تاریخ پاڼه شماره ۱۴۶
نن د جمعې مبارکه ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د زمري د میاشتې دوه ویشتمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اووه دیرشم هجري قمري کال د ذیقعدې د میاشتې له نهمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د اګست د میاشتې له دولسمې نیټی سره برابره ده.
««««««««««««
یو زرو درې څلویښت کاله پخوا، د درې سوه څلور نوېم هجري قمري کال د ذیقعدې د میاشتې په نهمه نیټه، د ایران یو مشهور شاعر او لیکوال ناصر خسرو قبادیاني د پخواني ایران په شمال ختیځ او د اوسني افغانستان په شمال بلخ کښې وزیږید. ناصر خسرو له ماشومتوبه د خپل وخت د استاذانو په محضر کښې علم او پوهه زده کړه او دغه راز يې د قرآن حفظ کولو ته مخه کړه. هغه له فارسي او عربي ادبیاتو سربیره د حساب، هندسې، نجومو، طب، درمل پيژندنې او د الهیاتو پشمول د خپل وخت له لا زیاتو علومو سره هم بلد شو. ناصر خسرو پخپل ژوند کښې ډيرې ټيټې هسکې درلودې. هغه په ځوانۍ کښې تر یوې مودې پورې د محمود او مسعود غزنوي په دربارونو کښې د منشي په توګه کار کاوه. خو له څه مودې وروسته، د هغه بدلون له امله چې د هغه په لیدتوګو او افکارو کښې رامینځة شو، له سیاسته څنګة شو او په اصولو او د بیلابیلو مذهبونو د عقایدو په څیړنې او دغه راز سفرونو ته يې مخه کړه چې د دغو اووه کلنو سفرونو په نتیجه کښې يې یو کتاب ولیکه چې په (سفرنامه) مشهور دی. ناصر خسرو په دغه کتاب کښې په روم ، مصر، حجاز او بین النهرین ټاټوبو کښې خپل مشاهدات لیکلي دي. دغه کتاب له تاریخي او جغرافیايي نظره او هم د مینځني ختیځ د هیوادونو د خصوصیاتو د ښودلو له پلوه ډير اهمیت لري. ناصر خسرو خپل نظرونه او اعتقادات او همداراز ډيرې موعظې او حکمتونه د خپلو اشعارو او آثارو په چوکاټ کښې بیان کړي دي. (زاد المسافرین)، (خوان الاخوان)، (وجه دین) او (روشنایی نامه) د دغه نامتو ایراني ارزښتمند آثار شمیرل کیږي. ناصرخسرو په څلور سوه یو اتیایم هجري قمري کال کښې په اووه اتیا کلنۍ کښې وفات شو.
««««««««««««
یو سلو څلور څلویښت کاله پخوا، د اتلس سوه دوه اویایم میلادي کال د اګست په دولسمه نیټه، یو جرمن ختیځ پیژاندې فریټز کرینکو و زیږید. هغه دولس کلن ؤ چې انګلستان ته ولاړ او د ختیځی خاورې د کلتور مطالعې په تیره بیا اسلامي معارفو ته مخه کړه څو په دغه زمینه کښې لوړې درجې تر لاسه کړي. کرینکو په لاس لیکل شوي ډیر کتابونه چې د نابودئ په حال کښې وو، سم او چاپ کړل. د قرآن مجید او نورو اسلامي کتابونو مطالعه د دی سبب شوه څو د اسلام د دین په حقانیت پوهه شي او بالاخره له محمد سالم کرینکو نوم سره مسلمان شو. دغه مسلمان خاورپیژاندي دیرش کتابونه خپره کړل چې اکثره پکښې د پخواني اسلامي متنونو ترجمه، منظمول او سمول وو. هغه په نولس سوه درې پنځوسم میلادي کال کښې وفات شو.
««««««««««««
درې شپیته کاله پخوا، د دیارلس سوه دوه دیرشم هجري لمریز کال د زمري په دوه ویشتمه نیټه، د پهلوي لړۍ وروستی باچا محمد رضا له لومړي وزیریتوب څخه په پټه توګه ډاکټر محمد مصدق لیري کړ او ډګر جنرال زاهدي یې لومړی وزیر وټاکه. دغه پریکړه د امریکا او انګلستان حکومتونو د سپارښتنې پر اساس ترسره شوه. د مصدق حکومت د خلکو له ملاتړ سره د ایران د تیلو صنعت ملي کړئ ؤ. باچا د مصدق د لیري کیدا له امله د پیښو له پایلو د تیښتیدا لپاره د ایران شمال ته ولاړ او له هغه وروسته د مصدق د لیري کیدا طرحې ماتي و خواړه، عراق او ایټالیا ته و تښتید. خو د باچا له هیواده له شرمنونکي تښتیدا شپږ ورځې وروسته، د امریکا او انګلستان لخوا د زمري د اته ویشتمې نیټی کودتا رامینځته شوه او د مصدق د حکومت له نسکوریدا وروسته، باچا ایران ته بیا راستون شو او خپل مستبدانه حکومت ته یې دوام ورکړ. د امریکا او انګلستان حکومتونو د ایران د شتمنیو په تیره بیا د تیلو سرچینو لوټل لا زیات تعقیب کړل.
««««««««««««
شپیته کاله پخوا، د نولس سوه پینځه پنځوسم میلادي کال د اګست په دولسمه نیټه، یو امریکایي کیمیا پوه جیمز بیچلر سمنر مړ شو. هغه په اتلس سوه اوه اتیایم میلادي کال کښې و زیږید او په یوې پیښه کښې یې خپل ګس لاس له لاسه ورکړ. خو دغې پیښې د سمنر د زده کړو او هڅو مخنیوي ونکړه او هغه وکړئ شول د کیمیا په څانګه کښې د ډاکټرۍ درجه ترلاسه کړي. د هغه مهم کشف دا ؤ چې ويې ښودله، هغه اینزایمونه چې د ژویو په بدن کښې دکیمیاوي عملونو چټکتیا زیاتوي، د پروټینو له جنسه دي . هغه همداراز په دغه زمینه کښې په نورو کشفیاتو هم لاس پورې کړ او په همدی وجه په نولس سوه شپږ څلویښتم میلادي کال کښې له دوو نورو پوهانو سره د نوبل جایزې په ترلاسه کولو کښې بریالئ شو.
««««««««««««
او له ننه څلویښت کاله پخوا، د نولس سوه شپږ اویایم میلادي کال د اګست په دولسمه نیټه، د لبنان له پلازمینی بیروت سره نږدې یو فلسطیني کیمپ تل زعتر له یوې اوږدې کلابندئ وروسته د دغه هیواد دماروني ملیشې پر لاس نسکور شو او د هغه اوسیدونکي و وژل شول. دغه کیمپ پهزرګونو فلسطیني مهاجرانو ته ځائ ورکړئ ؤ او د هغو کلابندي د نولس سوه شپږ اویایم میلادي کال له لومړیو څخه ، د صیهونیسټ رژیم له لاس وهنې او ملاتړ سره پیل شوه. له دغه اقدام سره د صیهونیسټ رژیم هدف په لبنان کښې د داخلي جنګ سختول وو. د تل زعتر کیمپ له نسکوریدا سره د ماروني ملیشې چې د صیهونیسټ رژیم په وسیله په وسلې پوره سمبال وو، درې زره عام فلسطینیان و وژل او دغه کیمپ یې له خاورو سره برابر کړ. د دغه وحشیانه جنایت رامینځته کیداد صیهونیسټ رژیم او په لبنان کښې د هغو د ملګرو پر ضد د ډیرو هیوادونو اعتراض او د عمومي افکارو غوسه را وپاروله.
ژباړن: ذیشان حیدر بنګش