تاریخ پاڼه شماره ۱۵۴
نن د شنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د زمري د میاشتې دیرشمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اووه دیرشم هجري قمري کال د ذیقعدې د میاشتې له اوولسمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د اګست د میاشتې له شلمې نیټی سره برابره ده.
««««««««««««
د ایران په تاریخ پاڼه کښې د زمري د میاشتې دیرشمه نیټه د بحارالانوار د لوئ کتاب د خاوند د یوه ایراني پوه علامه محمد باقر مجلسي د درنښت ورځه نومول شوي ده. د علامه محمد باقر مجلسي پلار محمد تقي مجلسي د شیخ بهایي له لوړو شاګردانو څخه ؤ او په اسلامي علومو کښې د خپل وخت په سرخیلو کښې ګڼل کیده. علامه محمد باقر مجلسي درس او بحث په څلور کلنۍ کښې له خپل پلار څخه پیل کړل او د هغه زیات نبوغ تر دی حده ؤ چې په څوارلس کلنۍ کښې یې د اسلام ستر پوه او فیلسوف له ملا صدرای شیرازي څخه د معصومو امامانو او د پیغمبر اکرم (ص) د حدیثونو د روایت اجازه واخیسته. د علامه محمد باقر مجلسي د درس له مکتبه ګڼ شمیر شاګردانو استفاده وکړه. علامه مجلسي په دې حال کښې له خپل ځان سره داسی سوچ وکړ چې داهل بیت هغه ګرانبیې مرغللې چې یې راغونډې کړي دي، د بحارالانوار په نوم په یوه ښکلي چوکاټ کښې ځائ کړي څو نه یوازی طلباء بلکه ټول مینه وال د زړونو د قبلې یعني د اهل بیت د کلام په لور لار ښونه کړئ شي. له دی اړخه یې لوئ کار ته لاس واچاوه او د تشیع د دغه لوړ دایره المعارف لیکنه یې پیل کړه. په یو سلو لسو ټوکو کښې د دغه لوړ شیعه محدث د پیغمبر (ص) د کورنۍ په ارزښتمنو حدیثونو شامل دبحارالانوار لوئ کتاب ترټولو ستر او تل پاتی کتاب ګڼل کیږي. همداراز په فارسي ژبه کښې حق الیقین، عین الحیاه، مشکوه الانوار او په عربي ژبه کښې شرح اربعین، مراه العقول او رساله فی الاوزان د دغه ستر عالم له نورو آثارو څخه دي.
««««««««««««
یو زرو دوه سوه اته پنځوس کاله پخوا، د یو سلو نهه اویایم هجري قمري کال د ذیقعدې د میاشتې په اوولسمه نیټه، اووم معصوم پیشوا حضرت امام موسی کاظم (ع) د عباسي ظالم خلیفه هارون الرشید په حکم له مدینی څخه عراق ته جلاوطن شو. ویل کیږي هغه حضرت د یو سلو نهه اویایم هجري قمري کال د ذی الحجې په اوومه نیټه، هغه ښار ته داخل شو او زندان ته ولیږل شو. امام یوه موده د بصرې واکمن عیسی بن جعفر په زندان کښې ؤ خو هغه هارون ته یو لیک ولیکه او ویې غوښتل چې هغه حضرت یو بل کس ته وسپاري ځکه چې په دې ټوله موده کښې د هغه حضرت پر ضد یو سند هم نه دئ موندل شوی. هارون هم امام بغداد ته جلاوطن کړ او له خپل وزیر فضل بن ربیع یې غوښتنه وکړه چې هغه حضرت شهید کړي خو هغه ونه منله. بالاخره سندي بن شاهک د عباسي دربار وزیر د یحیی بن خالد برمکي په حکم او د هارون په غوښتنه حضرت امام موسی کاظم (ع) شهید کړ.
««««««««««««
پینځه سوه دوه کاله پخوا، د اته سوه درې نوېم هجري لمریز کال د زمري د میاشتې په دیرشمه نیټه، د چالدوران تاریخي جنګ چې د ایران او عثماني د تاریخ له لویو جنګونو څخه دی، د ایران په شمال لویدیځ کښې د تبریز او خوی تر مینځ په همدی نوم په یوې دښته کښې رامینځته شو. دغه جنګ د شاه اسماعیل صفوي او د سلطان سلیم عثمانی د ځواکونو تر مینځ رامینځته شو او د زړه ورو ایراني ځواکونو باوجود، د عثماني پوځ د زیاتو وسلو په وجه بریالئ شو.
««««««««««««
یو سلو څلورویشت کاله پخوا، د دیارلس سوه دیارلسم هجري قمري کال د ذیقعدې میاشت په اولسمه نیټه، ناصر الدین شاه قاجار د تهران په جنوب کښې د حضرت عبدالعظیم په حرم کښې د میرزا رضا کرماني په وسیله ترور شو. ناصر الدین شاه قاجار د محمد شاه له مرګ وروسته په شپاړس کلنۍ کښې قدرت ته ورسید او تر پنځوسو کالو مودې پورې د ایران باچا پاتی شو. د ناصر الدین شاه قاجار د باچاهي په اوږدې مودې کښې په ایران کښې له لوړو ژورو ډک بدلونونه رامینځته شول. د ایران په حکومتي جوړښت کښې د اصلاحاتو بنسټګر امیرکبیر قدرت ته له رسیدا وروسته د ناصر الدین شاه لومړنی صدراعظم ؤ. امیر کبیر هم د باچا په شا او خوا کښې د هغه د بد غواړو او په انګلستان حکومت پورې د پییلو په دسیسې او د ناصر الدین شاه په لاس لیک سره و وژل شو. بالاخره د ایران اصلاح غواړي او ستر مبارز روحاني سید جمال الدین اسد آبادي یوه شاګرد میرزا رضا کرماني د ناصر الدین شاه د باچاهي د پنځوسمې کلیزې د جشن د پیلیدا په درشل کښې د حضرت عبدالعظیم حسني په زیارت د څو مرمیو په ویشتلو سره د قاجار شپږ شپیته کلن باچا عمر ختم کړ. له ناصر الدین شاه وروسته، د هغه پینځه څلویښت کلن زوئ مظفر الدین شاه چې تر څلویښتو کالو پورې د ناصر الدین شاه ولیعهد ؤ، قدرت ته ورسید.
««««««««««««
یو سلو اووه کاله پخوا، د نولس سوه نهم میلادي کال د اګست په شلمه نیټه، یو هندي ایران پیژاندی خورشيد جي کاما وفات شو. د میخي خط پیژندنې او د پهلوي په ادبیاتو او ژبه کښې ماهر او د هند مشهور پارسي ایران پیژاندی خورشید جي رستم جي کاما د اتلس سوه نهه ویشتم میلادي کال د نومبر په یولسمه نیټه د هندوستان په بمبئی ښار کښې و زیږید. هغه په هند کښې د خپلو مقدماتي زده کړو له بشپړولو وروسته اروپا ته سفر وکړ او فرانسوي، جرمني ، پهلوي او اوستايي ژبې او د میخي خط یې زده کړ. کاما په همهغه وخت کښې د سانسکریت او ایرانی ژبو دستور او د ګرامر د تطبیق کار تر سره کړ. هغه هند ته له راستانیدا وروسته په پوهنتوني زده کړو کښې د پهلوي ژبی په رسمي توګه د رامینځته کولو لپاره پریمانې هڅې وکړې او بالاخره بریالئ شو چې دغه ژبه د ژبې په څانګه کښې پوهنتون او له پوهنتونه لوړو پړاؤنو ته د داخیلیدو په امتحان کښې رسمي کړي. کاما همداراز د لرغوني ایران د نړۍ په عقلي علومو کښې پریمان مهارت وموند او تدریس ته یې مخه کړه. کاما له ادبیاتو سربیره د بوټي پیژاندي، کیمیا، ستورپیژاندي او اجتماعي علومو کښې هم مهارت درلود او د یو تکړه ویناوال په توګه د ځانګړي کلامي نفوذه برخمن ؤ. خورشید جي رستم جي کاما بالاخره د نولس سوه نهم میلادي کال د اګست میاشت په شلمه نیټه په اتیا کلنۍ کښې وفات شو.د کاما له مرګه اووه ویشت کاله وروسته د ختیځ پیژاندنې په موضوع سره یوه موسسه د هغه په نوم جوړه شوه چې نن ورځ د یوه اوچت تحقیقاتي مرکز په توګه عالمان او پوهان ترې استفاده کوي او د ضرورت په وخت کښې ورته مراجعه کوي.
««««««««««««
او له ننه یو سلو دوه کاله پخوا، د نولس سوه څوارلسم میلادي کال د اګست په شلمه نیټه، د بیلجیم پلازمینه بروکسیل د جرمني ځواکونو په لاس ونیول شوه. دا لومړنی پلازمینه وه چې د لومړني نړیوال جنګ په بهیر کښې د جرمن پوځ له لوري و نیوئ شوه. د بیلجیم د بی طرفی اعلان باوجود، جرمنیانو د نولس سوه څوارلسم میلادي کال د اګست له څلورمې نیټی د لیژ پر پوځي استحکاماتو چې بیلجیم ته د جرمني پوځ د ننوتلو په لار کښې یو لوئ خنډ ؤ، حمله وکړه او د اګست په شلمه نیټه یې بروکسیل و نیوه.
ژباړن: ذیشان حیدر بنګش