تاریخ پاڼه شماره ۱۷۳
نن د پنج شنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د وږي د میاشتې اتلسمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اووه دیرشم هجري قمري کال د ذی الحجې د میاشتې له شپږمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د ستمبر د میاشتې له اتمې نیټی سره برابره ده.
««««««««««««
یو زرو یو سلو نهه اویا کاله پخوا، د دوه سوه اته پنځوسم هجري قمري کال د ذي الحجې د میاشتې په شپږمه نيټه، د ایران مشهور عالم او محدث ابو علي محمدبن همّام وزیږید. هغه په بغداد کښې اوسیده او د خپلې زمانې د زیاتو عالمانو په محضر کښې يې زده کړه وکړه او د حدیثو له علم سره ښه اشنا شو. دغه مسلمان عالم همداراز زیات شاګردان وروزل چې وروسته پکښې زیاتره په حدیثو او نورو اسلامي علومو کښې تکړه پوهان شول.
له ابن همام څخه د اسلام د دین د مخکښانو د تاریخ په هکله زیات کتابونه په یادګار پاتې دي.
««««««««««««
دوه سوه ددې پنځوس کاله پخوا، د اوولس سوه درې شپیتم میلادي کال د ستمبر په اتمه نیټه، د کینیډا ټاټوبی له مودو نښتو وروسته بالاخره د پاریس تړون پر اساس د فرانسې له نیواکه وواته او په رسمي توګه د انګلستان تر ملاتړ لاندې وراغئ، خو د کینیډا انګریزانو او فرانسوی الاصل کینیډایانو تر مینځ شخړو تر ډیرې مودې پورې دوام درلود. په اتلس سوه اووه شپیتم میلادي کال کښې د کینیډا د خپلواکۍ اعلان باوجود، دغه هیواد د سیاسي نظام له نظره د انګلستان تابع دی او ګورنر جنرلي حکومت لري چې ګورنر جنرال یې په کینیډا کښې د برطانوي ملکې استازی ګڼل کیږي.
««««««««««««
پینځه اویا کاله پخوا، د نولس سوه یو څلویښتم میلادي کال د ستمبر په اتمه نیټه، د نازي جرمني ځواکونو پر شوروي له حملې درې میاشتې وروسته د لنینګراډ ښار کلابند کړ. خو د دې باوجود د هیټلر او د هغه د قومندانانو د پیش بینۍ سره سره دغه ښار نسکور نشو او د هغه ښار خلکو د نولس سوه څلور څلویښتم میلادي کال تر جنورۍ پورې چې د کلا بندۍ کړۍ ماته شوه، مقاومت ته دوام ورکړ. د لنینګراډ د پوځي کلابندۍ په موده کښې، خلک له ترټولو لږو امکاناتو برخمن وو او صرف خوراک د ایران په لاره د الوتکې په وسیله هغو ته رسیده. په همدی دلیل د دغه ښار د کلابندۍ په بهیر کښې کابو یو میلیون عام خلک ووژل شول. خو جرمني ځواکونو ته د شوروي پوځ په ګزارونو او د هیټلر پوځ په مقابل کښې د نورو جبهو په پرانیستل کیدا پسې او په شوروي کښې د سختې یخنۍ په وجه د جرمني پوځ د لنینګراډ له شا او خوا شاتګ ته مجبوره شو.
««««««««««««
دوه شپیته کاله پخوا، د نولس سوه څلور پنځوسم میلادي کال د ستمبر په اتمه نیټه، د فیلیپاين په پلازمینه مانیل ښار کښې د جنوب ختیځې اسیا ګډ دفاعي تړون یا (سیټو) تړون لاسلیک شو. دغه تړون د امریکا، بریتانیا، اسټریلیا، پاکستان، تایلنډ، فرانسې، نیوزي لینډ او فیلیپاين هيوادونو ترمینځ وشو. د سیټو تړون لمخې، غړي دولتونه ژمن شول چې پر هر غړي د بهرني پوځي بریدونو او یا د کورنیو بلواوو یا ګواښوونو پر وړاندې به د دغه تړون نور غړي هيوادونه په پوځي عملیاتو او اقتصادي بندیزونو سره غبرګون ښايي.
سیټو د شوروي پر وړاندې د لویدیځ، د ختیځ دفاعي کړۍ وه او د سنټو او ناټو تړونونه، د هغو نورې کړۍ وې. بالاخره د سیمې د وضعې د بدلون له امله، په ځانګړې توګه له ویتنام سره په جګړه کښې د امریکا ماتي او د سویلي ویتنام د رژيم له مینځه تلو له امله، دغه تړون په نولس سوه پینځه اویایم میلادي کال کښې ړنګ اعلان شو.
««««««««««««
اووه څلویښت کاله پخوا، د دیارلس سوه اته څلویښتم هجري لمریز کال د وږي د میاشتې په اتلسمه نیټه، د ایران اوس مهاله لیکوال او منتقد جلال آل احمد وفات شو. هغه په دیارلس سوه دویم هجري لمریز کال کښې په تهران کښې وزیږید. آل احمد په دیارلس سوه پینځه ویشتم هجري لمریز کال کښې د ادبیاتو په څانګه کښې له تهران پوهنتونه فارغ التحصیل شو. هغه د دویم نړیوال جنګ په لانجمنو کلونو کښې د سیاست ډګر ته داخل شو او په مطبوعاتو کښې یې لیکنه پيل کړه او له دیارلس سوه دوه دیرشم لمریز کال څخه یې په جدي توګه د تحقیق او تالیف او تعلیم کار پیل کړ او انتقادي مقالې او لنډې کیسې یې ولیکلې. آل احمد په کیسه لیکنه کښې یوه ځانګړې طریقه او روده درلودله. هغه به د محاورې ژبه ډیره دقیقه او پر ځائ کاروله او د جذابو او په زړه پورو داستانونو په چوکاټ کښې به یې اجتماعي او سیاسي نیوکې په یو خاص ظرافت سره مطرحولې. د ایران په مذهبي ټولنه کښې د لویدیځ کلتور نفوذ د آل احمد اصلي اندیښنه وه او په همدې وجه یې په دیارلس سوه یو څلویښتم لمریز کال کښې (غرب زدګي) نومې کتاب خپور کړ او د لویدیځ پالنې د خطر په هکله یې خبرداری ورکړ او ورڅخه د ژغورل کیدو لار یې اسلام ته مخه کونه وبلله.
(خسي در میقات) د آل احمد یو بل مهم اثر دی چې د حج له سفر څخه د هغه لاسته راوړنه ده. د هغه له نورو آثارو څخه (مدیر مدرسه)، (نفرین زمین) او (در خدمت و خیانت روشنفکران) نومونه اخیستی شو.
««««««««««««
او له ننه دیرش کاله پخوا، د څوارلس سوه اووم هجري قمري کال د ذی الحجې د میاشتې په اتمه نیټه، د ایران او د نورو هیوادونو په سلهاوو حاجیان په مکې کښې د خدائ په کورکښې، په داسې حال کښې چې د برائت الهي فریضه یې ترسره کوله، د عربستان حکومت د مامورانو په لاس شهیدان شول. د خدائ د کور زیارتوال هر کال دغه مراسم د اسلام او قرآن له تعلیماتو څخه په الهام سره ادا کوي او په هغو کښې اتحاد ته د مسلمانانو د بلنې ترڅنګ، د اسلام له دښمنانو په تیره بیا آمریکا او صهیونیسټ رژیم څخه خپله بیزاري اعلانوي. د برائت مراسم د حج په زړه پورې او ستره غونډه کښې د هغه اغیزه دوه چنده کوي. همدې موضوع ته په پام سره، د ایران د اسلامي جمهوریت بنسټګر حضرت امام خمیني (رح) د حج په مناسبت په خپلو پیغامونو کښې تل د برائت د مراسمو پر لا پرتمینولو ټینګار کاوه او حضرت آیت ا... خامنه ای هم دغه مراسم د مسلمانانو د بیدارۍ لامل او د هغو د قدرت نښه بولي.
مترجم: ذیشان حیدر بنګش