Aug 30, 2016 11:09 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۱۶۳

نن د دوشنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د وږي د میاشتې اتمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اووه دیرشم هجري قمري کال د ذیقعدې د میاشتې له شپږویشتمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د اګست له نهه ویشتمې نیټی سره برابره ده.

««««««««««««

د ایران په کال هینداره کښې د وږي د میاشتې اتمه نیټه، له ترهګرۍ سره د مبارزې ورځ نومول شوي ده.

د دې ورځې د نومولو وجه د ایران د اسلامي جمهوریت د هغه وخت د ولسمشر محمد علی رجایي او لومړي وزیر حجت الاسلام محمد جواد باهنر  ترور ؤ. څلور دیرش کاله پخوا، د ایران د اسلامي جمهوریت  د  نوي او ولسي نظام مخالفانو چې د ډیموکریسي غواړو ادعا کونکو لویدیځو حکومتونو ملاتړ ورسره ؤ، د لومړي وزارت په دفتر کښې د یوه بم په چاودولو سره ولسي او انقلابي  ولسمشر او  لومړی وزیر شهیدان کړل. شهید رجایي خپل اجتماعي فعالیتونه په معلمي سره پیل کړل. هغه سره له تدریس له باچا رژیم سره مبارزه پیل کړه او دغې مبارزې ته يې د زندانونو او ډیرو شکنجو له زغملو سره  د اسلامي انقلاب تر بریالیتوبه دوام ورکړ. شهید رجایي د اسلامي انقلاب له بریالیتوبه وروسته د ښونې او روزنې و وزارت، د اسلامي شورا جرګې د استازیتوب، لومړي وزارت او ولسمشرۍ په مقامونو کښې خدمتونه وکړل. هغه د ولسمشرۍ په پړاؤ کښې، روحاني اندیشمند او پوه ډاکټر محمد جواد باهنر چې د باچا رژیم پر ضد مبارزې کښې یې ځلانده مخینه درلوده،لومړی وزیر و ټاکه. لکه څنګه چې شهیدان رجایي او باهنر مخلص، خاکساره او په عین حال کښې سخت هڅانده او د اسلامي انقلاب د لوړو موخو د پرځایښت په لاره کښې پایښته انسانان وو، د انقلاب د دښمنانو د غوسې وړ و ګرځیدل او د منافقینو ډلګۍ چې له یوې مودې یې د ایران د اسلامي جمهوریت پر ضد وسله وال جنګ او ترور پیل کړئ ؤ،په همداسی ورځ د لومړی وزیر په دفتر کښې له بم کیښودلو سره یې  رجایي او باهنر شهیدان کړل. د اسلامي انقلاب فقید مشرحضرت امام خمیني (رح)، د رجایي او باهنر له شهادت وروسته په یوې وینا کښې وویل: د ښاغلي رجایي او د ښاغلي باهنر ارزښت دا ؤ چې له خلکو سره وو.

««««««««««««

اوه سوه پینځلس کاله پخوا، د اوه سوه دوه ویشتم هجري قمري کال د ذیقعدې میاشت په شپږویشتمه نیټه، یو مسلمان ادیب، متکلم، مفسر او فقیه مسعود بن عمر تفتازاني د ایران په شمال ختیځ کښې له قوچان ښار سره نږدې وزیږید. هغه د خپل عمر یوه موده د علم ترلاسه کولو لپاره د خراسان او دمرکزي اسیا ښارونو ته په سفر کښې تیره کړه. علامه تفتازاني د خپلې علمي احاطې او نبوغ په وجه،خپل تالیف او لیکنه ډیر ژر او له شپاړس کلنۍ پیل کړه او ډیر کتابونه یې په یادګار پریښودل چې له هغو څخه یو لړ اوس هم په علمیه حوزو کښې موجود دي. د تفتازاني په کتابونو کښې کولئ شو المطول، الارشاد او مختصر المعاني ته اشاره وکړو. هغه د خپل عمر وروستي شل کاله د ګورکاني لړۍ د مشهور باچا امیر تیمور په بلنه د ازبکستان په ختیځ کښې په سمرقند ښار کښې تیر کړل او ډیر شاګردان یې وروزل. علامه تفتازاني بالاخره په اوه سوه دوه نوېم هجري قمري کال کښې په همدی ښار کښې وفات شو.

««««««««««««

یو سلو نهه کاله پخوا، د دولس سوه شپږ اتیایم هجري لمریز کال د وږي په اتمه نیټه،د محمد علی شاه قاجار په دور کښې د انګلستان او روسیې تر مینځ د ایران د ویشلو شرمناکه معاهده لاس لیک شوه. روسیې او انګلستان په ایران کښې د خپلې ګټې لپاره له پخواؤ کلونو سخته سیالي درلوده . هر هغه امتیاز چې په دغو دواړو هیوادونو کښې یوه ترلاسه کاوه، بل به هڅه کوله، هغه ته ورته امتیاز ترلاسه کړي. سره له دی، له مشروطه انقلاب وروسته د روسیې او انګلستان تر مینځ ناڅاپه یوه موافقه کیږي چې له مخې یې ایران د خپل نفوذ په سیمو ویشل کیږي. د ایران د ویشلو تړون پر اساس، د هیواد مرکزي سیمه بی طرفه اعلان شوه. د ایران شمالي سیمې او د لویدیځ یوه برخه د روسيې تر کنټرول لاندی وګرځیده او جنوبي سیمې هم د انګلستان په نفوذي سیمې بدلې شوې. دغه تړون په داسی حال کښې لاس لیک شو چې د ایران حکومت د قاجاري باچایانو د بی کفایتي په وجه ډیر کمزورئ شوې ؤ چې روسیې او انګلستان د دغه تړون د تړلو لپاره حتی د ایران له حکومت سره هم مشوره ونکړه. دغه تړون چې په نولس سوه اوم تړون مشهور شو، د ایران د خلکو غوسه راوپاروله  او د ملي شورا جرګې هم له هغو سره مخالفت وکړ. د دغه تړون له تصویبیدا د جرګې له ډډې سره سم په شوروي کښې تر کمونیسټي انقلاب وروسته هم  د انګلستان او روسیې ځواکونه له ایرانه و نه وتل.

««««««««««««

څلور اویا کاله پخوا، د دیارلس سوه یویشتم هجري لمریز کال د وږي میاشت په اتمه نیټه، رباني عارف او عالم آیت ا... شیخ حسنعلی نخودکي اصفهاني وفات شو. په نخودکي مشهور آیت ا... شیخ حسنعلی اصفهاني له ماشومتوبه په تزکیه نفس، تهجد او عبادت کښې هڅه او ډیر جدیت درلود. هغه مقدماتي زده کړې په اصفهان کښې ترسره کړې او همهغه وخت یې ریاضیات، حساب او فلسفه د آخوند ملا محمد کاشي او جهانګیر خان قشقایي له محضره زده کړل. وروسته نجف اشرف ته ولاړ  او د سید محمد فشارکي، سید مرتضی کشمیري او ملا اسماعیل قره باغي په شان د لویو استادانو په محضر کښې شاګردي وکړه. آیت ا... نخودکي اصفهاني له نجف اشرفه له مراجعت وروسته مشهد ته ولاړ او د دغه ښار د عالمانو له محضره یې هم استفاده وکړه. هغه له تدریس، څیړنو او ډیر عبادت سربیره، اړمنو او بی وزلو ته ځانګړی پام درلود. آیت ا... نخودکي اصفهاني د خپل ژوند ډیرې ورځې په ستړي کونکي ریاضتونو کښې تیرې کړې. هغه ډیر کرامات او مقامات درلودل چې د هغه د کرامتونو او غیر عادي کارونو د یوې برخې شرحه د هغه د زوئ په وسیله  د نشان از بی نشان ها تر عنوان لاندې په یوه کتاب کښې راغونډه او خپره شوه.

««««««««««««

او له ننه نهه ویشت کاله پخوا، د نولس سوه اوه اتیایم میلادي کال د اګست په نهه ویشتمه نیټه،د فلسطین یو مشهور کاریکاټوریسټ اوطراح ناجی العلی چې د صیهونیسټ رژیم د جاسوسي ادارې د موساد د عواملو په وسیله په لندن کښې ترور شوئ ؤ، له اته دیرش ورځنی بی حسئ وروسته وفات شو. ناجی العلی په نولس سوه اوه دیرشم میلادي کال کښې په فلسطین کښې و زیږید او په ماشومتوب کښې، د صیهونیسټ رژیم د نیواک او تاؤ تریخوالي په وجه له خپلې کورنۍ سره د خپل وطن پریښودلو او د لبنان په جنوب کښې د عین الحلوه په کیمپ کښې اوسیدلو ته مجبور شو. هغه چې د فلسطینیانو له درد او غم او د صیهونیسټ رژیم له جنایتو سره له ډیرې نږدې آشنا ؤ، د خپل هنري ‌ذوق او ګروهنې پر اساس، کاریکاتور او طراحی ته مخه کړه او په خپلو کاریکاتورونو سره یې  صیهونیسټ رژیم  او د هغه جنایتونه څرګندول او عمومي افکار یې پوهول. بالاخره د موساد ترهګرو هغه د نولس سوه اوه اتیایم میلادي کال د جولایي په دوه ویشتمه نیټه په داسی حال کښې چې هغه په لندن کښې د خپل کار دفتر ته تله، په نښه کړ او هغه په همداسی ورځ وفات شو. د خپرونکو نړیوالې اتحادیې د دغه فلسطیني مبارز هنروال له مړینې شپږ میاشتې وروسته د آزادئ د سرو زرو د قلم جایزه هغه ته وړاندی کړه.

 

مترجم: ذیشان حیدر بنګش

 

ټیګونه