Sep 01, 2016 10:59 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۱۶۶

نن د پنج شنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د وږي د میاشتې یوولسمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اووه دیرشم هجري قمري کال د ذیقعدې د میاشتې له نهه ویشتمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د ستمبر له لومړی نیټی سره برابره ده.

««««««««««««

درې نوي کاله پخوا، د نولس سوه درویشتم میلادي کال  د ستمبر د میاشتې په لومړی نیټه، د جاپان هیواد یوې سختې زلزلې ولړزاوه او سخت تاوانونه یې ورته  واړول. په دغه اته اعشاریه درې ریشتره زلزله کښې تر یو لکه څلویښت زره زیات کسان ووژل شول. د دغه زلزلې زور تر دې حده ؤ چې د توکیو او یوکوهاما ځينې سیمې یې هم ولړزولې. پر سر تاوانونو سربیره، د جاپان ګڼ شمیر خلک بې کوره هم شول او د اوسیدلو کورونو ته زیات تاوانونه ورسیدل او ځيني پکښې ړنګ او په اور هم وسوځیدل.

««««««««««««

اووه اویا کاله پخوا، د نولس سوه نهه دیرشم میلادي کال د ستمبر په لومړی نیټه، په پولینډ باندې د نازي جرمني په حملې سره دوهم نړیوال جنګ پیل شو. هیټلر پر توکم پالو مفکورو په تکیې سره، خپلې پراختیا غوښتنې توجیهولې. هغه په لنډه موده کښې د شمالي آفریقا او د اروپا خاورې ستره برخه ونیوله. په عین حال کښې په دوهم نړیوال جنګ کښې د جرمني دوو متحدانو جاپان او ایټالیا هم په آفریقا او آسیا کښې د نورو سیمو نیوللو ته مخه کړه. خو د نولس سوه درې څلویښتم میلادي کال له لومړیو، لکه څنګه چې په شوروي کښې د جرمن پوځ د دغه هیواد د خلکو له سخت مقاومت سره مخامخ  شول او مخه یې ونیول شوه، د جرمنیانو د ماتیو لړۍ او شاتګ پیل شو او بالاخره د نولس سوه پینځه څلویښتم میلادي کال په مئی میاشت کښې بې له قید او شرطه تسلیم شول. خو په ختیځي آسیا کښې د جاپان مقاومت د نولس سوه پینځه څلویښتم میلادي کال په اګست کښې د هیروشیما او ناګاساکي د ایټمي بمباریو تر وخته دوام درلود. په دوهم نړیوال جنګ کښې نږدې څلویښت ملیونه خلک ووژل شول او بیلا بیلو هیوادونو ته په میلیارډونو ډالره تاوان ورسید.

««««««««««««

شپږ اویا کاله پخوا، د دیارلس سوه یو شپیتم هجري قمري کال د ذیقعدې میاشت په نهه ویشتمه نیټه، د نجف علمیه حوزې ستر استاد او شیعه فقیه آقا ضیاءالدین عراقي وفات شو. د څوارلسمې قمري پیړۍ ستر شیعه عالم  آقا ضیاءالدین عراقي په دولس سوه اته اویایم قمري کال کښې د ایران د یوه مرکزي ښار اراک په شا او خوا یوه کلي کښې وزیږید. هغه مقدماتي علوم په خپل زیږنځائ کښې زده کړل او وروسته یې په نجف کښې د آقا سید محمد فشارکي په محضر کښې  شتون وموند. آقا ضیاء عراقي بیا د نامتو استادانو د درس په کړۍ کښې ځای وموند او د خپل وخت لوړ مقامه فقیه، اصولي او د لومړۍ درجې د تقلید مرجع شو. آقا ضیاء، د آخوند خراساني له وفاته وروسته د درس خارج خپله حوزه جوړه کړه او د آخوند ډیر شاګردان یې خپل ټولګي ته جذب کړل. آقا ضیاء عراقي په بیان او د کلام په رواني، د لیکنو په رودې او ښه لیکلو کښې تر نورو زیات امتیاز درلودلې دی. د مقالات الاصول او شرح تبصره علامه کتابونه د دغه ستر شخصیت له قلمي اثارو څخه دي. آقا ضیاء په فقی کښې هم نور اثار لري. هغه په دیارلس سوه یو شپیتم قمري کال کښې په درې اتیا کلنۍ کښې په نجف اشرف کښې وفات شو.

««««««««««««

څلور پنځوس کاله پخوا، د دیارلس سوه یو څلویښتم لمریز کال د وږي میاشت په نولسمه نیټه،۷،۲ ریشتره زلزلې  د ایران په شمال لویدیځ کښې د بوئین زهرا اولسوالئ و لړزوله. په دغې بوږنونکي زلزلې کښې، له شلو زرو زیات کسان و وژل او په زرګونو کسان ټپیان شول. په شپې مهال دغې زلزلې پیښیدا د دی لامل شوه چې کم شمیر خلک ځانونه و ژغورل شي. د بوئین زهرا په زلزلې کښې، یو سلو شل کلي له خاورو سره خاورې شول او په سلګونو کورونو اساسي تاوانونه ولیدل. له دغې پیښې پسی د ایران خلکو سم لاسي خپلې مرستې سیمې ته ورسولې او د خپلو زلزله ځپلیو وطنوالو مرستې ته یې و دانګل. بوئین زهرا، یوه زلزله ایزه سیمه ده چې په دیارلس سوه یو اتیایم لمریز کال کښې هم یوه بله زلزله پکښې راغلي چې کابو درې سوه کسان پکښې وژل شوي وو.

««««««««««««

او د ستمبر لومړنی نیټه د ازبکستان د خلکو ملي ورځه ده. په نولس سوه یو نوېم میلادي کال کښې  په همداسی ورځ ازبکستان له شوروي څخه جلا کیدا وروسته خپلواکي اعلان کړه. د ازبکستان ټاټوبی چې د ایران په تاریخ کښې په ماوراء النهر یادیږي، په شپږمې میلادي پیړۍ کښې له میلاده مخکښې د هخامنشیانو د حکومت د قلمرو  برخه وه.  دغه ټاټوبی په ایران کښې د علم او ادب مرکز ؤ او د ابو نصر فارابي، ابو ریحان بیروني په شان لویئ پوهان او د رودکي او نظامي عروضي په شان نامتو شاعران له هغه څخه راولاړ شوي دي. په ازبکستان کښې د روسیانو نفوذ د اتلسمې میلادي پیړۍ له وروستیو پیل شو او ورو ورو یې پراختیا ومونده، په دی ډول چې دغه ټاټوبی په اتلس سوه شپږ اویایم میلادي کال کښې د روسیې تر نیواک لاندې ورغئ او د شوروي د جمهوریتونو د اتحاد د یوه جمهوریت په توګه وګڼل شو. ازبکستان د شوروي په هغو پینځلسو جمهوریتونو کښې شامل ؤ چې د شوروي د دړې وړې کیدا په بهیر کښې یې خپلواکي اعلان کړه.

 

مترجم: ذیشان حیدر بنګش

 

ټیګونه