تاریخ پاڼه شماره ۱۴۷
نن د شنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د زمري د میاشتې درویشتمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اووه دیرشم هجري قمري کال د ذیقعدې د میاشتې له لسمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د اګست د میاشتې له دیارلسمې نیټی سره برابره ده.
««««««««««««
یو زرو اته څلویښت کاله پخوا، د درې سوه نهه اتیایم قمري کال د ذیقعدې په لسمه نیټه،د ایران د سامانیانو لړۍ پر خراسان، ماوراء النهر ا او د مرکزي ایران پر یوې برخې له یو سلو اته یشت کلن حکومت وروسته د ایلک خان په وسیله ختمه شوه. هغه د ترکيې له مریانو څخه ؤ چې د سامانیانو په دربار کښې یې د نفوذ په خاطر دغه لړۍ ختمه شوه. ساماني باچایانو د خپل حکومت په وخت کښې د خپلو قلمرو ښارونو آبادونې ته مخه کړه. هغوئ په تیره بیا د علم او ادب پراختیااو د عالمانو ، شاعرانو او ادیبانو تکریم ته ډیر پام درلود،په دی ډول چې د ایران په شمال ختیځ کښې په خراسان او د مرکزي آسیا په بیلا بیلو ښارونو کښې یې ګڼ شمیر علمي مرکزونه جوړ کړل. د سامانیانو د له مینځه تلو سره په یوه وخت د آل بویه کورنۍ او د غزنویانو په نوم د ترکانو یوه لړۍ په ایران کښې قدرت ته ورسیده.
««««««««««««
شپږ سوه یوولس کاله پخوا، د اته سوه شپږ ویشتم قمري کال د ذیقعدې په لسمه نیټه، په سبط ماردیني مشهور یو مسلمان ریاضي پوه او ستورپیژاندی ابو عبدا... محمد بن محمدپه دمشق کښې وزیږید. تاریخ لیکونکو کابو دوه څلویښت رسالې او کتابونه د هغه په نوم ثبت کړي دي چې له هغو څخه یو شمیر خطي نسخې موجودې دي. د هغه په ټولو آثارو کښې دقایق الحقایق ته اشاره کولئ شو چې د ریاضي علم په باب لیکل شوئ دی. هغه کابو په نهه سوه دولسم قمري کال کښې وفات شو.
««««««««««««
پینځه څلویښت کاله پخوا، د دیارلس سوه پنځوسم لمریز کال د زمري په درویشتمه نیټه، بحرین له ایران څخه خپلواکي اعلان کړه. د فارس خلیج په جنوب کښې پروت د بحرین ټاپو، د قاجار لړۍ په لومړیو کښې د ایران تر نظر لاندی فعالیت کاوه خو څو کاله وروسته انګریزانو په دی پلمه چې ایران دریایي ځواک نلري، له قاجار لړۍ سره په تړون پسی د بحرین او د فارس خلیج د امنیت د ساتنې مسئولیت پر غاړه واخیسته. دغه واکمني چې تر یو سلو پنځوسو کالو پورې اوږده وه،وروسته به د ایران د هغه وخت د حکومتونو لخوا تل ورسره مخالفت کیده خو هر ځل به یې یو ډول ماته خوړله. په نهایت کښې کله چې ایران په دیارلس سوه شپږ دیرشم لمریز کال کښې د هیواد د ویشلو په طرحه کښې بحرین څوارلسمه صوبه اعلان کړه، په عربي هیوادونو کښې په څپو مخالفتونه راوپاریدل. په دی منځ و میان کښې محمد رضا شاه چې له ضروري میړنتیا برخمن نه ؤ او نه یې غوښته چې د عربي هیوادونو ملاتړ له لاسه ورکړي او او د دې تر څنګ چې وکولئ شي د تنب کوچک، تنب بزرګ او ابو موسی په څیر د فارس خلیج پر نورو ټاپوګانو د ایران واکمنۍ ټینګه کړي، سملاسي او ناڅاپه، پر بحرین د ایران پر پخوانیو ادعاګانو دسترګې پټولو په اړه خپله پریکړه اعلان کړه او بیا یې په دی مسئله کښې د ملګرو ملتو د سرمنشي د مینځګړیتوب غوښتنه وکړه، نو ځکه امنیت شورا د نولس سوه اویایم میلادي کال د مئی په یولسمه نیټه، خپلواکی ته د بحرین د خلکو د غوڅ اکثریت د ګروهنې په باب بحرین ته د لیږل شوي پلاوي د راپور له مخې یو پریکړه لیک صادر کړچې د بحرین د خپلواکي د اړتیا په هکله د هغه پریکړه لیک مادې، د غوایي میاشت په څلورویشتمه نیټه د ایران ملي شورا تصویب کړي. لا د بحرین خپلواکي په رسمي توګه اعلان شوي نه وه چې د ایران ښه نیت پلاوی بحرین ته ولاړ او له هغه ځایه هم یو پلاوی ایران ته راغئ، بالاخره ، د دیارلس سوه پنځوسم لمریز کا ل د زمري میاشتې په درویشتمه نیټه دغه مهمي، سټراټیژیکی او انرژي درلودونکي جزیرې خپلواکي اعلان کړه او ایران لومړنې هیواد ؤ چې د خپلواکی له اعلانه یو ساعت وروسته یې بحرین هیواد په رسمیت و پیژانده.
««««««««««««
او له ننه دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه پینځه شپیتم هجري لمریز کال د زمري میاشت په درویشتمه نیټه، د قرآن مفسر او نامتو عالم آیت ا... علی نجفی کاشاني وفات شو. هغه په دیارلس سوم لمریز کال کښې د ایران په مرکزي ښار کاشان کښې و زیږید او دوه ویشت کلن ؤ چې د دیني علومو زده کړو لپاره د عراق نجف اشرف ښار ته ولاړ. آیت ا... نجفي د لسو کالو په اوږدو کښې د نجف علمیه حوزې له لویو استادانو استفاده وکړه او د اجتهاد درجه یې تر لاسه کړه. هغه له نجفه له راستانیدا وروسته د قم په سپیڅلي ښار کښې هم تردریو کالو پورې زده کړو او تدریس ته مخه کړه او وروسته خپل کاشان ښار ته ستون شو. دغه فاضل عالم په خپل زیږنځائ کښې تدریس ته او په تیره بیا د قرآن کریم تفسیر ته مخه کړه چې د هغه له تفسیره یوه برخه د یوه کتاب په شکل کښې موجود دی. آیت ا... نجفي کاشاني کتابونه هم لیکلي دي چې پکښې د (صدق، بزرګترین فضیلت)، (برداشتي از نماز) او (افسانه ها یا کرامات خیالي) کتابونو ته اشاره کولئ شو.
ژباړن: ذیشان حیدر بنګش