Aug 30, 2016 11:11 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۱۶۴

نن د سه شنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د وږي د میاشتې نهمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اووه دیرشم هجري قمري کال د ذیقعدې د میاشتې له اووه ویشتمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د اګست د میاشتې له دیرشمې نیټی سره برابره ده.

««««««««««««

پینځه ویشت کاله پخوا، د نولس سوه یو نوېم میلادي کال داګست په دیرشمه نیټه، د آذربایجان جمهوریت له شوروي څخه خپلواکي اعلان کړه. دغه ټاټوبی د دریمې میلادي پیړۍ له لومړیو د ایران د ساسانیانو لړۍ تر نیواک لاندی راغئ او د تاریخ په زیاتره پړاؤنو کښې د ایران یوه برخه وه. د نولسمې میلادي پیړۍ په لومړیو کښې په روس کښې د تزاري امپراتورئ په پراختیا غوښتنې پسی د ایران او روسیې تر مینځ جنګونه رامینځته شول چې د ایران په ماتي سره ختم شول او په نتیجې کښې د آذربایجان شمالي برخه په اتلس سوه دیارلسم میلادي کال کښې د ګلستان تړون له امله د روسیې تر کنټرول لاندی راغله. په روسیې کښې د انقلاب له رامینځته کیدا پسی آذربایجان له نولس سوه اتلسم میلادي کاله په جمهوري نظام سره خپلواک شو، خو د هغو خپلواکئ تر دوو کالو زیاته اوږده نشوه او آذربایجان د شوروي په یوه جمهوریت بدل شو. د شوروي د دړې وړې کیدا په درشل کښې د نولس سوه اتیایمې لسیزې په وروستیو کښې په آذربایجان جمهوریت او همدغه راز د دغه هیواد د ننه د قره باغ په ارمني میشته سیمه کښې خپلواکي غواړي فعالیتونه زیات شول. د آذربایجان جمهوریت د نولس سوه یو نوېم میلادي کال د اګست په دیرشمه نیټه په داسی حال کښې په رسمي توګه خپلواکي اعلان کړه چې له خپل ګاونډي ارمنستان سره د قره باغ سیمې پر سر ډیر اختلاف او نښته درلوده او دغه ګډوډئ تر اوسه پورې دوام لري. د آذربایجان جمهوریت د آسیا په لویدیځ کښې او د کسپین سمندرګي په څنګ کښې، شپږ اتیا زره شپږ سوه مربع کلومیټره پراختیا لري او د ایران، ارمنستان، ګرجستان او روسیې له هیوادونو سره ګاونډئ دی.

««««««««««««

نولس کاله پخوا، د دیارلس سوه شپږ اویایم هجري لمریز کال د وږي د میاشتې په نهمه نیټه، د ایران د دودیزې معمارۍ یو نامتو څیړاند او لیکوال محمد کریم پیرنیا وفات شو. هغه په دولس سوه نهه نوېم هجري لمریز کال کښې د ایران په مرکز یزد ښار کښې وزیږید او د ښونځي تر کچې یې خپلې زده کړې همهغه ښار کښې ترسره کړې. پیرنیا بیا تهران ته راغئ او د ښکلو هنرونو په پوهنځي کښې يې د معمارۍ زده کولو ته مخه کړه. خو هغه د ایران په معمارۍ کښې  پوهنتوني درسونه بشپړ نه بلل او په همدې وجه یې د ایران له نامتو معمارانو سره  په خبرو اترو او  څیړنو لاس پورې کړ او د خپلو څیړنو نتیجې یې د مختلفو کتابونو او مقالو په بڼه  ټولو ته وړاندې کړې. استاد پیرنیا له عبري او عربي ژبو سربیره د ایران له لرغونی ژبې یعني پهلوي او میخي خط سره هم بلد ؤ. هغه چې د ایران د سنتي معمارۍ پلار ګڼل کیږي، همداراز د پوهنتون استاد هم ؤ. د دغه نامتو ایراني معمار له ټولو کتابونو څخه (آشنایي با معماری اسلامي ایران)، (هندسه در معماري) او (شیوه های معماري ایران) ته اشاره کولائ شو.

««««««««««««

پینځلس کاله پخوا، د دیارلس سوه اتیایم هجري لمریز کال  د وږي  د میاشتې په نهمه نیټه، ستر دیني عالم او نامتو مجاهد آیت ا... اسماعیل صالحي  مازندراني  وفات شو. هغه  په  دیارلس سوه دولسم هجري لمریز کال کښې د ایران  په  یوه شمالي ښار کښې وزیږید او په  ماشومتوب کښې يې قرآن کریم زده کړ. دغه  نامتو عالم  په  تهران، قم  او مشهدکښې دیني درسونه  تر لوړو سویو پورې زده کړل او پخپله يې بیا تر کلونو پورې تدریس ته مخه کړه. د علم او پوهې ترلاسه کولو، آیت ا...  صالحي مازندراني د پهلوي  رژیم  له  استبداد او ظلم سره  له مبارزې  غافل نه کړ تر دې  چې د باچا د خپل سري رژیم  لخوا په بند او جلاوطنۍ محکوم شو. هغه  د ایران د اسلامي  انقلاب  په  بهیر کښې  خپل فعالیتونه زیات کړل  او د اسلامي انقلاب  له بري وروسته  يې مهمې څوکۍ په غاړه درلودې. د هغه له ځينو آثارو (مناسک حج)، (مفتاح البصیره فی فقه  الشریعه)  او د ولایت فقیه په اثبات کښې  یوې رسالې ته اشاره کولئ شو.

««««««««««««

او له ننه یو کال پخوا، د څوارلس سوه شپږ دیرشم هجري قمري کال د ذیقعدې د میاشتې په اووه ویشتمه نیټه، د مسجد الحرام په ختیځه برخه کښې یو کرین نسکور شو او له امله یې په مکې کښې د خدائ د کور ګڼ شمیر حاجیان ووژل شول. په دغه پیښه کښې چې د ذیقعدې د میاشتې په اووه ویشتمه نیټه د جمعې په ورځ او د مازیګر لس پاسه پینځه بجې رامینځته شوه، یو کرین د مسجد الحرام په انګړ کښې نسکور شو چې له امله یې یو سلو اووه حاجیان مړه او دوه سوه اته دیرش نور ټپیان شول. زیاتره وژل شوي حاجیان هندیان، پاکستانیان، انډونیشیایي او ایراني وو. د سعودي حکومت د کرین د نسکوریدا عامل سخت باد او توپان اعلان کړ.  دغه پیښه چې په رامینځته کیدو کښې یې د عربستان د حکومت د لټۍ ثابتونکې ډیرې نښې نښانې پکښې وې، د همدغه کال په لوئ اختر کښې یې د منا د غمیزې سره مل د حج د مراسمو یوه ډيره ترخه پیښه رامینځته کړه.

 

مترجم: ذیشان حیدر بنګش  

 

 

ټیګونه