تاریخ پاڼه شماره ۱۴۸
نن د یکشنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د زمري د میاشتې څلورویشتمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اووه دیرشم هجري قمري کال د ذیقعدې د میاشتې له یوولسمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د اګست له څوارلسمې نیټی سره برابره ده.
««««««««««««
یو زرو دوه سوه نهه اتیا کاله پخوا، د یو سلو اته څلویښتم هجري قمري کال د ذیقعدې د میاشتې په یوولسمه نيټه، د اسلام د ګران پيغمبر (ص) یو پاک اهل بیت او اتم امام، حضرت علي بن موسی الرضا (ع) د مدینې په ښار کښې وزیږید.
حضرت امام رضا (ع) د خپل قدرمن پلار، حضرت امام موسی کاظم (ع) له شهادت وروسته په یو سلو درې اتیایم هجري قمري کال کښې، د اسلامي ټولنې لارښوونه پرغاړه واخیستله.
هغه حضرت په خپل وخت کښې د اسلامي نړۍ تر ټولو غوره شخصیت ؤ.
په همدې دلیل عباسي خلیفه مامون د خپل موقعیت د ټینګولو لپاره او په اسلامي نړۍ کښې د قدرمن امام د اغیزو د کمولو په موخه، هغه حضرت په ظاهره توګه خپل ولیعهد وټاکه.
په حقیقت کښې د مامون موخه، د حضرت امام رضا (ع) تر کنټرول لاندې راوستل وو. نو ځکه یې امام (ع) د هغه وخت د ایران په شمال ختیځ مرو کښې د خلافت مرکز ته وروباله . حضرت امام رضا (ع) د زور او جبر له مخې دغه وړاندیز ومانه، که څه هم امام (ع) هماغه شان د مامون د حکومت تر فشار او کنټرول لاندې ؤ، خو له دغو شرایطو سره سره، هغه حضرت د خراسان سیمې د خلکو په شمول پر ټولو مسلمانانو ډيره اغیزه درلوده او خلک یې د اهل بیت او د پيغبر اکرم (ص) د کورنۍ پر حقانیت پوهول.
حضرت امام رضا (ع) نه یوازې لوړ انساني او معنوي صفتونه، د نفس شرافت، تقوا او زهد درلود، بلکې د بيلا بيلو مذهبونو او دینونو له عالمانو سره په مناظره او بحث کښې یې هم پر اسلامي معارفو او مختلفو علومو خپل پراخه برلاسي او سلطه ثابته کړه.
په همدې دلیل، مامون چې د حضرت امام رضا (ع) د خواخوږۍ او نفوذ زیاتيدل یې د خپل حکومت پر ز یان لیدل، هغه حضرت یې په دوه سوه دریم هجري قمري کال کښې په شهادت ورساوه.
له حضرت امام رضا (ع) څخه ارزښتمنې خبرې په یادګار پاتې دي چې ټولې ګټورې او له پنده ډکې د ي.
د حضرت امام رضا (ع) د ولادت د کلیزې د مبارکۍ ویلو ترڅنګ، د ښو اخلاقو او نیک چلند په اړه د هغه قدرمن امام وینا ته ستاسوو پام را ګرځوو چې فرمایي: (د قیامت په ورځ هغه کس ماته ډير نږدې دئ چې په دنیا کښې ښه اخلاق ولري او د خپلې کورنۍ په اړه ډیر نیکوکاره وي).
««««««««««««
اتیا کاله پخوا، د دیارلس سوه پینځلسم هجري لمریز کال د زمري په څلور ویشتمه نیټه، د نجف د علمیه حوزې لوړ رتبه استاد علامه میرزا محمد حسین ناییني وفات شو. د شیخ الاسلام لقب لرونکئ په میرزا ناییني مشهور امامي فقیه، د تقلید مرجع، اصولي، حکیم او ادیب حاج میرزا محمد حسین ناییني نجفي په دولس سوه څلویښتم لمریز کال کښې په نائین کښې و زیږید. په اصفهان کښې یې له میرزا محمد باقر نجفي، حکیم جهانګیر خان قشقایي او ابوالمعالی کلباسي څخه علم کسب کړ، وروسته زیارتونو ته ولاړ او په سامرا کښې له میرزای بزرګ شیرازي او سید محمد فشارکي څخه او وروسته په کربلا کښې له سید اسماعیل صدر او په نجف کښې له آخوند خراساني څخه په کلونو زده کړې وکړې. د میرزا په وخت کښې په ایران کښې د دیني عالمانو په مشري د خپلواکي او امنیت د ترلاسه کولو او د استبداد د کنټرولولو لپاره اولسي انقلاب وشو چې د مشروطه په غورځنګ مشهور شو. په دی مینځ و میان کښې میرزا ناییني سره له آخوند خراساني د هغو په بریالیتوب کښې یو اغیزمن رول و لوباوه. هغه د مشروطه انقلاب په کړکیچ کښې د تنبیه الامه کتاب و لیکه او په هغه کښې یې د سوچه اسلام حاکمیت په دلیل او غوڅ برهان سره ثابت کړ. میرزا ناییني همداراز پر عراق د انګلستان له غلبې وروسته، د عراق پر مسلمان هیواد د کافر واکمن ټاکل حرام و باله او د استعمار پر ضد د خلکو د بلوې لامل شو. له دی مخې بوډا استعمار د میرزاناییني او سید ابو الحسن اصفهاني او داسی نورو په څیر د مراجعو ایران ته د جلاوطني زمینه برابره کړه. دغه چاره په نهایت کښې د عالمانو او خلکو تر دباؤ لاندې، د عراق د باچا له بخښنې غوښتنې او عراق ته د عالمانو له را ستانیدا سره ترسره شوه. بالاخره میرزای بزرګ ناییني له مجاهد او له هڅو ډک ژوند وروسته د دیارلس سوه پینځلسم لمریز کال د زمري په څلورویشتمه نیټه په کابو اتیا کلنۍ کښې وفات شو او د امام علی (ع) په مرقد کښې خاورو ته وسپارل شو.
««««««««««««
نهه شپیته کاله پخوا، د نولس سوه اوه څلویښتم میلادي کال د اګست په څوارلسمه نیټه، د پاکستان هیواد له هندوستانه جلا شو او خپله خپلواکي یې اعلان کړه. د هند په لویې وچې کښې د اسلام دین په اتمې میلادي پیړۍ کښې واردشو او له دغه ټاټوبي یوه برخه چې نن پاکستان نوم لري د انګلستان په وسیله د نیواک تر وخته پورې د اتلسمې میلادي پیړۍ په وروستیو کښې د مسلمانانوپه واک کښې ؤ. د انګلستان د استعمار پر ضد د هند د خلکو د پاڅون له پیلیدا سره، په نولس سوه شپږم میلادي کال کښې د محمد علی جناح په مشرۍ کښې د مسلم لیګ ګوند جوړ شو چې د هغو مقصد د یوه اسلامي حکومت جوړول وو. دغه ګوند د هندوستان د مسلمانانو نظر ورو ورو خپل ارمان ته راواړاوه او بالاخره د پاکستان هیواد جوړ شو. دغه هیواد په لومړیو کښې د هند په ختیځ او لویدیځ کښې د سره بیلو دوو ټاټوبیو جوړ ؤ. خو له مرکزي حکومته د ختیځ پاکستان د بنګالیانو نا خواښئ په نولس سوه یو اویایم کال کښې له پاکستانه د دی برخې د بیلتون او د بنګلادیش هیواد د جوړیدا لامل شو. د پاکستان حکومت تر نولس سوه اویایم کاله پورې ګورنر جنرلي ؤ او له هغه وروسته د پاکستان په اسلامي جمهوریت یې نوم بدل شو.
پاکستان له اته لکه درې زره مربع کلومیټره پراختیا سره په جنوبي اسیا کښې او د ایران، هندوستان، افغانستان او چین له هیوادونو سره ګاونډئ دی.
««««««««««««
شپږویشت کاله پخوا، د دیارلس سوه نهه شپیتم لمریز کال د زمري په څلورویشتمه نیټه، د عراق پخوانئ رژیم مشر صدام حسین د ایران د هغه وخت اولسمشر حجت الاسلام هاشمي رفسنجاني لپاره د یوه لیک په رالیږلو سره، د الجزایر د نولس سوه پینځه اویایم سرحدي تړون په پوره توګه ومانه. صدام د دیارلس سوه نهه پنځوسم لمریز کال د وږی په اوه ویشتمه نیټه، د استکباري قدرتونو په لمسونې د ټیلویژوني کیمرو په وړاندی دغه سرحدي تړون څیرې کړ او څو ورځې وروسته د ایران پر خاوره د عراق د پوځ تیری پیل شو. صدام او د هغه پلویانو دا ګمان کاوه چې په دغه تیري سره به په لنډ وخته کښې د ایران د اسلامي جمهوریت نوئ نظام ختم کړي . خو د ایران د خلکو او د مسلمانو جنګیالانو میړانه مقاومت د هغو دسیسې شنډې کړې او د عراق تیریګر پوځ له پرله پسی ماتو وروسته د نړیوالو پولو شاته و تنبول شو. د تپلي جنګ له ختمیدا دوه کاله وروسته، په عین حال کښې چې صدام کویت نیولئ ؤ، د الجزایر د نولس سوه پینځه اویایم کال د تړون له مادو سره یې خپله موافقه اعلان کړه او په دی ډول د اسلامي ایران لپاره یوه ستره بریا ولیکل شوه.
««««««««««««
او له ننه څلور کاله پخوا، د دیارلس سوه یو نوېم لمریز کال د زمري په څلورویشتمه نیټه، د ایران د ریاضۍ څانګې تل پاتي څیره او د ایران د اینالیسیز پلار ډاکټر منوچهر وصال وفات شو. هغه لومړئ زده کړې په شیراز کښې او د لیسې تحصیلات په تهران کښې بشپړه کړل. بیا یې یو کال په لوړ پوهنځي کښې د فیزیک په څانګه کښې زده کړې وکړې. هغه له هغی وروسته د زده کړو په دوام پسی فرانسی ته ولاړ. وصال په دیارلس سوه نولسم لمریز کال کښې د ریاضي په څانګه کښې د ډاکټرۍ درجې په ترلاسه کولو کښې بریالئ شو او د تحصیل په وروستیو کلونو کښې د جینیوا او زیوریخ په ترویتون کښې پر زده کړې او علمي فعالیت هم بوخت ؤ. ډاکټر منوچهر وصال د ایران په ریاضیاتو په تیره بیا د اینالیسیز په زمینه کښې یوه تل پاتي څیره ګڼل کیږي. د ایران د ریاضي ټولنې چې استاد وصال یې له بنسټګرو څخه هم دی، د هغه تر دیرشو کالو زیاتو ارزښتمنو خدماتونو د درنښت په وجه د هغه په نوم یوه جایزه وټاکله چې هر کال د ایران پر ریاضي کنفرانس کښې د اینالیسیز ریاضي په زمینه کښې د غوره مقالی لیکونکي ته ډالئ کیږي.
ژباړن: ذیشان حیدر بنګش