Aug 31, 2016 11:19 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۱۶۵

نن د چهارشنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د وږي د میاشتې لسمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اووه دیرشم هجري قمري کال د ذیقعدې د میاشتې له اته ویشتمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د اګست د میاشتې له یو دیرشمې نیټی سره برابره ده.

««««««««««««

یو زرو اووه اویا کاله پخوا، د درې سوه شپیتم هجري قمري کال د ذیقعدې میاشت په اته ویشتمه نیټه، مسلمان عالم ابو القاسم طبراني د ایران په تاریخي ښار اصفهان کښې وفات شو. هغه د څلورمې هجري قمري پیړۍ له مشهورو محدثانو او پوهانو څخه ؤ چې د دیني علومو د ترسره کولو او د حدیثونو د راغونډولو لپاره یې بیلا بیلو اسلامي هیوادونو ته سفر وکړ او له دریو دیرشو کالو مطالعې او څیړنې وروسته یې تدریس ته مخه کړه او ډیر شاګردان یې وروزل. طبراني د حدیث علم په باب درې ټولګې لیکلي دي چې د معجم کبیر، معجم وسط او معجم صغیر په نومونو مشهور دي.

ابوالقاسم طبرانی

 

««««««««««««

اووه سوه پینځه اتیا کاله پخوا، د شپږ سوه دوه پنځوسم هجري قمري کال د ذیقعدې میاشت په اته ویشتمه نیټه، د سوریې یو مشهور او پوه ډاکټر اسعد بن حلوان دمشقي وفات شو. هغه په پینځه سوه درې نوېم هجري قمري کال کښې وزیږید او د طبي علومو له زده کولو وروسته، د خپل وخت د نامتو او مشهورو طبیبانو په لیکه کښې راغئ. دغه تکړه طبیب له ادبیاتو، منطق او ریاضیات سره ډیر ښه اشنا ؤ او په دی ټولو څانګو کښې یې یو لړ اثار تالیف کړي دي.

اسعد بن حلوان دمشقی

 

««««««««««««

نهه پنځوس کاله پخوا،  د نولس سوه اووه پنځوسم میلادي کال  د اګست په یو دیرشمه نیټه، په  ختیځي آسیا کښې  د ملائیشیا هیواد  له انګلستانه خپلواکي ترلاسه کړه. د ملائیشیا خلکو  له  دیارلسمې میلادي پیړۍ  راهیسې  سوکه سوکه اسلام ته ګروهنه پیداکړه. د شپاړسمې میلادي پیړۍ  له لومړیو په دغه  هیواد کښې د اروپا نفوذ د پرتګال د یوه سمندرکچ کونکي البوکرک په ورتلو سره پیل شو. په  اوولسمې پيړۍکښې هالینډ  پر ملائیشیا مسلط شو او دغه هیواد يې خپله مستعمره کړه. په اتلس سوه څلورویشتم میلادي کال کښې  د انګلستان  او هالینډ  ترمینځ  د یوه تړون په ترسره کیدا سره  هالینډ  ملایشیا انګلستان ته،او انګلستان  هم انډونیشیا هالینډ ته  وسپارله. انګلستان د ملائیشیا استعمار ته د دغه هیواد تر خپلواکۍ پورې دوام  ورکړ.

د ملائیشیا فیډریشن  چې  په  مشروطه  سلطنتي حکومت سره اداره کیږي،  په  دوو جلا برخو سره  د جنوبي چین  د سمندر  په څنډه کښې  پروت دی. ملائیشیا  کابو درې لکه  دیرش  زره  مربع  کلومیټره  پراختیا لري او له تایلینډ او انډونیشیا سره  ګاونډی  هیواد  دی.

د ملائیشیا بیرغ

 

««««««««««««

یو پنځوس کاله پخوا، د دیارلس سوه څلور څلویښتم هجري لمریز کا ل د وږي میاشت په لسمه نیټه،په ایران کښې له اټومي ځواکه د استفادې کمیټی جوړه شوه. په دیارلس سوه پینځه دیرشم لمریز کال کښې د هغه وخت د ملي شورا جرګې د تهران پوهنتون اټومي مرکزجوړیدل تصویب کړ او د دیارلس سوه څلور څلویښتم لمریز کال په لیندۍ میاشت کښې د ایران پینځه میګاواتي ښونیز او څیړنیز ري ایکټر چې له امریکې څخه اخیستې شوئ ؤ، فعالیت ته چمتو شو او په دیارلس سوه پینځه څلویښتم لمریز کال کښې د تهران د امیرآباد په اټومي څیړنیز مرکز کښې ترې کار واخیستئ شو او تر اوسه هم د هغه فعالیت دوام لري. دغه ري ایکټر د اټومي انرژي د نړیوال اژانس لخوا جاجول کیږي، په دیارلس سوه دوه پنځوسم لمریز کال کښې د اټومي انرژي اداره جوړه شوه او ژر د اټومي بټیو د جوړولو لپاره  له اروپایي حکومتونو سره یې خبرې اترې وکړې. په دغو خبرو اترو پسی د جرمني او فرانسې دوه شرکتونه د ایران په جنوب کښې په بوشهر کښې د زر میګاواټي دوو اټومي ري ایکټرونو جوړولو او د هغو د سونګو پوره کولو ته ژمن شول. دغو دواړو شرکتونو د اسلامي انقلاب په بریالیتوب پسی د خپلو ژمنو په اپوټه د دغې بټۍ جوړول نیمګړي پریښودل. 

د تهران پوهنتون اټومي مرکز

 

««««««««««««

اته دیرش کاله پخوا،  د نولس سوه اته اویایم میلادي کال د اګست په یو دیرشمه نیټه، امام  موسی  صدر لبیا ته  د سفر  په  وخت  په  شکمن  ډول  ورک شو. امام  موسی صدر د ایران  د قم  په سپیڅلي ښار کښې  په نولس سوه اته ویشتم میلادي کال کښې  وزیږید. هغه  له  زده کړو وروسته  لبنان  ته لاړ. په هغه وخت کښې د لبنان  مسلمانانو  په  ډيرو  بدو  ټولنیزو سیاسي او اقتصادي شرائطو کښې  ژوند کاوه. له  دې امله امام موسی صدر د هغوئ د وضعیَت د ښه کولو لپاره  ډیر مهم او اساسي کارونه  وکړل او د لبنان په  پارلمان کښې يې د لبنان د شیعیانو د لوړې شورا په نامه د شیعیانو له  چارو سره  د اړونده تشکیلاتو پلان  تصویب  کړ او په همدې لړ کښې او همداراز د لبنان د مسلمانانو د دفاع لپاره يې (حرکت المحرومین) جوړ کړ. تر اوسه  پورې  د امام موسی صدر د برخلیک په باب د اطلاع موندلو لپاره ډيرې هلې ځلې ترسره شوي  چې څه خاص نتیجې ته  نه  دي رسیدلي.

امام موسی صدر

 

««««««««««««

او  له  ننه  یوولس کاله  پخوا،  د  دوه زره پینځم میلادي کال  د اګست  په  یو دیرشمه نیټه، د عراق  له  بغداد سره  نزدې  په  کاظمین  ښار کښې د ویر دستورو د ترسره کیدا په  وخت د دغه  هیواد  کابو  زر مسلمانان  ووژل شول. په دغو دستورو کښې د عراق  څه  د پاسه  یو میلیون  مسلمانان  د امامت  د لړۍ د اووم  ځلانده ستوري حضرت امام موسی کاظم (ع)  لپاره  په  ویر او ماتم  لګیا وو. په  عین حال کښې د څو چاودنو د غږ  له  اوریدو سره  په  یو وخت  د یو شمیر شکمنو کسانو خوځښتونه  له سیمې د وتلو لپاره  د دغه ستر ټول د لالهاندۍ لامل شول  چې  له  امله  يې په سلګونو کسان تر پښو لاندې شوي  او  د امامانو  پل د نسکوریدا او تر پښو لاندې کیدا په وجه   ووژل  او یا  ټپیان شول.

کاظمین

 

 

مترجم: ذیشان حیدر بنګش

 

ټیګونه