تاریخ پاڼه شماره ۱۶۷
نن د جمعې مبارکه ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د وږي د میاشتې دولسمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اووه دیرشم هجري قمري کال د ذیقعدې د میاشتې له دیرشمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د ستمبر له دوهمې نیټی سره برابره ده.
««««««««««««
یو زرو دوه سوه اوولس کاله پخوا، د دوه سوه شلم هجري قمري کال د ذیقعدې د میاشتې په دیرشمه نیټه، د اسلام د ګران پیغمبر (ص) یو لمسی او د امامت د لړۍ نهم ځلانده ستوری حضرت امام محمدتقي (ع) شهید شو. هغه بزرګوار د هغه بخښونکي خوئ په خاطر چې يې درلود، په (جواد) مشهور شو چې د بخښونکي په معنا دی. حضرت امام جواد (ع) د یو سلو پینځه نوېم هجري قمري کال د روژې په مبارکې میاشتې کښې نړۍ ته سترګې رڼې کړې او د خپل بزرګوار پلار حضرت امام رضا (ع) له شهادته وروسته يې د مسلمانانو امامت او مشري په غاړه واخیسته. حضرت امام جواد (ع) د امامت او ژوند پړاؤ د اسلامي تمدن او د اعتقادي او فلسفي لیدتوګو د دودیدا او غوړیدا او اسلامي نړۍ ته د روم او یونان د لویدیځي مکتبونو د ورتلو زمانه وه. په دغه پړاؤ کښې د حضرت امام جواد (ع) د معنوي مقام او علمي عظمت ته په پام سره عالمانو او پوهانو له هر پلوه د هغه بزرګوار له علم او پوهې څخه د استفادې لپاره مدینې ته مخه کوله. د بیلابیلو مذهبونو له پوهانو سره د بحث او مناظرو د غونډو ترسره کیدا، د خلکو په تیره بیا د پوهانو د ښونې او روزنې او همداراز د وخت د حاکمانو د ولسي ضد او انساني ضد سیاستونو د ایشواکیدا د غونډو جوړیدا د امام بزرګوار په سیاسي، کلتوري او علمي فعالیتونو کښې شامل وو. د حضرت امام جواد (ع) دغه شان فعالیتونو خلک پوهول او د عباسي لړۍ ظالمانه حکومت يې له خطرې سره مخامخ کاوه. له همدې امله د وخت واکمن معتصم، حضرت امام جواد (ع) په داسې حال کښې چې له پینځه ویشتو کالو زیات عمر يې نه درلوده، شهید کړ. د هغه بزرګوار وار مخکښې شهادت د دې ټکي ښودنه کوي چې د ظلم او ستم او کړاؤ حکومتونو د دغه امام بزرګوار د روڼ اندیو او اسلامي ارزښتونو او کلتور په ساتنې کښې د هغه له فعالیتونو خطر محسوساوه .
د حضرت امام محمد تقي (ع) د شهادت په مناسبت د تسلیت په ویلو سره د هغه بزرګوار یو قول ستاسو په خدمت کښې وړاندې کوو. هغه بزرګوار فرمايي : هغه څوک چې له پوهیدا پرته عمل کوي، له دې زیات چې اصلاح وکړي ، فساد او تباهي رامینځته کوي.
««««««««««««
دوه سوه پینځلس کاله پخوا، د اتلس سوه لومړي میلادي کال د ستمبر په دوهمه نیټه، له ګڼ شمیرو نښتو وروسته چې له یوې خوا د انګلستان پوځ او عثماني ځواکونو او له بلې خوا د فرانسوي څواکونو تر مینځ رامینځته شوې، بالاخره فرانسویانو ماتي وخواړه او مصر یې په پوره توګه پریښود. د ویلو ده چې له هغه وروسته چې نیپولین د مصر ټاټوبی و نیوه، انګلستان چې په هغه وخت کښې په پوځي او اقتصادي زمینو کښې د فرانسې اصلي او ستر سیال ؤ، خپلې ګټې په خطر کښې لیدې. په همدی وجه انګلستان له مصر څخه د فرانسویانو د ایستلو او د فرانسې پوځ د پرمختګ د مخه نیولو لپاره ، له عثماني امپراتورئ سره یو ځائ شو. فرانسې ته د نیپولین له ستانیدا وروسته، فرانسوي ځواکونو د هغه په نه شتون کښې، په مصر کښې ورو ورو خپل اقتدار له لاسه ورکړ او د عثمانیانو او انګریزانو د پرله پسی حملو له امله د کمزورتیا په خاطر بالاخره له مصره وتلو ته اړ شول.
««««««««««««
یو سلو یو پنځوس کاله پخوا، د اتلس سوه پینځه شپیتم میلادي کال د ستمبر په دوهمه نیټه، یو ایرلینډي فیزیک پوه او ریاضي پوه ویلیم روان همیلټن مړ شو. هغه په اتلس سوه پینځم میلادي کال کښې و زیږید او په همهغه ماشومتوب کښې یې خپله هوښیارتیا او وړتیا وښودله. همیلټن د خپل تره تر تعلیم لاندې چې یو ژب پیژاندی پادري ؤ، تر دیارلس کلنۍ بیلا بیلې ژبې زده کړې. په هغه وخت کښې، هغه د علومو زده کولو ته مخه کړه او د ستور پیژاندنې په تیره بیا د رڼا د بحثونو په برخه کښې د پام وړ پرمختګ وکړ او په دوه ویشت کلنۍ کښې د ستور پیژاندنې استاد شو. همیلټن د فیزیک او ریاضي په زمینه کښې هم مطالعې ته مخه کړه او یو لړ قوانین یې کشف کړل.
««««««««««««
یو سلو یو کاله پخوا، د دولس سوه څلور نوېم هجري لمریز کال د وږي میاشت په دولسمه نیټه، د انګریز نیواکګرو پر ضد د مبارزې مشر رئیسعلي دلواري د ایران په جنوب کښې شهید کړئ شو. د لومړني نړیوال جنګ په پیل کښې، د روسیې ځواکونو له شمال څخه او انګلستان له جنوب څخه د ایران په نیولو پسی شول. په دغه وخت کښې رئیسعلي دلواري له هیواد څخه د دفاع د ضرورت په اړه د عالمانو د جهاد حکم پر اساس، خلک له انګریزانو سره مقابلې ته وبلل. هغه او د هغه میړانه جنګیالانو په ځلونو د ایران په جنوب کښې د مهم بندر د بوشهر د نیولو لپاره د انګلستان د وسله والو ځواکونو حملې ناکامه کړې. د انګریز تیریګرو ځواکونو په مقابلې کښې د تنګستان( چې له بوشهر سره نږدې پروت دی) د خلکو مقاومت او پاڅون تر اوو کالو دوام وموند.
««««««««««««
یو اویا کاله پخوا، د نولس سوه پینځه څلویښتم میلادي کال د ستمبر په دوهمه نیټه، د ویتنام ډیموکریټیک جمهوریت خپلواکه شو او دغه ورځ، د دغه هیواد د ملي ورځې په توګه ونومول شوه. ویتنام د نولسمې میلادي پیړۍ په مینځنیو کښې د فرانسې تر استعمار او نیواک لاندې راغئ. خو په نولس سوه څلویښتم میلادي کال کښې د دوهم نړیوال جنګ په بهیر کښې، د جرمني په لاس د فرانسې له ماتي وروسته د جاپان امپراتورئ د پاریس له کمزورتیا په استفادې سره ویتنام ونیوه. ویتنام، د دوهم نړیوال جنګ تر ختمیدا او د جاپان ماتي پوري د دغه هیواد تر نیواک لاندې ؤ. په دغه وخت کښې د هوشي مینه په مشرۍ کښې د هندوچین مقاومتي غورځنګ د ویتنام کنټرول په لاس کښې واخیسته او په همداسی ورځ د ویتنام د جمهوریت جوړیدا اعلان شوه او څو میاشتې وروسته هوشي مینه د ویتنام د اولسمشرۍ په مقام غوره شو. په داسی حال کښې، فرانسویانو په نولس سوه شپږ څلویښتم میلادي کال کښې بیا پر ویتنام حمله وکړه او په دی ډول، د ویتنام د وحدت او خپلواکي ساتنې لپاره له فرانسوي استعمارګرانو او وروسته امریکايي تیریګرو سره د ویتنامیانو یو اوږد او ستر جنګ پیل شو. د دغه هیواد د خلکو له مبارزې او مقاومت سره فرانسې په نولس سوه څلور پنځوسم او امریکی په نولس سوه پینځه اویایم میلادي کال کښې ماتي وخواړه او ویتنام یو ځل بیا خپلواکه او متحد شو.
ویتنام په درې لکه نهه ویشت زره پینځه سوه شپږ شپیته مربع کلومیټره پراختیاسره د آسیا لویې وچې په جنوب ختیځ کښې پروت دی او د چین، لاؤس او کمبوډیا له هیوادونو سره ګاونډئ دی.
««««««««««««
او له ننه یو اویا کاله پخوا، د نولس سوه پینځه څلویښتم میلادي کال د ستمبر په دوهمه نیټه، د جاپان له قید او شرطه پرته په تسلیمیدا سره دوهم نړیوال جنګ ختم شو. د جنګ په وروستیو کښې له متفقینو ځواکونو په لاس د جاپان له پرله پسی ماتیو او د امریکی په وسیله پر ناګاساکي او هیروشیما ښارونو له اټومي بمباریو وروسته جاپان تسلیمیدو ته اړ شو. له دغې پیښې وروسته چې د جرمني له تسلیمیدا څلور میاشتې وروسته رامینځته شوه، د پوتسدام معاهدې پر اساس، متفقینو جاپان ونیوه او د جاپان قومنداني یې یوه امریکایي جنرال میک آرتور ته وسپارله . په نولس سوه یوه پنځوسم میلادي کال کښې نهه څلویښت هیوادونو له جاپان سره د سولې تړون لاس لیک کړ او یو کال وروسته، جاپان بیا خپله واکمني ترلاسه کړه.
مترجم: ذیشان حیدر بنګش