Aug 13, 2016 10:57 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۱۴۵

نن د پنج شنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د زمري د میاشتې یویشتمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اووه دیرشم هجري قمري کال د ذیقعدې د میاشتې له اتمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د اګست له یوولسمې نیټی سره برابره ده.

««««««««««««

یو زرو نهه اتیا کاله پخوا،  د  درې سوه اته څلویښتم هجري قمري کال د ذیقعدې  د میاشتې په اتمه نیټه، یو مشهور مسلمان لیکوال  ابن زبیر  په بغداد ښار کښې وفات شو.  هغه  په پیل کښې د خپل پلار له محضره  د هغه وخت دود علوم زده کړل.  د هغه له مړینې وروسته يې له هغه پاتې شتمنۍ د علم او پوهې د ترلاسه کولو، د کتابتون  په جوړولو او  هم له څيړاندو سره  په مرستې کښې خرڅ کړې.  له کتابونو څخه د نسخې   د اخیستو په زمینه کښې د ابن زبیر هڅه لامل شوه چې له ډيرو علمي توانمنیو سره سره،  د تالیف کار ته لږه توجه  وکړي. ابن  زبیر د خپل کتابتون  پر ځينو کتابونو یادښتونه  لیکلي دي چې د هغه  وخت  د مشهور مورخ او لیکوال  ابن ندیم  پشمول ځینو پوهانو  د هغه له حاشیه لیکنې استفاده کړې ده.

««««««««««««

یو زرو اته پنځوس کاله پخوا، د درې سوه نهه اویایم هجري قمري کال د ذیقعدې په اتمه نیټه،  د ایران یو مشهور ریاضي پوه او ستورپیژاندی ابو حامد صاغاني  وفات شو. هغه د ایران په شمال ختیځ  کښې په خراسان کښې زیږیدلئ ؤ  او په بغداد کښې يې ژوند کاوه او  د ریاضیاتو او نجومو په علمونو کښې د خپل  وخت  له نامتو استاذانو  شمیرل کیده.  صاغاني  په هغه وخت کښې اسطرلاب   او د ترویتون د نورو وسایلو په  جوړولو کښې  ډير مهارت درلود او په دې زمینه کښې يې  یو لړ  نوښتونه  نندارې  ته وړاندې کړي دي.  هغه په بغداد ښار کښې یو ترویتون جوړ کړ او د ستورو  ترویت   ته یې مخه کړه. د دغه لوئ ایراني ستورپیژاندي  له آثارو څخه  د اسطرلاب  په باب  یوه کتاب ته اشاره کولئ شو.

««««««««««««

یو زرو دوه پنځوس کاله پخوا،  د درې سوه پینځه اتیایم هجري قمري کال د ذیقعدې د میاشتې په اتمه نیټه، یو مشهور فقیه، لیکوال او محدث  علی بن عمر دارقطني په بغداد کښې وفات شو. هغه  د زده کړو له مقدماتي کچو وروسته  مصر او شام ته سفرونه وکړل  او هلته یې د هغه وخت  له مشهورو  استادانو علم زده کړ. دارقطنی  په  فقې، تفسیر، شعر او ادبیاتو کښې  هم  ډير مهارت درلود.  د  دغه  مسلمان پوه په یادګار پاتې آثارو کښې په (سنن  دارقطني)  مشهور  (السنن)  او (المختلف  و المؤتلف) کتابونو ته  اشاره کولئ شو.

««««««««««««

یو سلو شل کاله پخوا، د دولس سوه پنځه اویایم هجري لمریز کال د زمري په یویشتمه نیټه، د قاجاریه د دور یوه مبارزه او انقلابي څیره میرزا رضا کرماني د ظالم او مستبدباچا د ناصر الدین شاه قاجار د وژلې په وجه، په اعدامولو سره شهید کړئ شو. میرضا رضا د تمباکو د بایکاټ غورځنګ په دور کښې چې د انګلستان د استعمار پر ضد یو خوځښت ؤ، د کډوډۍ رامینځته کولو او د خلکو د لمسولو په تور تر څلور کاله زنداني شو. هغه له آزادۍ وروسته استانبول ته ولاړ او هلته کښې له سید جمال الدین اسد آبادي سره آشنا شو او د هغه له ملګرو سره یوځائ شو. میرزا رضا په دولس سوه پنځه اویایم لمریز کال کښې له استانبوله تهران ته راغئ او پریکړه یې وکړه چې ناصر الدین شاه قاجار به چې په هیواد کښې د فساد جرړه وه، له مینځه یوسي. میرزا رضا د همهغه کال د غوایی میاشت په دیارلسمه نیټه، د قاجار جنایت کاره باچا د تهران په جنوب کښې په شهر ری کښې د حضرت عبدالعظیم په حرم کښې په انقلابي طریقه اعدام کړ. میرزا رضا د حکومتي مامورینو په ګرویژنو کښې د خپل دغه اقدام علت د هیواد پریشانه او نامناسبه حالات په ټولنې کښې د فساد خپریدل او د واکمنانو ظلم او ستم  وباله .

««««««««««««

شپږ پنځوس کاله پخوا، د نولس سوه شپیتم میلادي کال د اګست په یولسمه نیټه، د چاډ ټاټوبئ له فرانسی څخه د خپلې خپلواکئ په اخیستوکښې بریالئ شو او دغه ورځ، د دغه هیواد د ملي ورځې  په توګه ونومول شوه. د نولسمې میلادي پیړۍ په وروستیو او د شلمې پیړۍ په لومړیو کښې فرانسیانو پر چاډ حمله وکړه او د دریو کالو په موده کښې یې د چاډ ټول هیواد تر خپل نیواک لاندې راوسته او دغه ټاټوبئ په عملي توګه د فرانسی مستعمره شوه. په نولس سوه اته پنځوسم میلادي کال کښې فرانسی چاډ ته کورواکي ورکړه او دوه کاله وروسته، د اګست په یولسمه نیټه دغه هیواد پوره خپلواکه او جمهوري حکومت جوړ شو. د چاډ هیواد په  دولس لکه څلور اتیا زره مربع کلومیټره پراختیا سره د افریقي د لویې وچې په مرکز کښې پروت دی او د لیبیا، کیمرون، سوډان، مرکزي افریقا، نایجیریا او نیجر له  هیوادونو سره ګاونډئ دی.

««««««««««««

او له ننه اووه کاله پخوا، د دوه زره نهم میلادي کال د اګست په یولسمه نیټه، د یمن پوځ او د دی هیواد د حوثي زیدیانو تر مینځ شپږمه نښته د یمن په شمالي غرونو کښې او د عربستان له سرحد سره نږدې پیل شوه. د دغه هیواد زیدیان جنګیالي په دی خاطر چې د الحوثي کورنۍ تر مشرۍ لاندی مبارزه کاوي نو حوثیان بلل کیږي. هغوئ له خپلې سیمې د کلتوري او اقتصادي توپیر د ختمولو او له امریکی سره د اړیکی د کمولو غوښتونکي دي.که څه هم د یمن حوثیانو او پوځ تر مینځ جنګونه په دوه زره څلورم میلادي کال کښې پیل شول، خو د هغه شپږم دور پکښې تر ټولو سخت او اوږد ؤ. په دی جنګ کښې د عربستان هوایي ځواک هم د حوثیانو پر مورچو بمبارې وکړې څو له یمني پوځ سره کمک وکړي. عربستان د دوه زره نهم میلادي کال د نومبر له لومړیو خپل ځمکین پوځ هم له  الحوثي ډلې سره مقابلې ته واستاوه. خو د الحوثي جنګیالانو تیارۍ او منظمیدا او د سیمې غرنیزتوب د دی سبب شو څو د عربستان او یمن پوځونه ناکامه پاتی شي او د یمن یوشمیر قبایلو په مینځګړیتوب اوربند رامینځته شي. د جنګونو په دغه پړاؤ کښې په سلګونو زیدیان و وژل او نږدې تر دوو لکو زیات کسان بی کوره شول. د منصور هادي عبدربه له تښتیدا وروسته حوثیانو وکړئ شول په تیر شویو څو میاشتو کښې د خلکو او د یمن د پوځ ملاتړ را اړولو سره د صنعا پشمول له یمن خاورې  پراخې برخې تر خپل کنټرول لاندې راولي. آل سعود د دوه زره پینځلسم میلادي کال د مارچ په شپږویشتمه نیټه په یمن کښې د خپل موقعیت له لاسه ورکولو په غبرګون کښې له مځکې او هوا وحشیانه ا و ورانونکي حملې پیل کړې. په دغو حملو کښې د یمن د بې وزله هیواد د بیخ بیناییو اصلي برخې ورانې شوې او په زرګونو ښځې او ماشومان  ووژل او په ملیونونو هم بې کوره شول. یمن همدا اوس د یوې انساني غمیزې له خطر سره مخامخ دی.

 

ژباړن: ذیشان حیدر بنګش

 

ټیګونه