تاریخ پاڼه شماره ۱۵۳
نن د جمعې مبارکه ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د زمري د میاشتې نهه ویشتمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اووه دیرشم هجري قمري کال د ذیقعدې د میاشتې له شپاړسمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د اګست د میاشتې له نولسمې نیټی سره برابره ده.
««««««««««««
یو زرو یو سلو یوولس کاله پخوا، د درې سوه شپږ ویشتم هجري قمري کال د ذیقعدې د میاشتې په شپاړسمه نیټه، د آل بویه د باچايۍ لړۍ یو مشهور وزیر اسماعیل بن عباد په یوې ایرانۍکورنۍکښې وزیږید. هغه د وخت د دودو علومو له ترلاسه کولو او په دغو څانګو کښې د عربو ادبیاتو له دقیقې مطالعې وروسته استاد شو. ابن عباد د فارسي او عربي ادبیاتو ته د ډيرې ګروهنې له امله، شاعران او ادیبان راغونډول او له هغوئ سره يې بحث او خبرې کولې او هغوئ يې هڅول. د ایراني ادب سره له دغه مینه لرونکي وزیر څخه د شعرونو یو دیوان او څو کتابونه هم په یادګار پاتې دي.
««««««««««««
درې سوه څلور پنځوس کاله پخوا، د شپاړس سوه دوه شپیتم میلادي کال د اګست په نولسمه نیټه، د کیلکولیټر یا د حساب د ماشین ایجادونکئ او تکړه فرانسوي ریاضي پوه او لیکوال بلیز پاسکل مړ شو. هغه د شپاړس سوه درویشتم میلادي کال په جون کښې زیږیدلئ ؤ او له ماشوموالي يې له ریاضیاتو سره ډيره ګروهنه درلوده. همداراز د هغه وخت له پوهانو سره د پاسکل د پلار نزدې مرګتیا او اړیکو، په دغه علم کښې د پاسکل د نبوغ او وړتیاؤو په کشفونې کښې ډيرې اغیزې درلودې. پاسکل د عمر په وروستیو کښې مذهب ته مخه کړه او په دې زمینه کښې يې یو لړ کتابونه هم لیکلي دي.
««««««««««««
یو سلو اووه نوي کاله پخوا، د اتلس سوه نولسم میلادي کال د اګست په نولسمه نیټه، د انګلستان یو نامتو پوه جیمز واټ مړ شو. د سکاټلینډ نوښتګر جیمز واټ چې زیاتره د بخار د ماشین یا انجن د ایجادونکي په توګه یادیږي، د صنعتي انقلاب یوه اصلي څیره ده. هغه له هماغه پیله د علمي مسئلو په باب له څيړنو او مطالعې سره مینه درلوده. په دغه وخت کښې، یوه علمي مرکز له جیمز واټه وغوښتل څو د بخار یا بړاس یو ماشین چې بې کاره ؤ، جوړ کړي او وئ کاروي. د دغه ماشین یا انجن د جوړولو په وخت واټ د بخار یا بړاس په ډير زیات قدرت هم پوه شو او په دغه آلې کښې يې له دغه ځواکه استفاده وکړه. هغه په ډيرو هلوځلو سره د بړاس د لومړني ماشین نیمګړتیاوې لیرې کړې او نوي آله يې ایجاد کړه چې د بخار یا بړاس د اینجن بڼه يې درلوده. له دې وروسته، جیمز واټ یو ځل بیا پخپل ماشین یا اینجن کښې ډير زیات اصلاحات وکړل او بشپړ يې کړ. له دې امله په نړۍ کښې هغه د بړاس د انجن د نوښتګر په توګه مشهور شو. وروسته د بړاس له انجننه په استفادې سره، د کشتیو او لوکوموټیو انجن د حرکت ځواک برابر شو او د ټرانسپورټ په صنعت کښې یو لوئ بدلون رامینځته شو. جیمز واټ بالاخره د اتلس سوه نولسم میلادي کال د اګست په نولسمه نیټه، په درې اتیا کلنۍ کښې مړ شو.
««««««««««««
اته ویشت کاله پخوا، د دیارلس سوه اووه شپیتم هجري لمریز کال د زمري په نهه ویشتمه نیټه، امریکا په دیارلس سوه اووه شپیتم هجري لمریز کال په زمري میاشت کښې د ایران پر سوارلي الوتکې په حمله کښې خپله غلطي ومنله. د دیارلس سوه اووه شپیتم هجري لمریز کال د زمري په دولسمه نیټه، د ایران د ایئر بس سوارلئ الوتکه چې له بندر عباسه دبئ ته تله، د فارس خلیج د سمندر په سر او له هنګام ټاپو سره نږدې د فارس خلیج په اوبو کښې د امرکایي تیریګرو سمندري خواکونو تر یرغل لاندې راغله او نسکور کړئ شوه. په دغه الوتکه کښې چې د لوئ جنایتګر شیطان او تیریګرو ځواکونو لخوا د وینسنس جنګي بیړۍ په توغندي سره وویشتل شوه، دوه سوه اته نوي مسافران او خدمتګاران سواره وو چې هغه ټول ښځې او نر او ماشومان او ځوانان او سپینږیري په دغه جنایت کښې شهیدان شول. په دغه الوتکه کښې شپږ شپیته ماشومان چې له دیارلسو کالو واړه وو، درې پنځوس ښځې او شپږ څلویښت کسان له بهرني هیوادونو هم سواره وو چې ووژل شول. په فارس خلیج کښې د امریکې د تیریګرو پوځیانو په وسیله د ایران د سوارلۍ الوتکې له نسکوریدا او پکښې د دوه سوه کسانو له وژلې کابو پینځه څلویښت ورځې وروسته، د امریکې حکومت په داسې حال کښې دغه حمله اشتباه وبلله چې له دی مخکښې یې د امریکایي تیریګرې بیړۍ قومندان ته د زړه ورتیا او لیاقت میډال ورکړئ ؤ.
««««««««««««
او له ننه نهه کاله پخوا، د دیارلس سوه شپږ اتیایم لمریز کال د زمري میاشت په نهه ویشتمه نیټه، یو ایرانی پوه روحاني او شاعر محمد حسین بهجتي وفات شو. حاج شیخ محمد حسین بهجتي اردکاني چې تخلص یې شفق ؤ، په دیارلس سوه څوارلسم لمریز کال کښې و زیږید. هغه له اوه کلنۍ د هغه وخت په مدرسو کښې د پوهې او علم زده کړې پیل کړې او په دیارلس سوه یو دیرشم لمریز کال کښې د ملا محمد حائري په هڅولو قم ته ولاړ او د آیت ا... العظمی بروجردي په خان مدرسه فیضیه او حجتیه کښې استوګن شو. شیخ محمد حسین بهجتي دغو درسونو سره سم دتاریخ او حدیث او انګریزی ژبه یې تر یوه حده زده کړه. د یزد دغه قدرمن عالم د آیت ا... هاشمي رفسنجاني، مسعودی خمیني او د معظم مشر د آیت ا... العظمی خامنه ای په شان له لویانو سره د بحثونو او درسونو ملګری ؤ. هغه همداراز د حضرت امام خمیني (رح) او حضرت آیت ا... سید روح ا... خاتمي له شاګردانو څخه او د شفق په تخلص سره د اسلامي انقلاب د شعرونو لومړنې شاعر ؤ چې د قم په علمیه حوزې کښې له کلونو هڅو او په تهران کښې د اردکانيانو دمسجدالرسول په جومات کښې د جمعې له امامت ، د سپاه په خپرندویه برخه کښې د کلتوري چارو له ترسره کولو، د قم په سپیڅلي ښارکښې د آیت ا... مصباح یزدي په بلنه د فارسي او عربي ژبو له تدریس، د ایران د یزد د جمعې د امامت او د حضرت امام د نمایندګئ د مسئولیت له منلو وروسته د ارواښاد آیت ا... خاتمي لخوا د اردکان د جمعې د لمنځه د امام په توګه و ټاکل شو. شیخ محمد حسین بهجتي بالاخره د دیارلس سوه شپږ اتیایم هجري لمریز کال د زمري میاشت په نهه ویشتمه نیټه د دوشنبې په ماښام د زړه ناروغئ په وجه په درې اویا کلنۍ کښې وفات شو.
ژباړن: ذیشان حیدر بنګش