Sep 05, 2016 11:01 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۱۷۰

نن د دوشنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د وږي د میاشتې پینځلسمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اووه دیرشم هجري قمري کال د ذی الحجې د میاشتې له دریمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د ستمبر له پینځمې نیټی سره برابره ده.

««««««««««««

دوه څلویښت کاله پخوا، د دیارلس سوه درې پنځوسم هجري لمریز کال د وږي میاشت په پینځلسمه نیټه،د شیعیانو د تقلید مرجع او نامتو عالم آیت ا... سید محمود حسیني شاهرودي له نړۍ سترګې پټې کړې. هغه په دولس سوه دوه شپیتم لمریز کال کښې د ایران په شمال ختيځ کښې له بسطام ښار سره نږدې وزیږید او د دیني درسونو روزنه یې له خپل زیږنځایه پیل کړه. آیت ا... شاهرودي هغه وخت د خپلو زده کړو د بشپړولو لپاره دوو سپیڅلي ښارونو مشهد او وروسته نجف ته ولاړ او له نامتو استادانو څخه په استفادې سره د اجتهاد لوړې درجې ته ورسید او د خپلو استادانو له مرګ وروسته يې د شیعیانو  دیني مرجعیت پر غاړه واخیسته. دغه فاضل او زاهد عالم، د نامتو او وتلیو شاګردانو په روزنې سربیره، د ګڼ شمیر عمومي ګټو خدمتونه هم ترسره کړل. لکه هغه څو کاله وروسته تر کربلا پورې د پلي تګ غوره دودبیا راژوندئ کړ. له آیت ا... شاهرودي څخه د کتاب الحج او کتاب الاجاره په شان کتابونه په یادګار پاتی دي.

آیت الله سید محمود حسینی شاهرودی

 

««««««««««««

اته دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه اوه پنځوسم هجري لمریز کال د وږي میاشت په پینځلسمه نیټه،د باچا استبدادي رژیم پر ضد د ایران د مسلمانو او انقلابي خلکو د مبارزو په اوج ته رسیده پسی، د هیواد په زیاتره سیمو کښې پراخې مظاهرې رامینځته شوې. نو ځکه باچا رژیم له اولسي پاڅونه د ویرې په وجه ، د هر ډول مظاهرو ترسره کول ممنوع اعلان کړل. خو په همهغه وخت کښې د عراق په نجف ښار کښې د اسلامي انقلاب د فقید مشر امام خمیني (رح) اعلامیه صادره شوه چې پکښې یې له خلکو غوښتنه کړې وه چې په دوام داره توګه خپلو مظاهرو ته دوام ورکړي. د دغې اعلامیې په یوې برخه کښې، امام خمیني (رح) اسلامي مقصدونو ته د رسیدا لپاره مظاهرې عبادت وباله  او ویې فرمایل : له متعال خدایه د غورځنګ لا زیاته غوړیدا او د ظلم او ستم د ا‌ډاڼو تر نسکوریدا پورې د ملت د ژغورنکیو مظاهرو لا زیاتیدا غواړم.

باچا په خلاف مظاهرې

 

««««««««««««

څلور دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه یو شپیتم لمریز کال د وږي میاشت په پینځلسمه نیټه، د تهران په یوه ګڼه ګوڼه سړک کښې د یوې ویرونکي بمي چاودنې له امله په لسګونو کسان شهیدان او ټپیان شول. دغه جنایتکاره اقدام د مجاهدین خلق په نوم د منافقینو یوې ترهګری ډلګۍ له عواملو په وسیله ترسره شو. بم د پوره رش په وخت کښې و چاودیده او په سلګونو کسان د بس موټرو په لیکه کښې ، په هغه کښې دننه او یا د تلو راتلو په حال کښې وو. چاودنه دومره سخته وه چې غږ یې په ټول تهران کښې واوریدئ شو او په مځکه کښې یوه لویه او ژوره کنده وشوه. په تهران کښې د منافقینو په وسیله د خلکو وژله د عراق پخواني ډیکټاټور صدام حسین ته د خدمت لپاره وه چې د هغه پوځ له ایراني جنګیالانو سره د جنګ په جبهو کښې له سترو ماتیو سره مخامخ شوې ؤ. تر اوسه پورې د ایران تر اولسو زرو زیات کسان د انقلاب ضده ډلګیو لخوا د ترهګریو په بهیر کښې شهیدان شوې دي چې د منافقینو ډلګۍ پکښې د دولسو زرو کسانو د وژلې مسئولیت پر غاړه اخیستی دی. دغه ډلګۍ د یو لړ  لویدیځو حکومتونو له ملاتړه برخمنه ده.

د تهران بم چاودنه

 

««««««««««««

درویشت کاله پخوا، د نولس سوه درې نوېم میلادي کال د ستمبر په پینځمه نیټه، د دارالبیضا په نوم د نړۍ تر ټولو حیرانونکی جومات په مراکش کښې پرانیستل شو. دغه جومات له مکی او مسجدالنبي وروسته زیاته پراختیا لري او په کازابلانکا ښار کښې دی. د دغه جومات جوړونکئ یو فرانسوی اینجینیر دی چې دغه ښکلي ودانۍ یې د اسلامي هنر او لوړې معماري پخپلو کښې اخښلو سره جوړه کړې ده . د دغه جومات منارې د اسلامي هنر په سبک جوړې شوي دي. دغه جومات دوه وضوخانې، یو پرمختللئ او سمبال کتابتون او یوه علمیه حوزه لري. د ویلو ده چې د دغه جومات چت خوځنده دی او په  هال او انګړ کښې یې هم په لکونو لمونځ کونکي ځایږي .

د مراکش حیرانونکی جومات

 

««««««««««««

او له ننه نولس کاله پخوا، د نولس سوه اووه نوېم میلادي کال د ستمبر په پینځمه نیټه، د بشریت خدمتګاره میرمن مدر ټریسا په اووه اتیا کلنۍ کښې مړه شوه. په مدر ټریسا مشهوره آګنس ګوک بژارین په نولس سوه لسم میلادي کال کښې په یوګوسلاویا کښې وزیږیده. هغې په ماشومتوب کښې صومعې ته مخه کړه او په اتلس کلنۍ کښې له یوې مذهبي ډلې سره هند ته ولاړه. مدر ټریسا د هند د مشر مهاتما ګاندي او لومړي  وزیر جواهر لعل نهرو په تایید او ملاتړ  سره په کلکته کښې د مبلغینو خیریه بنیاد په نوم یوه خیریه موسسه جوړه کړه او د ولسي مرستو په ترلاسه کولو سره یې خپلې مرستې په ټول هندوستان کښې پراخې کړې. د نولس سوه اویایمې لسیزې په پیله مدر ټریسا خپل فعالیتونه په ټوله نړۍ کښې پراخ کړل. د افریقا له کاختې واخله  د ارمنستان تر زلزې او په شوروي کښې د چرنوبیل تر پیښې پورې،  په هر ستر مصیبت کښې هغه او د هغې تر نظر لاندې ډلې له لومړیو مرستندویانو څخه وې چې هر ځائ ته به رسیدلې. له همدې وجه هغې ته په نولس سوه نهه اویایم میلادي کال کښې د سولې نوبل جایزه ورکړئ شوه.

مدر ټریسا

 

 

مترجم: ذیشان حیدر بنګش

 

ټیګونه