تاریخ پاڼه شماره ۱۷۵
نن د شنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د وږي د میاشتې شلمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اووه دیرشم هجري قمري کال د ذی الحجې د میاشتې له اتمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د ستمبر له لسمې نیټی سره برابره ده.
««««««««««««
د ذی الحجې د میاشتې اتمه نيټه، د ترویه ورځ ده.
د دغې ورځې د نومول کېدا لامل دا ؤ چې د حضرت ابراهیم (ع) په وخت کښې د عرفات په دښته کښې اوبه نه پيدا کیدې نو ځکه خلکو د نهمې ورځې لپاره خپلو د اړتیا وړو اوبو د پوره کولو لپاره له مکې څخه عرفات ته اوبه وړلې.
له همدې امله ډيرو به یو او بل ته ویل، ترویتم ترویتم ؟ آیا خړوبه شوې؟
««««««««««««
یو زرو درې سوه اووه اویا کاله پخوا، د شپیتم هجري قمري کال د ذي الحجې د میاشتې په اتمه نیټه، له مکې څخه د عراق پر لور د حضرت امام حسین(ع) حرکت پيل شو. هغه حرکت چې بالاخره د کربلا په حماسې ختم شو. حضرت امام حسین (ع) د معاویه له زوئ یزید سره له بیعته له ډډه کولو وروسته له مکې څخه د عراق کوفې ته ولاړ.
هغه حضرت له دې څلور میاشتې وړاندې، د خپل زیږنځي او اوسیدو ځائ مدینې څخه له خپلې کورنۍ سره یوځائ، مکې ته راغلی ؤ.
په هغه وخت کښې چې حضرت امام حسین (ع) په مکې کښې ؤ، په دې ښار کښې د خدائ د کور د زیارتوالو د ډير شمير له شتونه په استفادې سره وتوانید، ډیر مسلمانان د یزید بن معاویه د حکومت له فساد او ظلم څخه خبر کړي.
په عین حال کښې حضرت امام حسین (ع) ته د کوفې د خلکو د پرله پسې بلنو له امله او همداراز د یزید د حکومت د عاملینو لخوا د هغه حضرت د ترور دسیسې له امله هغه حضرت کوفې ته روان شو.
سره له دې چې د ذي الحجې په اتمه د مکې پریښودل چې د حج ورځې دي، د یزید له ظالم حکومت سره د امام مخالفت ته د ټولو د زیاتې پاملرنې لامل شول.
««««««««««««
یو سلو دوه کاله پخوا، د نولس سوه څوارلسم میلادي کال د ستمبر په لسمه نیټه، د مازوري په نوم د سمندرګي په شا او خوا کښې د روسیې او جرمني پوځونو تر مینځ جنګ رامینځته شو. دغه نښته د لومړني نړیوال جنګ په شروع کولو او له متفقینو جبهې سره د روسیې په یو ځائ کیدا پسی پیل شوه. د مازوري په جنګ کښې، له نویو وسلو او نویو جنګي تاکتیکونو په استفادې سره ، د خپل لوئ درستیز هیندنبورګ په قومندانۍ جرمانیان، بریالي او کابو شل زره روسي سربازان و وژل او پینځه څلویښت زره کسان ونیول شول. بالاخره په روسیې کښې د نولس سوه اولسم میلادي کال د اکتوبر انقلاب پسی دغه هیواد له لومړني نړیوال جنګه څنګته شو.
««««««««««««
اووه نوي کاله پخوا، د نولس سوه نولسم میلادي کال د ستمبر په لسمه نیټه، د اسټریاـ هنګري امپراتورئ او د لومړني نړیوال جنګ بریالیو هیوادونو تر مینځ د سن جرمن تړون لاس لیک شو. د دغه تړون پر اساس، د اسټریا امپراتورئ په دریو هیوادونو په اسټریا، مجارستان او چیکوسلواکیه و ویشل شو او همدغه راز د هغه برخې له ايټالیې، یوګوسلاویه، شوروي، پولینډ او رومانیه سره یوځائ شوې. له بلې خوا، د سن جرمن تړون پر اساس، له جرمني سره د اسټریا اتحاد چې په لومړني نړیوال جنګ کښې د اسټریا د مؤسسانو شورا په وسیله تصویب شوې ؤ، لغو شو او دغه دواړه هیوادونه په راتلونکي کښې هم له هر ډول سیاسي او پوځي اتحاده منع کړئ شول. د لومړني نړیوال جنګ د بریالیو دغه اقدام د جرمني او اسټریا د بیا قدرت موندلو د مخه نیولو په خاطرترسره شو.
««««««««««««
پینځه دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه شپیتم لمریز کال د وږي میاشت په شلمه نیټه، د ایران په شمال لویدیځ کښې د تبریز ښار د جمعې امام آیت ا... سید اسد ا... مدني د جمعې لمونځ ترسره کولو په وخت د منافقینو ترهګری ډلې په وسیله شهید شو. هغه په دولس سوه درې نوېم لمریز کال کښې وزیږید او خپلې زده کړې یې د اجتهاد درجې په ترلاسه کولو سره د قم او نجف په علمیه حوزو کښې ترسره کړې. آیت ا... مدني د خپلو زده کړو په پړاؤ کښې په سیاسي مبارزو کښې ګډون درلود او د دیارلس سوه دوه څلویښتم لمریز کال د غبرګولې د پینځلسمې نیټی په پاڅون کښې، له امام خمیني څخه په پیروي سره دباچا رژیم د جنایتونو او پلیدې څیرې ایشوا کولو ته مخه کړه. له دی اړخه یې ډیر کلونه په زندان او جلاوطنۍ کښې تیر کړل. آیت ا... مدني په ایران کښې د اسلامي انقلاب له بریالیتوبه وروسته، د حضرت امام خمیني (رح) په حکم سره د تبریز ښار د جمعې امامت پر غاړه واخیسته او بالاخره د جمعی لمونځ په مهراب کښې د منافقینو ترهګرو په لاس شهید شو.
««««««««««««
شپږ ویشت کاله پخوا، د نولس سوه نوېم میلادي کال د ستمبر په لسمه نیټه، د لیبریا اولسمشر سامیول کانیون دوئه د بلوه ګرو ځواکونو په لاس ترور شو.هغه په نولس سوه اتیایم میلادي کال کښې په داسی حال کښې چې یو نهه ویشت کلن بریدمن ؤ، د بیو په زیاتیدا د خلکو له ناخوښۍ او بیوزلې په استفادې سره په خونړي کودتا قدرت ترلاسه کړ خو د دوئه استبدادي حکومت هم د خلکو رنځ او بیوزلي کمه نکړه او په اپوټه قبیله ای اختلافاتو ته په لمن وهلو سره د لیبیریا اجتماعي او اقتصادي مشکلات یې لا زیات کړل. همداراز هغه له صیهونیسټ رژیم او امریکا سره د اړیکو په پراخولو سره د دغه هیواد د الماسو د بډایه معدنونو لا زیات چور تالان سبب شو. خو د سامیول دوئه مرګ، په لیبریا کښې په ځان پسې کورنۍ جنګ درلود چې هغه د هغه جنګ زمینه برابره کړې وه او کابو پینځلس کالو پورې اوږد ؤ. په دغو جنګونو کښې کابو دوه لکه پنځوس زره کسان و وژل شول.
««««««««««««
او له ننه دوه ویشت کاله پخوا، د دیارلس سوه درې اویایم لمریز کال د وږي میاشت په شلمه نیټه، د ایران یو اوسمهاله قرآن پیژاندی او څیړاند ډاکټر محمود رامیار وفات شو. هغه په خپل زیږنځائ د ایران په مذهبي ښار مشهد کښې د اسلامي معارفو او علومو زده کولو ته مخه کړه. ډاکټر رامیار د حقوق او فلسفی په څانګو کښې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ او له هغې ورسته په دیارلس سوه شپږ پنځوسم لمریز کال کښې د ادینبورګ له پوهنتون څخه په فلسفی کښې د ډاکټری درجې په ترلاسه کولو بریالئ شو. هغه څه موده د تهران پوهنتون د اسلامي معارفو او الهیاتو پوهنځي مشري او د دغه پوهنتون استادي پر غاړه درلوده. د هغه په اثارو کښې کولئ شو د تاریخ قرآن او کشف المطالب کتابونو ته اشاره وکړو.
مترجم: ذیشان حیدر بنګش