Sep 13, 2016 13:29 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۱۷۶

نن د یکشنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د وږي د میاشتې یویشتمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اووه دیرشم هجري قمري کال د ذی الحجې د میاشتې له نهمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د ستمبر د میاشتې له یوولسمې نیټی سره برابره ده.

««««««««««««

نن د ذي الحجې د میاشتې نهمه نیټه ده چې د عرفی له ورځې سره برابره ده.  دغه ورځ له سترو اسلامي اخترونو څخه ګڼله کیږي، که څه هم د اختر په نوم نه ده نومول شوې. په دې ورځ خداوند کریم خپل بندګان خپل اطاعت او عبادت ته رابللي دي او د خپل سخاوت او ښیګړې دسترخوان یې خور کړی دی. شیطان په دغه ورځ ډیر خوار، حقیر او غوسه ناک وي. د ذیحجې  میاشت د نهمې نیټی له غرمې د خدای د کور زیارتوال د عرفات په صحرا کښې وقوف کوي او د دغه وقوف لپاره ډیر زیات فضایل بیان شوي دي.  عرفات د جبل الرحمه د غره په لمن کې دیوې پراخې او هوارې صحرا نوم دی چې د مکې په جنوب ختیځ کې پرته ده .د ویلو ده چې خدای ج د عرفات سپیڅلې ځمکه چې د تاریخ په اوږدو کې د مهمو پیښو شاهده وه د حاجیانو د میلمستیا لپاره ټاکلی او د درناوی او اکرام دستر خوان یی د جبل الرحمه په لمن کی غوړولی او له ټولو حاجیانو یی غوښتي چې په ټاکلي ورځ د خدای ج د بی دریغه نعمتونو په دسترخوان کینی او د هغه له بی پایانه مهربانۍ برخمن شی .د یادولو وړ ده چی حاجیان د همدی ورځی په لمر لویدو کې له عرفاته د مشعر الحرام په لور روانیږی او ځانونه د حج د نورو مناسکو لپاره تیاروي .

««««««««««««

یو زرو درې سوه اووه اویا کاله پخوا، د شپیتم هجري قمري کال د ذیحجې میاشت په نهمه نیټه، د پیغمبر اکرم ص د ګران لمسي حضرت امام حسین (ع) د تره زوی مسلم بن عقیل د عراق په کوفه ښار کې په شهادت ورسید .هغه چی د وخت تکړه او پرهیز ګار شخصیت ؤ امام حسین (ع) ته د کوفې د خلکو د وفادارۍ د کچې معلومولو لپاره دې ښار ته تللی ؤ ، ځکه د کوفې خلکو له امام حسین (ع )څخه د زرګونو لیکونو په ترځ کې غوښتی ؤ چې دې ښار ته راشي او د یزید د ظالم حکومت په وړاندې پاڅون وکړي. سره له دې چې لومړئ د کوفی خلکو مسلم بن عقیل ته تود هرکلئ ووایه خو کله چې په دې ښار سخت زړئ او بی رحمه انسان عبید الله بن زیاد واکمن شو د کوفی خلکو د هغه پر دروغجنو دوکه او ډار او ناپوهۍ له مخې دامام حسین (ع) له ملاتړ لاس واخیست او مسلم بن عقیل یی یواځی پریښود .له هغې وروسته مسلم د ابن زیاد د عواملو لخوا ونیوئ شو او د هغه په حکم سره د  دارالاماره له بامه لاندې و غورځول شو  او شهید کړئ شو.

««««««««««««

  اووه سوه نهه اتیا کاله پخوا، د پینځه سوه اته څلویښتم هجري قمري کال د ذیحجې میاشت په نهمه نیټه، د قرآن کریم یو مشهور مفسر علامه طبرسي وفات شو. ابو علی فضل بن حسن طبرسي په څلور سوه اته شپیتم قمري کال کښې وزیږید. له مقدماتي زده کړو وروسته یې د مشهدپه سپیڅلي ښار کښې د عربو ادبیاتو، قرائت، تفسیر، حدیث، حساب او جبر، فقې، اصول او کلام زده کړو ته مخه کړه او په دغو علومو کښې یې مهارت وموند. علامه کابو څلور پنځوس کاله په مشهد کښې ؤ او وروسته سبزوار ته ولاړ او تدریس او تالیف ته یې ملا وتړله. قطب الدین راوندي، ابن شهر آشوب، ضیاء الدین راوندي او نور د هغه له شاګردانو څخه ګڼل کیږي. همداراز د اسرار الامامه، تاج الموالید او کنوز النجاح د هغه له تالیفاتو څخه دي. د هغه د لسګونو کتابونو په مینځ کښې د مجمع البیان ستر تفسیر د تفسیرونو د سرخيل په توګه مطرح شوې دی. هغه همداراز یو تکړه فقیه او پوه عالم ؤ او خلکو به ورته مراجعه کوله. بالاخره د مفسرانو امام له برکته ډک کابو اتیا کاله عمر وروسته د پینځه سوه اته څلویښتم قمري کال د عرفې په ورځ له نړۍ سترګې پټې کړې.

««««««««««««

اته شپیته کاله پخوا، د نولس سوه اته څلویښتم میلادي کال د ستمبر په یولسمه نیټه، د قائداعظم لقب لرونکئ د پاکستان بنسټګر محمد علی جناح وفات شو. هغه په اتلس سوه شپږ اویایم میلادي کال کښې د اوسني پاکستان په جنوب کښې د کراچي په ښار کښې وزیږید. جناح په نولس سوه شپږم میلادي کال کښې د مسلم لیګ ګوند له بنسټګرو څخه ؤ. دغه ګوند په لومړیو کښې کلتوري او مذهبي فعالیتونه درلودل، خو ورو ورو یې سیاسي مسئلو ته ګروهنه ومونده او د مسلمانانو لپاره د یوه خپلواکي هیواد د جوړولو غوښتونکئ شو. د جناح له اقداماتو او تنظیمولو سره ، د هند ډیرو مسلمانانو د مسلم لیګ ګوند ته مخه کړه او دغه ګوند په قدرتمنو تشکیلاتو بدل شو، په دی ډول چې په پارلماني انتخاباتو کښې چې له دوهم نړیوال جنګه وروسته ترسره شول، مسلم لیګ تقریبا د هند د براعظمګي په ټولو مسلمان میشته سیمو کښې بریالیتوب ترلاسه کړ. په دی ډول، پاکستان په نولس سوه اوه څلویښتم میلادي کال کښې د ګورنر جنرالي له حکومت سره خپلواکه شو او د هغه لومړنی ګورنر جنرال هم محمد علی جناح ؤ. د پاکستان خلک د هغو د هیواد د خپلواکي په لاره کښې د جناح د خدمتونو په وجه، هغه د ملت پلار ماني.

««««««««««««

دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه پینځه شپیتم لمریز کال د وږي میاشت په یویشتمه نیټه، د خوشنویسی یو پاکستانی استاد حافظ محمد یوسف سدیدي په لاهور کښې وفات شو. هغه په نولس سوه شلم میلادي کال کښې په چکوال کښې وزیږیداو په ځوانئ کښې یې د خوشنویسی او خطاطي په هنر کښې د محمد شریف او تاج الدین زرین قلم په شان له استادانو څخه زده کړ. د دغه هنر په زمینه کښې د استاد سدیدي تر ټولو ښکلی کار په لاهور کښې د مینار پاکستان د کتبو خوشنویسي ده چې د دغه هیواد د ملي هنرونو په اثارو کښې هم ګڼل کیږي. د خوشنویسی له دغه استاد او هنرمنده د تعلیم النسخ په نوم یو کتاب په یادګار پاتی دی چې پکښې یې په ډیرې ساده ژبه او روانتیا سره هنر زده کونکو ته د خوشنویسی تعلیم ورکړئ دی.

««««««««««««

او له ننه پینځلس کاله پخوا، د دوه زره لومړي میلادي کال د ستمبر په یولسمه نیټه،  د امریکا له څلورو تښتول شویو الوتکو ، دوه، په نیویارک د  تجارت د نړیوال مرکز له دوو برجونو ، یوه  د دغه هیواد دد فاع وزارت له ودانۍ پینټاګان  سره وجنګیدې  او څلورمه  یې د  پنسلوانیا په  فضا کې  ولګیده او نسکوره شوه.  په دغه لویې ترهه ګرې حملې کې  د نړیوال تجارت برجونه ونړیدل او د پینټاګان ځینې برخې ته هم تاوان  ورسیده او کابو  درې زره دوه سوه کسان ووژل شول.  له دغه پیښې وروسته  امریکا   د اسامه بن لادن په مشرۍ  القاعده ډله د دغه  عملیاتو  ذمه واره وبلله او  ورپسې بیا  له اسلام سره د دښمنۍ یوه لویه څپه او  په لویدیځو هیوادونو کښې په مسلمانانو او اسلامي مرکزونو بریدونه پیل شول.  د امریکا دهغه وخت ولسمشر جارج ډبلیو بوش هم له دغه  فرصته په استفادې سره  له ترهه ګرۍ سره دمبارزې په پلمه  د اسلامي هیوادونو په خلاف  جګړه مار  اوپراختیا غواړي سیاستونه پیل کړل. د امریکا پوځ د دغه سیاست په لړ کې  د دوه زره لومړي کال په اکتوبر کې افغانستان او  د دوه زره  دریم کال په مارچ میاشته کې  عراق ونیول او په لکونو ملکي کسان یې  مړه او ژوبل کړل.  په دې ډول واشنګټن  د ستمبر د یوولسمې نیټې د پیښو  له فرصته چې  د ترهه ګرۍ د  مونډ ایستلو لپاره د ټولو هیوادونو د ملګرتیا په یو فرصت بدلیدی شو، د خپلو تیری ګرو او تاړاک ګرو سیاستونو لپاره کار واخيسته.  په امریکا کې دننه هم  د امریکا دولت   د دغه هیواد په خلاف د امنیتي ګواښونو په  سترښودلو سره  فردي او مدني ازادۍ  کمې کړې  او د امریکا پوځي او امنیتي بودجه یې ډیره زیاته کړه.

 

ژباړن: ذیشان حیدر بنګش

 

ټیګونه