Sep 07, 2016 14:07 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۱۷۱

نن د سه شنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د وږي د میاشتې شپاړسمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اووه دیرشم هجري قمري کال د ذي الحجې د میاشتې له څلورمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د ستمبر له شپږمې نیټی سره برابره ده.

««««««««««««

یو زرو نولس کاله پخوا، د ځینو روایاتو په اساس، د ذي الحجې د میاشتې په څلورمه نیټه،  یو ستر مسلمان عالم او اصولي متکلم ابو اسحاق اسفرایني وفات شو. په رکن الدین شافعي او استاد مشهور ابو اسحاق اسفرایني د ایران یو مشهور پوه دی چې د فقهې، د فقهې د اصولو او کلام په علومو او نورو دیني معارفو کښې له ډیرو مهارتونو برخمن ؤ. هغه د نیشابور په مدرسو کښې چې په هغه وخت کښې د بیلا بیلو علومو له سترو مرکزونه څخه ؤ، په تدریس بوخت ؤ. (الجامع فی اصول الدین) او (نور العین فی مشهد الحسین) د هغه له آثارو دي. ابو اسحاق په اتیا کلنۍ کښې په نیشابور کښې وفات شو او په اسفراین کښې خاورو ته وسپارل شو.

««««««««««««

یو پنځوس کاله پخوا، د نولس سوه پینځه شپیتم میلادي کال د ستمبر په شپږمه نیټه، د هندوستان  او پاکستان په سرحدونو کښې تر یوې میاشتې زیاتو ګډوډیو پسی، د هندوستان پوځ پر پاکستان پراخه حمله پیل کړه. دغه جنګ د کشمیر سیمې پر سر د دغو دوو ګاونډیو هیوادونو تر مینځ دوهم ستر جنګ ؤ. جنګ کابو درې اونۍ اوږد شو او د شوروي په وسیله، اور بند رامینځته شو او د هندوستان او پاکستان مشرانو د نولس سوه شپږ شپیتم میلادي کال د جنوري میاشت په لسمه نیټه د ازبکستان پلازمینې په تاشکینټ کښې دپخواني شوروي لومړي وزیر په مینځګړیتوب سره مذاکراتو ته مخه کړه. د تاشکینټ خبرو اترو په وروستیو کښې یوه اعلامیه خپره شوه چې پکښې د کشمیر لانجې د اوارولو او د اسلام آباد او نوي دهلي د اړیکو د ښه کولو څرنګوالئ بیان شوې ؤ. که څه هم دغه اعلامیه د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو له هرکلئ سره مخامخ شوه، خو د کشمیر د واکمنئ په هکله یې د هندوستان او پاکستان اختلافات  ختم نکړل.

««««««««««««

دوه دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه درې شپیتم هجري لمریز کال د وږي میاشت په شپاړسمه نیټه، یو ایرانی اوسمهاله عالم آیت ا... میرزا محمد باقر آشتیاني وفات شو. هغه په دولس سوه څلور اتیایم هجري لمریز کال کښې په تهران کښې وزیږید او په مقدماتي زده کړو پسی، د خپل علم د بشپړولو لپاره په عراق کښې د نجف علمیه حوزې ته ولاړ. آیت ا... آشتیاني خپلې زده کړې په نجف ښار کښې د هغه وخت نامتو استادانو په محضر کښې ترسره کړې. هغه د اجتهاد درجې له ترلاسه کولو وروسته تهران ته راغئ او د دیني علومو شاګردانو تدریس او روزنې ته یې ملا وتړله. د دغه ستر عالم او فقیه په اثارو کښې په فارسي ژبه کښې د ارشاد از نظر اسلام او په عربي ژبه کښې د مالکیت در اسلام کتابونو ته اشاره کولئ شو.

««««««««««««

دیارلس کاله پخوا، د دیارلس سوه دوه اتیایم لمریز کال د وږي میاشت په شپاړسمه نیټه، ستر فقیه آیت ا... سید حسین بدلا په شپږ نوي کلنۍ کښې وفات شو. هغه په لومړیو کښې د اسلامي علومو زده کولو ته مخه کړه او د شیخ ابو القاسم کبیر قمي، آخوند ملا علی همداني او سید محمد رضا ګلپایګاني په شان استادانو له محضره استفاده وکړه. آیت ا... بدلا له هغې وروسته د آیت ا... شیخ عبدالکریم حائري یزدي په درس کښې حاضر شو او له پرله پسی کلونو وروسته يې لوړې اخلاقي او علمي کچې ترلاسه کړې. هغه له هغې وروسته، د شرعي احکامو او دیني مفارفو د دودولو او تبلیغ ته مخه کړه او د ډیرو علمي او اجتماعي خدمتونو سرچینه وګرځیده.

««««««««««««

او له ننه درې کاله پخوا، د دیارلس سوه دوه نوېم هجري لمریز کال د وږي د میاشتې په شپاړسمه نیټه، یو نامتو ایرانی روحاني آیت ا... سید حسن طاهري  خرم آبادي وفات شو. هغه د دیارلس سوه اوولسم هجري لمریز کال د غبرګولې د میاشتې په لومړی نیټه د ایران په مرکزي ښار خرم آباد کښې وزیږید. د هغه پلار ارواښاد حاج سید حیدر طاهري خرم آبادي د ارواښاد آیت ا... حاج شیخ عبدالکریم حائري یزدي له نامتو شاګردانو او د حضرت امام خمیني (رح) له نږدې ملګرو څخه ؤ. هغه د مقدماتي زده کړو له ترسره کولو وروسته قم ښار ته ولاړ او هلته له حضرت امام خمیني (رح) سره آشنا شو او د هغه د درس له محضره یې استفاده وکړه. د پهلوي رژیم پر ضد د مبارزې د کلونو په اوږدو کښې په ځلونو ځلونو د ساواک تر تعقیب لاندې راغئ  او په ځلونو جلاوطن یا زنداني کړائ شو. خو د انقلاب په هکله د هغه صحیح تفکر او همداراز د امام (رح) اطاعت او هغوئ ته زیاتې ګروهنې د هغوئ د زنداني کیدا، جلاوطنه کیدا او نوره لارې هوارولې. د آیت ا... طاهري خرم آبادي سیاسي فعالیتونه یواځې له انقلابه مخکښې پورې محدودې نه وو. هغوئ د ایران د اسلامي انقلاب له بریالیتوبه وروسته هم د اساسي قانون په خبرګانو جرګه کښې غړیتوب، د قم د علمیه حوزې د مدرسینو په ټولنه کښې غړیتوب، د بیت الله الحرام د زیارتوالو او حاجیانو په چارو کښې د امام استازیتوب، په دیارلس سوه شپیتم لمریز کال کښې د اسلامي انقلاب په سپاه پاسداران کښې د امام خمیني استازیتوب، په پاکستان کښې د امام خمیني استازیتوب، د رهبرۍ په خبرګانو جرګه او د هغه  په مشرتابه پلاوي کښې غړیتوب او د معظم رهبر په حکم د تهران د جمعې لمانځه د موقته امامت په شان په بیلا بیلو مسئولیتونو کښې رول ولوباوه.

سید حسن طاهري له څه مودې ناروغۍ وروسته، د دیارلس سوه دوه نوېم هجري لمریز کال د وږي د میاشتې په شپاړسمه نیټه د شنبې په سهار په شهید بهشتي روغتون کښې په پینځه اویا کلنۍ کښې وفات شو.

 

ټیګونه