تاریخ پاڼه شماره ۱۷۴
نن د جمعې مبارکه ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د وږي د میاشتې نولسمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اووه دیرشم هجري قمري کال د ذی الحجې د میاشتې له اوومې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د ستمبر د میاشتې له نهمې نیټی سره برابره ده.
««««««««««««
یو زرو درې سوه درویشت کاله پخوا، د یو سلو څوارلسم هجري قمري کال د ذي الحجې د میاشتې په اوومه نیټه، د اسلام د ګران پیغمبر (ص) یو پاک لمسی او د امامت د لړۍ پینځم ځلانده ستوری حضرت اما م محمد باقر (ع) په اووه پنځوس کلنۍ کښې شهید شو. هغه بزرګوار په اووه پنځوسم هجري قمري کال کښې په مدینې ښار کښې نړۍ ته سترګې رڼې کړې. حضرت امام محمد باقر (ع) په داسې وخت کښې ژوند کاوه چې حکومت د اموي ظالمو او مستبدو واکمنانو په لاس کښې ؤ. هغه بزرګوار د خپل پلار حضرت امام سجاد (ع) له شهادت وروسته، د مسلمانانو مشري او امامت په غاړه واخیست . د حضرت امام محمد باقر (ع) د امامت پړاؤ له یوې خوا د امویانو د حکومت په کمزورتیا او دړې وړې کیدا او بني عباسو ته د حکومت په منتقلیدو سره او له بلې خوا د اسلامي ټاټوبي له پولو د ورآخوا افکارو د مبادلې او د اعتقاداتو له ژباړې سره برابر ؤ، چې دغه فضا پخپله د ټولنې په سویه د افکارو د مبادلې او د اعتقادي بحثونو د پراختیا زمینې برابرې کړې وې. په دې مینځومیان کښې د حضرت اما م محمد باقر (ع) نوښتونو او وخت پيژندنې چې د هغه بزرګوار په الهي تربیّت کښې يې جرړه درلوده، د اسلامي علوو او لیدتوګو د خپراوي لپاره يې مناسبه زمنیه برابره کړه . حضرت امام محمد باقر (ع) په لنډ او مناسب وخت کښې چې ترلاسه کړی یې ؤ، د اسلامي علومو خپراوي او روزنې او ښونې ته مخه کړه او د لوئ علمي مرکز بنسټونه يې چې د نامتو څيړاندو او پوهې له مینه والو به ډک ؤ، پلان کړل. دغه حساس موقعیت د اسلامي تمدن په تاریخ کښې یو لوئ سپرکی پرانیست او ورپسې پړاؤنه د اسلام له ودې اغیزمن شول. د امام بزرګوار لوړ علمي مقام تر دې حده ؤ چې هغه حضرت په (باقرالعلوم) یعني د علومو د څيړونکي لقب وموند. د حضرت امام محمد باقر (ع) پاک حرم په مدینې ښار کښې په جنت البقیع هدیرې کښې دی.
د حضرت امام محمد باقر علیه السلام د شهادت په مناسبت د تسلیت په ویلو سره د هغه حضرت یوه له نصحیته ډکه وینا درته وړاندې کوو، چې فرمايي:
( د دینا حریص د دوریښمو د هغه چینجي په څیر دی چې هرڅومره پيّه له خپل ځانه تاواوي، نو بهر يې ترې وتل لا مشکل کیږي.
««««««««««««
یو سلو اووه اتیا کاله پخوا، د اتلس سوه اته ویشتم میلادي کال د ستمبر په نهمه نیټه، روسئ لیکوال او ادیب لئون ټولسټوی وزیږید. ټولسټوی په لومړیو کښې د قفقاز له پوځ سره یوځائ شو او د (ماشوم) کتاب یې چې د هغه لومړنی اثر ګڼل کيږي، په همدې وخت کښې ولیکه. ټولسټوی څه موده وروسته، له پوځه ووته او له هغه وروسته یې خپل ټول وخت لیکنې او څیړنې ته بيل کړ. د دغه روسي لیکوال له مهمو اثارو ( جګړه او سوله)، ( قزاقیان) او (حاجي مراد) ته اشاره کولائ شو. ټولسټوی په نولس سوه لسم میلادي کال کښې مړشو.
««««««««««««
اته شپیته کاله پخوا، د نولس سوه اته څلویښتم میلادي کال د ستمبر په نهمه نیټه، له دویمې نړیوالې جګړې او د کوریا د ټاپووزمې له ویش وروسته، شمالي کوریا خپله خپلواکي اعلان کړه. د کوریا د تاریخ په اوږدو کښې دغه هيواد په ځلونو د نورو قومونو له خوا نیول شوی دی. جاپان په نولس سوه پینځم کال کښې تزاري روسیې او چین ته له ماتې ورکولو وروسته، شمالي کوریا ټاپو وزمه تر خپل کنټرول لاندې راوستله او د کوریایانو له پرله پسې پاڅونونو سره سره دغه خاوره د دویمې نړیوالې جګړې تر پای ته رسیدو پورې د جاپان په نیواک کښې وه.
د دویمې نړیوالې جګړې په بهیر کښې خپلواکي غواړو کوریایانو او چینیانو په دې دواړو هيوادونو کښې له جاپان سره مبارزه پیل کړه او متفقینو هم هغوئ ته د خپلواکۍ ژمنه ورکړه. خو په نولس سوه پینځه څلویښتم کال کښې د یالتا او پوتسدام د غونډو د مصوبو له مخې، د کوریا شمالي برخه د شوروي او سویلي برخه یې د امریکا لخوا ونیول شوه او په داسې ورځ د سویلي کوریا د خپلواکۍ له یوې میاشتې کم وخت وروسته، شمالي کوریا هم خپله خپلواکي اعلان کړه. په دې توګه د دواړو هيوادونو لپاره تر ټولو مهمه مسئله، د کوریا د بیا یووالي دی چې د خبرو له لارې تعقیبیږي.
شمالي کوریا د آسیا په ختیځ کښې پرته ده او په شمال کښې له روسیې او چین او په سویل لوري کښې له سویلي کوریا سره ګډه پوله لري.
دغه هيواد څه د پاسه یولک او شل زره مربع کیلومیټره پراخوالی لري.
««««««««««««
اووه دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه اته پنځوسم هجري لمریز کال د وږي میاشت په نولسمه نیټه، د قرآن کریم یو مفسر او روحاني مبارز آیت ا... سید محمود طالقاني د زړه ناروغئ په وجه وفات شو. هغه په دولس سوه څلور اتیایم لمریز کال کښې د طالقان په یوه کلي کښې وزیږید. آیت ا... طالقاني له ځوانئ څخه د ایران او نړۍ له سیاسي حالاتو او پیښو سره اشنا ؤ. هغه د دیارلس سوه دوه څلویښتم هجري لمریز کال دغبرګولې د پینځلسمې نیټی د خونړي پاڅون په بهیر کښې، په دي پاڅون کښې د ګډون په تور، په دوه کاله زندان محاکمه شو. آیت ا... طالقاني له هغه وخته وروسته هم په ځلونو زنداني او جلاوطن کړئ شو تر دی چې بالاخره په دیارلس سوه اوه پنځوسم لمریز کال کښې د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب په درشل کښې له زندانه آزاد شو او د ایران د مسلمانو او مبارزو خلکو د هرکلئ وړ و ګرځید. د اسلامي انقلاب له بریالیتوبه وروسته آیت ا... طالقاني د اسلامي انقلاب د فقید مشر امام خمیني (رح) په حکم سره د انقلاب دشورا مشري او د تهران د جمعې امامت پر غاړه واخیسته. هغه د خبرګانو جرګې په لومړیو انتخاباتو کښې د تهران د خلکو غړي په توګه دغې جرګې ته لاره ومونده. دغه نه ستړي کیدونکي او خدای پلټونکي مبارز د باچا په بندونو کښې د خپل بندي کیدا په مهال، له قرآن مجید څخه سورې تفسیر کړې چې د پرتوی از قرآن په نوم خپرې شوې دي. د نظام مالکیت در اسلام کتاب د آیت ا... طالقاني یو بل اثر دی.
««««««««««««
پینځه ویشت کاله پخوا، د نولس سوه یو نوېم میلادي کال د ستمبر په نهمه نیټه، د تاجکستان هيواد له شوروي خپلواکي ترلاسه کړه. تاجکستان له میلاده شپږ پيړۍ مخکښې د ایران د هخامنشیانو د لړۍ د حکومت د قلمرو یوه برخه وه او په نهمې میلادي پيړۍ کښې د مسلمانانو لخوا فتح شو.
په دې هيواد کښې د تزاري روسیې نفوذ له نولسمې پیړۍ پیل شو او ورو ورو ټول تاجکستان د روسیې په نیواک کښې وراغئ.
د شوروي له انقلابه وروسته په نولس سوه اوولسم میلادي کال کښې تاجکستان د هغو د خلکو له مقاومت سره سره له شوروي سره وتړل شو.
پر تاجکستان د شوروي د واکمنۍ په اوږدو کښې دغه هيواد له اقتصادي پلوه د شوروي یو وروسته پاتې جمهوریت ؤ. په شوروي کښې د نولس سوه اتیایمې لسیزې په ورستیو کښې له سیاسي بدلونونو وروسته تاجکستان هم خپله خپلواکي ترلاسه کړه او په همدې وخت کښې په دې هيواد کښې سیاسي او دیني اختلافاتو هم زور واخیست او د کورنۍ جګړې لامل شو. خو د ملګرو ملتونو او د سیمې د ځينو هيوادونو په تيره بیا ایران او روسیې د فعالیتونو له امله په نولس سوه اووه نوېم میلادي کال کښې د دولت او مخالفو ډلو ترمینځ د تاجکستان د سولې تړون لاسلیک شو.
تاجکستان په مرکزي آسیا کښې پروت او په یو لک او درې څلویښټ زره مربع کیلومیټره پراختیا سره له چین، قرغیزستان، ازبکستان او افغانستان سره ګډه پوله لري.
««««««««««««
او له ننه پینځلس کاله پخوا، د دوه زره لومړي میلادي کال د ستمبر په نهمه نیټه، د افغانستان د مجاهدینو یو ستر قومندان او د دغه هیواد د لنډ مهاله حکومت د مشر برهان الدین رباني دفاع وزیر احمد شاه مسعود ووژل شو.
احمد شاه مسعود په نولس سوه دوه پنځوسم میلادي کال کښې زیږیدلئ ؤ او په افغانستان کښې د کمیونیسټانو د حکومت له جوړیدو او ورپسې په نولس سوه نهه اویایم کال کښې د شوروي د پوځ لخوا د دغه هیواد له نیواک سره په یو وخت یې د افغانستان د شمال په غرونو کښې له پردیو سره جنګ پیل کړ. هغه د خپلو ځواکونو په قومندې کښې داسې مهارت وښود چې د شوروي او د طالبانو په شمول د هغو د نورو مخالفانو ځواکونه هیڅکله ونه توانیدل چې د هغه تر ولکې لاندې سیمه یعنې پنجشیر دره ونیسي او په همدې وجه مسعود د پنجشیر په زمري مشهور شو. هغه د خپل عمر په وروستیو کښې د طالب وسله والو په وړاندې چې د پاکستان او امریکې ملاتړ ورسره ؤ، د افغانستان د شمال د ائتلاف مشري په غاړه واخیستله او په ځلونو یې طالبانو ته ماتې ورکړه. د احمد شاه مسعود له وژلې وروسته طالبانو هم ډیر عمر نه درلود او د شمالي ائتلاف ځواکونو په افغانستان باندې د امریکې د حملې له فرصته په استفادې سره طالبانو ته په بشپړه توګه ماتې ورکړه.