Sep 03, 2016 14:19 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۱۶۸

نن د شنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د وږي د میاشتې دیارلسمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اووه دیرشم هجري قمري کال د ذی الحجې د میاشتې له لومړی او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د ستمبر له دریمې نیټی سره برابره ده.

««««««««««««

یو زرو څلور سوه پینځه دیرش کاله پخوا، د دوهم هجري قمري کال د ذیی الحجې په لومړی نیټه، د رسول اکرم(ص) لور،حضرت فاطمه زهرا (س) او د پيغمبر ( ص) زوم حضرت علي ( ع) ګډ ژوند پیل کړ. حضرت فاطمه ( س) یوه غوره او پاکه میرمن وه، چې پياوړو مسلمانو شخصیتونو ورسره د واده کولو غوښتنه کوله  .خو رسول اکرم (ص) فرمايل، چې د فاطمې واده د خدای ج په غوښتنه پورې اړه لري . بالاخره حضرت علي (ع) حضرت فاطمه ( س) له رسول اکرم (ص) څخه وغوښته او پيغمبر  اکرم (ص) له فاطمې (س) سره تر مشورې او د هغې دموافقې له تر لاسه کولو وروسته، د هغوی نکاح وکړه. له واده وروسته دغو دوو وتلو انسانانو، ساده ، خو د معنویت او مینې ډک ژوند پيل کړ او په د غې د مینې ډکې کورنۍ کښې ، امام حسن ( ع)، امام حسین (ع) او حضرت زینب (س) په څیر لوی کسان، چې د بشپړو انسانانو بیلګې ګڼل کیږي، وروزل شول.

د حضرت امام علی (ع) او حضرت فاطمه (س) واده

 

««««««««««««

اته سوه یو پنځوس کاله پخوا، د پینځه سوه شپږ اتیایم هجري قمري کال د ذی الحجې میاشت په لومړی نیټه، یو لوی مسلمان مورخ او پوه ابن ابي الحدید و زیږید. په ابن ابي الحدید معتزلي مشهور ابو حامد عبدالحمید بن محمد مدایني د معتزلې یو لوئ عالم، فقیه، اصولي، حکیم، متکلم، شاعر او کاتب ؤ. د هغه د نهج البلاغې شرح چې عام او خاص شهرت یې درلود، د امیرالمؤمنین او پیغمبر اکرم (ص) د پاکی کورنۍ په اړه د هغه د مینې او دوستي ښودنه کوي. دغه اثر د کلامي، تاریخي او ادبي معتبرو او مهمو کتابونو څخه دی او تالیف یې  له همهغه وخته شهرت موندلئ او د مراجعې ځای او د پوهانو د استفادې وړ ګرځیدلئ دی. ابن ابي الحدید په مدائن کښې وزیږید او په شپږ سوه شپږ پنځوسم قمري کال کښې په اویا کلنۍ کښې په بغداد کښې وفات شو. شرح یاقوت ابن نوبخت، شرح محصل فخر رازي او القصائد السبع في مدح سیدنا علی (ع) د هغه له نورو اثارو څخه دي.

ابن ابی ‏الحدید

 

««««««««««««

اته نوي کاله پخوا، د نولس سوه اتلسم میلادي کال د ستمبر په دریمه نیټه، یو پخوانئ اسلامي او تاریخي ښار دمشق د انګریزو ځواکونو تر نیواک لاندې وراغئ. د لومړني نړیوال جنګ په بهیر کښې د اروپایي  حکومتونو له اصلي مقصدونو یو د عثماني امپراتورئ ویشل وو او بالاخره دغه ستر قدرت یې و ویشه. د عثماني امپراتورئ  د قلمرو د ویشلو په بهیر کښې د هغه تر نفوذ لاندې سیمې پرله پسی د انګلستان او فرانسې لاس ته وراغلې، تر دی چې د دمشق پر ښار هم حمله وشوه او په همداسی ورځ نسکور شو. خو د لندن او پاریس د پخوانیو موافقو پر اساس، سوریه او د هغې پلازمینه دمشق د فرانسې تر کنټرول لاندې وراغئ.

په دمشق کښې د حضرت بی بی زینب (س) حرم

 

««««««««««««

اته دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه اوه پنځوسم هجري لمریز کال د وږي میاشت په دیارلسمه نیټه، د باچا رژیم پر ضد د ایران د ملیونونو مسلمانانو لومړنې مظاهرې رامینځته شوې. دغه مظاهرې د کوچني اختر په مناسبت د اختر له لمانځه وروسته د تهران ښار له څلورو لورو پیل شوې او ورو ورو د لاریون په مسیر کښې مبارز خلک د یو بل سره په کوټلو لیکو کښې یوځائ شول. مظاهره چیان چې د اسلامي انقلاب د ارواښاد رهبر امام خمیني (رح) یو ستر انځور له ځانه سره وړه، د یو لړ شعارونو په ورکولو سره په ایران کښې د خپلواکئ آزادئ او د اسلامي جمهوري نظام د ټینګیدو غوښتونکي شول. د میلیونونو خلکو دغه پراخې مظاهرې چې د همهغه کال د وږي د میاشتې د اولسمې د تاریخي لاریون زمینه جوړونکي شوې، د غرمې د جماعت له لمانځه وروسته ختمې شوې.

د ایران د خلکو مظاهرې

 

««««««««««««

اته دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه اوه پنځوسم هجري لمریز کال د وږي میاشت په دیارلسمه نیټه، د ایران یو مبارز او انقلابي روحاني حجت الاسلام علی اوسطی شهید کړئ شو. هغه په دیارلس سوه لسم لمریزکا ل کښې په تهران کښې و زیږید او پینځه کلن ؤ چې خپل پلار یې له لاسه ورکړ او په کان کښې کار کولو ته اړ شو. په دغه حال کښې حجت الاسلام اوسطی د دیني علومو زده کولو ته د علاقې په وجه، په شپو کښې زده کړو ته مخه کوله. هغه چې د پهلوي رژیم له ظلم او استبداد سره ډیر سخت مخالف ؤ، په دیارلس سوه دوه څلویښتم لمریز کال کښې د امام خمیني (رح) د مبارزو له پیلیدا سره سم قم ته ولاړ او د دغه رژیم پر ضد یې اغیزمن فعالیتونه ترسره کړل. د امام خمیني له جلاوطني وروسته ، حجت الاسلام اوسطی همداراز خپلو ظلم خلافه اقداماتو ته دوام ورکړ او کله کله به یې له خپلو یارانو سره د باچا رژیم پر مامورانو حمله کوله. په دیارلس سوه اوه پنځوسم لمریز کال کښې د ایران د خلکو د پاڅون له اوج ته رسیدا سره د باچا استبدادي رژیم چې په خلکو کښې د هغه د محبوبیت، میړانتیا او رژیم ضده فعالیتونو ویریده، دغه مجاهد عالم یې په داسی حال کښې چې د کوچني اختر له لمانځه راستانیده، په ډزو سره شهید کړ. سره له دی د هغه جنازې مراسم د پهلوي رژیم د ظلم او پییلتوب  پر خلاف په سترو مظاهرو بدل شول.

حجت الاسلام علی اوسطی

 

««««««««««««

څلورویشت کاله پخوا، د دیارلس سوه یو اویایم لمریز کال د وږي میاشت په دولسمه نیټه، د ایران د نوي فیزیک پلار مشهور فیزیک پوه ډاکټر محمود حسابي په نوي کلنۍ کښې وفات شو. ډاکټر محمود حسابي په دولس سوه یو اتیایم لمریز کال کښې په تهران کښې په یوې تفرشي کورنۍ کښې وزیږید. پلار یې له ساداتو څخه ؤ او په بغداد او وروسته په شام کښې د ایران سفیر ؤ چې له خپلې کورنۍ سره  بیروت ته ولاړ. خو څه موده وروسته له خپلې کورنۍ پرته ایران ته راستون شو او له هغې وروسته استاد له فقر او تش لاسۍ سره خپلو زده کړو ته دوام ورکړ. ډاکټر حسابي په مدرسه کښې د درسونو له زده کولو سره جوخت د ایراني او اسلامي معارفو په لوستلو لاس پورې کړ. هغه یو داسی عالم ؤ چې یواځئ  یې د علم او فنونو په یوې څانګې بسنه ونکړه او له اوولس کلنۍ د زده کړو  د لوړو درجو په تر لاسه کولو بریالئ شو. له دغو علمي مدرکونو څخه د ادبیاتو، علومو ، د لارو او کور جوړونې د اینجینیرۍ، د کانو، بریښنا او بیالوژئ لیسانس او د فیزیک د څانګې ډاکټرئ  ته اشاره کولئ شو . هغه  د عربي، انګلیسي، جرمني او فرانسوي ژبو په شان د نړۍ له دودو ژبو سره پوره اشنایي درلوده او د سانسکریتي، لاتیني، یوناني، پهلوي، اوستا، ترکي ، ایټالیایي او روسیي ژبو سره هم آشنا ؤ. ډاکټر حسابي د آلبرټ انیشټین یواځينئ ایرانی شاګرد ؤ او له دغه استاد نه علاوه په دنیا کښې د مشهورو پوهانو لکه برتراند راسل او آندره ژید سره هم علمي اړیکې درلودې. ډاکټر حسابي په ایران کښې د لسګونو خدماتي،کلتوري، صنعتي او علمي مرکزونو بنسټګر ؤ چې، عالي دارلمعلمین، هوا پیژندنې لومړنی سټیشن ، د ایران لومړنی خصوصي روغتون، فني ښونځئ او د تهران پوهنتون د علومو ښونځئ او له سپوږمکیو څخه د لیږل شویو اطلاعاتو د تعقیبولو لپاره لومړنی ترویتون، د تهران پوهنتون جیو فیزیک موسسه، د ایران د موسیقئ ټولنه او د ایرانی ژبو اکیډمي  له هغو څخه دي. هغه همداراز د ایران د تیلو د ملي شرکت عامل مدیر ؤ او د ډاکټر محمد مصدق  په حکومت کښې د کلتور وزیر هم ؤ. د ډاکټر حسابي ډیره مشهوره علمي تیوري د زرو د بې پایه والي نظریه ده چې د فرانسی د هیواد ډیر لوړ نشان یې دوئ ته ډالې کړ. استاد حسابي د څیړنې، تدریس او خدمت په ډګر کښې تل شتون درلود او په دی ډول یې تر نوي کلنۍ پورې د استاد او محصل د اوو نسلونو روزنې ته مخه کړه. نام های ایراني، دیدګاني فیزیک، فیزیک حالت جامدمجموعه معادل های فارسي اصطلاحات فیزیک، فرهنګ حسابي او رساله توانایي زبان فارسي د هغه یو شمیر تالیفات دي. ډاکټر حسابي په نولس سوه نوېم میلادي کال کښې د هغه کال د نړۍ علمي کس په توګه او په نولس سوه یو نوېم میلادي کال کښې د نړیوال کس په توګه وټاکل شو.

ډاکټر محمود حسابی

 

««««««««««««

او د ایران په کال هینداره کښې د وږي میاشت دیارلسمه نیټه د ایران او د  اسلامي نړۍ د یوه نامتو پوه ابو ریحان محمد بن احمد خوارزمي بیروني د درنښت ورځ ده.

د ایران د اسلامي  عهد او زمان یو ستر پوه او د درستو بشري ټولنو تر ټولو لوئ عالم ابو ریحان بیروني، په درې سوه دوه شپیتم قمري کال کښې د ننني ازبکستان د جمهوریت په بیرون ښار کښې وزیږید. د خپل ژوند لومړني پینځه ویشت کاله یې په خوارزم کښې تیر کړل او بیلا بیل علوم یې زده کړل. وروسته د سامانیان پلازمینې بخارا ته ولاړ او هلته کښې د امیر منصور بن نوح ساماني له معنوي ملاتړه برخمن شو. په دی دور کښې، ابو ریحان له ابن سینا سره علمي مکاتبات لرلي دي. ابو ریحان د سلطان محمود غزنوي د حکومت په وخت کښې دربار ته لاره وموندله او هندوستان ته د محمود غزنوي په جنګي سفرونو او هغه وطن ته د هغه په پرله پسی سفرونو کښې د هغه ملګری ؤ. هغه د دغو سفرونو په څنګ کښې ؤ چې د هغې ټاټوبي له پوهانو سره اشناشو او د سانسکریتي ژبی له زده کولو سربیره، د هندوانو له علومو او عقیدو سره هم اشنا شو او د مالل هند کتاب یې ولیکه.  د ابو  ریحان بیروني اثار په هغې زمانې کښې د بشري پوهې د څانګو تخصصي سرحدونو ته محدود پاتی نشول بلکه په خپلې پراخې لیدتوګي سره یې د معرفت ټول اړخونه درلودلي دي. که چیرې د هغه نقلي پوهې څنګته کړو، هغه په عقلي معارفو کښې په تیره بیا د اثباتي او انساني علومو په څانګو کښې اغیزمن او نظر خاوند دی. بیروني یو هڅانده لیکوال ؤ چې تر یو سلو شپیتو زیات اثار یې په یادګار پریښودل. دغه کتابونه د ریاضي، نجوم، جغرافیا، فیزیک، مکانیک، طبیعي، نبات پیژندنې، طب، ادبیات، تاریخ، دین او فلسفې په شان د ډول ډول فنونو په څانګو کښې لیکل شوي دي. هغه بالاخره د څلور سوه څلویښتم قمري کال د رجب په دوهمه نیټه په اته اویا کلنۍ کښې په غزنین کښې وفات شو.

ابوریحان بیرونی

 

 

مترجم: ذیشان حیدر بنګش

 

ټیګونه