Aug 28, 2016 11:38 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۱۶۱

نن د شنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د وږي د میاشتې شپږمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اووه دیرشم هجري قمري کال د ذیقعدې د میاشتې له څلورویشتمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د اګست له اووه ویشتمې نیټی سره برابره ده.

««««««««««««

یو زرو شپږ سوه نوي کاله پخوا، د درې سوه شپږویشتم میلادي کال د اګست په اوه ویشتمه نیټه، د روم په امپراتورئ کښې د قسطنطینیه ښار چې تازه جوړ شوئ ؤ، د دغه امپراتورئ ختیځي قلمرو پلازمینی په توګه و ټاکل شو. دغه ښار د کنستانتین په حکم د روم د امپراتورئ په ختیځي برخو کښې جوړ او د هغه په نوم کنستانتینوپول ونومول شو، خو په وروستیو کښې یې نوم په قسطنطینیه بدل شو. د قسطنطینیه ښار په څوارلس سوه درې پنځوسم میلادي کال کښې د سلطان محمد عثماني تر نیواک لاندی راغئ او استانبول ونومیده. استانبول نن صبا د ترکیې تر ټولو زیات نفوس لرونکئ او مهم ښار دی او د ترکیې په لویدیځ کښې د بسفر تنګي په دواړو لورو پروت دئ.

««««««««««««

یو زرو دوه سوه اووه  دیرش کاله پخوا، د دوه سوم هجري قمري کال د ذیقعدې میاشت په څلورویشتمه نیټه، حضرت امام رضا (ع)له مدینی څخه د پخواني ایران په شمال ختیځ کښې مرو ته خپل سفر پیل کړ. دغه سفر د اوم عباسي واکمن مامون په دباؤ او په زوره د امام رضا تر څارنې لاندې د ساتلو په موخه ترسره شو. مامون په مرو کښې هغه حضرت ته وړاندیز وکړ چې د هغه ولایتعهدي وماني. هغه له دی کار سره ځان د پیغبر (ص) له کورنۍ سره ملګری و ښودلو. خو امام رضا (ع) په بیلا بیلو فرصتونو کښې و ښودل چې نه یواځي د بني عباس له حکومت سره ملګرتیا نه مني، بلکه هغه یې یو ظالم او ناروا حکومت باله. نو ځکه هغه حضرت د مامون حکومت د ظلمونو او بی لاریتوب په باب ایشواګرئ ته مخه کړه. بالاخره مامون ونه کړئ شول چې د امام رضا(ع) نامتومعنوي او علمي شخصیت  او په  خلکو کښې د هغه حضرت پراخ نفوذ و زغمي او هغه حضرت یې په دوه سوه دریم هجري قمري کال کښې په زهرو سره شهید کړ.

««««««««««««

یو زرو یو سلو اته ویشت کاله پخوا، د درې سوه نهم هجري قمري کال د ذیقعدې میاشت په څلورویشتمه نیټه،یو ایرانی شاعر او صوفي حسین بن منصورحلاج اعدام شو. هغه په دوه سوه څلور څلویښتم قمري کال کښې د ایران په جنوب کښې په بیضا ښار کښې وزیږید او د دیني علومو زده کړې یې پیل کړې او تر دولس کلنۍ یې قرآن مجید حفظ کړ. حلاج له ځوانئ څخه د صوفيتوب رسم او لاره خپله کړه او د ایران په شوشتر کښې او د عراق په بغداد او بصرې کښې استادان غوره کړل چې هر یوه یې څه موده وروسته د یو لړ دلیلونو له مخې هغه رد کړ . په عین حال کښې هغه عبادتونه او صوفیانه سیر او سلوک  ته دوام ورکړ او خپل تفکر ته د خلکو  د رابلنې لپاره د ایران ، ماوراءالنهر، هندوستان او حتی د چین په شان یو لړ هیوادونو او سیمو ته سفرونه وکړل. حلاج په کابو دوه سوه نوېم قمري کال کښې د دریم ځل لپاره حج ته ولاړ او د ستانیدا په وخت یې داسی خبرې وکړې چې د ځینو عالمانو او حتی صوفیانو په باور ناسمې او کفري ګڼل کیدې . د حلاج د پلویانو په زیاتیدااو په بغداد کښې د عباسیانو پر ضدد ګډوډیو په رامینځته کیدا پسی، هغه تر تعقیب لاندې وراغئ او څو ځله محاکمه او زنداني شو. خو په وروستئ محاکمې کښې، چې زیاتره یې پکښې سیاسي رنګ درلود، هغه کافر وباله او په اعدام محکوم شو. حلاج له هغو تاریخي شخصیتونو څخه دی چې زیات مخالفان او موافقان لري.

««««««««««««

دوه سوه شپږ څلویښت کاله پخوا، د اولس سوه اویایم میلادي کال د اګست په اوه ویشتمه نیټه، جرمن فیلسوف جارج ویلهلم فردریش هیګل و زیږید. هغه سره له دی  چې په څو پوهنتونونو کښې یې تدریس کاوه او کتاب  یې هم تالیفوه، خو ډیر مسکین ؤ.  په اتلس سوه شپږم میلادي کال کښې د نیپولین د پوځ پر لاس د جرمني نیواک پسی هیګل د دغه فرانسوي سردار په شخصیت میین شو. هیګل د تاریخ لپاره څو مرحلې معرفي کړې او باوري ؤ د تاریخ د خوځښت اړخ خدائ ټاکي او د تاریخ هدف هم هغه دئ. دغه جرمن فیلسوف همداراز دغه نظریه وړاندی کړه چې هر څه په خپل ځان کښې خپل مخالف لري او د دغو دواړو ترمینځ لانجه یوه ښکارنده یا نوئ وضعیت رامینځته کوي. هیګل د خپلو عقیدو د څرګندولې لپاره کتابونه تالیف کړل چې پکښې پدیده شناسي ذهن، علم منطق او دایرة المعارف علمي ـ فلسفي ته اشاره کولئ شو. هغه بالاخره په اتلس سوه یو دیرشم میلادي کال کښې مړ شو.

««««««««««««

یو سلو یو نوي کاله پخوا، د دولس سوه شپږ څلویښتم هجري قمري کال د ذیقعدې میاشت په څلورویشتمه نیټه، په شریف العلماء مشهور یو زاهد فقیه او نامتو عالم آیت ا... محمد شریف مازندراني د طاعون ناروغئ په وجه وفات شو. هغه په دولس سوه پینځم قمري کال کښې د کربلا په سپیڅلي ښار کښې وزیږید او اسلامي علوم یې د صاحب ریاض او سید محمد مجاهد په شان له لویو عالمانو څخه زده کړل.  شریف العلماء وروسته د ایران او عراق په بیلا بیلو ښارونو کښې د بیلا بیلو عالمانو محضر ته ورسید او وروسته یو ځل بیا کربلا ته ولاړ او په جدي توګه یې تدریس پیل کړ. هغه د لږ عمر باوجود، ډیر شاګردان و روزل او د اصول علم له بنسټګرو ګڼل کیږي.

««««««««««««

شپږ نوي کاله پخوا، د دولس سوه نهه نوېم هجري لمریز کال د وږي په شپږمه نیټه، یو ایرانی مسلمان عارف او عالم  آیت ا... میرزا محمد تقي ګلشن حائري شیرازي وفات شو. هغه په دولس سوه دوه دیرشم لمریز کال کښې په شیراز کښې او په مذهبي کورنۍ کښې و زیږید. محمد تقي شیرازي له هغه وروسته په ماشومتوب کښې له خپل پلار سره کربلا ته ولاړ او د دیني درسونو له ترسره کولو وروسته په تر ټولو فاضلو استادانو کښې و ګڼل شو او تدریس ته یې مخه کړه او ډیر شاګردان یې و روزل. د میرزا شیرازي د عمر  وروستئ پړاؤ د انګریز استعمارګرانو په وسیله د عراق له نیواک سره مخامخ شو او هغه په علم، تقوی او دیني شهامت کښې له ترټولو مشهورو روحانیانو په توګه د انګریز نیوکګرو پر ضد د مسلمانانو د انقلاب مشر او بیرغچي ؤ. د عراق پر جنوب د انګریزانو له تیري سره په یو وخت میرزا شیرازي په خپلو فتوو سره د انګریز ځواکونو پر ضد خلک پاڅون ته راوباله او د انګلستان حکومت یې له خپلو دريځونو څخه شاتګ ته مجبور کړ. دغه مجاهد عالم او پوه فقیه بالاخره په اته شپیته کلنۍ کښې وفات شو. میرزا شیرازي د ګڼ شمیرو قلمي آثارو او تالیفاتو لرونکئ دی چې پکښې کولئ شو شرح مکاسب شیخ مرتضی انصاري، شرح منظومه رضائیه تالیف سید صدر الدین عاملي، القصائد الفاخره فی مدح العترة الطاهره او رساله عملیه ته اشاره وکړو.

 

مترجم: ذیشان حیدر بنګش

 

ټیګونه