تاریخ پاڼه شماره ۱۵۷
نن د سه شنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د وږي د میاشتې دوهمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اووه دیرشم هجري قمري کال د ذیقعدې د میاشتې له شلمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د اګست د میاشتې له درویشتمې نیټی سره برابره ده.
««««««««««««
نهه سوه یو اتیا کاله پخوا، د څلور سوه شپږ پنځوسم هجري قمري کال د ذیقعدې په شلمه نیټه، یو مراکشي منتقد، ادیب او شاعر ابو علی قیرواني وفات شو. هغه په درې سوه نوېم هجري قمري کال کښې په مراکش کښې و زیږید او له ماشومتوبه یې شعر او ادب او دهغه وخت نورو علومو زده کولو ته مخه کړه او له هغه وروسته یې د وتلیو پوهانو د درس په ټولګیو کښې د ګډون په موخه د اوسني تیونس قیروان ته سفر وکړ. په هغه وخت کښې دغه ښار د افریقا په شمال او آندلس کښې د اسلامي تمدن زانګو وه او اسلامي پوهان او د علم او ادب مشهور کسان په دغه ښار کښې راغونډ شوي وو. قیرواني د قیروان دپوهانو اوادیبانو له علومو څخه له کلونو استفادې وروسته د شعر او ادب په څانګه کښې ډیر مهارت ترلاسه کړ. د ابو علی قیرواني شعرونه چې زیاتره په معاني، مدح، وصف او غزل کښې دي د هغه د ادبي او ټولنيز ژوند بیلا بیل پړاؤنه انځوروي. هغه د ادبي اثارو په کره کتنې کښې یوه نوي روده هم رامینځته کړه، په دی ډول چې کره کتنه یې چې تر هغه وړاندې د مقدمې او توضیح تر حده وه، د یوه معتبر او پام وړ مکتب تر حده ورسوله. له قیرواني، په خطي او چاپي شکل کښې یو شمیر آثار په یادګار پاتی دي چې پکښې کولئ شو د قیروان د شاعرانو او شعري صنایع د پیژاندنې په هکله کتابونو ته اشاره وکړو.
««««««««««««
یو سلو اته نوي کاله پخوا، د دولس سوه نهه دیرشم هجري قمري کال د ذیقعدې میاشت په شلمه نیټه، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د میرزا ابوالحسن شیرازي په مشرۍ کښې کار پیل کړ. له هغه مخکښې، د بهرنیو چارو د ادارې تر عنوان لاندې یوه ارګان د ایران د بهرنیو اړیکو مسئولیت پر غاړه درلوده. د بهرنیو چارو وزارت، د ایران لومړنی وزارتخانه وه او ورو ورو نورې وزارتخانې هم جوړې شوې او د لومړي وزیر تر نظر لاندی راغلې. په دولس سوه نهه نوېم قمري کال کښې د خارجه وزارت لپاره یو کوټلئ نظام برابر او دندې یې لا معلومې شوې. اوس هم د بهرنیو چارو وزارت د ایران په اسلامي جمهوریت کښې یوه هڅانده او مهمه وزارتخانه ګڼل کیږي چې د لا لوړو ارګانونو تر نظر او څارنې لاندې له بهرنیو هیوادونو سره د اړیکو برابرول پر غاړه لري. د ایران اسلامي جمهوریت اوس هم له ډیرو هیوادونو سره دوستانه اړیکې لري او په بیلا بیلو هیوادونو کښې د ایران په لسګونو سفارتخانې له خارجه وزارت سره د دغو اړیکو په پیاوړتیا کښې مرسته کوي.
««««««««««««
اته دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه اووه پنځوسم هجري لمریز کال د وږي د میاشتې په دوهمه نیټه، حجة الاسلام سید علی اندرزګو د باچا رژیم د تالي څټو په لاس شهید شو. شهید اندرزګو مبارزه له هماغه نولس کلنۍ پیل کړه او د هغه وخت د یوې انقلابي مسلمانې ډلې (فدائیان اسلام ) له مشر شهید نواب صفوي سره اشنا شو. هغه څه وخت وروسته رسما د اسلامي مؤتلفه هیت غړی شو او د کیپيټلیشن د بې شرمه تړون د عامل او د وخت لومړي وزیر حسن علی منصور د انقلابی پانسۍ یو پلانونکی او عامل ؤ. په همدې دلیل باچا رژیم په غیابي ډول شهید اندرزګو په پانسۍ محکوم کړ. د دغه حکم په صادریدا پسې د باچا دیکتاتور رژیم عواملو سره د شهید اندرزګو پټه مبارزه پيل شوه او تر دیارلسو کلونو پورې یې دوام وکړ تر دې چې هغه په همداسې ورځ په تهران کښې د باچا رژیم د تالي څټو په وسیله وپيژندل شو او په یوې وسله والې نښتې کښې شهید شو.
««««««««««««
او له ننه اته دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه اووه پنځوسم هجري لمریز کال د وږي د میاشتې په دوهمه نیټه، استاد محمد پروین ګنابادي په پینځه اویا کلنۍ کښې وفات شو. هغه له ماشومتوبه علم زده کولو ته ملا وتړله او په مشهد کښې د ادیب نیشابوري له محضره له علمي استفادې وروسته یې استادۍ ته مخه کړه او تر یوې مودې پورې يې هم سیاسي فعالیتونه ترسره کول. استاد ګنابادي له دیارلس سوه اته ویشتم هجري لمریز کاله د فرهنګ د وزارت لخوا د درسي کتابو نو په ارزونې مامور شو او له دې سره په یووخت یې له علامه علی اکبر دهخدا سره له بلدتیا وروسته د لغتنامې په برابرولو او تنظیمولو کښې د هغه د ملګرو له جرګې سره یوځائ شو. د استاد ګنابادي په آثارو کښې د ابن خلدون د سریزې ژباړې، د میبدي د کشق الاسرار او تاریخ بلعمي سمولو او د ارادې د روزلو، لیدتوګو او د مناظرې د تخنیک نومي کتاب تالیف ته اشاره کولئ شو.
ژباړن: ذیشان حیدر بنګش