Aug 28, 2016 11:37 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۱۶۰

نن د جمعې مبارکه ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د وږي د میاشتې پینځمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اووه دیرشم هجري قمري کال د ذیقعدې د میاشتې له درویشتمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د اګست د میاشتې له شپږویشتمې نیټی سره برابره ده.

««««««««««««

د وږي میاشت پینځمه نیټه د ایران په تاریخ کښې د اسلامي نړۍ نامتو پوه د محمد بن زکریای رازي د درنښت ورځ نومول شوي ده. محمد بن زکریای رازي په دوه سوه یو پنځوسم هجري قمري کال کښې په ری ښار کښې و زیږید. په ځواني کښې یې د کیمیا علم زده کولو ته مخه کړه او د زرګري د لوګي او بړاس له امله یې سترګې و پړسیدلې او د درملنې لپاره یو طبیب ته ولاړ. هغه طبیب د درملنې په توګه له هغه د سرو زرو پینځه سوه اشرفې واخیستې او رازي ته یې وویل: کیمیا همدغه دی نه چې ستا عملیات. محمد بن زکریا له هغه وروسته کیمیاګري پریښوده او په څلویښت کلنۍ کښې یې د طب زده کړو ته مخه کړه تر دی چې د خپلې زمانې د ټولو طبیبانو مرجع شو. د خلکو په مینځ کښې د هغه مشهورتیا دی حد ته ورسیده چې عربانو هغه طبیب المسلمین او د دی په وجه چې د هغه کتابونه په عربۍ ژبه کښې دي، جالینوس العرب بللئ دی. رازي په وروستیو کښې د ری او بغداد روغتونونو په شان د خپل وخت د مشهورو روغتونونو په سرپرستئ کښې غوره شو.  همداراز الکلو کشف په کیمیاکښې د هغه د څیړنو پایلې وې. د محمد بن زکریای رازي لپاره، په طب کښې د شپږو پنځوسو، په طبیعي علومو کښې د دریو دیرشو کتابونو، په فلسفی کښې د اولسو کتابونو، په الهیات کښې د څوارلسو کتابونو، په کیمیا کښې د دوه ویشتو کتابونو او په بیلابیلو علومو کښې د لسګونو نورو آثارو زکر کړئ دی چې تر یو سلو څلور اتیا شمیرل شوي دي. بالاخره دغه ستر مسلمان پوه په شپیته کلنۍ کښې وفات شو او په ری ښار کښې خاورو ته وسپارل شو. د ایران په اسلامي جمهوریت کښې د وږي میاشت پینځمه نيټه چې د دغه تکړه ایراني مسلمان طبیب د زیږیدا د کلیزې تر ټولو معتبر تاریخ دی، د دغه نامتو علمي شخصیت د درنښت ورځ نومول شوي ده.

««««««««««««

یو سلو شل کاله پخوا، د اتلس سوه شپږ نوېم میلادي کال د اګست په شپږویشتمه نيټه، د عثماني امپراتورۍ لخوا د ارمامنیانو عام وژله پيل شوه. د دغه  جنایت  لپاره  د عثماني ترکانو پلمه د عثمانیانو  پر وړاندې  په بلوا کښې له  یونانیانو سره  د ارامنیانو مرسته وه.

د ارمنیانو په پینځه ورځنۍ عام وژله کښې  په  لسګونو  زره  ارماني میرمنې، ماشومان او سړي  ووژل شول.

««««««««««««

اته دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه اوه پنځوسم هجري لمریز کال د وږي په پینځمه نیټه، د ایران د تاریخ پیلیدا یو ځل بیا له باچاهي نه هجري لمریز ته بدله شوه. د ایران د اسلامي انقلاب له بریالیتوبه په مخکښې کلونو کښې  د پهلوي استبدادي رژیم د اسلامي تعلیمات د خپلو ګټو او مقصدونو په خلاف لیده، د ایران د پخواني تاریخ ویاړمنو ته په مخه کولو سره یې هڅه کوله، له دغو تعلیماتو سره مقابلې ته پاسي. په همدی لړ کښې د پهلوي رژیم د فرمایشي جرګې له تصویبیدا سره د دیارلس سوه پینځه پنځوسم لمریز کال له لومړیو د ایران د تاریخ مبدا د  اسلام د ګران پیغمبر (ص) له هجرته ستر هخامنشي باچا کوروش تاج ګزاري ته بدل شو. دغه اقدام د حضرت امام خمیني (رح) او د ایران دمسلمانو خلکو له غوسې او اعتراض سره مخامخ شو. په هر حال د تاریخ دغه بدلون له دوه نیمو کالو زیات اوږد نشو او باچا رژیم چې د ایران د خلکو له اسلامي انقلاب سره مخامخ شوئ ؤ، پخپله مجبور شو څو د ایرانیانو د تاریخ ابتداد حضرت محمد (ص) له مکی څخه مدینی ته هجرت ته بدل کړي.

««««««««««««

او له ننه شپږ ویشت کاله پخوا، د دیارلس سوه نهه شپیتم هجري لمریز کال د وږي په پینځمه نيټه، د خوشنویسي هنر یو نامتو استاد علی اکبر کاوه وفات شو. دغه قدرمن هنرمند په دولس سوه یو اویایم هجري لمریز کال کښې د ایران په جنوبي ښار په شیراز کښې و زیږید او له ماشومتوبه د تکړه خوشنویسانو له آثارو او نستعلیق خط له نمونو سره آشنا او ورو ورو د خوشنویسی له هنر سره لیوال شو. استاد کاوه وروسته د میرزا طاهر کاتب، همایون همداني او عمادالکتاب سیفي قزویني په شان استادانو په محضر کښې تعلیم وکړ او په نهایت کښې د هنر کمال ته ورسید. استاد علی اکبر کاوه پرله پسی کلونو پورې په تهران کښې د ایران د خوشنویسانو په انجمن کښې په کار بوخت ؤ او ډیر شاګردان یې وروزل.

 

مترجم: ذیشان حیدر بنګش

 

ټیګونه