تاریخ پاڼه شماره ۱۸۲
نن د شنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د وږي د میاشتې اووه ویشتمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اووه دیرشم هجري قمري کال د ذی الحجې د میاشتې له پینځلسمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د ستمبر له اوولمسې نیټی سره برابره ده.
««««««««««««
۱۲۲۳ کاله وړاندې د ۲۱۴ ه ق کال د ذی الحجې په ۱۵مه نیټه د اسلام د ګران پیغمبر ص پاک لمسئ په هادي ملقب حضرت امام علي النقی ع د مدینې په ښار کې متولد شو .
هغه حضرت د خپل ګران پلار امام جواد ع له رحلت وروسته د مسلمانانو د هدایت او لاروښونې خطیر رسالت او دنده په غاړه واخیسته او د مدینې منورې په ښار کې ېې د خلکو ارشاد او هدایت ته مخه کړه .
د امام هادي ع د امامت پړاو له ستونځو ډک پړاو ؤ او عباسي واکمن یو په بل پسې د قدرت پر ګدۍ کیناستل خو هغه خطر چې عباسي ظالم واکمن متوکل د امام ع او د هغه له پلویانو حس کاوه د دې لامل شو چې امام هادي ع د مدینې له ښاره د عراق سامرا ښار ته منتقل کړي او هغوی تر نظر لاندې ونیسي .
له دې ټولو محدودیتونو او فشارونو سره سره چې د حکومتي دستګاه له خوا په امام هادي ع واریدیدل هغوی پیاوړي شاګردان وروزل چې د هغو له جملې پرهیزګاره محدث او عالم حضرت عبد العظیم حسني ؤ چې هغه هم له امام اوخپلو یارانوسره د اسلام له اصیل کلتور حراست کاوه .
امام هادي ع له متوکل سره په چلندونو کې د خدای ج عظمت او لوېې په نظر کې نیولې وه او تل به ېې په استدلال سره د اسلام او محمدي آیین پر حقانیت ټينګار کاوه .
د دې بزرګوار امام د زوکړې د ورځې په مناسبت د تبریکۍ تر څنګ د هغه حضرت یوه ښکلې وینا هم در ته نقلوو چې فرمايي (( نیک شخص تر هرې نیکۍ ، غوره ویونکی تر هرې غوره خبرې او د علم خاوند او حامل تر هر علم او پوهې غوره دی .
««««««««««««
۱۹۰ کاله پخوا د ۱۸۲۶ میلادي کال د ستمبر د میاشتې په اولسمه نیټه مشهور جرمن ریاضي پوه برنارډ ریمان وزیږید. پلار یې یو غریب پادري و او د برنارډ د زده کړې خرڅ به یې ډیر په ګرانه پوره کوه. برنارډ ریمان په ۲۰ کلنۍ کښې د جرمني ګوتینګن پوهنتون ته لاړ او د هغې زمانې د مشهورو ریاضي پوهانو به درس کښې یې ګډون وکړ. هغه له ماشومتوبه په ریاضیاتو کښې ښه وړتیا او استعداد درلود نو په همدې وجه یې په پوهنتون کښې هم دغه څانګه غوره کړه او په ۲۵ کلنۍ کښې یې ډاکټریت یا پي، ایچ، ډي وکړه.
ریمان په ورپسې کلونو کښې په ریاضیاتو او هندسه کښې تحقیق او مطالعه پیل کړه او د خپلو تحقیقاتو نتایج یې په ۱۸۶۴ کال کښې د پوهنتونو استاذانو ته وړاندې کړل. هغه په ریاضیاتو کښې داسې هندسه رامینځته کړه چې د هغه په نوم مشهوره شوه. په ریماني هندسه کښې د یوې کروي یا دایره اي سطحې په هکله بحث کیږي او احکام یې هم په هغو اشکالو پورې اړوند دي چې په هغې سطحې باندې یې تصور کیږي. په دغه هندسه کښې د دوو نقطو ترمینځ هرڅومره نیغې کرښې چې غواړو رسم کوی شو او پر دې سربیره په ریماني هندسه کښې د نیغې او نامحدودې کرښې په شان مفهوم نشته. په هغه زمانه کښې دا ډول تازه نظریات د ریاضیاتو د عجیبه معمو په معنا ګڼل کیدل. خو نیمه پيړۍ وروسته آینسټاین وتوانید چې دا ټکی ثابت کړي چې ریماني هندسه د نړۍ څیره د اقلیدسي هندسي نه په لاحقیقي توګه انځوروي. برنارډ ریمان ډیر عمر ونه لرو ځکه چې د ۱۸۶۶ کال د جولایۍ په شلمه نیټه په څلویښت کلنۍ کښې د نري رنځ د ناروغۍ له امله د خپل شهرت په اوج کښې مړ شو.
««««««««««««
۵۹ کاله وړاندې د ۱۳۷۸ ه ق کال د ذی الحجې په ۱۵مه نیټه آيت الله شیخ علي اکبر برهان وفات شو .نوموړی په ۱۳۲۴ ق کال کې په تهران کې نړۍ ته راغی او د خپلو تحصیلاتو د تکمیل لپاره ېې د مقدماتي مرحلو له تیرولو وروسته د نجف علمیه حوزې ته لاړ او د میرزا محمد عراقي او شیخ مرتضی طالقاني په څير د آياتو حضراتو له درسي ټولګي ېې ګټه پورته کړه .
آيت الله برهان له دې وروسته له آيت الله میرزا ابو الحسن اصفهاني او سید ابو القاسم خويي د درسونو په ټولګیو کې هم ګډون وکړ او له میرزای اصفهاني څخه د مطلق وکالت له اخیستلو وروسته تهران ته راوګرځيد .
دغه جلیل فقیه په تهران کې د خپل اقامت پر مهال څو مدرسې او جوماتونه تأسیس کړل او د خلکو لارښونې ته ېې ملا وتړله د آيت الله برهان له تل پاتې آثارو څخه په دوعاګانو کې حدیث الایام او په تفسیر کې د یوسف سورې تفسیر ته اشاره کولای شو .
دغه ستر مجتهد بلآخره په ۵۴ کلنۍ کې په تهران کې وفات شو .
««««««««««««
۵۵ کاله مخکښې د ۱۹۶۱ میلادي کال د ستمبر په ۱۷ نیټه د ترکیې پخوانی وزیراعظم عدنان مندرس اعدام شو. هغه په ۱۸۹۹ میلادي کال کښې زیږیدلی و او د حقوقو په څانګه کښې یې زده کړې پوره کړې او په ځوانۍ کښې یې سیاسي فعالیتونه پيل کړل. مندرس د ترکیې د خلقو د جمهوري غواړي ګوند یو پخوانی غړی و خو په ۱۹۴۵ کال کښې د داخلي اختلافاتو په وجه ورڅخه ووته او په دې وجه یې په کال ۱۹۴۶ کښې د ترکیې ډیموکراټ ګوند جوړ کړ او د ترکیې په عمومي انتخاباتو کښې د دغه ګوند په بریالیتوب سره مندرس په ۱۹۵۰ کال کښې وزیراعظمۍ ته ورسید. هغه چې د امریکې د سیاستونو په پیروۍ سره یې د کوریا د جنګ لپاره پوځي ځواکونه لیږلي و، په دې هکله یې د ګوندونو او روشنفکرانو نارضایتي سخته وځپله.
مندرس په کال ۱۹۵۴ کښې د دغه هیواد په انتخاباتو کښې د ترکیې د ډیموکراټ ګوند په بریالیتوب سره یوځل بیا وزیراعظم شو. مندرس د عراق د وزیراعظم نوري سعید په ملګرتیا د کمیونزم د نفوذ د مخنیوي لپاره د سنټو په نامه د بغداد د امریکايي تړون له اصلي جوړونکو څخه و. هغه په ۱۹۵۷ کال کښې د دریم ځل لپاره وزیراعظم شو او په دغه پړاو کښې یې د هغو محصلینو حکومتي ضد مظاهرې وځپلې چې د سیاسي اصلاحاتو غوښتونکي وو. په هغه وخت کښې د ترکیې د ځمکني ځواکونو قومندان جمال ګورسیل د ولسي په تیره بیا د محصلینو د مقاومت د کنټرولولو په موخه د اصلاحاتو د ترسره کولو ضرورت مندرس ته په ګوته کړ چې د هغه له بې پامۍ سره مخ شو. په دې وجه جمال ګورسیل د ۱۹۶۰ کال د مۍ په ۲۷ نیټه د حکومت خلاف یوه کودتا پیل کړه او د هیواد مشران یې محاکمې ته ټیل وهل.
مندرس په محکمه کښې له اختیاراتو د ناوړه استفادې، د اساسي قانون د خلاف ورزۍ، د محصلینو د وژلو او د ناجایز ارتباط په جرم په اعدام محکوم شو.
هغه د اعدام یا پانسۍ د حکم له اجرا کیدو یوه شپه مخکښې د ځان وژنې کوشش وکړ خو ډاکټرانو له مرګه وژغوره. عدنان مندرس بلآخره د ۱۹۶۱ کال د ستمبر په پنځلسمه نیټه په ۶۲ کلنۍ کښې په دار وځړول شو.
««««««««««««
او له ننه ۲۲ کاله مخکښې د ۱۹۹۴ میلادي کال د ستمبر په ۱۷ نیټه د آسټریا مشهور فلیسوف او نظریه ورکونکی کارل پوپر په دوه نوي کلنۍ کښې مړ شو. هغه د ابتدايي زده کړو له پوره کولو وروسته څه موده آزادو مشاغلو ته مخه کړه. په جرمني او بیا په آسټریا کښې د نازیانو په قدرت اخیستنې سره پوپر د نازي ګوند له واکمنۍ نه د لرې والي په موخه په اقیانوسیې وچه کښې نیوزي لینډ ته سفر وکړ او په پوهنتون کښې په تدریس بوخت شو. هغه د پنځوسو کالو تدریس او تالیف په دوران کښې د علم د فلسفې او سیاسي فلسفې په څانګه کښې څو کتابونه ولیکل او د یو وتلي نظریه پرداز په توګه وپيژندل شو. پوپر د علم په فلسفه کښې له منطقي پوزیتیویزم او تحلیلي فلسفې سره مخالفت کوه. پوپر د یوې قضیې د علمي توب معیار د هغې ابطال منل وبلل او د ابطال او حدس نظریه یې د هغې په بنیاد ودروله. په دې معنا چې یو پوه یوه نظریه په حدس او ګمان سره وړاندې کوي او که دا نظریه له یوې مشاهده ایزې قضیې سره ناسازګار وي، نو باطلیږي. دا نظریه، د علم د ماهیت په هکله یوه تړون ګروهونکې نظریه ده چې منطقي ظاهر لري، که څه هم یوشمیر نیوکې یې هم په ځان پسې لرلې دي. پوپر په سیاسي فلسفه کښې هم په زیاته اندازه د افلاطون او مارکسیزم په سیاسي فلسفې نیوکه وکړه او د لبرالزم دفاع یې وکړه داشان چې په شلمه پیړۍ کښې د لبرالزم د یو ډیر ستر ملاتړي په توګه وپیژندل شو.
له پوپر څخه ځيني آثار هم پاتې دي چې (خلاصه ټولنه او د هغې دښمنان) ، (عیني شناخت) ، (اټکلونه او ابطالونه) ، (د تاریخي ګرۍ فقر) او (د علمي اکتشاف منطق) پکښې شامل دي.