Sep 14, 2016 15:26 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۱۷۹

نن د چهارشنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د وږي د میاشتې څلورویشتمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اووه دیرشم هجري قمري کال د ذی الحجې د میاشتې له دولسمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د ستمبر له څوارلسمې نیټی سره برابره ده.

««««««««««««

نهه سوه څلور شپیته کاله  پخوا، د څلور سوه درې اویایم  هجري قمري کال د ذی الحجې په دولسمه نیټه، د ځینو روایتونو لمخې،  د ایران  مشهور شاعر حکیم ابوالمجد مجدود بن آدم سنايي غزنوي په غزنین کښې وزیږید. د فارسۍ شعر  دغه مسلمان استاد په ځوانۍ کښې شعر  ویل  پيل کړل او په پیل کښې به یې د رجال او بزرګانو مدحې ویلې خو ناڅاپه پکښې یو حیرانونکی بدلون راغئ  چې  د خدائ د کور  په لور روان شو او حج ته لاړ. سنايي په مکه مکرمه کښې د کعبې او مکې معظمې د لیدو  په شوق کښې یوه قصیده وویله او له  هغه ځایه  له ستانیدا وروسته څه موده په بلخ  او نورو ښارونو کښې پاتې شو.

هغه څه چې د سنايي له سفرونو پاتې دي، هغه  شعرونه او قصیدې دي چې هغه په خراسان او بلخ کښې ویلي دي او د بلخ  په کارنامې مشهور دي. سنايي یو ځل  بیا په غزنین کښې له  اوسیدو وروسته د خپلې مشهورې قصیدې د (حدیقة الحقیقة) پوره کولو ته مخه کړه. (سِیرُ العِباد الی المَعاد) ټولګه چې په خراساني طریقه کښې د هغه د مهارت بیانونکې ده، (طریقُ التحقیق) مثنوي چې د حدیقه په  وزن ده، سنايي په پینځه سوه اته ویشتم قمري کال کښې  پائ ته  ورسولې. (عقل نامه)، (عشق نامه) او (تجرِبةُ العلم) د دغه ښه قریحه لرونکي ایراني شاعر له  نورو ارزښتناکو آثارو څخه دي.

سنايي په پینځه سوه پینځه دیرشم هجري قمري  کال کښې وفات شو او مقبره یې په غزنین کښې ده.

««««««««««««

څلور سوه اووه نوي کاله پخوا، د نهه سوه څلویښتم هجري قمري کال د ذی الحجې د میاشتې په دولسمه نیټه، په محقق کَرَکي مشهور د اسلام یو ستر فقیه علی بن حسین کرکي عاملي وفات شو. هغه لومړی پخپل زیږنځاې د لبنان په جبل عامل کښې او بیا په  نورو اسلامي هیوادونو کښې د خپلو دیني او علمي معلوماتو بشپړول پیل کړل او بیا ایران ته راغئ او د سترو علمي، کلتوري  او  ټولنیزو خدماتو سرچینه وګرځید، په دې ډول چې د هغې زمانې په  ډیرو کتابونو کښې په بزرګۍ یاد شوئ دی. د کرکي عاملي له ارزښتناکو کتابونو څخه (جامع المقاصد)، (شرح شرایع) او (رساله عدالت) ته اشاره کولائ شو.

««««««««««««

یو سلو پینځه ویشت کاله  پخوا، د دیارلس سوه دولسم هجري قمري کال د ذی الحجې د میاشتې په دولسمه نیټه، د ایران مشهور خوشنویس او عالم ابوالفضل ساوجي وفات شو. د قاجاري زمانې  خوشنویس، طبیب او ادیب ابوالفضل مَجدُالدین محمد بن فضل ا... ساوجي د طب، حکمت، ریاضۍ، ادبیاتو او هنر په شان  د خپلې زمانې دود علمونه په تهران کښې زده کړل او په ځوانۍ کښې عالم  او پوه  وګڼل شو. په  دې  وجه  (د ناصري دانشورانو د لیک) د تالیف او لیکلو په وخت هغه په څلورو تدوینونکو کښې غوره شو.

ساوجي د شعر په ویلو کښې هم  ډیره  وړتیا درلوده  او ورڅخه پخپل ښکلي قلم په نستعلیق خط سره د شعر یو دیوان پاتې دی. ساوجي همداشان په طب او ریاضۍ کښې هم له ځانه څو رسالې پرځائ پریښي دي چې چاپ شوي دي.

ابوالفضل ساوجي د ډول ډول نستعلیق، مات نستعلیق، نسخ او مات نسخ خطونو په لیکلو کښې یو تکړه او مشهور استاد  ګڼل کیده او له  ناصري  پړاؤه د هغه لاس لیکلي یوشمیر آثار پرځائ پاتې دي چې د حضرت عبدالعظیم علیه السلام  په حرم کښې یوه کتیبه له هغو څخه ده.

««««««««««««

یو سلو شپږ کاله پخوا، د دولس سوه نهه اتیایم هجري لمریز کال د وږي میاشت په څلورویشتمه نیټه، مشهور شیعه عالم او ستر فیلسوف، جهانګیر خان قشقايي وفات شو. هغه لومړی کم درس وویل او د شاهنامه خوانۍ ویلو سربېره، په تار غږولو کې استادي درلوده. جهانګیرخان چې په ۴۰ کلنۍ کې د غږولو د هنر د بشپړولو لپاره اصفهان ته ولاړ، ناڅاپه په هغه کې دپوهې زده کولو مینه ویښه شوه او له قبایلي ژونده یې لاس واخیست، د اصفهان په صدر مدرسه کې یې ددیني علومو زده کړې ته مخه کړه. هغه له سترو استادانو څخه د علم زده کړه پيل کړه او ډېر ژر په حکمت، فلسفه، فقه، طب، ریاضي، ستور پېژندنې  او نورو علومو کښې استادۍ ته ورسید او په عرفان او اخلاقو کې د خپل وخت مشهور استاد شو. حکیم جهانګیرخان له هغه وروسته تدریس ته مخه کړه او په ۴۰ کالو کې یې د حضرات آیات: سید حسین طباطبايي بروجردی، آقا ضیاءالدین عراقي، سید ابوالحسن اصفهاني، محمد علي شاه آبادي، سید حسن مدرس، حاج آقا رحیم ارباب، علامه محمد حسین فاضل تونی، سید محمد کاظم عصار اوپه لسګونو حکیمانو او عالمانو په شان ډېر شاګران یې ورزول. جهانګیرخان داسې پوه ؤ چې هم یې علم درلود او هم اخلاق.

خپل ټول ژوند یې په یوازیتوب او قناعت کې تېر کړ او هېڅکله یې قبایلي لباس د لمانځه کولو پرته له خپل تنه لرې نکړ. بالاخره دغه خاکساره او عارف فیلسوف د ۱۲۸۹ لمریز کال د وږي په ۲۴مه نېټه چې د ۱۳۲۸ سپوږمیز کال د روژې له ۱۳مې نېټې سره برابره وه، په ۸۳ کلنۍ کې وفات او د اصفهان په تخت فولاد هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

««««««««««««

شپږ پنځوس کاله پخوا، د نولس سوه شپیتم میلادي کال دستمبر په څوارلسمه، د اوپک (او پی اي سی ) په نامه دتیلو دصادرونکو هیوادونو دموسسې منشور پنځو هیوادونو ایران ،عربستان ،عراق ،کویت او ونزویلا لاسلیک  کړ . دغه موسسه  دلودیځ  دتیلو له سترو کمپنیانو سره  د مقابلې په خاطر جوړه شو ه چې  دنړۍ په سویه ئې  دتیلو د  کشفونې ، ویستلو اوخرڅولو  انحصار  په اختیار کې درلود او دتیلو بیّې  ئې دخپلو ګټو په اساس او ددغې حیاتې مادې دتولیدونکو  په تاوان  ټاکلې . که څه هم  اوپک  په هماغه پیل کې څه خاص قدرت نه درلود،  خو سوکه سوکه  او  له دغې موسسې سره  د الجزایر ، لیبیا ، نیجریه ،قطر ،متحده عربی اماراتو ،ګابن ،انډونیشیا  او ایکواډور  له یو ځاي کیدا وروسته  لازیات قدرت وموند. ځکه  د ۱۹۷۳کال  دتیلو په بحران کې  چې دعربانو په وسیله  لودیځ دتیلي بندیز  او دمصر او صهونیسټ رژیم  دجنګ له امله  رامینځة شوی  ؤ ، د اوپک  دتیلو بیّه تر درې برابره زیاته شوه  . دتیلو په نړیوال بازارکې له اویایمې لسیزې وروسته ددغې حیاتي مادې دبیّو په ټاکنې کې د اوپک موسسې رول   ډيرې ټيټې هسکې درلودلې  دي . په همداوروستیو کلونو کې   له اوپک موسسې دګابن او ایکواډور  له وتلو سره سره  دغه موسسه هماغه شان  دتیلو په نړیوال بازار کې  دثبات په ټينګیدو کې د خپل ټاکونکی رول لوبول  ساتلي دي .

««««««««««««

او له ننه درې دیرش کاله پخوا،  د څوارلس سوه څلورم  هجري قمري کال  د ذی الحجې د میاشتې په دولسمه نیټه،  آیت ا... میرزا محمد باقر آشتیاني وفات شو. د ایران د تمباکو د غورځنګ له مشرانو څخه د میرزا احمد زوئ ا و د میرزا محمد حسین آشتیاني لمسی حاج  میرزا محمد باقر  په  دیارلس سوه درویشتم هجري قمري کال کښې په تهران کښې دنیا ته راغئ.  په تهران کښې له ابتدايي درسونو وروسته نجف ته لاړ او د حضرات آیات ضیاء الدین عراقي، سید ابوالحسن اصفهاني او میرزای ناییني له محضره یې ګټه پورته کړه. څو کاله وروسته  تهران  ته راستون شو او په مروي مدرسه کښې یې تدریس پیل کړ. له دغه ګرانقدره عالم څخه زیات آثار په یادګار پاتې دي چې الصوم کتاب، په زکات فطر کښې یوه رساله او فضاء کتاب او داسې نور پکښې شامل دي.

آیت ا... آشتیاني  په  یو اتیا کلنۍ کښې په تهران کښې وفات شو او په  ری  ښار کښې خاورو ته وسپارل شو.

 

مترجم: ذیشان حیدر بنګش

 

ټیګونه