تاریخ پاڼه شماره ۱۸۰
نن د پنج شنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د وږي د میاشتې پینځه ویشتمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اووه دیرشم هجري قمري کال د ذی الحجې د میاشتې له دیارلسمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د ستمبر د میاشتې له پینځلسمې نیټی سره برابره ده.
««««««««««««
یو سلو پینځه نوي کاله وړاندې، د ۱۸۲۱ میلادي کال د سپټمبر په ۱۵مه نېټه، د نیکواراګوا، هندوراس، السالوادور، ګواتیمالا کاستاریکا هېوادونو له اسپانیا خپلواکي ترلاسه کړه.
وروسته له دې چې ناپلیون اسپانیا ونیوله او ددغه هېواد دولت او پوځ کمزوري شول، د لاتینې امریکا ځېنو هېوادونو لکه، نیکاراګوا، هندوراس، السالوادور، ګواتمالا او کاستاریکا هېوادونو خپلواکي ترلاسه کړه.
دغه پنځو هېوادونه له خپلواکۍ وروسته، دمرکزي امریکا ټولنه جوړه کړه.
په ۱۸۳۸ کال کې د دغه ټولنې په ړنګېدو سره، د هغه غړي هېوادونه په خپلواکو هېوادونو بدل شول.
د ۱۹مې پيړۍ په منځنیو کې، د ویلیام والکر په نوم یوه امریکايي د امریکا د امریکا د پوځ په ملاتړ سره، وکولای شوای دغه هېوادونه ونیسي.
خو هغوی یو له بل سره متحد شول او هغه ته یې ماتې ورکړه او یوځل بیا یې خپله خپلواکي ترلاسه کړه.
په دې توګه، امریکا تل د مرکزي امریکا هېوادونو ته د طمع سترګې نیولې او په مختلفو وختونو کې یې دې هېوادونو ته عسکر استولي دي.
د نیګاراګوا، هندوراس، السالوادور، ګواتمالا او کاستاریکا، له مکسیکو، پانامې او بلیز سره، د مرکزي امریکا هېوادونه جوړول چې د ارام سمندر او کارایب سمندر په څنډه کې پروت دی.
««««««««««««
نهه نوي کاله پخوا، د ۱۳۳۸ قمري کال د ذی الحجې یا لوئ اختر د میاشتې په دیارلسمه نیټه، مجاهد عالم او مبارز مجتهد آیت ا... میرزا محمد تقی حائري شیرازي وفات شو. میرزا محمد تقي ګلشن حائري شیرازي د امامیه عالمانو یو مشر او د وړومبي میرزاي شیرازي یو روزل شوی او وتلی شاګرد و. هغه په علم او تقوا او دیني غیرت او میړانې کښې یو ډیر مشهور او پیژندل شوی شخصیت او د انګریز نیواکګرو په خلاف د مسلمانانو د انقلاب بیرغچي او مشر و. میرزا به په ښه توګه احساس کوه چې د عراق د حکومت د مشر په توګه د بریتانیا د حکومت د استازي د منلو له غوښتنې د انګلستان د حکومت موخه پر اسلامي هیوادونو تسلط دی. له دې امله یې د دفاعیه په نامه مشهوره فتوا صادره کړه چې د عراق د خلکو د وسله وال غورځنګ لپاره یو رسمي مجوز و. په دغه فتوا کښې د حقوقو غوښتنه پر عراقیانو واجبه اعلان شوه او د انګلستان د نه منلو په بڼه کښې د دفاعي قوې د کارولو جواز بلل شوی و.
د میرزا د فتوا صادریدو د زاړه استعمار د حکومت ارکان ولړزول او د انګلستان حکومت یې له خپلو دریځونو شاتګ ته اړ کړ. هغه د استعمار په خلاف د عراق د مسلمانو خلکو د ۱۹۲۰ میلادي کال د انقلاب اصلي مشر و چې بلآخره د هغوي د لاس پوڅو استازو په لاس ورته زهر ورکړی شول او په اتیا کلنۍ کښې وفات شو.
««««««««««««
پینځه اویا کاله مخکښې، د ۱۳۲۰ لمریز کال د وږي یا سنبلې د میاشتې په ۲۵ نیټه، د رضا خان میرپنج ډیکټاټوري ختمه او په ایران باندې د هغه د زوي محمد رضا پهلوي باچاهي پیل شوه. د دویم نړیوال جنګ په دوران کښې په ایران باندې له شماله د شوروي د سره پوځ او له لویدیځ او سویل څخه د انګلستان د پوځ له حملې او د ایران له پوځي نیواک وروسته رضا خان د ۱۳۲۰ کال د وږي په ۲۵ نیټه پس له شپاړسو کالو ډیکټاټورۍ او ظلمه استعفا او له ایران څخه جلاوطنۍ ته مجبور شو او د انګریزانو په ملګرتیا د هغوي زوی محمد رضا پهلوي واکمن شو.
رضا خان وړومبی هندوستان ته د تلو نیت درلود خو د سفر په وخت یې ورته خبر ورکړ چې د انګلستان حکومت هندوستان ته د هغه له تګ سره مخالف دی. رضا خان بلآخره په هند سمندر کښې موریس جزیرې ته او څه موده پس په جنوبي افریقې کښې جوهانسبرګ ته جلاوطن شو. رضا خان څو کاله پس د ۱۳۲۳ لمریز کال د زمري په څلورمه نیټه په سویلي افریقې کښې مړ شو.
««««««««««««
اته څلویښت کال مخکښې، د ۱۳۸۹ سپوږمیز کال د ذی الحجې یا لوې اختر د میاشتې په دیارلسمه نیټه، مشهور شیعه محدث او نامتو پوه آقا بزرګ تهراني وفات شو. په شیخ آقا بزرګ مشهور شیخ محمد حسن رازي د ۱۲۹۳ قمري کال د ربیع الاول په یولسمه په تهران کښې زیږیدلی و. هغه فقیه، محقق او اصولي مدقق او د رجالي او نورو مختلفو جامع علومو څیړونکی و او د آخوند ملا کاظم خراساني، شریعت اصفهاني، سید کاظم یزدي او میرزا محمد تقي شیرازي له شاګردانو څخه و. آقا بزرګ په غیرمعمولي اډانې او ایثار او کلک هوډ سره هرڅومره کتابونه او کتابتونونه چې وو، وکتل او د امکان تر حده یې شیعه لیکنې راغونډې کړې او په ۲۶ ټوکو کښې یې د شیعه کتاب پیژندنې د دایرة المعارف یعنې (الذریعةُ الی تصانیف الشیعه) چمتو کولو ته ملا وتړله.
پر دې سربیره طبقاتُ اعلامُ الشیعه، معنیُ المقال، هدیة الرازي او الرشاد او داسې نور کتابونه هم د دغه ستر عالم پاتې آثار دي. هغه له ملا کاظم خراساني، شریعت اصفهاني، میرزا حسین نوري، شیخ طه نجف، سید حسن صدر او له نورو بزرګانو روایتونه کړي او څه باندې دیرشو عالمانو له هغه څخه د روایت کولو اجازه لرله.
آقا بزرګ تهراني په نجف اشرف کښې وفات شو او د هغه د وصیت له مخې، پخپل کتابتون کښې خاورو ته وسپارل شو.
««««««««««««
اته دیرش کاله پخوا، د ۱۳۵۷ لمریز کال د وږي د میاشتې په ۲۵ نیټه، د ۷.۷ ریکټرو په شدت سره یوې زلزلې د ایران شمال ختیځ ولړزوه او طبس ښار او د هغه د خواوشا کلي یې وران کړل. په دغې سختې زلزلې کښې څه باندې ۲۵ زره کسان ووژل شول او په لس هاو زره ژوبل شول. د طبس زلزله د شاه د رژیم په خلاف د ایران د خلکو د پاڅون په اوج کښې راغله او دغه رژیم هڅه وکړه چې له دې غمیزې څخه د ایران د خلکو له خفګانه په ناوړې استفادې سره هغوي د اسلامي انقلاب له دوامه منعه کړي. خو حضرت امام خمیني(رح) د ایرن خلکو ته په يو پيغام کښې د طبس له زلزله ځپلو سره په مرستې ټینګار وکړ او د خلکو د هوښیارتیا او د مبارزې د دوام غوښتونکی شو.
««««««««««««
او له ننه درویشت کاله پخوا، د ۱۳۷۲ هجري شمسي کال د وږي د میاشتې په ۲۵ نیټه، اوس مهاله ایرانی ادیب او لیکوال سید ابوالقاسم انجوی شیرازي وفات شو. استاد سید ابوالقاسم انجوي شیرازي په ۱۳۰۰ لمریز کال کښې په شیراز کښې زیږیدلی و. هغه د زده کړو له پوره کولو وروسته سیاسي فعالیتونو ته مخه کړه. بیا وروسته د مصدق له حکومت سره ملګری شو او د ۱۳۳۲ کال د زمري د میاشتې د اتویشتمې له کودتا وروسته د حکومت له رئیس سره یوځاې زنداني شو. استاذ انجوي شیرازي له ۱۳۲۷ کاله جرنلیزم ته مخه کړه او د انتقادي مقالو د لیکلو په وجه ونیوی شو او جلاوطن کړی شو. هغه له څلویښت کلنۍ څخه د خلکو د کلتوري میراث او سندونو راغونډولو ته مخه کړه او له هغه وروسته راډیو ته لاړ او په یو راډیويي پروګرام کښې یې (د خلکو کلتور) تعقیب کړ چې د دغو پروګرامونو نتیجه د دې لړۍ د لسو ټوکو چاپیدل دي.
همداشان (تمثیل و مَثل)، (بازي های نمایشي) او (سفینه غزل) د هغه له آثارو څخه دي.
استاذ انجوي شیرازي بلآخره د ۱۳۷۲ کال د وږي د میاشتې په ۲۵ نیټه په ۷۲ کلنۍ کښې وفات شو.
مترجم: ذیشان حیدر بنګش