تاریخ پاڼه شماره ۱۵۹
نن د پنج شنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د وږي د میاشتې څلورمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اووه دیرشم هجري قمري کال د ذیقعدې د میاشتې له دوه ویشتمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د اګست د میاشتې له پینځه ویشتمې نیټی سره برابره ده.
««««««««««««
یو زرو نهه ویشت کاله پخوا، د څلور سوه اتم هجري قمري کال د ذیقعدې په دوه ویشتمه نیټه، د پینځمې هجري قمري پیړۍ مهم کلتوري او سیاسي شخصیت او پوه خواجه نظام الملک د ایران په شمال ختیځ کښې په طوس ښار کښې وزیږید. هغه له هغو پوهانو څخه دی چې د خپل وخت پر سیاسي او کلتوري بدلونونو یې ډیر زیات اغیز درلود. خواجه نظام الملک د سلجوقیان لړۍ په دربار کښې په وزارت منصوب شو او د خپل وزارت د دیرشو کالو په اوږدو کښې د هیواد د چارو په اوارولو کښې ډیرې هڅې وکړې او د سلجوقیانو په وخت کښې د ایران زیاتره پرمختګونه دهغه د وړتیا او پوهې احسان مندوو . د خواجه نظام الملک په مهمو اقداماتو کښې د ګڼ شمیرو مدرسو جوړول وو چې په نظامیه مشهورې شولې او په هغو کښې د ډول ډول علومو تربیت ورکول کیده. خواجه نظام الملک د فارسي ادب له ماهرو لیکوالانو څخه ګڼل کیده. هغه د خپل وزارت د اوږدو کلونو تجربې د سیاست نامه په نوم یوه کتاب کښې راغونډې کړي دي چې نن صبا دغه کتاب د فارسي ادب په تر ټولو ښو اثارو کښې ګڼل کیږي. هغه په دغه کتاب کښې له خپلې لیدتوګې د حکومت کولو سمه روده بیان کړي او همدغه راز د هغه وخت د اداري او سیاسي تشکیلاتو په زمینه کښې مهم اطلاعات ورکړي دي.
««««««««««««
نهه سوه یویشت کاله پخوا، د یو زرو پینځه نوېم میلادي کال د اګست په پینځه ویشتمه نیټه، د مسلمانانو او مسیحیانو تر مینځ د صلیبي جنګونو لړۍ پیل شوه. صلیبیانو په ظاهره د بیت المقدس د نیولو په موخه په حقیقت کښې په پراخو اسلامي ټاټوبیو د سلطې او د مسلمانانو دزبیښاک لپاره د ختیځ په لور حرکت وکړ. د کلیسا پیراوانو په دغو جنګونو کښې د سره صلیب له نښې پر خپلو جامو او اوږو استفاده کوله. په دی ډول دغه جنګونه په صلیبي جنګونو مشهور دي. صلیبیان له مسلمانانو سره له ګڼ شمیرو نښتو وروسته، بالاخره بیت المقدس ته ورسیدل او په یو زرو نهه نوېم میلادي کال کښې یې دغه ښار ونیوه او د خلکو وژلې او د ښار ړنګونې ته یې مخه کړه. خو د دولسمې میلادي پیړۍ په وروستیو کښې صلیبیانو د صلاح الدین ایوبي په مشرۍ له مسلمانو ځواکونو سره په نورو جنګونو کښې ماتي وخواړه او بیت المقدس په یولس سوه اوه اتیایم کال کښې بیا ونیول شو. صلیبي جنګونو تر دولس سوه اویایم میلادي کاله پورې دوام ومونداو صلیبي پوځیانو په خپلو زیاتره حملو کښې ماتي و خوړه او بالاخره نه شو یې کولئ چې بیت المقدس تر خپل نیواک لاندی وساتي. په عین حال کښې، صلیبي جنګونه له اسلامي تمدن سره د لویدیځوالو د آشنا کیدا په وجه ، د مینځنیو پیړیو پر اروپا مهمې کلتوري، اجتماعي او علمي اغیزونه درلودل.
««««««««««««
نهه سوه یوکاله پخوا، د پینځه سوه شپږ دیرشم هجري قمري کال د ذیقعدې په دوه ویشتمه نیټه، د مشهور تفسیر مجمع البیان د تالیف کار چې د قرآن مجید یو جامع تفسیر دی، ترسره شو. د دغه کتاب لیکلونکئ شیخ طبرسي د قرآن له لویو مفسرینو څخه دی. هغه د ایران له مشهورو عالمانو څخه دی چې د فقې، حدیث او تفسیر په علومو کښې د سم کاري، فضیلت او امانتداری په خاطر په امین الاسلام یعني د اسلام په امانتدار مشهور شو. شیخ طبرسي د ګڼ شمیرو اثارو لرونکئ دی چې له هغو هر یو د مهمو اسلامي معارفو له سرچینو ګڼل کیږي او له هغو څخه تر ټولو مهم د قرآن کریم په تفسیر کښې د مجمع البیان کتاب دی. دغه کتاب د لیکلو د رودې او ادبي نظره ، د قرآن کریم له مهمو تفسیرونو څخه ګڼل کیږي او ټول مسلمانان پوهان د دغه تفسیر لپاره، د ډیر اهمیت او ارزښت قایل دي. دغه جامع تفسیر په ایران، مصر او بیروت کښې په ځلونو چاپ شوې دی.
««««««««««««
۳۶ کاله وړاندې د ۱۳۵۸ لمریز کال د وږي په ۴مه نېټه، حاج مهدي عراقي او زوی یې حسام د منافقینو د ډلګۍ د ترهګرو له خوا په شهادت ورسېدل.
حاج مهدي عراقي د ایران د اسلامي انقلاب له پېژندل شویو څېرو څخه و او د انقلاب د بریالیتوب مخکې کالو څخه یې د پاچا رژيم پرضد مبارزه کوله او له امام خمیني رح سره یې نږدې اړیکه درلوده. دغه مؤمن او ژمن مبارز د پاچا رژيم په زندانونو کې ډېر کلونه تېرکړل او ډېرې شکنجې یې وګاللې. حاج مهدي عراقي د اسلامي انقلاب له بریالیتوب وروسته د پخوا په شان د اسلامي انقلاب د ارواښاد رهبر، حضرت امام خمیني رح په څنګ کې ولاړ و داسې چې امام خمیني رح هغوی خپل ورور او زوی بلل او د هغه له شهادت وروسته یې وویل: ((دهغوی شهادت زما لپاره ډېر دروند و، خو هغه څه چې مطلب آسانه کوي، هغه دي چې د خدای په لاره کې و. د هغه شهادت دې ټولو مسلمانانو ته مبارک وي. هغه باید شهید شوی وای، د هغه لپاره د بسترې مرګ وړوکی و.))
««««««««««««
اته ویشت کاله وړاندې د ۱۳۶۷ لمریز کال د وږي د میاشتې په ۴مه نېټه، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د عراق له خوا د کیمیاوي وسلو د کارولو پرضد ۶۲۰ پریکړه لیک صادر کړ. د عراق د رژيم له خوا د ایران د ولسي او هستوګنې سیمو کیمیاوي بمبار او د ايران د شکایت له امله سیمې ته د ملګرو ملتونو د کارپوهانو پلاوی ولاړ او د ملګرو ملتونو د کار پوهانو له خوا ددې وسلو استعمال تایید شو. نو ځکه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۹۸۸ کال په اګست کې ۶۲۰ پرېکړه لیک صادر کړ.
۶۲۰ پریکړه لیک له اساسي نیمګرتیاوو ورتېر، هغه ترټولو مهم سند دی چې، د ایران د پوځي او غیر پوځي کسانو پرضد د عراق د وخت رژيم له خوا د اتو کالو په اوږدو کې په مکرر ډول استفادې سره سره د ملګرو ملتونود امنیت شورا له خوا صادر شوی دی.
په دې پریکړه لیک کې، د امنیت شورا د لومړي ځل لپاره په اشاري ډول د کیماوي وسلو کارول، د اټومي بې وسلې کولو په اړه د خبرو د نه پرمختګ نتیجه وبلله او د کیمیاوي وسلو د پراختیا، تولید، انبارولو د بشپړ او اغیزمن منع کېدو او د کیمیاوي وسلو له منځه وړل، د کیمیاوي بې وسلو کولو په غونډه کې په روانو خبرو کې په پام کې ونیول.
همدارنګه په دې پرېکړه لیک کې ټینګار شوی دی چې د کیمیاوي وسلو د کارولو په برخه کې د خبر را رسېدل به د کار پوهانو د تحقیقاتو لامل شي او اغیزمن اقدام به وشي.
د ایران پرضد د صدرام رژيم د تپلې اته کلنې جګړې په اوږدو کې د کیمیاوي ګازو د بویولو له امله له یو لک ډېر ایراني پوځيان او غیر پوځيان شهید او ټپيان شول. ایران له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د کیمیاوي وسلو ترټولو ستر قرباني پاتې شوی دی.
««««««««««««
او له ننه شپږویشت کاله وړاندې د ۱۳۶۹ لمریز کال د وږي په ۴مه نېټه، ایرانی شاعر، مهدي اخوان ثالث وفات شو. هغه په ۱۶ کلنۍ کې شاعرۍ ته مخه کړه او د خپل استاد د هڅونې له امله یې له شعر سره لا ډېره مینه پيدا کړه.
د هغه لومړنی شعر د توحید او د خدای د وحدانیت په اړه دی چې هغه هم د مشهد ادبي انجمن ته د هغه د لار موندنې لامل شو. له ۱۳۲۷ کاله په تهران کې استوګن شو او په مدرسو کې یې مدریت ته مخه کړه.
هغه د شعر په ویلو کې په کلاسیک سبک،د قصیدې او غزل په ویلو کې نوی سبک او نوې طبع و ازمویله.
مهدي اخوان ثالث د خپل عمر په وروستیو کې د تهران پوهنتون د فارسي ژبې او ادبیاتو په برخه کې د استاد په توګه تدریس کاوه.
ارغنون، آخرشاهنامه، برګزیده شعرها و حریم سایه های سبز، د هغه له آثارو څخه دي. مهدي اخوان ثالث د فارسي ژبې د اوسني شعر، په ځانګړې توګه حماسي او ټولنیز شعر له تجربه کارانو څخه ګڼل کېږي.
د اخوان شعر د ایران په پخوانیو ادبیاتو کې جرړه لري چې هم د ژبې له نظره او هم د مضمون له نظره، قوي او ځواکمن دی. هغه په خپل شعر کې د محاورې ژبې کلیمې او آن د ارزښتمنو ادبي کلیمو په څنګ کې راوستل او له دې رویه خپله ځانګړې او بډایه ژبه لري چې د معاصرو شاعرانو په منځ کې، پوره څرګند دی.
مهدي اخوان ثالث بالاخره په ۶۲ کلنۍ کې په تهران کې وفات شو او مړی یې په طوس کې د حکیم ابوالقاسم فردوسي د زیارت په څنګ کې خاورو ته وسپارل شو.
ژباړن: ذیشان حیدر بنګش