Sep 13, 2016 13:33 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۱۷۸

نن د سه شنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د وږي د میاشتې درویشتمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اووه دیرشم هجري قمري کال د ذی الحجې د میاشتې له یوولسمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د ستمبر له دیارلسمې نیټی سره برابره ده.

««««««««««««

یو زرو درې سوه نهه اتیا کاله پخوا، د شپږ سوه اوه ویشتم میلادي کال د ستمبر په دیارلسمه نیټه، د روم امپراتورئ او ایران تر مینځ څلورویشت کلن جنګونه ختم شول. د ساساني باچا خسرو پرویز په څو پرله پسی حملو کښې بین النهرین،سوریه، فلسطین، مصر او کوچنۍ اسیا ونیوله او خپلو بریاؤو ته یې تر اوسني استمبوله دوام ورکړ. په پینځه سوه یو نوېم میلادي کال کښې د خسرو پرویز او روم امپراتورئ تر مینځ په تړون پسی سوله رامینځته شوه خو د خسرو د ملاتړي امپراتور وژلې او بی وسلې کیدا د روم په قلمرو په یرغل کښې د هغه لاس پرانیسته. په دی ډول د شپږ سوه دریم میلادي کال د جنوري له پینځمې نیټی د دغو دواړو هیوادونو تر مینځ څلورویشت کلن جنګ پیل شو. د ایران پوځ د روم په ټاټوبي کښې د پام وړ بریاوې تر لاسه کړې تر هغې چې بیزانس یا ختیځي روم کابو خپلې ټولې سیمې له لاسه ورکړې. په دی ډول د خسرو پرویز قلمرو تقریبا د هخامنشیانو  قلمرو ته ورسید، خو جنګ اوږد شو او د دوام لپاره یې د خسرو ځیل بیزانس جبرانولو ته چمتوکړ او له شپږ سوه اوه ویشتم میلادي کاله د بیزانس تیري پیل شول. په دی جنګ کښې آذربایجان ړنګ او ولوټل شو او د بیزانس عسکرو بین النهرین ونیوه. خسرو پرویز تیسفو ن ته وتښتیده ، خو د سولې وړاندیز یې رد کړ. په دی مینځ و میان کښې خسرو پرویز چې د پیغمبر اکرم (ص) د لیک د څیري کولو په وجه هغه حضرت ورته ښیرې کړې وې او د حکومت د ړنګیدا په هکله یې هغه مبارک خبر ورکړې ؤ، له روم څخه پرله پسی ماتي وخواړلې. یوه موده وروسته د ایران د پوځ او خلکو په بلوې سره خسرو پرویز له قدرته لیرې، ونیوئ او بیا و وژل شو.

««««««««««««

اوه سوه شپږ شپیته کاله پخوا، د دولس سوه پنځوسم میلادي کال د ستمبر په دیارلسمه نیټه، د مسیحیانو او مسلمانانو ترمنځ د صلیبي جګړو په لړۍ کې د منصوریه جګړه پيل شوه. دغه تاریخي جګړه په مصر کې په همدې نامه ځای کې، د فرانسې د پاچا، سن لويي له خوا چې د مصر د نیولو نیت یې درلود، پيل شوه. د منصوریه په جګړه کې صلیبیان د صلاح الدین ایوبي په مشرۍ د مصر د مسلمانو جنګیالیو په مقابل کې سخته ماتې وخوړه. د دغه جګړې په پای کې، سن لويي د مسلمانانو له خوا ونیول شو او په لوکن ماڼۍ کې چې اوس په موزیم بدله شوې ده بندي شو.

««««««««««««

درې نوي کاله پخوا، د دیارلس سوه څلور څلویښتم هجري قمري کال  د ذی الحجې  د میاشتې په  یوولسمه نیټه،  د اخلاقو ستر  استاد او عارف عالم آیت ا... میرزا جواد ملِکي تبریزي  وفات شو. میرزا جواد آقا  د  کامل عارف، د عمل کونکي عالم، واصل سالک او  د ګرانقدره  فقیه  حاج میرزا شفیع  زوئ ؤ.  هغه په تبریز کښې زیږیدلئ ؤ  او له  لومړنیو او لوړو زده کړو وروسته  نجف اشرف ته لاړ او د حاج آقا رضا همداني، آخوند خراساني، محدث نوري او اخوند همداني په  شان  د  تکړه  استادانو له محضره یې ګټه پورته کړه.

میرزا جواد ملکي په دیارلس سوه شلم هجري قمري کال کښې ایران ته له راستانیدا وروسته په تبریز کښې استوګن شو او د مشروطیت په اوج کښې یې قم ته کډه وکړه. آیت ا... بهاءالدیني، شیخ عباس تهراني او د ایران د اسلامي انقلاب بنسټګر حضرت امام خمیني (رح) د هغه له مشهورو شاګردانو څخه  وو. له  ارواښاد ملکي څخه د اسرارالصلاة، المراقبات، اعمال السنة، په فقه کښې د یولړ رسالو او رساله لقاء ا... په شان ارزښتناک آثار پر ځائ پاتې دي. دغه رباني عالم د انسان د تهذیب په لاره کښې له یوه عمر هلوځلو وروسته  بلاخره  د دیارلس سوه څلور څلویښتم قمري کال  د ذی الحجې د یوولسمې نیټې په سحرګاه کښې وفات شو او د قم په شیخان ادیره کښې خاورو ته وسپارل شو.

««««««««««««

دوه اتیا کاله پخوا،  د دیارلس سوه پینځه پنځوسم هجري قمري کال د ذی الحجې د میاشتې په یوولسمه  نیټه،  آیت ا... سید علي ممتاز العلماء وفات شو. د  (ممتاز العلماء) لقب  لرونکی ابوالحسن علي بن شمس العلما سید ابراهیم د هند یو ستر عالم ؤ. هغه له لومړنیو زده کړو وروسته د معقول او منقول زده کړې ته مخه کړه. ممتاز العلماء  په  دیارلس سوه اووه ویشتم هجري قمري کال کښې نجف اشرف ته لاړ او د سید محمد کاظم یزدي، اخوند خراساني، شیخ  زین العابدین مازندراني او آقا ضیاء الدین عراقي  د درس له محضره یې ګټه پورته کړه. ممتاز العلماء پینځه کاله پس خپل زیږنځائ لکهنو ته ستون شو او تدریس او تالیف او د خلکو ارشاد ته یې مخه کړه. اثبات النبوه، الامامه او تجزی الاجتهاد د دغه عالم لیکلي کتابونه دي.

««««««««««««

اته دیرش کاله پخوا،  د دیارلس سوه اووه پنځوسم  هجري لمریز کال د وږي د میاشتې په درویشتمه نیټه، د وږي د میاشتې د اوولسمې ورځې  په  لوئ لاریون  پسې  او  د باچا رژیم  د  تالي څټو  عواملو  په  لاس  د ایران  د زیات شمیر مسلمانانو له شهادت وروسته، په دغه  ورځ  د دغو شهیدانو د درنښت په خاطر  یو  بل ستر او پرتمین لاریون  په  تهران کښې ترسره شو. په لسګونو زره خلکو په بهشت زهرا هدیرې کښې د شهیدانو د قبرونو په  لور حرکت  وکړ  او هلته سره غونډ شول. د باچا رژیم مامورانو د شهیدانو هدیرې ته د خلکو د ورتلو مخه ونیوله، خو د خلکو څپانده سمندر  (ایران  زمونږ هیواد دی، خمیني  زمونږ  رهبر) په څیر  په  شعارونو سره  د باچا خپل سري  رژیم  په ضد خپل اعتراض  ته دوام ورکړ.

««««««««««««

درویشت کاله پخوا، د نولس سوه درې نوېم میلادي کال د ستمبر په دیارلسمه نیټه، د فلسطین د ازادي غواړي غورځنګ د پخواني مشر یاسر عرفات او د صهیونیسټ رژيم د وخت د لومړي وزیر اسحاق رابین ترمنځ په واشنګټن کې د((غزه- اریحا)) په نوم د سازباز تړون لاسلیک شو. په دې پریکړه لیک کې چې د صهیونیسټ رژيم او عربو د تش په نامه سولې له خبرو دوه کاله وروسته وشو، صهیونیسټ رژيم او د فلسطین آزادي غواړي غورځنګ یوبل په رسمیت وپيژندل. همداراز دغه رژيم له یاسر عرفاته له ډېرو امتیازونو له اخېستو وروسته موافقه وکړه ترڅو د لویدیځې غاړې له نوي فیصده خاورې شاتګ وکړي او تر نولس سوه نهه نوېم کال پورې به په لویدیځه غاړه کې له غزې تر اریحا ښاره پورې به د یوه فلسطیني دولت د جوړیدو په اړه ورستي تړونونه لاسلیک شي. د غزه- اریحا  د تړون له مخې باید په نیواکي سیموکې د صهیونیسټانو د ښار ګوټو جوړیدل ختم شوي وای، فلسطیني بندیان ازاد شوي وای او د فلسطیني کډوالو د بېرته ستنېدو او د پوله ایزو کرښو د ټاکلو په هکله خبرې اترې شوې وای. د فلسطین د ازادي غواړي غورځنګ د مشرانو له هیله مندۍ سره سره، صهیونیسټ رژیم د غزې – اریحا د تړون  کابو خپلو ټولو ژمنو ونه دریدل او په مقابل کې یې نه یوازې یاسرعرفات ډېرو امتیازونو ورکولو ته اړ کړ، بلکې له هغه سره یې ددغه تړون په کولوسره، له تل ابیب سره په سازباز خبرو کښې د اعرابو متحده جبهه ټوټې کړه.

 

مترجم: ذیشان حیدر بنګش

 

ټیګونه