««««««««««
یو نوي کاله پخوا، د دیارلس سوه څلورم هجري لمریز کال د زمري په شلمه نیټه، لوئ عالم او قدرمن فقیه آیت ا... شیخ عبدالنبي نوري وفات شو. هغه په ځوانئ کښې تهران ته له مهاجرت وروسته د دیني علومو زده کړو ته مخه کړه او د مقدماتي او لوړې کچې علمونو له زده کولو وروسته د کربلا او نجف اشرف زیارتونو ته روان شو. حاج شیخ عبدالنبي نوري په هلته کښې دمیرزا محمد حسن شیرازي په شان د لویو عالمانو په محضر کښې حاضر شو او لوړې علمي او فقهي کچې یې ترلاسه کړې. هغه د خپل وخت یو نوموړمجتهدؤ او په فقې، اصول، معقول او منقول کښې یې خاصه وړتیا درلوده. هغه وروسته تهران ته راستون شو او د دی ښار په یوه مدرسه کښې یې تدریس ته ملا وتړله. د دغه رباني عالم د درس حوزه، د عالمانو او فاضلانو د ټولیدا ځائ ؤ.
««««««««««««
او له ننه اوولس کاله پخوا، د څوارلس سوه شلم قمري کال د ذیقعدې په اومه نیټه، ستر عالم او فقیه آیت ا... رحیم سامت وفات شو. هغه په دیارلس سوه یویشتم قمري کال کښې د ایران په شمال کښې په قزوین کښې په یوې علم لرونکي کورنۍ کښې و زیږید او لومړني درسونه او د دیني علومو مقدمات یې په خپل ښار کښې زده کړل. آیت ا... سامت وروسته د قم سپیڅلي ښار ته ولاړ او د دغه ښار په حوزې کښې یې له خپلو استادانو څخه پریمانې استفادې وکړې. په هغه وخت کښې هغه په عراق کښې د نجف اشرف علمیه حوزې ته ولاړ او تر لسو کالو پورې یې د بیلا بیلو دیني علومو له نامتو استادانو څخه استفاده وکړه او د اجتهاد د درجې په ترلاسه کولو کښې بریالئ شو. دغه زاهدعالم وروسته خپل زیږنځائ قزوین ته ستون شو او د دیني معارفو په تیره بیا د دغه ښار د علمیه حوزې په وسیله چې کابو تر نیمې پیړۍ یې د هغه مشري پر غاړه درلوده، د خپرونې ته مخه وکړه.
ژباړن: ذیشان حیدر بنګش