تاریخ پاڼه شماره ۱۴۹
نن د دوشنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د زمري د میاشتې پینځه ویشتمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اووه دیرشم هجري قمري کال د ذیقعدې د میاشتې له دولسمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د اګست د میاشتې له پینځلسمې نیټی سره برابره ده.
««««««««««««
درې نوي کاله پخوا، د دیارلس سوه څلور څلویښتم هجري قمري کال د ذیقعدې میاشت په دولسمه نیټه، یو ایرانی قدرمن شاعر ادیب نیشابوري وفات شو. هغه په دولس سوه یو اتیایم هجري قمري کال کښې د ایران په شمال ختیځ کښې په نیشابور ښار کښې و زیږید او په ماشومتوب کښې د چیچک ناروغئ په وجه د هغه یوه سترګه ړنده شوه، خو له پریمانې علاقې او زیار سره يې دعلم او پوهې زده کولو ته مخه کړه او په عربي ادبیاتو او دهغه وخت په نورو دود علومو کښې له مهارت موندلو وروسته تدریس ته مخه کړه. ادیب نیشابوري ورو ورو په شاعري کښې د ښه او خاص سبک لرونکئ شو. د مناسبو لفظونو غوره کول، د جوړښتونو کوټلتیا او دقیقې معناوې د هغه د شعر ځانګړنې دي او د هغه د شعرونو دیوان ډیر شعرونه معناداره او په فارسي او عربي رودې دي چې تر اوسه پورې کابوشپږ زره بیتونه راغونډ کړي دي.
««««««««««««
نهه شپیته کاله پخوا، د نولس سوه اوه څلویښتم میلادي کال د اګست په پینځلسمه نیټه، د هندوستان ټاټوبی د انګلستان له استعماره خپلواک شو. د هندوستان په لویې وچې کښې د خپلواکي غوښتنې غورځنګ چې له دی کابو سل کاله مخکښې په هندوستان کښې رامینځته شوئ ؤ، د نولس سوه دیرشمې میلادي لسیزې په کلونو کښې اوج ته و رسیداو د دویم نړیوال جنګ له کلونو پسی یې لا زیات قدرت و موند. دغې چارې انګریزان مجبوره کړل چې سم لاسي د جنګ له ختمیدا وروسته، دغه هیواد ته د خپلواکئ ورکولو لپاره خپل چمتوالئ اعلان کړي خو هغوئ په عین حال کښې د هندو او مسلمانو مشرانو تر مینځ د اختلاف په رامینځته کولو سره د دغې چارې د پرځایښت مخه ونیوله . دغه اختلافات بالاخره د هندوستان په دوو هیوادونو په پاکستان او هند د ویشلو په اړه له موافقې سره حل شول او د هند د خپلواکئ قانون چې په هندوستان کښې د دوو جلا جلا هیوادونو د جوړیدا لامل شو، د نولس سوه اوه څلویښتم میلادي کال د جولایي په اتلسمه نیټه د انګلستان پارلمان تصویب کړ . د دغه قانون له مخې، دوه نوي حکومتونه ډومینیون یا حکومتي قلمرو بلل کیدل، په عین خپلواکي کښې لا هم د انګلستان تر سرپرستي لاندی باقي پاتی کیدل او د انګلستان لوئ کمشنر د انګلستان باچا په استازيتوب د دغو هیوادونو پر چارو څارنه کوله. په عمل کښې د هند خپلواکي قانون ډیرې ستونځې هم رامینځته کړې ځکه چې او ل د هندوستان د مسلمانانو نفوذ د هند په ټول براعظمګي کښې تیت پرک وو او د هند د حکومت په قلمرو کښې د هندو اکثریت او مسلمان اقلیت تر مینځ او د پاکستان د حکومت په قلمرو کښې د مسلمان اکثریت او هندو اقلیت تر مینځ خونړي نښتې وشوې. د هند د براعظمګي په مسلمان میشته سیمو کښې د خپلواکه اسلامي حکومت د جوړیدا په مطرحیدا سره په ګډو وډو حالاتو کښې له ختیځ(بنګلادیش) او لویدیځ (پاکستان) جوړ یو پاکستان هیواد جوړ شو. په همدغه وخت کښې د هند وروستي نایب السلطنه د نولس سوه اوه څلویښتم کال د اګست په پینځلسمه نیټه د انګلستان له دوه سوه کلن استعماره وروسته د هند خپلواکي اعلان کړه او ګاندي د هند مشري پر غاړه واخیسته. په دغه وخت کښې هر یوې صوبې د هند د مسلمان میشت او یا پاکستان سره د یوځائ کیدا حق درلود. یوې مودې وروسته د پاکستان ختیځې برخې د بنګلادیش هیواد په بڼه کښې خپلواکي وموندله.
د هند هیواد کابو درې ملیونه دوه لکه اوه اتیا زره مربع کلومیټره پراخ او د اسیا د لویې وچې په جنوب کښې پروت دی. دغه هیواد له پاکستان، چین، نیپال، بنګلادیش، بوټان او میانمار سره ګډې پولې لري.
««««««««««««
درې شپیته کاله پخوا، د دیارلس سوه دوه دیرشم هجري لمریز کال د زمري د میاشتې په پینځه ویشتمه نیټه، د ایران وروستی باچا محمد رضا پهلوي سره له خپلې ښځې ایټالیا ته وتښتید. هغه له دې کاره مخکښې د وزیراعظم ډاکټر محمد مصدق د لیري کیدا حکم لاسلیک کړ او په دې وجه چې پوهیده چې په خلاف یې کودتا کیدونکې ده، ایټالیا ته لاړ. له دې امله چې مصدق د ایران تیل ملي کړل او د انګلستان ګټې یې په خطر کښې اچولې وې، دغه ښکیلاکګر حکومت د هغه په خلاف ډیرې لانجې جوړې کړې چې وروستۍ پکښې د دیارلس سوه دوه دیرشم هجري لمریز کال د زمري په اته ویشتمه نیټه د امریکې او انګلستان ګډه کودتا وه. له کودتا او د مصدق د ولسي حکومت له ړنګیدا درې ورځې وروسته، د ایران ظالم باچا یوځل بیا ایران ته راستون شو او کابو ۲۴ کاله یې نور د پردیو په ملاتړ سره حکومت وکړ. خو بالاخره د دیارلس سوه شپږ پنځوسم لمریز کال د مرغومي د میاشتې په شپږویشتمه نیټه، د حضرت امام خمیني (رح) په مشرۍ د ایران د اسلامي انقلاب په برکت د تل لپاره له ایرانه وتښتیده.
««««««««««««
درویشت کاله پخوا، د دیارلس سوه دوه اویایم هجري لمریز کال د زمري په پینځه ویشتمه نیټه، د ایران مشهور عالم آیت ا... سید عبدالاعلی موسوي سبزواري وفات شو. هغه په دولس سوه نوېم هجري لمریز کال کښې د ایران د شمال ختیځ په سبزوار ښار کښې نړۍ ته راغئ. آیت ا... سبزواري تر څوارلس کلنۍ پورې په خپل ښار کښې د اسلامي درسونو زده کړه پیل کړه او بیا یې د مشهد په مقدس ښار کښې دغو زده کړو ته دوام ورکړ. هغه څه موده پس په عراق کښې د نجف ښار ته روان شو څو وتوانیږي له اسلامي علومو او معارفو لا ډیره ګټه پورته کړي. آیت ا... موسوي سبزواري په دغه ښار کښې له تکړه او مشهورو عالمانو څخه له زده کړې وروسته، ډیر زر د اجتهاد لوړې درجې ته ورسید او کابو نیمه پيړۍ د فقهې، د فقهې د اصولو ، تفسیر او حدیث په زمینو کښې د نجف د علمیه حوزې یو ډیر تکړه مدرس او ښوونکئ ؤ. دا جلیل القدره عالم د حضرت امام خمیني(رح) مینه وال او د ایران د اسلامي انقلاب ملاتړئ ؤ. له آيت ا... سبزواري څخه ډیر تالیفات پرځائ پاتې دي چې له هغو څخه په شلو ټوکو کښې د (مواهب الرحمان في تفسیر القرآن)، په دوو ټوکو کښې د (مهذب الاحکام فی بیان الحلال والحرام) او په دوو ټوکو کښې (تهذیب الاصول) کتابونو نومونه اخیستلئ شو.
««««««««««««
دوه ویشت کاله پخوا، د دیارلس سوه درې اویایم هجري لمریز کال د زمري د میاشتې په پینځه ویشتمه نیټه، ایرانی پوه سید احمد فردید وفات شو. هغه په دولس سوه نهه اتیایم هجري لمریز کال کښې د ایران د مرکز په یزد ښار کښې وزیږید او لومړني درسونه او عربي او فارسي ژبې یې زده کړې. فردید شپاړس کلن ؤ چې تهران ته راغئ څو خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. هغه د لیسانس یا ګریجویشن ډګرۍ له ترلاسه کولو وروسته تدریس او ښوونه پیل کړه، خو په دیارلس سوه شپږویشتم لمریز کال کښې د لازیاتو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره فرانسې او جرمني ته لاړ او د خپلې خوښې وړ څانګې یعني په فلسفې کښې یې زده کړه پيل کړه. فردید ایران ته له راستانیدا وروسته په تیره بیا د جرمن فلاسفر هایدګر د فلسفې په لړ کښې ښوونه شروع کړه او یوشمیر آثار یې هم له ځانه پرځائ پریښودل. د هغه له کتابونو څخه (دیدار فرهي و فتوحات آخرالزمان) او (معادل های فارسي برخي اصطلاحات فلسفي) ته اشاره کولئ شو.
««««««««««««
او له ننه یوولس کاله پخوا، د دوه زره پینځم میلادي کال د اګست په پینځلسمه نیټه، صهیونیسټ رژیم د نیواکي فلسطین په لویدیځ کښې له غزې تړانګې شاتګ ته مجبور شو. دغه سیمه په نولس سوه اووه شپیتم میلادي کال کښې د صهیونیسټ رژیم او عربو د جنګ په بهیر کښې د دغه رژیم تر نیواک لاندې راغله. په نولس سوه درې نوېم میلادي کال کښې د پي ایل او او تل ابیب تر مینځ د سازباز تړون باوجود او د فلسطین کورواکه تشکیلات چې د غزې تړانګه باید تر خپل کنټرول لاندې ولري، پوځیان او صهیونیسټ میشته ښارګوټیو د غزې له خالي کولو ډډه وکړه. بالاخره د فلسطین د خلکو د پاڅون او د مسجدالاقصی د انتفاضه له امله چې مرکز یې غزه دی، د صیهونیسټ رژیم پوځ او صهیونیسټ میشته ښارګوټي د غزې له تړانګې وتلو ته مجبور شول.البته دغه رژیم پر غزې پوځي تیریو او د فلسطینیانو وژلو ته دوام ورکړ.
ژباړن: ذیشان حیدر بنګش