Oct 03, 2016 13:20 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۱۸۳

نن د یکشنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د وږي د میاشتې اته ویشتمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اووه دیرشم هجري قمري کال د ذی الحجې د میاشتې له شپاړسمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د ستمبر له اتلسمې نیټی سره برابره ده.

««««««««««««

نهه سوه شپږ شپیته کاله پخوا، د څلور سوه یو اویایم  هجري قمري کال  د ذی الحجې د میاشتې په شپاړسمه نیټه، آندلسي مسلمان ریاضي پوه او ستورپیژاندی  ابو عبد ا... محمد بن جیاني  وفات شو .

هغه په درې سوه نهه اویایم  هجري قمري کال کښې د اسپانیا په یوه پخواني ښار قرطبه کښې وزیږید او خپلې لومړڼۍ زده کړې يې په خپل زیږنځائ کښې ترسره کړې . بیا د مصر پلازمینې قاهرې ته لاړ او څلور کاله هلته پاتې شو .

ابن جیاني په نجوم او ریاضیاتو کښې د ډيرې پوهې خاوند ؤ او د اصول اقلیدس کتاب کلکه دفاع یې کوله .

د محمد جیاني له اثارو چې د نجوم په برخه کښې يې لیکلي، د اصول اقلیدس کتاب  د پینځمې مقالې شرحه یادولئ شو.

««««««««««««

دوه سوه درې دیرش کاله پخوا، د اولس سوه درې اتیایم میلادي کال د ستمبر په اتلسمه نیټه، یو نامتو سویس ریاضي پوه لیونارډ اولر مړ شو. اولر د اولس سوه اوم میلادي کال د اپریل په پینځلسمه نیټه د سویس په بال ښار کښې وزیږید. لیونارډ د ریاضۍ ګروهمن ؤ او څه موده وروسته یې په همدې څانګه کښې د بال په پوهنتون کښې زده کړو ته مخه کړه. د اولر شهرت له نولس کلنۍ څخه پیل شو، ځکه چې په همدغه عمر کښې ؤ چې د پاریس اکیډمئ د کشتئ د برج د ودانۍ په اړه د مسئلې اوارول سیالئ ته وړاندی کړي وو او په دی اړه د اولر مقالې دوهم مقام و ګاټه. هغه په ورپسی کلونو کښې روسیې او جرمني ته ولاړ او د جرمني د علومو اکیډمئ په اداره کولو سره یې دغه علمي مرکز بیا له سره احیاکړ. اولر د خپل وخت  یو تکړه او اغیزمن پوه ؤ. د هغه د رسالو او هغو اثارو شمیر چې د ریاضۍ په بحثونو يې لیکلي دي، دومره زیات دی چې حتی نن هم د هغه  اثار په پوره توګه ندي چاپ شوي. په فیزیک او د انجینیرۍ په ډیرو زمینو کښې د هغه کار، د پریمانې استفادې وړ ګرځیدلئ دی او د ریاضۍ د عدد نویسی په سیسټم کښې یې مهمې مرستې کړي دي. هغه د نجومي مسئلو په شننې او تحلیل ،په تیره بیا د مقناطیسي جاذبې له امله د مځکې، لمر او سپوږمئ د حرکت په څرنګوالي کښې خپله وړتیا و کاروله او د اتلسمې میلادي پیړۍ د هغه یواځیني پوه په توګه نوم ثبت کړ او د رڼا د څپه ایز خوځښت نظریه یې وړاندی کړه. د پیچلیو عددونو له نظریې او د متغییراتو له حساب سره د اولر مرستې په دغو برخو کښې د ورپسی ټولو پرمختګونو بنسټ و ګرځیدلې او د هغه ارزښتمنه لیدتوګه د نورو پوهانو د ریاضي کشفیاتو پیلامه برابره کړه. لیونارډ اولر د عمر په وروستیو کښې د ډیرو زیاتو څیړنو په وجه ړوند شو، په داسی حال کښې یې هم له علمي کاره لاس  وانه خیسته او بالاخره د اولس سوه درې اتیایم میلادي کال د ستمبر په اتلسمه نیټه په شپږ اویا کلنۍ کښې د روسیې په سن پیټرزبرګ کښې مړ شو.

««««««««««««

یو سلو اته نوي کاله پخوا، د اتلس سوه اتلسم ميلادي کال د ستمبر په اتلسمه نېټه، د چلي هېواد له اسپانيا څخه خپلواکي ترلاسه کړه او دغه ورځ د دغه هېواد د ملي ورځې په توګه ونومول شوه. چلې په پینځلس سوه شپږ دیرشم ميلادي کال کښې د اسپانيا تر نیواک لاندی وراغئ. د استعمار په زياتره دوران کښې چلي په پېرو کښې  د اسپانيا نايب السلطنه د قلمرو يوه برخه وه. په اولس سوه اته اتیایم میلادي کال کښې د اسپانيا باچا دريم کارلوس د هېواد د مستعمرو په منظمولو کښې بيا کتنه وکړه او چلي تر يوۀ حده پورې له پېرو څخه خپلواکه شو. د چلي د خپلواکۍ غوښتنې لومړنی غورځنګ  له اتلس سوه څوارلسم ميلادي کاله پیل شو. په دغه کال کښې ملي پالو له حکومتي عسکرو سره په نښته کښې ماتې وخوړه. په اتلس سوه اولسم ميلادي کال کښې د آرجنټائن سردار خوزه سان مارټين له څو زره عسکرو سره د پېرو او چلي په شمول د اسپانيا تر نیواک لاندې سيمو باندې حمله وکړه. هغۀ د چلي د ازادي غوښتونکو په مرستې سره اسپانيايان شاتګ ته مجبور کړل او په دی ډول چلي په اتلس سوه اتلسم میلادي کال کښې په جمهوري نظام سره خپلواکه شو.

 

چلي له اوه لکه شپږ پنځوس زره شپږ سوه شپږویشت  مربع کيلوميټره پراختیا سره د جنوبي امريکې په لويديځ کښې د ارام سمندر په غاړو کښې  د ارجنټائن، بوليويا او پېرو له هیوادونو سره ګاونډئ دی.

««««««««««««

پینځه اتیا کاله پخوا، د نولس سوه یو دیرشم  ميلادي کال د ستمبر په اتلسمه نېټه ، د چين په شمال ختيځ کښې د منچوري ټاټوبی د جاپان د پوځ تر نیواک لاندی وراغئ. د منچوري نيول چې له يو ميلين مربع کېلوميټرو نه زياته پراختیا لري، د چين او جاپان د دوهم جنګ پیلیدا وه. جاپانيانو د منچوري له نیواکه  څه موده وروسته له مینچیکو سره وابسته حکومت په اقتدار کښې راوسته او د دويم نړيوال جنګ په لومړیو کلونو کښې د چين د ختيځ او جنوب پراخې برخې د جاپاني پوځ تر نیواک لاندی وې. د دويم نړيوال جنګ په بهیر کښې چين له جاپان سره په جنګ کښې د متفقينو له ملاتړه برخمن شو او په  نولس سوه پینځه څلویښتم میلادي کال کښې په دغه جنګ کښې د جاپان له پوره ماتي وروسته جاپاني ځواکونو چين په کامله توګه خالي کړ.

««««««««««««

او له ننه پینځه پنځوس کاله پخوا، د نولس سوه یو شپیتم میلادي کال د ستمبر په اتلسمه نیټه، د سوئيډن يو سياستوال او د ملګرو ملتو دويم عمومي سېکتر ډاګ هامرشولډ د کنګو د جنګ د ختمولو لپاره د يوه سياسي ماموريت په بهیر کښې د الوتکې د نسکورېدو له امله ووژل شو.

ډاګ هامر شولډد نولس سوه پینځم میلادي کال د جون په نهه ویشتمه نیټه په سوید کښې وزیږید. هغه د خپلو زده کړو له ترسره کولو وروسته د استهکلم په پوهنتون کښې د اقتصاد تدریس ته مخه کړه او په نولس سوه یو پنځوسم میلادي کال کښې د سوید د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال وګرځید. هامر شولډ د نولس سوه درې پنځوسم میلادي کال په اپریل کښې د ملګرو ملتو د عمومي سیکتر انتخاباتو ته و دریده او د دغه موسسې د دویم عمومي سیکتر په توګه یې زیاتره رایې ترلاسه کړې. هغه په نولس سوه اوه پنځوسم میلادي کال کښې یو ځل بیا په همدی پوسټ غوره شو. هامر شولډد ملګرو ملتو یو هغه ګوته په شمیر سرمنشي ؤ چې د دریمې نړۍ د هیوادونو حقوقو ته خاص ځانګړي پام لرنه ښودله. هامر شولډ د خپلو دندو په ترسره کولو کښې له هر ډول محافظه کاري خالي ؤ. هغه په نولس سوه شپږ پنځوسم میلادي کال کښې د سویز اوبلارې د کړکیچ په چارې کښې له مصره دفاع وکړه او د افریقایي کنګو هیواد د پيښو اوارولو ته یې ملا وتړله . هامر شولډ د کنګو د لومړي وزیر پاتریس لومومباپه غوښتنې د کنګو د بلوه ګرو ډلو د فعالیتونو د ختمولو لپاره د ملګرو ملتو په زرګونو سوله ساتي ځواکونه دغه هیواد ته واستول او بیا د نولس سوه شپیتم میلادي کال په اوړي کښې د کنګو په شخړو کښې د مینځګړیتوب لپاره دغه هیواد ته روان شو. خو د همهغه کال د ستمبر په اتلسمه نیټه، د هامر شولډ الوتکه د کنګو په آسمان کښې د موسی چومبه په مشرۍ د دغه هیواد د بلوه ګرو ډلو د دافع هوا له لوري په نښه کړئ شوه او نسکوره شوه چې پکښې هامر شولډ سره له خپلو ټولو ملګرو ووژل شو. هغه له مرګه مخکښې د کنګو په مسئلی کښې دهغه د سولې  دوستانه فعالیتونو په وجه د سولې د نوبل جایزې په ترلاسه کولو بریالئ شوې ؤ. له هامر شولډ وروسته ، اوتانت د ملګرو ملتو عمومي سیکتر و ټاکل شو.

 

 

ټیګونه