تاریخ پاڼه شماره ۱۵۵
نن د یکشنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د زمري د میاشتې یو دیرشمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اووه دیرشم هجري قمري کال د ذیقعدې د میاشتې له اتلسمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د اګست د میاشتې له یویشتمې نیټی سره برابره ده.
««««««««««««
د زمري د میاشتې یو دیرشمه نیټه چې د اګست له یویشتمې نیټی سره برابره ده، د جومات د نړیوالی اونۍ د پیلیدا ورځ ده.
له دیارلس سوه دوه اتیایم لمریز کاله، د ایران د اسلامي ارتباطاتو او د کلتوري ادارې په وړاندیز او د تهران په غونډه کښې د اسلامي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له تصویب سره د جومات نړیواله اونۍ د زمري له دیرشمه نیټه د اسرائیل د صیهونیسټ رژیم لخوا د مسجد الاقصی د سوزونې له کلیزې سره ترسره کیږي. په دغه غونډه کښې له غړیو هیوادونو وغوښتل شول چې د جوماتونو درول په قدرونې او د سپیڅلو ځایونو په توګه له هغو څخه په ساتنې سره د دغې ورځې په لمانځنه کښې هڅه وکړي. د جومات د اونۍد لمانځنې لپاره د مناسبو بیلګو وړاندی کول، د جوماتونو د اړتیاوو او غوښتنو بیانول، د جوماتونود تیر او اوسني وضعیت څیړنه، د دین او دولت تر مینځ په تعامل کښې د جوماتونو د رول څیړنه او د جمعې د لمانځه دکامیابو امامانو معرفي او قدرونه له هغو موضوګانو څخه دي چې په دی اونۍ کښې بیانیږي. د جومات سپیڅلتیا او عظمت او په جوماتونو کې د فعال ځواکونو د تکریم بیانول، د جوماتونو د معنوي او فیزیکي جوړونې او آبادونې ته پام لرنه، د جومات د کلتوري پروګرامونو د محتوا د ښه کولو لپاره هڅې او د دغو مبارکو ځایونو د متولیانو ترمینځ د غږملتیا رامینځته کول هم په کار دي، په دغه اونۍ کښې د پام وړ و ګرځي.
««««««««««««
څلور شپیته کاله پخوا، د دیارلس سوه درې اویایم هجري قمري کال د ذیقعدې میاشت په اتلسمه نیټه، یو لوئ مسلمان ادیب او عالم آیت ا... شیخ محمد حسین کاشف الغطاء وفات شو. هغه د فقې او د فقې د اصولو لوړ درسونه د خپل وخت له لویو استادانو څخه زده کړل او د کلام، فلسفی او حدیث په علومو کښې ډیره پوهه ترلاسه کړه او په دیني علومو کښې پر توانمنئ سربیره په شعر ویلو کښې یې هم مهارت درلود او په دغه زمینه کښې یې د شعرونو دیوان په یادګار پریښود. دغه لوئ مسلمان دانشمند له ځوانئ څخه په حق غواړو سیاسي مبارزو کښې فعال ګډون درلود او د انګلستان له استعمار سره په مبارزې کښې یې اغیزمن رول ولوباوه. له کاشف الغطاء څخه له اتیاؤ زیات اثار په یادګار پاتی دي چې پکښې د الفردوس الاعلی، الایات البینات او السیاست الحسینیه کتابونو ته اشاره کولئ شو.
««««««««««««
اووه پنځوس کاله پخوا، د نولس سوه نهه پنځوسم میلادي کال د اګست د میاشتې په یویشتمه نیټه، په سینټو مشهور د مرکزي تړون موسسه، د ایران، ترکیې، پاکستان او بریتانیا په ګډون په انقره کښې جوړه او د بغداد تړون ځائ یې ونیوه. که څه هم امریکا په رسمي توګه د سینټو تړون غړې نه وه او د هغو په ناستو کښې یې د کتونکي یا ناظر په توګه برخه اخیستله، خو عملا یې د دغه تړون په ټولو پریکړو کښې لاسوهنه کوله او اغیزمن رول يې درلود. په حقیقت کښې د سینټو تړون، د پخواني شوروي پر وړاندې د لویدیځ د مرکزي پوځي سیسټم حلقه وه او په لویدیځ کښې د ناټو او په ختیځ کښې د سیټو تړونونه یې له یو او بل سره نښلول.
د اسلامي انقلاب له بریالیتوبه او په نولس سوه نهه اویایم میلادي کال کښې له سینټو تړونه د ایران وتلو، په دغه موسسه کښې ځنډ رامینځته کړ او په عملي توګه ړنګ شو.
««««««««««««
او له ننه اووه څلویښت کاله پخوا، د نولس سوه نهه شپیتم میلادي کال د اګست د میاشتې په یویشتمه نیټه، د نړۍ د مسلمانانو لومړۍ قبله، مسجدالاقصی ، د صهیونیسټانو لخوا وسوځول شو. د دغه سوځيدنې له امله، دغه سپیڅلي او لرغوني ځائ ته ډير زیانونه واوښتل. صهیونیسټ رژيم د مسجدالاقصی سوځيدنه پر یو اسټریلیايي سیلاني پورې وتړله او هغه یې ونیوه. خو په تل ابیب کښې یوې نمایشي محکمې، دغه صهیونیسټ رواني ناروغ وباله او آزاد یې کړ.
په عین حال کښې په اسلامي هيوادونو کښې خلکو، د قدس د نیواکګر رژيم او د هغوئ لویدیځو ملاتړو تبلیغاتو ته له پام پرته، د دغه رژيم پر ضد پراخ لاریونونه وکړل.
سربیره پر دې، د صهیونیسټانو لخوا مسجدالاقصی ته اور اچول د دې لامل شو چې اسلامي دولتونه د هغو خطرونو پر وړاندې چې اسلامي نړۍ او اسلامي مقدسات یې ګواښي ، (اسلامي کنفرانس موسسه) جوړه کړي.
ژباړن: ذیشان حیدر بنګش