Aug 18, 2016 11:29 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۱۵۱

نن د چهارشنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د زمري د میاشتې اووه ویشتمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اووه دیرشم هجري قمري کال د ذیقعدې د میاشتې له څوارلسمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د اګست له اوولسمې نیټی سره برابره ده.

««««««««««««

یو زرو پنځوس کاله پخوا، د درې سوه اوه اتیایم هجري قمري کال د ذیقعدې په څوارلسمه نیټه، یو مسلمان خطیب او واعظ ابن سمعون په بغداد کښې وفات شو. هغه خپله زیاتره مشهورتیا په وعظ او خطبو کښې تر لاسه کړه، خو د حدیثونو د راغونډونې په لاره کښې یې ډیر تکلیفونه هم و زغمل او د هغو د اوریدلو لپاره یې ګڼ شمیر سفرونه وکړل. د ابن سمعون په ټولو آثارو کښې کولئ شو د الامالي کتاب ته اشاره وکړو. د دغه توانمن خطیب په ځائ پاتی  آثار تر اوسه په دمشق کښې د ظاهریه په کتابتون کښې ساتل کیږي.

ابن سمعون

 

««««««««««««

یو سلو درې څلویښت کاله پخوا، د دولس سوه څلور نوېم هجري قمري کال د ذیقعدې په څوارلسمه نیټه، یو توانمن مسلمان استاد او پوه آیت ا... ذوالنوري د ایران په شمال لویدیځ کښې په تبریز کښې و زیږید. هغه د ماشومتوب او ځوانئ پړاؤنه په خپل زیږنځائ کښې د دیني علومو او عربي ادبیاتو په زده کړو کښې تیر کړل او د مقدماتي علومو له ترسره کولو وروسته په عراق کښې د نجف علمیه حوزې ته ولاړ. هغه د اجتهاد د لوړې درجې له ترلاسه کولو وروسته بیا ایران ته ستون شو او له هغه وروسته یې د تدریس او تالیف کار ته مخه کړه او ډیر شاګردان یې و روزل چې  له هغو یو شمیر د اجتهاد درجو ته  ورسیدل. له دغه لوړ رتبه مسلمان پوهه، د قضا و شهادت او شرحي بر عروة الوثقی په شان آثار په یادګار پاتی دي.

آیت الله ذوالنوری

 

««««««««««««

پینځه نوي کاله پخوا، د دیارلس سوم لمریز کال د زمري میاشت په اوه ویشتمه نیټه، ستر فقیه آخوند ملا عبدالکریم ګزي وفات شو. آخوند ملا عبدالکریم بن مهدي ګزي په کابو دولس سوه درویشتم لمریز کال کښې د اصفهان په شا او خوا کښې په ګز سیمه کښې په یوې علم لرونکي کورنۍ کښې نړۍ ته سترګې رڼې کړې او مقدماتي زده کړې یې په اصفهان کښې ترسره کړې. هغه په نجف کښې د حاج میرزا حسین حاج میرزا خلیل په شان د مجاهد عالم د درس په محضر کښې علمي استفاده وکړه او د علم او اخلاق هغو لوړو درجو له ترلاسه کولو  وروسته اصفهان ته ستون شو. آخوند ګزي له هغی وروسته د اصفهان نیم آورد مدرسې ته ولاړ او د کلونو په اوږدو کښې پریمانو دانش زده کونکو د هغه له درسه استفاده وکړه. له هغو څخه ګڼ شمیر آثار په یادګار پاتی دي چې په اصفهان کښې د خاورو ته سپارل شویو کسانو د حال په شرحه کښې تذکره القبور او رساله در اصل دین او رساله در صیغ العقود له هغو څخه دي. آخوند ګزي له علمي مرتبو سربیره ، کله کله شعرونه هم ویل او مهدوي یې تخلص ؤ. دغه اصولي فقیه بالاخره د دیارلس سوم لمریز کال د زمري میاشت په اوه ویشتمه نیټه په اوه اویا کلنۍ کښې وفات شو.

 ملا عبدالکریم گزی

 

««««««««««««

شپږ اویا کاله پخوا، د دیارلس سوه نولسم لمریز کال د زمري میاشت په اوه ویشتمه نیټه، په کمال الملک مشهور یو نامتو اوسمهاله نقاش محمد غفاري د ایران په شمال ختیځ کښې په نیشابور کښې وفات شو. هغه د تهران په دارالفنون مدرسه کښې زده کړو ته مخه کړه او د نقاشي په زمینه کښې چې هنر ته یې علاقه درلوده، لوړ بریالیتوب ته و رسید. کمال الملک یوه موده وروسته د ناصر الدین شاه قاجار په دربار کښې په کار بوخت شو او ارزښتمن آثار یې خلق کړل. له یو سلو اویاؤ زیاتې ښکلي لوحې په دغه دور کښې د کمال الملک له کارونو څخه دي. د نامتو ایرانی هنرمند د خپل هنر  د اطلاعاتو د بشپړولو لپاره اروپا ته سفرونه وکړل. هغه ایران ته له راستانیدا وروسته، هنر مند شاګردان و روزل. کمال الملک د رضا خان د قدرت ته په رسیدا سره د هغه او د هغه د زوئ د څیرې له انځورولو ته ډډې کولو په خاطر د نیشابور په خوا کښې یوه کلي ته جلاوطن کړئ شو او د عمر تر پائ پورې هملته پاتی شو. د دغه ایراني ارزښتمن استاد او هنرمند نقاش مړئ د ستر حکیم د عطار نیشابوري د مزار په څنګ کښې په یوه ښکلي باغ کښې ښخ دی. د کمال الملک په مهمو آثارو کښې کولئ شو د میدان کربلا، تالار آئینه، شکار چي، باغچه او حوض ګلستان لوحو ته اشاره وکړو.

کمال الملک

 

««««««««««««

اووه دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه اته پنځوسم لمریز کال د زمري په اوه ویشتمه نیټه، د ایران په لویدیځ کښې د سرحدي ښار د پاوی  د نیواک او کلابندی د ختمولو لپاره د امام خمیني (رح) حکم صادر شو. د اسلامي انقلاب له بریالیتوب پسی، د انقلاب پر ضد یو شمیر ډلګیو د پردیو له ملاتړ سره د ایران په ګوټ ګوټ کښې ګډوډئ رامینځته کړې. دغه ډلګئ په کردستان کښې تر ټولو فعالې وې او حتی د ایران له خاورې یې د دغه برخې د ویشلو اراده درلوده. د دیارلس سوه اته پنځوسم لمریز کال د زمري په درویشتمه نیټه، په عین حال کښې چې د انقلاب د بریالیتوب کابو شپږ میاشتې په تیریدا وې، انقلاب ضده عواملو په کرد میشته ښار په پاوی حمله وکړه چې د اولسي او انقلابي ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شول. خو دښمن چې د پردیو له ملاتړه برخمن ؤ، اراده درلوده چې په هر ډول دغه مهم او سټراټیجیک ښار و نیسي او د پریمانو غمیزو له ترسره کولو سره تر یوه حده په دی کار کښې بریالي شول. خو د امام خمیني (رح) د حکم په صادریدا سره خلک او پوځي ځواکونه په چټکتیا سره د پاوی ښار ته وراغل او له قدرت سره یې دغه ښار د انقلاب ضده پییلو او عواملو له وجوده پاک کړ.

ډاکټر چمران

 

««««««««««««

او له ننه اته ویشت کاله پخوا، د نولس سوه اته اتیایم  میلادي کال د اګست په اوولسمه نیټه، د پاکستان پخوانی ولسمشر جنرال محمد ضیاء الحق د الوتکې د غورځیدو په پیښه کښې ووژل شو.  هغه په ځوانۍ کښې پوځ ته لاړ او د خپل عمر ستره برخه یې په پوځ کښې تیره کړه. ضیاءالحق د نولس سوه اووه اویایم میلادي کال د جولایي په پینځمه نیټه، د پاکستان  د هغه وخت د وزیراعظم  ذوالفقار علي بوټو د حکومت په خلاف له پوځي کودتا وروسته د چارو واګې په لاس کښې واخیستې. ضیاء الحق د قدرت له ترلاسه کولو وروسته له نړیوالو غوښتنو باوجود د نولس سوه نهه اویایم میلادي کال په اپریل کښې ذوالفقار علي بوټو پانسي کړ، د پاکستان زیاتره ګوندونه یې مات او ړنګ کړل او په سیاسي فعالیتونو یې قدغن ولګوه.

ضیاءالحق په پاکستان کښې د چورلټ قدرت په لاس کښې اخیستو سره دا هیواد د لویدیځ بلاک په لور ټيل  وهه او هغه یې په سیمه کښې د امریکې په یو ایجنټ بدل کړ، دا شان چې څو پوځي اډې یې د امریکایانو په واک کښې ورکړې. ضیاء الحق د کودتا په وخت ژمنه کړې وه چې په دریو میاشتو کښې به د آزادو انتخاباتو په کولو سره د حکومت چارې د پارلیمان غوره کړي حکومت ته وسپاري خو څه باندې یولس کاله یې په پاکستان باندې په پوره قدرت او تشدد سره حکومت وکړ.

هغه په هیواد کښې ډیر مخالفان لرل چې د ذوالفقار علي بوټو لور بینظیر بوټو پکښې ترټولو مهمه وه.

جنرال ضیاء الحق بالاخره له پنجاب صوبې نه اسلام آباد ته د تګ په وخت د هوايي پیښې ښکار شو او د نولس سوه اته اتیایم میلادي کال د اګست په اوولسمه  نیټه، سره له  خپلو نهه ویشتو ملګرو په څلور شپیته کلنۍ کښې ووژل شو.

جنرال ضیاء الحق

 

 

ژباړن: ذیشان حیدر بنګش

 

ټیګونه