تاریخ پاڼه شماره ۱۶۹
نن د یکشنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د وږي د میاشتې څوارلسمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اووه دیرشم هجري قمري کال د ذی الحجې د میاشتې له دوهمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د ستمبر له څلورمې نیټی سره برابره ده.
««««««««««««
دوه سوه اته څلویښت کاله پخوا، د اولس سوه اته شپیتم میلادي کال د ستمبر په څلورمه نیټه، یو فرانسوي فعال سیاستوال او ادیب فرانسوا رنه ډي چاتوبریان په یوې مالداري کورنۍ کښې و زیږید. هغه په لومړیو کښې اراده درلوده چې پادري جوړ شي، خو د فرانسې پوځ ته ولاړ. هغه د فرانسې له انقلاب سره مخالف ؤ او د هغه ورور او خور په دی لاره کښې و وژل شول. خو چاتوبریان د یوه ماموریت لپاره امریکا ته ولاړ او وروسته یې انګلستان ته سفر وکړ. په فرانسی کښې د نیپولين په قدرت ته په رسیدا پسی، چاتوبریان خپل هیواد ته بیا ستون شو او د هغه خدمت ته یې مخه کړه. خو څه موده وروسته له نیپولین سره مخالف شو او د هغه سخت دښمن شو. د بوربن د باچاهي کورنۍ قدرت ته په رسیدا سره، دغه فرانسوی سیاستوال او لیکوال هم وزارت او سفارت ته و رسید. خو په اتلس سوه دیرشم میلادي کال کښې د دغه کورنۍ له نسکوریدا سره هغه هم له سیاسته څنګته شو او لیکنې ته یې مخه کړه. د چاتوبریان په اثارو کښې کولئ شو آتالا، حکایت رنه او نبوغ مسیحیت ته اشاره وکړو.
««««««««««««
دوه سوه نولس کاله پخوا، د اولس سوه اوه نوېم میلادي کال د ستمبر په څلورمه نیټه، د فرانسی پوځ باچاهي غواړو پر ضد کودتا وکړه او هغوئ یې و ځپل. د فرانسی له انقلابه اته کاله وروسته، د انقلاب د مشرانو او دولت د ناسم کړچار او له اروپایي هیوادونو سره د جنګ په یو شمیر جبهو کښې د پوځ د ماتي په وجه خلکو په پارلیماني انتخاباتو کښې باچاهي غواړو ته رائ ورکړه. خو د فرانسی د انقلاب مشرانو په غوښتنه ، د نیپولین بناپارټ پشمول د پوځ قومندانانو په پاریس کښې کودتا وکړه او د باچاهي غواړي یو سلو اوه اویا غړي یې لیري او پینځه شپیته کسان یې جلاوطن کړل. هغوئ همدغه راز د باچاهي ګڼ شمیر پلویان جلاوطن او دوه څلویښت ورځپاڼې یې بندې کړې. په دی ډول، که څه هم باچاهي غواړي خواره وره شول، خو په اولس سوه نهه نوېم میلادي کال کښې پر حکومت د نیپولین د سلطې لپاره لاره خلاسه شوه.
««««««««««««
نهه څلویښت کاله پخوا، د دیارلس سوه اته اتیایم هجري قمري کال د ذی الحجې د میاشتې په دویمه نیټه، د قم د علمیه حوزې ستر استاد آیت ا... سید محمد محقق داماد وفات شو. د سید جعفر موسوي زوئ سید محمد محقق داماد په ۱۳۲۵ هجري قمري کال کښې د یزد ولایت د اردکان ولسوالۍ په احمد آباد سیمه کښې زیږیدلئ ؤ. پلار یې د هغه له زیږیدا مخکښې او مور یې د هغه په شپږ کلنۍ کښې مړه شوه. خو د داسې غمجنې پیښې سره سره یې زده کړه پيل کړه. بیا یې یزد ته کډه وکړه او د هغه ښار د استادانو په نزد یې د ادبیاتو او سطحې بشپړولو ته مخه کړه. بیا یې د خپل قدرمن استاد شیخ غلام رضا یزدي په سپارښتنه قم ته مهاجرت وکړ او د حوزې د سترو استادانو په درس کښې یې ګډون وکړ.
آیت ا... شیخ عبدالکریم حائري یزدي له هغه سره یو خاص ارادت درلود او د دا شان شاګردانو په شتون سره د حوزې راتلونکي ته هیله من ؤ. همدا ارادت سبب شو چې هغه ته یې خپله لور په نکاح کړه او د (داماد) په لقب مشهور شو.
هغوئ به تدریس ته ډیر اهمیت ورکاوه، کله چې د خپل عمر په وروستیو ورځو کښې د ناروغۍ په بستره پروت ؤ نو په دې وجه به یې ژړل چې د درس په کلاس کښې ګډون نه شي کولئ. هغه بزرګوار له ۷۵ ورځو ناروغۍ وروسته بالاخره د زړه د دورې په وجه په ۶۳ کلنۍ کښې له وفات شو او د حضرت معصومه (س) د حرم په انګڼ کښې خاورو ته وسپارل شو.
««««««««««««
پینځه دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه شپیتم هجري لمریز کال د وږي میاشت په څوارلسمه نیټه، د ایران د اسلامي انقلاب لوئ څارنوال آیت ا... علی قدوسي د منافقینو یوې ترهګری ډلګۍ د عواملو په وسیله په یوې بمي چاودنه کښې شهید شو. شهید قدوسي د زده کړو په دور کښې، د آیت ا... بروجردي، علامه طباطبایي او امام خمیني (رح)په شان استادانو له محضره فیض حاصل کړ او د اجتهاد درجې ته ورسید. شهید قدوسي په دیني چارو کښې فعال شتون درلود او د حقاني علمیه مدرسې جوړیدا د هغه د فعالیتونو یوه بیلګه ده. هغه له دیارلس سوه یو څلویښتم لمریز کاله د باچا رژیم پر ضد مبارزې ته مخه کړه او په همدی وجه یې یوه موده په زندان کښې تیره کړه. آیت ا... قدوسي د خپل ژوند وروستي کلونه د ایران اسلامي جمهوري نظام او د انقلاب تنکي ارګان مضبوطولو ته وقف کړل او په دی لړ کښې یې د ایران د اسلامي جمهوریت د بنسټګر امام خمیني (رح) په حکم سره، د انقلاب د لوئ څارنوالي مسئولیت پر غاره واخیسته او بالاخره په پردیو پورې د پییلو منافقینو په لاس شهید شو.
««««««««««««
او له ننه شپاړس کاله پخوا، د دیارلس سوه نهه اویایم هجري لمریز کال د وږي میاشت په څوارلسمه نیټه، اوسمهاله پوه ډاکټر سید مرتضی آیت ا... زاده شیرازي وفات شو. سید مرتضی آیت ا... زاده شیرازي چې د میرزای بزرګ شیرازي له لمسیو څخه ؤ، په دیارلس سوه اوم لمریز کال کښې په نجف اشرف کښې و زیږید. هغه له هغې وروسته چې حوزوي درسونو ته یې په نجف کښې او وروسته په تهران کښې مخه کړه، په درویشت کلنۍ کښې د تهران پوهنتون منقول او معقول ښونځي ته لار ومونده او له لیسانس اخیستلو وروسته دماسټرۍ او ډاکټرۍ دورو د تیرولو لپاره د قاهرې پوهنتون ته ولاړ . ډاکټر شیرازي په مصر کښې د خپلو لسو کالو اقامت په اوږدو کښې او په عربي ادبیاتو او ژبې کښې له ډاکټرۍ اخیستلو سره ، په الازهر پوهنتون کښې پینځو کالو مودې پورې د فارسي ژبی او ادبیاتو په تدریس بوخت ؤ او بیا د سامي ژبو د تخصصي دورې د تیرولو لپاره د انګلستان کیمبریج پوهنتون ته ولاړ. هغه د خپل علمي ژوند په اوږدو کښې تر یویشتو کلونو پورې د ادبیاتو پوهنځي د څیړنې او علمي خپرونې مسئول مدیر ؤ او تر پینځه ویشتو زیاتو کتابونو په لیکلو او ژباړې او د معتبرو کورني او بهرنیو مجلو کښې د کابو شلو مقالو په لیکلو بریالئ شو د استاد شیرازي ځیني اثار په دی ډول دي : په تطبیقي ادبیات نومي الادب المقارن کتاب ژباړه، د ورځنیو اصطلاحاتو قاموس او د څو ژبو مجمع اللغات قاموس. دغه تکړه استاد بالاخره له ستړیو هڅو ډک عمر ورسته د دیارلس سوه نهه اویایم لمریز کال د وږي میاشت په څوارلسمه نیټه د زړه ناروغئ په وجه په دوه اویا کلنۍ کښې وفات شو.
مترجم: ذیشان حیدر بنګش