تاریخ پاڼه شماره ۱۵۶
نن د دوشنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د وږي د میاشتې لومړی نیټه ده چې د څوارلس سوه اووه دیرشم هجري قمري کال د ذیقعدې د میاشتې له نولسمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د اګست د میاشتې له دوه ویشتمې نیټی سره برابره ده.
««««««««««««
دوستانو د ایران په کال هینداره کښې د وږي د میاشتې لومړنۍ نیټه، په ابو علی سینا مشهور د حسین بن عبدا... د درنښت او د (ډاکټر د ورځې) په توګه لمانځل کیږي .
ابو علی حسین بن عبدا... بن حسین بن علی بن سینا چې په شیخ الرئیس او حجة الحق مشهور دی ، د درې سوه اویایم هجري قمري کال د صفرې د میاشتې په دریمه نیټه، په بلخ کښې نړۍ ته سترګې رڼې کړې او په ماشومتوب کښې يې د وخت د علومو زده کولو ته مخه کړه تر دې چې په ځوانۍ کښې یو مشهور عالم شو. ابوعلی سینا د اسلامي نړۍ یو نامتو طبیب او لوئ حکیم او د ایران د ټاټوبي یو خورا مشهور او اغیزمن فلسوف او پوه دی چې په ځانګړي توګه یې د ارسطویي فلسفې او طب په زمینې کښې آثار ډير اهمیت لري. هغه د امیر نوح بن منصور ساماني د ناروغۍ د درملنې له امله له باچا سره نږدې شو او د دربار کتابتون ته يې لاره وموندله. ابن سینا له دغه فرصته په استفادې سره مطالعې او لیکنې ته مخه کړه. هغه په بیلابیلو زمینو کښې په عربي او فارسي ژبو کابو څلور سوه پنځوس کتابونه لیکلي دي چې له هغو زیاتره د طب او فلسفې په باب دي. هغه د (شفا) نومي کتاب لیکوال هم دی چې یوه جامعه فلسفه او علمي دایرة المعارف دی او (القانون فی الطب) یعني د طب د تاریخ یو خورا مشهور اثر دی. جارج سارټن د تاریخ په کتاب کښې د هغه علم د یوه خورا لوئ پوه او طبیب علم ګڼي. همداراز هغه د ایران د ټاټوبي یو خورا مشهور متفکر ګڼي چې د هغه په اند، په ټولو زمانو، وختونو او توکمو کښې یو خورا مشهور شخصیت دی.
د ابوعلی سینا په ژوند کښې، پر هغه ډيرې پيښې تیرې شوي دي چې له وزارته تر زندان پورې وختونه پکښې شامل دي. بالاخره دغه مشهور متفکر او ستر فلسوف په اته پنځوس کلنۍ کښې په همدان کښې وفات شو او په همدغه ښار کښې خاورو ته وسپارل شو. د دغه لوئ او تکړه مسلمان طبیب په درنښت د وږي د میاشتې لومړۍ نیټه، د ایران د اسلامي جمهوریت په کال هینداره کښې د (ډاکټر ورځ) نومول شوې ده.
««««««««««««
اووه سوه نولس کاله پخوا، د اوه سوه اتلسم هجري قمري کال د ذیقعدې میاشت په نولسمه نیټه، یو ایرانی ریاضي پوه کمال الدین فارسي وفات شو. ایرانی فیزیک پوه او ریاضي پوه کمال الدین په ځوانئ کښې د علم او فضیلت د کسبولو لپاره سفر ته مخه کړه څو د خپل وخت د نامتو استادانو له دانشi استفاده وکړي. سره له دی چې د هغه عمر لنډ ؤ، خو د رڼا پیژندنې او ریاضیات کښې یې بدیع آثار په یادګار پریښودل. د کمال الدین فارسي څخه په یادګار پاتي اثارو کښې تر ټولو مهه د تذکرة الاحباب رساله دی چې د عددونو د نظریې په اړه لیکل شوي دی. د دغې رسالې مطالعه او جاجونه ښودنه کوي چې هغه یو نوښتګر ریاضي پوه او د نوي او دقیقې نظریې خاوند ؤ. د دغه ایراني ریاضي پوه په نورو آثارو کښې کولئ شو د تنقیح المناظر کتاب ته اشاره وکړو چې تر اوسه د څیړاندو د استفادې په اړه د یوه مرجع کتاب په توګه دی.
««««««««««««
درې سوه نهه اتیا کاله پخوا، د شپاړس سوه اووه ویشتم میلادي کال د اګست په دوه ویشتمه نیټه، د فرانسې پروټیسټانو او کیتولیکانو تر مینځ د لاروچل وروستۍ جنګ رامینځته شو. دغه جنګ د انګریزانو په وسیله د پروټیسټانو په خوځښت سره پیل شو. کیتولیکانو د دغه هیواد د مشهور صدراعظم ریشلیو په قومندانۍ د فرانسی د حکومتي ځواکونو په ملاتړ سره له پروټیسټانو سره جنګ ته مخه کړه چې د فرانسی د لویدیځ په لاروشل بندر کښې یې له خپل مرکزه دفاع کوله. دغه جنګ یو کال وروسته، د کیتولیکانو په بریالیتوب او د لاروشل له نیواک سره پائ ته ورسید.
««««««««««««
یو سلو نهه نوي کاله پخوا، د دولس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د ذیقعدې میاشت په نولسمه نیټه، د ایران او عثماني تر مینځ د ارزنة الروم معاهده رامینځته شوه. د ایران په وسیله د عثماني حکومت له ماتي وروسته نوموړی دولت د سولې غوښتنه وکړه او په ارزنة الروم کښې یې یوه معاهده لاس لیک کړه چې اوه مادې یې لرلې. د دغه ژمن لیک له مخې د ایران دولت هغه ولایتونه چې د عثمانیانو یې نیولي وو، بیرته ورکړل او عثماني دولت هم ژمنه وکړه چې ایرانیو زیارت کونکو ته ازار و نه رسوي او د خرمشهر په بندر د خزر په ټاپو او د اروند سیند په کیڼه غاړه د ایران مالکیت او هم په دی سیند کښې د بیړۍ چلونې حق په رسمیت وپیژني. همداراز و ټاکله شوه چې هر دولت د یو بل په پلازمینه کښې سفیر او استازی ولري.
««««««««««««
یو سلو دوه پنځوس کاله پخوا، د اتلس سوه څلور شپیتم میلادي کال د اګست په دوه ویشتمه نیټه، له اروپایي، آسیایي او امریکایي هیوادونو څخه د ګڼ شمیر استازیو تر مینځ د ژنو تاریخي تړون لاس لیک شو. د ژنو تړون د لاس لیکولو مقصد، د جنګ په میدان کښې ټپیانو ته د مرستو رسول وو. د دغې موافقې پر اساس، د طبي ټیم غړي، مرستندویان او په هغوئ پورې اړوند تجهیزات باید د جنګ په ټولو میدانونو کښې بی پرې و پیژاندل شي او له هر ډول تیري باید خوندي او په امان کښې وي. د دغه تړون بنسټګر د هینري ډونن په نوم یو سویټزرلینډئ کس ؤ.
««««««««««««
او له ننه اتلس کاله پخوا، د دیارلس سوه اووه اويایم هجري لمریز کال د وږي د میاشتې په لومړۍ نیټه، د ایران د اسلامي مؤتلفه ګوند یو غړی او انقلابي مبارز سید اسد ا.... لاجوردي د تور زړو منافقینو په وسیله شهید شو .
سید اسد ا.... لاجوردي په دیارلس سوه څوارلسم هجري لمریز کال کښې په تهران کښې وزیږید او په ځوانۍ کښې يې د ښونځي درسونه نیمګړي پريښودل او له خپل پلار سره یو ځائ په کار او فعالیتونو بوخت شو. وروسته يې حوزوي درسونو ته مخه کړه. د حضرت امام خمیني (رح) په مشرۍ د ایران د ولس د اسلامي غورځنګ په پيلیدا سره شهید لاجوردي هم له دغه بهیر سره یو ځائ شو او په دیارلس سوه یو څلویښتم هجري لمریز کال کښې يې د مؤتلفه ټولنو په جوړیدا کښې غوره رول ولوباوه. هغه له شهید بهشتي او استاد شهید مطهري سره یو ځائ د باچا رژيم پر ضد د یوه ائتلاف فیصله وکړه او په دې زمینه کښې يې خپل ډير زیات فعالیتونه نندارې ته وړاندې کړل. شهید لاجوردي د اسلامي انقلاب له بريالیتوبه وروسته د شهید ډاکټر بهشتي لخوا د اسلامي ا نقلاب په څارنوالۍ منصوب شو او له دې وروسته يې د هیواد د بندونو د ادارې مشري هم په غاړه درلوده. د اسلامي انقلاب تور زړو منافقینو په ځلونو د هغه د وژلې نیت وکړ تر دې چې د دیارلس سوه اووه اویایم هجري لمریز کال د وږي د میاشتې په لومړۍ نیټه يې هغه د تهران په بازار کښې پخپل دفتر کښې په درې شپیته کلنۍ کښې شهید کړ.
ژباړن: ذیشان حیدر بنګش