Aug 28, 2016 11:39 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۱۶۲

نن د یکشنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د وږي د میاشتې اوومه نیټه ده چې د څوارلس سوه اووه دیرشم هجري قمري کال د ذیقعدې د میاشتې له پینځه ویشتمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د اګست له اته ویشتمې نیټی سره برابره ده.

««««««««««««

یو زرو څلور سوه اووه ویشت کاله پخوا، د لسم هجري قمري کال د ذیقعدې د میاشتې په پینځه ویشتمه نیټه، د اسلام ګران پيغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) له خپلو څه د پاسه یو لک ملګرو او مسلمانانو سره د خدائ د کور د زیارت په نیت له مدینې ښاره  سفر پیل کړ. پیغمبر اکرم (ص) مدینې ته د هجرت له وخته درې ځلې د خدائ د کور د زیارت په نیت د مکې مکرمې په لور  ولاړ  خو یواځې دوه ځلې د حج  د مناسکو په ترسره کولو بریالئ  شو. هغه حضرت (ص) حج  ته پخپل وروستي سفر کښې د دغې الهي فریضې د ترسره کولو په وخت مسلمانانو ته  د حج  د صحیح ترسره کولو څرنګوالی  ورزده کړ.

حضرت رسول اکرم (ص) بیا له مکې سره نزدې په غدیر خم کښې مخکښې له دې چې حاجیان خواره واره شي، د خدائ تعالی جل جلاله  له  طرفه  یې حضرت علي علیه السلام د خپل ځائ ناستي په توګه معرفي کړ او بیا مدینې منورې ته روان شو. د اسلام  د ګران پیغمبر(ص) دغه وروستی حج بیا وروسته په حجة الوداع مشهور شو. هغه حضرت (ص) له دغه  برکتناک سفره څو میاشتې وروسته  د حق تعالی دیدار ته  ولاړ.

««««««««««««

څلور شپیته کاله پخوا، د دیارلس سوه یو دیرشم هجري لمریز کال د وږي په اومه نیټه، د تقلید یو ستر مرجع آیت ا... العظمی سید محمد تقي خوانساري وفات شو. هغه په دولس سوه اوه شپیتم هجري لمریز کال کښې د ایران په مرکزي ښار خوانسار کښې وزیږید. آیت ا... خوانساري د فقې، د فقې اصول او فلسفې څانګې په عراق کښې د نجف اشرف په علمیه حوزې کښې د نامتو استادانو په محضر کښې زده کړې. هغه په عراق کښې د دغه هیواد خلکو تر څنګ له  انګریز  ځواکونو سره په جنګ کښې ګډون وکړ، خو د هغو پر لاس ونیوئ شو او سنګاپور ته جلاوطن شو. آیت ا... خوانساري په جلاوطنئ کښې له څلورو کالو اقامت وروسته، ایران ته راستون شو او د قم په علمیه حوزې کښې یې تدریس پیل کړ او څو موده وروسته د مرجعیت مقام ته ورسید. هغه په ایران کښې هم د انګلستان استعمار پر ضد له مبارزې لاس وانه خیسته او د تیلو صنعت د ملي کیدا او له هغه څخه د انګلستان لاس د لنډولو لپاره د ایران د خلکو له مبارزو ملاتړ وکړ.

««««««««««««

اووه څلویښت کاله پخوا، د دیارلس سوه اته څلویښتم هجري لمریز کال د وږي په اومه نیټه، یو ایرانی اړونده سیاستوال سید ضیاء الدین طباطبایي وفات شو. هغه په دولس سوه اته شپیتم لمریز کال کښې د ایران په جنوب کښې په شیراز کښې و زیږید او نویو علومو او تر حده یې دیني علومو ته مخه کړه. طباطبایي همداراز وکړئ شول د انګلیسي، فرانسوي او روسي ژبې زده کړي. د مشروطه انقلاب په دور کښې، هغه په ظاهر کښې له مشروطه غواړو څخه ؤ او څو ورځپاڼې یې چاپ کړې چې هره یوه په یوه دلیل بنده شوه. د سید ضیاء الدین طباطبايي سیاسي تګ لاره چې د ژوند تر وروستیو پورې یې هغې ته دوام ورکړ، په ایران کښې د استعماري انګلستان له سیاستونو پلوئ ؤ. په همدی دلیل په دولس سوه نهه نوېم لمریز کال کښې د انګلستان په کودتا کښې هغه د رضا خان په څنګ کښې اصلي رول لوباوه او د قاجار لړۍ د وروستي باچا د احمد شاه لخوا،  لومړي وزارت ته غوره شو. خو د هغه غلطو سیاستونو او له سید ضیاء الدین سره د رضا خان سیالي درې میاشتې وروسته د هغه د نسکوریدا لامل شوه. په عین حال کښې طباطبایي د پهلوي دور د سیاسي تاریخ په اوږدو کښې، همهغه راز د انګلستان د باور وړ کس په توګه مطرح ؤ او هیڅ کله یې د خپل اولس د ګټو په لاره کښې حرکت ونکړ.

««««««««««««

شپږویشت کاله پخوا، د دیارلس سوه نهه شپیتم هجري لمریز کال د وږي میاشت په اومه نیټه، د مسلمانانو د تقلید مرجع آیت ا... العظمی سید شهاب الدین مرعشي نجفي په شپږ نوي کلنۍ کښې له نړۍ سترګې پټې کړې او د قم په مذهبي ښار کښې په خپل لوئ کتابتون کښې خاورو ته وسپارل شو. دغه رباني عالم د فقې، د فقې اصول، حدیث، تفسیر، کلام او مباني اخلاق په عراق کښې د کاظمین او نجف ښارونو په علمیه حوزو کښې زده کړل او د اجتهاد درجې له ترلاسه کولو وروسته د آیت ا... حائري یزدي په وړاندیز، د قم په علمیه حوزې کښې په تدریس او څیړنې بوخت شو. آیت ا... مرعشي نجفي په قم کښې هم له مطالعې غافل پاتی نشو او د عرفان، عقلي علومو، ریاضیاتو، کیمیا،ادبیاتو او په  تیره بیا د رجال علم په زمینه کښې خپل دانش ته پراختیا و بخښله. هغه د شاه رژیم پر ضد د عالمانو او روحانیانو په مبارزو کښې تل د ایران د اسلامي انقلاب د فقید مشر حضرت امام خمیني (رح) ملګری او له هغه سره یو ځائ ؤ. له ارواښاد آیت ا... مرعشي نجفي څخه د فقې، د فقې اصول، حدیث، رجال او عرفان په زمینه کښې ګڼ شمیر تالیفات په یادګار پاتی دي. د آیت ا... مرعشي نجفي یوډیر مهم یادګار په قم کښې د عمومي کتابتون جوړول دي چې په خپل ډول کښې کم ساری دی او په هغه کښې، له دریو لکو زیات کتابونه ساتل کیږي.

««««««««««««

او له ننه درویشت کاله پخوا، د نولس سوه درې نوېم میلادي کال د اګست په اته ویشتمه نیټه، د پي ـ ایل ـ او مشر یاسر عرفات او د صیهونیسټي رژیم د هغه وخت لومړي وزیر اسحاق رابین تر مینځ د سولې تړون لاس لیک شو. بیل کلینټن په نولس سوه دوه نوېم میلادي کال کښې د امریکی اولس مشرۍ ته له غوره کیدا وروسته، په مینځني ختیځ کښې د سولې ټینګیدا او د عربو او اسرائیل تر مینځ روغه جوړه یې د خپل بهرني سیاست د لومړیتوب په توګه اعلان کړ او د صیهونیسټي رژیم لومړی وزیر اسحاق رابین او د پي ـ ایل ـ او مشر یاسر عرفات یې د سولې د خبرو اترو د تر سره کولو لپاره واشینګټن ته وبلل. یاسرعرفات او رابین په واشنګټن کښې د اوږدو خبرو اترو پسی چې د امریکی د اولس مشر په شتون کښې ترسره شوې، بالاخره د نولس سوه درې نوېم میلادي کال د اګست په اته ویشتمه نیټه،یو تړون لاس لیک کړ چې له مخې یې، پي ـ ایل ـ او د صیهونیسټ رژیم له جوړیدا د پینځه څلویښت کلونو په تیریدا پسی د دغه رژیم موجودیت په رسمیت و پیژانده او په مقابل کښې اسرائیل هم ژمن شو چې د غزې تراړې پشمول د فلسطین د نیواکي سیمو د یوې برخې د چارو اداره کول فلسطینیانو ته ورکړي. د عرفات او رابین تړون هم په اسرائیل کښې او هم د فلسطینیانو په مینځ کښې له سختو مخالفتونو سره  مخامخ شو او ډیر اعتراضات یې را وپارول. د فلسطین مبارزو ټولنو د ډیرو کمو امتیازاتو په بدل کښې چې فلسطینیانو ته ورکړل شوي وو، د اسرائیلو په رسمیت پیژندل، د فلسطین ایډیال ته خیانت و باله او افراطي صیهونیسټانوهم رابین فلسطینیانو ته د نیواکي مځکو د یوې برخې د سپارلو په خاطر په خیانت تورن کړ. له دغې موافقې سره سره، اسرائیل په  خپلو ژمنو عمل ونکړ او په ورپسی کلونو کښې یې، همهغه راز خپلو تیریو ته دوام ورکړ.

 

مترجم: ذیشان حیدر بنګش

 

ټیګونه