تاریخ پاڼه شماره ۱۵۰
نن د سه شنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د زمري د میاشتې شپږویشتمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اووه دیرشم هجري قمري کال د ذیقعدې د میاشتې له دیارلسمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د اګست د میاشتې له شپاړسمې نیټی سره برابره ده.
««««««««««««
شپږ سوه یو اویا کاله پخوا، د اوه سوه شپږ شپیتم هجري قمري کال د ذیقعدې په دیارلسمه نیټه، قطب الدین محمد بن محمدرازي وفات شو. هغه د ری په شا او خوا کښې په ورامین کښې و زیږید او لکه څنګه چې هملته لوئ شو، په رازي مشهور شو. قطب الدین د علامه ی حلي له لویو شاګردانو څخه ؤ. قطب رازي تر یوې مودې د سلطان ابو سعید او د هغه وزیر د خواجه غیاث الدین محمد په خدمت کښې ؤ او دوه کتابونه شرح شمسیه او شرح مطالع یې د هغه وزیر په نوم و لیکل. د سلطان ابو سعید له وفاته وروسته شام ته ولاړ او په دمشق کښې وفات شو. قطب الدین محمد بن محمد رازي د لومړني شهید استاد ؤ. لومړنی شهید د هغه په باره فرمایي: هغه د علم و ادب د لویانو تر مینځ ډیر اهمیت وموند او په منطق، حکمت او ادبي علومو کښې د خپل وخت له لویو پوهانو څخه شو. هغه، هغه سمندر دی چې تل او ژوره یې نه معلومیږي.
««««««««««««
څلور سوه نهه کاله پخوا، د یو زرو اته ویشتم هجري قمري کال د ذیقعدې میاشت په دیارلسمه نیټه، متکلم فقیه میرزا محمد استر آبادي وفات شو. میرزا محمد بن علی بن ابراهیم استر آبادي د شیعیانو له لویو عالمانو څخه دی. هغه په لومړیو کښې په نجف کښې اوسیده او وروسته مکی ته ولاړ. استر آبادي یې په هغو کسانو کښې بیان کړئ دی چې د حضرت صاحب الامر (عج) په مبارک خدمت کښې حاضر شوي دي. میرزا استر آبادي د رجال کتاب درې پړاؤنه توضیح المقال ، تلخیص الاقوال فی معرفة الرجال او منهج المقال تالیف کړي دي. دغه کتابونه د رجال تر ټولو ښې او بشپړې سرچینې دي او په همدی وجه میرزا د رجال په خاوند مشهور دی.
د رجال علم هغه علم دی چې د حدیث د راویانو د ځانګړنو او د هغو شرایطو او صفتونو په اړه بحث کوي چې د هغوئ د حدیثونو د منلو یا نه منلو لامل کیږي. په بله وینا، علم رجال هغه علم دی چې د حدیث د راویانو حالات او صفات له دې اړخه جاجوي چې د هغوئ د خبر په منلو یا نه منلو کښې اغیزمن دی.
««««««««««««
شپږ پنځوس کاله پخوا، د نولس سوه شپیتم میلادي کال د اګست په شپاړسمه نیټه، د قبرس ټاپو له کلونو کلونو نا آرامیو وروسته خپلواکي ترلاسه کړه . دغه ټاپو چې اوس په جمهوري حکومت سره اداره کيږي، په مدیترانې سمندرګي او د ترکیې هيواد په سویل کښې پرته ده او له نهه زره مربع کیلومټره زیاته پراختیا لري. دغه هیواد لرغونی تاریخ او په سیمه کښې مهم موقعیت لري. قبرس ډير وخت د ایران، روم، یونان، مصر او عثماني په شان امپراتوریو په واک کښې ؤ. خو په اتلس سوه اته ایایم میلادي کال کښې عثماني امپراتورۍ د برلین په غونډه کښې، د قبرس اداره بریتانیا ته ورکړه او په نولس سوه پینځه ویشتم میلادي کال کښې قبرس په رسمي ډول د انګلستان مستعمره شوه.
له هغه وخته یونانیان قبرس له دې امله چې د دغه ټاپو پینځه اویا سلنه نفوس جوړوي، پر یونان پورې د دغه ټاپو د تړلو غوښتونکي شول.
له دې وروسته په قبرس کښې سیاسي تاوتریخوالئ زیات شو او د دغه ټاپو د پارلمان د ړنګيدا لامل شو.
له بلې خوا د قبرس د لږکیو له حقوقو پر ملاتړ د ترکیې ټینګارونو حالات نور هم خراب کړل. بالاخره د قبرس د ترکانو او یونانیانو په موافقې سره، د دغه هيواد مسئله ملګرو ملتونو ته واستول شوه او په دې توګه دغه هيواد په نولس سوه شپیتم میلادي کال کښې خپلواکه شو. خو د قبرس خپلواکۍ د دغه ټاپو کړکیچ ختم نه کړ او ترکیې په نولس سوه څلور اویایم میلادي کال کښې د قبرس پر ټاپو په بریداو نیواک سره، دغه ټاپو عملا پر دوو، په شمال کښې ترک میشته او په سویل کښې یوناني میشته،سیمو وویشله.
««««««««««««
پینځه دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه شپیتم هجري لمریز کال د زمري د میاشتې په شپږویشتمه نیټه، د ایران د اسلامي جمهوریت د اهل سنتو مبارز عالم ملا صالح خسروي د انقلاب ضده عواملو په لاس شهید شو. ملا صالح خسروي د اهل سنتو هغه مبارز عالم ؤ چې د اسلامي انقلاب له بریالیتوبه په مخکښې کلونو کښې د پهلوي رژیم په خلاف او د اسلام او اسلامي وحدت د ساتنې لپاره راپورته شوئ ؤ او په دې لاره کښې یې د سنندج او تهران په جیلونو کښې ډیر بند او شکنجې وزغملې.
هغه د اسلامي انقلاب له بریالیتوبه وروسته، د انقلابي عالم په توګه یووالي او د انقلاب او د امام دفاع ته رابلونکئ ؤ او یوه شیبه یې هم د انقلاب ضدو عناصرو او غولیدلو ډلو له رسوا کونې او ایشوا کنې ډډه نه کوله. ملا صالح خسروي پخپل ژوند کښې پخپلې ژبې سره تل د امپریالیزم او د هغه د رذیلو کورنیو لوبتکو لکه د ډیموکراټ، کومله او منافقینو د خرڅ شویو ډلو رسوا کونکئ ؤ تر دې چې د سنندج په جامع جومات کښې د ماښام د آذان په وخت د انقلاب ضدو کینه ورو لخوا پرې ډزې وشوې او سره له خپل زوئ شهید شو.
««««««««««««
او له ننه شپږویشت کاله پخوا، د دیارلس سوه نهه شپیتم هجري لمریز کال د زمري د میاشتې په شپږویشتمه نیټه، د صدام رژیم په بند کښې د ایراني اسیرانو لومړنی ډله خپل وطن ایران ته راستانه شوه. د دواړو خواو د اسیرانو ازادول د ایران او عراق تر مینځ د سولې د ټينګښت لپاره د امنیت شورا د پینځه سوه اته نوېم پریکړه لیک د اجرا په لړ کښې یو مهم ګام ؤ. صدام چې د کویت د نیواک په وجه تر دباؤ لاندې ؤ، د الجزایر د نولس سوه پینځه اویایم سرحدي تړون له منلو وروسته، د اسیرانو آزادول او نړیوالو پولو ته بشپړه شاتګ هم ومنه. د ایران په خلاف د عراق د تپلي جنګ په اوږدو کښې او له هغه وروسته، ایراني اسیران د صدام د رژیم په ویرونکو کیمپونو کښې په ډیرو سختو او نه زغمل کیدونکو شرایطو کښې پراته وو او د دغه رژيم د مامورانو له شکنجو سره سره یې په انقلاب او د ایران د اسلامي جمهوريت په نظام باندې په عقیده کښې هیڅ ګډوډي رانه غله. په همدې وجه دغو اسیرانو ته د اسلامي انقلاب په کلتور کښې د (پتمنو) نوم ورکړئ شوی دی.
په عراق کښې د اسیرانو په کیمپونو کښې د غیرانساني شرایطو په اپوټه په اسلامي ایران کښې له عراقي اسیرانو سره د اسلامي او انساني اصولو په اساس چلند کیده. په همدې وجه کابواووه زره عراقي اسیران له هغوئ سره د ایران د ښه سلوک او هم په عراق کښې د صدام تر واکمنۍ لاندې د ساډوبونکې فضا په وجه د نړیوال سره صلیب په څارنې سره په ایران کښې پناهنده شول.
په ایران کښې د ایران په خلاف د عراق د تپلي جنګ د اسیرانو د لومړنی ډلې د آزادۍ د ورځې کلیزه چې په ټول هیواد کښې جشن او خوشالۍ وي، د پتمنانو د ورځې په توګه لمانځل کیږي.
مترجم: ذیشان حیدر بنګش