تاریخ پاڼه شماره ۱۵۸
نن د چهارشنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د وږي د میاشتې دریمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اووه دیرشم هجري قمري کال د ذیقعدې د میاشتې له یویشتمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د اګست د میاشتې له څلورویشتمې نیټی سره برابره ده.
««««««««««««
یو سلو درې اویا کاله پخوا، د دولس سوه څلور شپیتم هجري قمري کال د ذیقعدې په یویشتمه نیټه، د ناصرالدین شاه قاجار د باکفایته صدراعظم امیر کبیر صدراعظمي پیل شوه . د محمد علی شاه قاجار له مرګ وروسته، د هغه زوئ ناصرالدین میرزا چې شپاړس کلن ؤ، قدرت ته ورسید. هغه له هغې وروسته چې په تبریز کښې پر تخت کښیناسته، میرزا تقي خان امیر نظام یې له سمبال لښکر سره تهران ته واستاوه او پخپله د ذیقعدې په یویشتمه نیټه تهران ته ورسید. ناصرالدین میرزا تهران ته له رسیدا مخکښې امیر نظام ته د اتابک اعظم لقب ورکړ او خپل صدر اعظم یې و ټاکه. وروسته بیا د ناصر الدین شاه صدراعظم ته د قاجار د باچا له لوري د امیر کبیر لقب ورکړ او درې کاله وروسته د بدغواړو او په انګلستان پورې د پییلو په دسیسې سره د ناصرالدین شاه له لوري د امیر کبیر د قتل حکم لاس لیک شو.
««««««««««««
اووه اتیا کاله پخوا، د نولس سوه نهه ویشتم میلادي کال د اګست د میاشتې په څلورویشتمه نیټه، په بیت المقدس کښې د ندبه دیوال پاڅون پیل شو. د الاقصی جومات په لویدیځ کښې د ندبه دیوال د معراج په شپه د حضرت محمد مصطفی (ص) د عروج ځائ دی او په همدې دلیل د مسلمانانو لپاره له تاریخي او دیني اهمیته برخمن دی. د ندبه دیوال د پاڅون له پیلیدا یوه اونۍ مخکښې صهیونیسټانو چې د انګلستان په ملاتړ سره سوکه سوکه د فلسطین په نیولو پسې وو، د مسلمانانو په ضد يې یو لړ خوځښتونه پيل کړل تر دې چې په دغه ورځ پاریدلو فلسطینیانو د صهیونیسټانو پر ضد پاڅون وکړ. دغه پاڅون په چټکۍ سره د فلسطین نورو ښارونو ته هم پراخ شو او انګریزان چې د خلکو له وحشت او غوسې ویریدلي وو، په فلسطین کښې يې پوځي حکومت اعلان کړ. صهیونیسټي پوځ او پولیس او انګریز پوځ تر یوې اونۍ پورې د فلسطینیانو له سخت مقاومت سره مخ وو او بالاخره یاد پاڅون د سلګونو کسانو له وژلې او ټپي کیدا وروسته د څه مودې لپاره غلی شو. د ندبه دیوال له پاڅونه وروسته، انګریز واکوالانو څه د پاسه اته سوه فلسطینیان په محکمې کښې محاکمه او سزا کړل.
««««««««««««
پینځه اویا کاله پخوا، د دیارلس سوه شلم هجري لمريز کال د وږي په دریمه نیټه، د دوهم نړیوال جنګ په بهیر کښې متفقینو ځواکونو د ایران هیواد ونیوه. په هغه کال کښې د شوروي په خاوره کښې د نازي جرمني د پوځ چټک پرمختګ د امریکا، فرانسې او انګلستان د سختې اندیښنې سبب شوئ ؤ. ځکه پر شوروي د جرمن د برلاسئ په بڼه کښې په مینځني ختیځ او د لری ختیځ کښې د لویدیځ ګټې په خطر کښې لویدې او په جنګ کښې د جرمني دبریا احتمال ډیر زیاتیده. په همدی دلیل، دغو دریو هیوادونو پریکړه وکړه، د ایران له لیارې شوروي ته وسله او خوراک ورسوي. د دیارلس سوه شلم هجري لمریز کال د وږي میاشت د دریمې نیټی په سپیده داغ له دی سره سره چې د ایران حکومت د بی طرفئ اعلان کړئ ؤ، د شوروي پوځ له شمال لویدیځ او ختیځه او انګریز ځواکونو له جنوب څخه پر ایران هوایي، مځکني او سمندري حملې وکړې. د ایران د مستبد واکمن رضا خان د بی کفایتی په وجه د ایران ګڼ شمیر پوځي څوڼئ ړنګې او سمندري ځواک یې د فارس خلیج په اوبو کښې نابود شو. دانګلستان او شوروي ځواکونو د ایران دپوځ د تیت پرکو مقاومتونو له ماتولو وروسته، شل ورځې وروسته تهران ونیوه. د لندن او ماسکو د موافقې پر اساس، رضا خان له باچاهي څخه لیری او جلاوطن کړئ شو او د هغه زوئ محمد رضا د هغه ځائ ناستی و ټاکل شو.
««««««««««««
شپیته کاله پخوا، د دیارلس سوه اوه اویایم هجري قمري کال د ذیقعدې په یویشتمه نیټه، لوئ عالم آیت ا... سید یونس اردبیلي وفات شو. د سید محد تقي موسوي اردبیلي زوئ سید یونس په دولس سوه درې نوېم یا دولس سوه شپږ نوېم قمري کال کښې په اردبیل کښې و زیږید. هغه په اردبیل کښې له مقدماتي زده کړو او کچو وروسته زنجان ته ولاړ او فقه او اصول یې د هغه وخت له ستر عالم آخوند ملا قربان علی زنجاني څخه او معقول علوم یې له آخوند ملا سبز علی حکیم څخه زده کړل. سید یونس وروسته زده کړو ته د دوام لپاره نجف اشرف ته ولاړ او د نامتو استادانو د درس په محضر کښې یې ځائ وموند. هغه له هغې وروسته کربلا ته ولاړ او د آیت ا... میرزا محمد تقي شیرازي له محضره یې استفاده وکړه. آیت ا... اردبیلي په دیارلس سوه شپږ څلویښتم قمري کال کښې اردبیل ته ستون شو او د مذهبي چارو عهده دار شو. له هغې وروسته مشهد ته ولاړ او د ګوهرشاد جومات په خونړي وژلې پسی له یو شمیر نورو روحانیانو سره ونیول، بندي او بیا جلاوطن کړئ شو. د عمر په وروستیو کښې څه موده په زیارتونو کښې ؤ خو د ناروغئ په وجه تهران ته راغئ او په دغه ښار کښې په یو اتیا یا څلور اتیا کلنۍ کښې وفات شو. له آیت ا... سید یونس اردبیلي څخه اثار په یادګار پاتی دي چې پکښې د فقې پوره دوره ، د اجمالي علم په فروغاتو کښې رساله او معتقدات القاصر ته اشاره کولئ شو.
««««««««««««
او له ننه اتلس کاله پخوا، د دیارلس سوه اوه اویایم هجري لمریز کال د وږي په دریمه نیټه، آیت ا... محمد جواد نجفي خمیني وفات شو. هغه په دیارلس سوه دوهم لمریز کال کښې د ایران په مرکز کښې له خومین سره نږدې و زیږید او له ښونځي او لومړيو زده کړو وروسته یې د دیني درسونو مطالعې پیل کړې. شل کلن ؤ چې اراک او وروسته تهران ښار ته راغئ څو وکړئ شي خپلو زده کړو ته په لوړوو کچو کښې دوام ورکړي. آیت ا... نجفي په تهران کښې له زده کړو سربیره د دیني معارفو تبلیغ او د ګڼ شمیر کتابونو لیکلو ته مخه کړه چې تر ټولو مهم پکښې تفسیر آسان دی. دغه تفسیر ساده او روان او له بیلابیلو تفسیرونو څخه غوره شوئ دی. البته په خپله مولف په تفسیر باندې د پام وړ ټکي ور زیات کړي دي . د آیت ا... نجفي په نورو آثارو کښې کولئ شو لطایف الصلوه، زندګاني حضرت عبدالعظیم حسني او مصباح الشیعه ته اشاره وکړو
.
مترجم: ذیشان حیدر بنګش