Oct 03, 2016 13:22 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۱۸۴

نن د دوشنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د وږي د میاشتې نهه ویشتمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اووه دیرشم هجري قمري کال د ذی الحجې د میاشتې له اوولسمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د ستمبر له نولسمې نیټی سره برابره ده.

««««««««««««

شپږ سوه اووه څلویښت کاله پخوا،  د اووه سوه نوېم  هجري قمري کال د ذی الحجې د میاشتې په اتلسمه نیټه،  د اتمې هجري قمري پیړۍ مسلمان مفسر او فقیه محب الدین سرايي د مصر په پلازمینه قاهره کښې وزیږید. دغه مسلمان پوه خپل ټول عمر په زده کړه او ښوونه کښې تیر کړ او د دیني علومو په لړ کښې یې ډیره پوهه ترلاسه کړه او په عرب ادبیاتو، فقه، اصول فقهې، حدیث او منطق کښې یې ډیره مهارت پیدا کړ او بیا یې د قاهرې په ښوونځیو کښې تدریس او ښوونه پيل کړه. د هغه د درس په کلاس کښې د دیني علومو مشهورو پوهانو او لټونکو ګډون کوه.

د دغه مسلمان پوهاند له آثارو څخه (پر کشاف باندې حاشیه) او (النهایه) کتابونو ته اشاره کوې شو.

««««««««««««

یو سلو نهه کاله پخوا، د نولس سوه اووم  ميلادي کال د ستمبر په نولسمه نیټه، د تاودوخۍ او انرجۍ د توليدوونکو موادو د ترلاسه کولو لپاره د انسان د هلوځلو په تاريخ کښې په اول ځل مصنوعي تيل جوړ شول. دغه نوې حرارتي ماده د سکاټلېنډ يو کېمياپوه جيمز يانګ ايجاد کړه. يانګ د کوئلې د يو ستر کان او يوې سنبالې لېبارټرۍ مالک ؤ او د کوئلې د تقطير عمل له لارې د مصنوعي تېلو په جوړولو کښې کامياب شو.

««««««««««««

پینځه ویشت کاله پخوا، د نولس سوه یو نوېم  ميلادي کال  د ستمبر په نولسمه نيټه، کويت او امريکې يو فوځي  موافقه ليک لاسليک کړ. دغه موافقه ليک د عراق لخوا د کويت د قبضې له ختمېدو څخه تقريباً شپږ مياشتې وروسته لاسليک شو. د کويت د چارواکو د ادعا له مخې دغه تړون په کويت باندې د عراق له دوباره فوځي تيري څخه د مخنيوي لپاره لاسليک شو. د دغه فوځي تړون له مخې امريکې د کويت له بندرونو څخه د استفادې او د کويت په خاوره کښې د امريکې د ځواکونو او جنګي سازوسامان د ځاے پرځاے کولو حق ترلاسه کړے دے او دواړه هېوادونه فوځي مشقونه کوي.

کويت په 1992 کال کښې له برطانيې او فرانسې سرهم ورته فوځي تړونونه لاسليک کړل. په وروستو کلونو کښې بحرېن، قطر، عمان او متحده عرب امارات د فارس خليج د جنوب له نورو هغو هېوادونو څخه وو چې له امريکې، برطانيې او فرانسې سره يې فوځي تړونونه لاسليک کړل. خو د نوموړو هېوادونو د تصور په اپوټه دغه تړونونه خپله د فارس خليج په سيمه کښې د پرديو ځواکونو د فوځي شتون د زياتېدو او په سيمه کښې د ناامنۍ د سختېدو سبب شوي دي.

««««««««««««

دوه ویشت کاله پخوا په داسې يوه ورځ د 1994 ميلادي کال د ستمبر په نولسمه نېټه شل زرو امريکائي عسکرو د امريکې په جنوب کښې په کارائب سمندر کښې په يو وړوکي هېواد هائيټي باندې له هوا او سمندر څخه حمله وکړه او هغه يې ونيوۀ. د واشنګټن د دغه اقدام لپاره بهانه  اقتدار ته د هائيټي د ولسمشر جان برټرانډ آرسټائيډ ستنول وو. د 1991 ميلادي کال په ستمبر کښې جنرال رائول سېډراس په يوې کودتا سره آرسټائيډ چې له دغه وخت نه اتۀ مياشتې مخکې ولسمشر شوے ؤ نسکور کړ او هغه امريکې ته وتښتېد. خو يوه موده پس کودتا کوونکود نړيوالې ټولنې او امريکې تر دباو لاندې ومنله چې د  1994 کال په اکتوبر کښې اقتدار آرسټائيډ ته ستون کړي. خو امريکې په هائيټي کښې د خپلو ناراو ګټو په لړ کښې په دغه هېواد حمله وکړه او آرېسټائيډ يې اقتدار ته ورسوۀ. خو لس کاله وروسته واشنګټن چې د آرېسټائيډپه سياستونو کښې له ځينو بدلونونو څخه ناراضه ؤ له شورشيانو څخه په ملاتړ سره يې د هغۀ په مخالفت لاس پورې کړ. بالاخره د نړۍ د سياست په تاريخ کښې په يو بې مخينې اقدام کښې امريکايانو آرېسټائيډ د ولسمشرۍ د ماڼۍ له دننه څخه وتښتوۀ او له هائيټي نه يې بهر منتقل کړ او يو بل کس د هغۀ په ځاے کښېناست.

 

په هائيټي باندې د امريکې پرله پسې تيري د نړيوالو قوانينو د خلاف ورزۍ او د امريکې د حکومت لخوا د نورو هېوادونو په چارو کښې د څرګند فوځي مداخلت روښانه نمونه ده.

««««««««««««

او له ننه پینځه کاله پخوا په داسې يوه ورځ د ديارلس سوه نوي يم هجري نمريز کال د وږي د مياشتې په نهويشتمه نېټه د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر برهان الدين رباني ووژل شو. برهان الدین رباني د ديارلس سوه نولس هجري نمريز کال د وږي د مياشتې په نهويشتمه نېټه وزېږېد. هغه د افغانستان د جمعیت اسلامي مشر او په دغه هېواد کښې د مجاهدينو د حکومت وړومبنے ولسمشر ؤ.

رباني له ديارلس سوه نهۀ اتيايم هجري نمريز کال څخه د خپل عمر تر آخره پورې د افغانستان د سولې د عالي شورا چې د حامد کرزي په حکم تشکيله شوې وه مشري په غاړه لرله. دغې شورا په افغانستان کښې د سولې د ترلاسه کولو او جنګ جګړو د ختمولو په خاطر د سوله ايزې لارې د موندلو په هدف سره له طالب ډلې سره د خبرو اترو وظيفه په غاړه لرله.

رباني د ديارلسم سوه نوي يم هجري نمريز کال د وږي په نهويشتمه نېټه د کابل په وزير اکبر خان مېنه کښې په خپل کور کښې يوې ځان وژونکې چاودنه کښې ووژل شو. د بم د چاودنې په وخت د افغانستان د سولې د عالي شورا يو شمير غړي د هغۀ په کور کښې د طالب ډلې له دوو غړيو سره په خبرو اترو کښې بوخت وو  چې د طالب ډلې يو استازي هغه چاودېدونکي مواد چې په خپل لنګوټي يا دستار کښې يې پټ کړي وو وچاودول.

 

 

ټیګونه