تاریخ پاڼه شماره ۱۷۷
نن د دوشنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د وږي د میاشتې دوه ویشتمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اووه دیرشم هجري قمري کال د ذی الحجې د میاشتې له لسمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د ستمبر د میاشتې له دولسمې نیټی سره برابره ده.
««««««««««««
نن د ذی الحجې د میاشتې لسمه نیټه ده چې د مسلمانانو د لوئ اختر یا عید اضحی یا عید قربان ورځ ده.
په دې ورځ حاجیان چې د خدائ د کور زیارت ته تللي دي، د خدائ په امر او د هغه د رضا لپاره قرباني کوي او د خدائ د ستر پيغمبر، حضرت ابراهیم (ع) خاطره ژوندۍ او لمانځي.
خدائ (ج) د حضرت ابراهیم (ع) د ایمان او اخلاص د ازمویلو لپاره هغه ته دنده ورکړه چې خپل زوئ، حضرت اسماعیل (ع) د خدائ په لار کښې قرباني کړي.
ابراهیم (ع) د دې کار له سختۍ سره سره، الهي فرمان ته غاړه کيښوده او د دې ماموریت د ترسره کولو لپاره تیار شو.
خو هر څومره هڅه یې چې وکړه، چاړې د اسماعیل (ع) غاړه پرې نکړه.
په دې حال کښې ابراهیم (ع) ته خطاب وشو چې له الهي ازموینې یا امتحانه بریالئ را وتلی یې او هغه وخت پسه یا ګډ واستول شو چې د اسماعیل پرځائ یې قرباني کړي.
دغه له پند او عبرته ډکه پيښه، د خدائ (ج) د فرمان پر وړاندې د سرښیندنې، له ځانه د تيريدنې، پر نفس غلبه او تسلیميدو درس دی.
په همدې وجه، د نړۍ مسلمانان هم د ذی الحجې لسمه ورځ، د یوه ستر او ولولناک اسلامي اختر په توګه درنښت کوي او له هغه څخه د لوی خدائ (ج) په دربار کښې د اخلاص او بندګۍ درس زده کوي.
د لوئ اختر د رارسيدو له امله د نړۍ ټولو مسلمانانو ته مبارکي وایوو.
««««««««««««
یو زرو یو سلو نهه کاله پخوا، د درې سوه اته ویشتم هجري قمري کال د ذي الحجې په لسمه نيټه، مشهور مسلمان لیکوال، مفسر او لغت پیژاندی ابوبکر انباري چې په ابن انباري مشهور دی، وفات شو.
هغه په دوه سوه یو اویایم هجري قمري کال کښې په بغداد کښې وزیږید او د هغه وخت له شخصیتونو څخه یې د لغت او تفسیر په شان علوم زده کړل.
ابن انباري د ډيرې پوهې، تالیفاتو او اخلاقي فضایلو په درلودلو سره مشهور دی او د خپل عمر تر وروستیو ورځو پورې یې د علم له زده کړې مخ وانه ړاوه. خو هغه څه چې انباري ته یې د لیکوالانو ډير نظر اړولی دی، د هغه پياوړې حافظه ده.
چا چې د هغه په درسي ټولګي کښې ګډون کړی، ویلي یې دي چې هغه د درس په غونډو کښې یوازې له خپلې حافظې څخه کار اخیست او له کتاب او کتابچې څخه یې کمه استفاده کوله.
د ابن انباري له تالیفاتو څخه (ادب الکاتب)، (الاضداد) او ( ضمائر القرآن) کتابونو ته اشاره کولائ شو.
««««««««««««
دوه سوه دوه پنځوس کاله پخوا، د اولس سوه څلور شپیتم میلادي کال د ستمبر په دولسمه نیټه، فرانسوی ننګ جوړونکی او نظر خاوند ژان فلیپ رامو مړ شو. هغه د ۱۶۸۳ میلادي کال د ستمبر په ۲۵ نیټه په فرانسې کښې زیږیدلی ؤ او له ماشومتوبه یې د ساز له غږولو سره ډیره مینه لرله او په دې ډګر کښې یې ډیر زر پرمختګ وکړ داشان چې په اوه کلنۍ کښې په دې هنر کښې وځلید.
رامو له همهغه وخته د تیټر له یوې ډلې سره یوځاې د وایلن د غږونکي په توګه د فرانسې په ښارونو کښې په کار بوخت شو او بیا وروسته به یې په کِلِرمون او نوتِردام په جامع کلیساؤ کښې آرګن غږوه. رامو په ورپسې کلونو کښې د کلاوسِن د قطعو کتاب او د ښوننګونو او هم غږۍ په هکله یې دوه جلده کتابونه ولیکل او پکښې یې د موسیقۍ ځیني مهم مطالب ولیکل. رامو د لویدیځې کلاسک موسیقۍ د یو بنسټګر په توګه ګڼل کیږي. هغه د موسیقۍ لپاره اسان او ټاکلي قواعد او قوانین برابر کړي چې لاهم د موسیقۍ په دنیا کښې اجرا کیږي.
پر دې سربیره چې رامو د موسیقۍ یو تیوریشن دی، په دې هنر کښې ستر آثار هم لري. د هغو قطعاتو ځلا او ژورتیا چې رامو د مجلسي موسیقۍ لپاره لیکلي دي، د هغه د زمانې په پرتله له عادي حده ډیر مشهور وو. ژان فلیپ رامو بالاخره په یو اتیا کلنۍ کښې په پیرس کښې مړ شو.
««««««««««««
یو سلو نهه کاله پخوا، د دولس سوه شپږ اتیایم هجري لمریز کال د وږي میاشت په دوه ویشتمه نیټه، امامي فقیه آیت ا... حاج میرزا براهیم خويي وفات شو. په علامه خویي مشهور آیت ا... حاج میرزا ابراهیم بن حسین خویي په کابو دولس سوه لسم لمریز کال کښې په خوی ښار کښې وزیږید. هغه له مقدماتو او کچو وروسته د نجف اشرف علمیه حوزې ته ولاړ او د شیخ مرتضی انصاري او سید حسین کوه کمره ای په شان استادانو په محضر کښې یې د علم لوړې درجې ترلاسه کړې. هغه په سخاوت، بخښنې، لوړ طبیعت، عاجزي او د خدای په لاره کښې د انفاق خاوند ؤ او هغه پام وړ شتمنئ چې له پلاره ورته رسیدلي وه، د خدای په لاره کښې ولګولې. له دغه رباني عالمه ګڼ شمیر اثار په یادګار پاتی دي چې حاشیه بر رسایل شیخ انصاري، د الدرة النجفیه په نوم د نهج البلاغه شرح او شرح چهل حدیث له هغو څخه دي. حاج میرزا ابراهیم خویي بالاخره د دولس سوه شپږ اتیایم لمریز کال د وږي میاشت په دوه ویشتمه نیټه په خوی کښې په مشروطه پیښو کښې په شپږ اویا کلنۍ کښې شهید شو او په نجف اشرف کښې خاورو ته وسپارل شو.
««««««««««««
شپږ نوي کاله پخوا، د دولس سوه نهه نوېم هجري لمریز کال د وږي میاشت په دوه ویشتمه نیټه، یو مشروطه غواړی مجاهد او روحاني مبارز شیخ محمد خیاباني شهید شو. د شیخ محمد خیاباني ژوند په دولس سوه پینځه اتیایم لمریز کال کښې د مشروطې له بریالیتوبه وروسته ، په تبریز کښې یوه ولایتي انجمن په جوړولو سره، یو نوي پړاؤ ته ورننواته او د تبریز د کلابندی په بهیر کښې د ښار په دفاع کښې مهم رول ولوباوه. د خیاباني په وخت کښې د اسلامي نړۍ په تیره بیا د ایران حالات، د جرمني، انګلستان او روسیې پشمول د پردیو په لاس وهنو سره ډیر ګډ وډ او خواشينونکي وو. له باچاهی څخه د باچا محمد علی له لیري کیدا وروسته، خیاباني په دیرش کلنۍ کښې د تبریز د خلکو غړي په توګه د ملي شورا جرګې ته لار ومونده. هغه په دوهمې جرګې کښې د روسیې له ایلټي میټم سره مخالفت وکړ او همداراز یې له انګلستان حکومت سره د وثوق الدوله له استعماري تړون سره هم مبارزې ته مخه کړه. شیخ محمد خیاباني، لکه څنګه چې مرکزي حکومت کمزوری او پییلې لیده، د ایران حکومت په سیسټم کښې یو اساسي بدلون او د ازادي احیا کول یې د ایران د بدلولو او د بهرنیو نیواکګرو د شړلو لپاره لومړنی ګام باله. خو د لومړي ګام اوچتول یې د سیاسي خبرو له لارې شوني نه ګڼل او یوه ځنې لار یې د ظلم او بهرني لاس وهنې په وړاندی په پاڅون او اتلانه مقاومت کښې بلله. له دی اړخه يې، د ایران حکومت لخواد نولس سوه نولسم میلادي کال تړون له منلو وروسته، په تبریز کښې په پاڅون لاس پورې کړ.
د شیخ محمد خیاباني په مشرۍ د تبریز د خلکو بریالئ پاڅون تر پینځو میاشتو زیات دوام درلود خو د هغو کسانو د خیانت په وجه چې د ملګرتیا قول یې ورکړئ ؤ، دغه پاڅون له ماتي سره مخامخ شو او شیخ هم شهید شو.
««««««««««««
شپږ دیرش کاله پخوا، د نولس سوه اتیایم میلادي کال د ستمبر په دولسمه نیټه، په ترکیې کښې د جنرال کنعان اورین په مشرۍ یوه پوځي کودتا رامینځته شوه چې د ترکیې د هغه وخت د لومړي وزیر سلیمان دمیرل په لیري کیدا او په دغه هیواد کښې د پوځي حکومت په رامینځته کیدا سره ترسره شوه. د مالي رسواییو رامینځته کیدا په ترکیه کښې د اقتصادي کړکیچونو د رامینځته کیدا او ټولنیزو او سیاسي نا خوالو دوام سبب شو څو د نولس سوه اتیایم میلادي کال د ستمبر په دولسمه نیټه د ترکیې د پوځ لوئ درستیز جنرال کنعان اورین په کودتا لاس پورې کړي او په نتیجه کښې د یوې شپږ کسیزې شورا په ملتیا د دغه هیواد حکومت ترلاسه کړي. د پوځي حکومت له رامینځته کیدا وروسته هغوئ په لومړیو کښې د هغه وخت د لومړي وزیر سلیمان دمیرل د لیري کیدا او د پارلمان د ړنګیدا حکم صادر کړ. همداراز د سیاسي ګوندونو، اتحادیو او ټولنو فعالیت ممنوع اعلان شو او پوځي حکومت چې د هیواد په یوې برخې کښې اجرا کیده، په ټول هیواد کښې پراخ کړئ شو. په نولس سوه نهه اتیایم میلادي کال کښې د ترکیې پوځي حکومت خپل ځائ تورګوت اوزال ته وسپاره چې د همهغه کال د مارچ میاشتې د ټاکنو په بهیر کښې له څو لسیزو وروسته د یوه غیر پوځي ولسمشر په توګه انتخاب شوې ؤ.
««««««««««««
او له ننه یو کال وړاندې، د څوارلس سوه شپږ دیرشم هجري قمري کال د ذی الحجې د میاشتې په لسمه نیټه، له عید قربان سره یو وخت، د منا ټاټوبی د آل سعود د بې کفایتۍ له امله د خدائ د کور د زرګونو حاجیانو د قربانۍ ځائ شو او د حج د تاریخ تر ټولو مرګوني پیښه رامینځته شوه. دغه پیښه سهار نهه بحې او داسې وخت رامینځته شوه چې ګڼ شمیر حاجیان د شیطانانو د ویشتلو په فریضه کښې د ګډون لپاره د مکې له دوه سوه څلورم واټ څخه د جمرات په لور روان وو چې د نورو واټونو په تړل کیدا سره او د بې شماره جمعیت د ګڼې ګوڼې په نتیجه کښې د څلور سوه څلور شپیته ایرانیانو پشمول د بیلا بیلو هیوادونو تر اووه زره زیاتو حاجیانو د آل سعود د بې کفایتۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ او ګڼ شمیر ټپیان هم شول. د سعودي عربستان حکومت د دغې پیښې په قضا او قدر بللو سره هڅه کړې څو د دغې پیښې مسئولیت ونه مني خو ټول شواهد د دې بیانونکي دي چې آل سعود د څوارلس سوه شپږ دیرشم قمري کال د رمي جمرات د دستورو په مدیریت کښې خپله بې لیاقتي وښودله. د ۲۱۵ او ۲۲۳ واټونو او د نورو وړو واټونو تړل کیدل او ۲۰۴ واټ ته د حاجیانو لارښونه کیدل، د هغو د شا او خوا واټونو د تړل کیدو سره سره د سختو امنیتي تدبیرونو تر څنګ چې د خلکو ګڼه ګوڼه یې زیاته کړې وه او همداراز د بیت الله الحرام له زیارتوالو سره په مرسته کولو کښې کوتاهي او بې پامي د آل سعود د بې تدبیرۍ اصلي موردونه وو چې سبب شول، د حج د تاریخ یوه ډیره مرګوني پیښه رامینځته شي. په دې پیښه کښې له څه د پاسه دوه څلویښتو مسلمانو هیوادونو څخه څه باندې اووه زره پینځه سوه حاجیان ووژل شول چې زیاتره شهیدان د ایران، نایجیریا، مالي، مصر، بنګلادیش او انډونیشیا هیوادونو پورې مربوط وو.
مترجم: ذیشان حیدر بنګش