تاریخ پاڼه شماره ۱۷۲
نن د چهارشنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د وږي د میاشتې اوولسمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اووه دیرشم هجري قمري کال د ذی الحجې د میاشتې له پینځمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د ستمبر د میاشتې له اوومې نیټی سره برابره ده.
««««««««««««
یو سلو څلور نوي کاله پخوا، د اتلس سوه دوه ویشتم میلادي کال د ستمبر په اومه نیټه، د برازیل هیواد له پرتګال څخه د خپلواکئ په ترلاسه کولو بریالئ شو او د ستمبر اومه نیټه د دغه هیواد د ملي ورځې په توګه ونومول شوه. برازیل له څوارلس سوه څلور نوېم میلادي کاله د پرتګال تر استعمار لاندې وراغئ. پرتګال د دغه هیواد د سرو پوستو په زبیښاک بسنه ونکړه او په میلیونونو تور پوستي یې د مریانو په توګه د کرهڼې لپاره له افریقه برازیل ته ور وستل. د نولسمې میلادي پیړۍ په لومړیو کښې له هغې وروسته چې پرتګال د نیپولین بناپارټ په وسیله ونیوئ شو، د پرتګال امپراتور له خپلې کورنۍ سره د پرتګال مستعمرې برازیل ته و تښتیده او په همدی وجه د برازیل حالات نا آرامه شول. د نیپولین له ماتي وروسته، د پرتګال امپراتور خپل هیواد ته ستون شو، خو د هغه زوئ د نایب السلطنه په توګه په برازیل کښې قدرت ته ورسید. هغه څوارلس کاله وروسته په همداسی ورځ له پرتګال څخه د برازیل خپلواکي اعلان کړه او ځان یې د برازیل د لومړني امپراتور پلار په توګه ونوموه. په اتلس سوه نهه اتیایم میلادي کال کښې د برازیل سیاسي نظام په جمهوریت بدل شو.
برازیل په اته ملیونه پینځه لکه مربع کلومیټره پراختیا سره، د جنوبي امریکا په یوې سترې ختیځي او مرکزي برخه کښې د اطلس سمندر په غاړه کښې پروت دی او د آزجانټاین، پیراګوئ او یوروګوئ له هیوادونو سره ګاونډئ دی.
««««««««««««
یو سلو شپاړس کاله پخوا، د اتلس سوه نهه نوېم میلادي کال د ستمبر په اومه نیټه، په چین کښې د بوکسوریانو تاریخي پاڅون رامینځته شو. بوکسوریان د (آی ـ هو ـ چوآن) یا (د غږمله عادل سوک) په نوم د یوې چیني ډلې لقب ؤ چې د چین په چارو کښې یې د جاپان او لویدیځي حکومتونو له مخ پر زیاتیدا لاس وهنې سره په مخالفت کښې پاڅون وکړ. د بوکسوریانو په اقداماتو کښې په پکن ښار کښې د لویدیځي حکومتونو د سفارتخانو نیولل او د اروپایي مذهبي مبلغانو له فعالیتونو سره سخته مبارزه شامله وه. خو بالاخره د بوکسوریانو استعماري ضده پاڅون په چین کښې د اروپایي، امریکایي او جاپاني متحده ځواکونو وځاپه او چین حکومت مجبوره شو چې هغوئ ته سخت تاوان ورکړي.
««««««««««««
یو سلو دوه کاله پخوا، د دیارلس سوه پینځه دیرشم هجري قمري کال د ذی الحجې د میاشتې په پینځمه نیټه، د مصر یو ستر پوه شیخ محمد غزالي وفات شو. شیخ محمد غزالي په بحیره ولایت کښې پروت د نکلاالعنب کلي په یوې سادې او دیني کورنۍ نړۍ ته سترګې رڼې کړې او وروسته د اسلامي نړۍ د یوه ستر متفکر په توګه مشهور شو. غزالي په ډیرو هڅو او زیار سره په شپږویشت کلنۍ کښې د مصر له الازهر پوهنتونه فارغ التحصیل شو. همداراز هغه په الازهر پوهنتون کښې د تدریس او د بلنې او وعظ د اجازې په ترلاسه کولو هم بریالئ شو. غزالي د الازهر پوهنتون د اسلامي او عربي څیړنو په مرکز او د اصول دین په پوهنځي کښې په علمي فعالیت او تدریس بوخت شو. همداراز څو کاله یې د عبدالقادر پوهنتون د اسلامي معارفو د شورا مشري هم په غاړه درلوده. د غزالي د عقیدې په اساس، د خلکو د پرګنو په مینځ کښې د وحدت د رامینځته کیدا یو مهم عامل په ټولو اسلامي فرقو کښې د دیني عالمانو رول دی. شیخ محمد غزالي په اسلامي ټولنه کښې د وحدت او تحقق په لاره کښې له یوه عمر مجاهدت وروسته بالاخره د څوارلس سوه شپاړسم هجري قمري کال د شوال د میاشتې په شلمه نیټه وفات شو.
««««««««««««
شپږ اویا کاله پخوا، د دیارلس سوه یو شپیتم هجري قمري کال د ذیحجې میاشت په پینځمه نیټه، په کمپاني مشهور یو ستر عارف، فقیه او فیلسوف علامه محمد حسین غروي اصفهاني د عراق په نجف ښار کښې په پینځه شپیته کلنۍ کښې وفات شو. هغه په دولس سوه شپږ نوېم هجري قمري کال کښې له بغداد سره نږدې په کاظمین کښې وزیږید. دغه قدرمن عالم په فلسفی، حکمت، عرفان، تاریخ، جغرافیه، شعر او ادبیاتو کښې ډیر مهارت درلود. همداراز د علامه کمپاني د بیان او تفکر قدرت له هغه نه یو نامتو شخصیت جوړکړې ؤ. له علامه کمپاني څخه ګڼ شمیر رسالې او لمن لیکونه په یادګار پاتی دي چې په فلسفی او حکمت او اجتهاد او تقلیدکښې رسالې له هغو څخه دي. همداراز له دغه ستر مسلمان پوهه، د اسلام د پیشوایانو په مدح کښې یو شعري دیوان هم په یادګار پاتی دی.
««««««««««««
او له ننه اته دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه اوه پنځوسم هجري لمریز کال د وږي میاشت په اولسمه نیټه، د پهلوي مستبد رژیم پوځیانو د تهران د خلکو سترې مظاهرې په وینې او خاوره ولړلې. په دغه ورځ، د تهران مسلمانانو سحر وختي د پرله پسی څو ورځو لپاره د رژیم پر ضد خپلې مظاهرې پیل کړې. په هغه وخت کښې په تهران کښې پوځي حکومت اعلان شوې ؤ. خو خلکو دغه وضعیت او په واټونو کښې د پوځي سازوسامان او عسکرو شتون ته له پامه پرته د باچا رژیم د ظلمونو په خلاف شعارونو ورکولو ته مخه کړه. په عین حال کښې د باچا د ځانګړي ګارډ ګوډګیو له مځکې او هوا په بی دفاع او حق غواړو خلکو ډزې وکړې او په لنډ وخت کښې یې د تهران له څلورو زرو زیات کسان شهیدان کړل و په زرګونو خلک یې ټپیان کړل. په همدی دلیل، د دیارلس سوه اوه پنځوسم لمریز کال د وږي میاشت اولسمه نیټه، دخونړي جمعې او شهیدانو ورځ په توګه نومول شوې ده. په دی ورځ د تهران د خلکو له وژلې د باچا رژیم مقصد، په خلکو کښې د ویرې او وحشت رامینځته کول او د هغو د پاڅون ختمول وو. خو د ایران خلکو خپلو مظاهرو ته ډیرې سختي سره لا زیات دوام وړکړ. خو د ایران د اسلامي جمهوریت بنسټګر امام خمیني (رح) د خونړۍ جمعې په مناسبت سره په یوه پیغام کښې وفرمایل : نن د ایران څیره رنګینه ده او په درستو ځایونو کښې میړانه او تاندوالئ تر سترګو کیږي. او همداسی ده، د امیرالمؤمنین او د شهیدانو د سردار امام حسین (ع) لاره. کاش کښې خمیني تاسو سره وی او ستاسو تر څنګ د خدائ تعالی لپاره د دفاع په جبهې کښې وژل شوې وی. ای د ایران ملته ! ډاډمن و ووسه چې ژر یا په ځنډ بریالیتوب ستاسو لره دی.
مترجم: ذیشان حیدر بنګش