تاریخ پاڼه شماره ۱۵۲
نن د پنج شنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د زمري د میاشتې اته ویشتمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اووه دیرشم هجري قمري کال د ذیقعدې د میاشتې له پینځلسمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د اګست له اتلسمې نیټې سره برابره ده.
««««««««««««
نهه سوه اووه دیرش کاله پخوا، د پینځه سوم هجري قمري کال د ذیقعدې میاشت په پینځلسمه نیټه، یو لوئ مسلمان لغت پیژاندی او پوه ابن فاخر په بغداد کښې وفات شو. هغه په ځوانئ کښې مکی او یمن ته ډیر سفرونه وکړل او د هغه وخت له عالمانو څخه یې دانش ترلاسه کړ او بالاخره په لغت او حدیث کښې د استادئ مقام ته و رسید. د ابن فاخر د لیکلو روده پر ویاړمن نثر ولاړ او له لفظي سنایو خو فصیح او روښانه رودو سره اخښلئ ؤ. د ابن فاخر په ټولو اثارو کښې کولئ شو د جواب المسایل کتاب ته اشاره وکړو.
««««««««««««
درې شپیته کاله پخوا، د دیارلس سوه دوه دیرشم هجري لمریز کال د زمري د میاشتې په اته ویشتمه نیټه، په ایران کښې د ډاکټر محمد مصدق د حکومت پر ضد امریکايي کودتا و شوه او په دې پسې محمد رضا پهلوي بیا په هیواد کښې قدرت ترلاسه کړ. دغه کودتا چې د امریکا د استخباراتي ادارې سی ائي اې په وسیله او د انګلستان په ملګرتیا سره پلان شوې وه ،په ولسي اوسیاسي ځواک کښې له تفرقې څخه په ناسمې استفادې او په ایران کښې د تاؤ تریخجنې فضا په رامینځته کولو سره وتوانیده، د ډاکټر مصدق حکومت نسکور کړي او باچا چې درې ورځې مخکښې ایټالیا ته تښتیدلئ ؤ یو ځل بیا ایران ته راستون کړي. له دغو بوږنونکو پيښو وروسته د ایران مسلمان ولس توانیدلئ ؤ، د ایران د تیلو له صنعته د انګلستان د لاسونو په غوڅولو سره د ایران تیلي صنعت ملي اعلان کړي. خو د تیلو د صنعت د ملي کولو غورځنګ د مذهبي او ملي ځواک په مشرانو کښې د اختلاف د رامینځته کیدا په دلیل کمزورئ شو. په دغه شان وضعیت کښې د تهران پوځي قوماندې د هر ډول مظاهرو کول منع اعلان کړل. خو یو شمیر لنډيغر کسان چې له مخکښې منظم شوي وو، واټونو ته راووتل او د باچا له هغو پوځیانو سره یو ځائ يې چې متروکې ورسره وې، مظاهره وکړه او پر حکومتي مرکزونو او ارګارنونو يې حملې وکړې. په دغه وخت کښې د پوځي کودتا یونټونو هم د تهران ښار حساسې سیمې کلابندې کړې او د امریکا سره اړونده یوه پوځي زاهدي ولس ته د ریډیو له لارې د مصدق د حکومت نسکوریدا او په صدراعظمۍ دخپل ځان منصوبیدا اعلان کړه. دغه کودتا په ایران کښې د امریکا او انګلستان په ملګرتیاسره وشوه او له دې وروسته ایران په مستقیم ډول د امریکا د استکباري رژیم تر نفوذ لاندې شو. له دې کودتا وروسته محمد رضا پهلوي د امریکا په ملاتړ سره په ایران کښې یو خورا مستبد او ظالم رژیم ټینګ کړ .دغه وضعیَت دوام درلود تر دې چې د باچا رژیم په ضد د حضرت امام خمیني (رح) غورځنګ د نولس سوه نهه اویایم میلادي کال په فرورۍ کښې بریالئ شو او د سیمې یو خورا مستبد او دیکټاټور رژیم نسکور شو. په دې ډول ایران یعني د امریکايي سلاکارانو ځاله، د امریکا له سلطه غوښتنې سره د مبارزې او له استکبار سره د مقابلې لپاره په یوې بیلګې بدل شو.
««««««««««««
اته دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه اووه پینځوسم هجري لمریز کال د زمري د میاشتې په اته ویشتمه نیټه، د پهلوي رژیم د تالي څټو په وسیله د آبادان د رکس سینما بوږنونکئ اور رامینځته شو. د آبادان په رکس سینما کښې په دغه قصدي اوورلګونې غمیزې کښې چې د پهلوي د ظالم رژیم د ساواک د عواملو په لاس د ایران د ولسي اسلامي انقلاب د بدنامولو لپاره لګول شوئ ؤ،درې سوه اووه اویا کسان په ډير بوږنونکي ډول ووژل شول. په دغه اور لګیدنې کښې د سینما نندارچیانو چې په هغه ورځ کابو اووه سوه کسان وو، له غمیزې د تیښتې لپاره سترو دروازو په لور منډې کړې خو دروازې بندې وې او خلکو د دغې غمیزې عامل باچا رژیم باله.
په نولس سوه اته اویایم او نولس سوه نهه اویایم میلادي کلونوکښې د پيښو لړۍ د نولس سوه نهه اویایم میلادي کال په فرورۍ کښې د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب لامل شوه. د دغې لړۍ یو ه پيښه چې د باچا پر جنایتونو يې د ولس غوسه لازیاته کړې، د آبادان د رکس سینما پيښه وه.
««««««««««««
او له ننه دوه دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه درې شپیتم هجري لمریز کال د زمري د میاشتې په اته ویشتمه نیټه، د ایران یوه اوسمهاله څيړانده او بیکټیریا پيژانده میرمن ډاکټر آذر اندامي وفات شوه. آذر اندامي په دیارلس سوه پینځم هجري لمریز کال کښې د رشت ښار د ساغریسازان په کوڅې کښې زیږیدلې وه. هغه دکورنۍ یوازینۍ جینۍ او څلورم اولاد ؤ. ابتدايی زده کړې يې د رشت د انجونو په ابتدايي ښونځي کښې په یوه کال مخکښې مرحلې سره پائ ته ورسولې. په دیارلس سوه څلور ویشتم هجري لمریز کال کښې له پوهنځي فارغ التحصیل شوه او په دیارلس سوه پینځه ویشتم هجري لمریز کال کښې د کلتور وزارت لخوا وګمارل اومعلمه شوه. په دیارلس سوه نهه ویشتم هجري لمریز کال کښې او د کار په وخت يې په متفرقه امتحان سره طبیعي ډيپلومه ترلاسه کړه. همداراز هغې په دیارلس سوه یو دیرشم هجري لمریز کال کښې د تهران پوهنتون په کنکور کښې په ګډون سره د دغه پوهنتون د طب په څانګې کښې ومنل شوه. په دیارلس سوه اووه دیرشم هجري لمریز کال کښې د طب په برخه کښې د پي ایچ ډي په ترلاسه کولو بریالۍ شوه او سملاسي یې د میرمنو او زیږون د برخې د تخصص د مرحلې په ترسره کولو لګیا شوه. د تخصصي پړاؤ له ختمیدا وروسته د روغتیا وزارت ته منتقله شوه او په نهایت کښې په پاستور انسټيټیوټ کښې په کار لګیا شوه. هغه له یوې مودې وروسته د پاستور انسټيټیوټ له تعلیمي سکالرشپ څخه په استفادې سره پاریس ته لاړه او په دیارلس سوه شپږ څلویښتم هجري لمریز کال کښې د باکټریالوژۍ د ګواهینامې په ترلاسه کولو بریالۍ شوه. هغه په دیارلس سوه درې پنځوسم هجري لمریز کال کښې د بالیني ازمیښت ځائ څخه د علومو د تخصصي مدرک په ترلاسه کولو بریالۍ شوه. هغه همداراز په دیارلس سوه اووه پنځوسم هجري لمریز کال کښې ریټایرډ شوه .
له ریټائرمنټ وروسته لکه څنګه چې يې په کور کښې کیناستل نه خوښول، بهر روغتون ته لاړه او هلته يې د طبي تشخیص د ازمیښتځائ مشري په غاړه واخیسته. له یوې مودې وروسته د حسام السلطنه په واټ کښې د خپل خاوند ډاکټر خلعتبري په کلینک کښې د میرمنو او د زیږون د ناروغیو په درملنې لګیا شوه. ډاکټر آذر اندامي چې یوه انسان دوسته ایرانۍ ډاکټره وه، بالاخره له زیاتو هلوځلو او څيړنو وروسته، د دیارلس سوه درې شپیتم هجري لمریز کال د زمري د میاشتې په اته ویشتمه نیټه، د سږي د ناروغۍ له امله مړه شوه خو نامه يې د ایران په تاریخ کښې تل پاتې ده.
ژباړن: ذیشان حیدر بنګش